د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بېلابېلې ټولنيزې ليکنې

31.07.2016 12:29    |   مصطفی «عمرزی» به مناسبت نهمین سال وفات آخرین شاه افغان

اعلی حضرت شاه محمد ظاهر «رح»: «من، همیشه به اراده ی خداوند بزرگ، تسلیم بوده ام. هر آنچه از جانب او تعالی می رسد، به دل و جان قبول دارم. در طول دوره ی خدمت من در افغانستان، یگانه عنوانی را که به افتخار اختیار نمودم، بنده ی خدا «المتوکل علی الله» بود. این احساس و این عقیده را تا پایان زنده گی با خود خواهم داشت.

30.07.2016 23:01    |   مصطفی عمرزی به احترام نهمین سال وفات شاه محمد ظاهر (رح)

یاد واره ی اعلی حضرت

29.07.2016 11:34    |   عبدالتواب خپلواک سګرېټ او یا قیلون کوم یو ډېر خطرناک دی؟

ممکن دا پوښتنه مو مخته راسي چي د نشه یي توکو کوم ډول یې ډېر خطرناک دي،اوپه سرطان او نورو ناروغیو د اخته کېدو چانس زیاتوي؟دلته مو دا او ورته پوښتني ځوابوو.

27.07.2016 11:55    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی بیا هم د افغان تحرُک ساب د توجه وړ بحث

لومړی خپل تاوده سلامونه دټول افغان وزین وبثایټ چلوونکو؛ محترم ډاکټر ساب لمر، ښاغلی سید عبدالله "ولیزی"، که ژوندی وي "واله" ساب؛ او ګران محترم افغان تحرک صاحب ته په ښو دقایقو کې رسوم. زه غواړم چې لیکنې ډیرې تکراري او اوږدې نشي؛ نو د ټولو دوستانو په اجازه یو څو لڼډې او مختصرې جملې لیکم.: ۰ دا چې افغان تحرک ساب زما په تېرې لیکنې - او + تبصرې کړی دې ،مڼنه او دزړه له کومې تشکر کوم چې زه ېې (چې اصلاََ د طب ډاکټر یم او په تاریخ او ټولنیزو پوهنو کې هومره لاسرسی نلرم، بیا هم د چا خبره اوس هر افغان آن که ماشوم هم وي سیاستمدار دی!، او لکه په همدې کالم کې د غربت دیار کې ځينې لیکنې او شعرونه هم لیکم ،په هر صورت) ځینو ټکو ته متوجه کړلم. ۰

26.07.2016 12:45    |   محمدعیان«عیان» زبات(زباد)

په کونړکې احسان کولوته زبات(زباد) وایي.

23.07.2016 13:16    |   محمد انور ولید صراط المستقیم او صراط الشیاطین

د انسان ژوند له سره تر پای پورې ټول د پېښویو داسې انځوریز تمثیل دئ چې په حقیقي او مجازي ډګرونو کې یې اصلي لوبغاړی ( ممثل ) هم خپله انساني کرېکټر او د هغه متقابل اړخونه دي . خو دا چې د ژوند په دغو ځنځیري اتلولیو کې څوک څه ډول خپل ځان ګټونکی ښیي ، هغه د نوموړي په خپل فکري انتخاب او لرلید پورې اړه لري . ځکه انسان په اتلولیو کې هم دوې لارې په مخکې لري ؛ چې یوه یې مؤقته ، مجازي او لنډ مهاله ( د صراط الشیاطین ) لاره ده ـ او بله یې دائمي ، حقیقي او اوږد مهاله ( د صراط المستقیم ) لاره ده . زړه یې چې مجازي ، لنډه او غیر معروفه د ( صراط الشیاطین ) لاره خپل ځان اوخپلې راتلونکې ته ټاکي او یا هم جقیقي اوږد مهاله او تلپاتې معروفه او بې خطرې ( صراط المستقیم ) لاره . ځکه فاعل مختارخو خپله همدغه عاقل ، بالغ او مکلف انسانې کرېکټر دئ چې د خپل علم ، عقل او حیأ په موجودیت کې یې د خپل وجدان په محکمه کې د خپلې لارې خوښولو پرېکړه تر تلو د مخه کړې ده .

23.07.2016 13:14    |   وکیلي پښتو اوپختوزموږدژبي لهجې دي :

زموږ دختیزو او سهل ولېدیزو وګړو ګړدود یاني لهجه .

21.07.2016 10:33    |   افغان تحرک د اروا ښاد محمد موسى شفيق د ارواښاد ظاهر شاه مشهور او محبوب صدر اعظم، یاد

د مرحوم موسی شفیق یاد زمونږ په زړو او خاطرو کی نن صبا هم ژوندی دی!

20.07.2016 10:11    |   ډاکټر حمیدالله زړه ء ور ساپی تورک ملت، سوله او افغان ولس

لوی خدای تعالی ج. د عظیم الشاءن قرآن د الحجرات سورت په ۹ او ۱۰ آیاتونو کې فرمايي: (و اِن طايفتان من المومنین اقټتلوا فاصلحوا بینهم؛فاِن بغت اِحداهما علی الُاخری فقاتلوا التی تبغي حتی تفي ء اِلی امرالله ؛فاِن فآءت فاصلحوابینهما بالعدل و اقسطوا ، اِن الله یحب المقسطین . (انما المومنون اِخوتُُ فاصلحوا بین اخویکم واتقوالله لعللکم ترحمون .) .صدق الله العظیم. ترجمه د ښاغلي قیام الدین کشاف له اسلام لکم سایټ څخه:< او که له مومنانو څخه دوه ډلې پخپلو منځو کښې په جنګ شي نو د هغو په منځ کې صلحه وکړئ، بیا که له هغو نه یوه ډله پر بلې تیری وکړي نو له تېري کوونکې سره وجنګېږئ تر دې پورې چې هغوی د الله د حکم خواته راوګرځي.بیا کله چې هغوی راوګرځي نو د هغوی په منځ کې په عدل سره سوله وکړئ او انصاف وکړئ چې الله انصاف کوونکي خوښوي.

20.07.2016 10:09    |   افغان تحرک د "بدلون" اصطلاح

د "بدلون" اصطلاح په هکله دوه، دری کرښی.

19.07.2016 10:14    |   محمد انور ولید سه موټه ماما او د چین ماچین ښاپېرۍ

زموږ هېواد افغانستان خورا ښکلی او هېواد وال مو ډېر خدای دوسته ، دین دوسته اووطن دوسته خلک دي . ددوی دغه دوستي اوخپلمنځي مینه محبت ددوی په خټه کې اخښل شوی . ښکلو منظرو ، منرالي اوبو ، څپانده سیندونو ، لوړو آسمانڅکو په ځنګلونو پټوغرونو او سر درو ، سُرابي دښتو او ښکلې هوا موږ ته دیانت ، انسانیت ، اسلامیت اوافغانیت را بښلی . روا هڅو او آندونو زموږ د وجود او ټولنې ماشین په خوځښت راوستی . د خپل هېواد ، خپلې سیمې او خپل ټاټوبي آبادۍ ته یې هڅولي یو . په خپل زیار زحمت ګاللو باندې یې روږدي کړي یو . موږ افغانان وږي ـ تږي په خپله بوریا او شړۍ باندې پرا ته خوښ یو ، خونه د بل چا د منت دارو خورو ـ او نه د دون همتو پر اوبو باندې خپله تنده ماتوو .

19.07.2016 10:12    |   افغان تحرک خدمت طنز نویس محترم حنیف رهیاب رحیمی! "څارنوال دلقک" ! "با هر چیز بازی، مگر با ریش پدر هم بازی" ؟

ښاغلی طنز لیکونکی حنیف رهیاب رحیمی ته یو "ساړه طنز".

19.07.2016 10:12    |   احمدجان تڼی د نشه یی توکو ضد بیکاره میکانیزم

په افغانستان کی د نشه یی توکو حالت

18.07.2016 10:17    |   لایق جان خوستی د افغانستان کثیر التألیف شخصیت پروفیسور عبدالله بحتانی د 125 اثارو خاوند

لیکوال او شاعر پروفیسور عبدالله بختانی ما هغه وخت وپیژندو چې په قاهره کښې د افغانستان سفارت له خوا د بختاني صاحب «د دین څو ستوري» په نوم کتاب چاپ شو، مخکې ددی چې ښاغلی پروفیسور عبدالله بختانی خدمتګار وپیژنم ما ویل چې په افغانستان کښې د پوهاند حبیبی څخه زیات آثار څوک نلري، خو د پروفیسور بختانی خدمتګار ژوند ته په نظر کولو سره پوه شوم چې مونږ لا هم داسی شتمنې لرو چې ژوندې دي او مونږ يې نه پیژنو، شاید داسی ډېر ځوانان وي چې د بحتاني خدمتګار صاحب په شان لوي هستي نه پیژنی، ځکه ماهم وپتیله چې د پروفیسور بختیاني په هکله یو څو کرښي ولیکم. عبدالله جان د ملا آقا جان طبيب زوى د ١٣٤٣هـ ق کښې د ننگرهار ولايت د سره رود (سرخرود) په چهار باغ صفا کښې زيږيدلى، لومړنئ زده کړه يې له خپل مور او پلار نه پيل کړى او بيا د نورو استادانو څخه يې پر مخ بيولى ده .

16.07.2016 11:54    |   توریالی ملیار نه شوقي، نه راشي نه مرتشي/ طنز

لکو ور منډه کړه ډریور یې ترې را کش کړ چې له موټره یې راښکته کړ په زګیرویو زګیرویو یې نجونې فاحشې او د دوزخ لایقې وبللې، وې دوی کله له دین خبرې دي، که یې دین پيژندلی ولې به په غیر شرعي جامو کې راوتلې او ولې به زما د توجه وړ ګرځيدلې ټوله ملامتلیا په همدوی ده،

11.07.2016 22:00    |   قاضی طارق بې اسبابو رزق

کله چې د انسان تعلق او اړیکه په مکمل ډول له ظاهری اسبابو نه کټ شی ، او تعلق او اړیکه یې په مستقیم ډول د الله سره جوړ شی ، نو په دغه وخت کې الله پاک انسان ته له داسې ځای نه د رزق بند وبست کوی چې مخکې نه د انسان په ذهن کې هم نه وی ګرځېدلی .

09.07.2016 16:56    |   پوهنیار احسان الله حیات د لوړو زده کړو وزارت هلمند پوهنتون د پامه غورځولی دی (لومړۍ برخه)

د هلمند پوهنتون د تأسیس څخه تر اوسه پوري اته کاله کیږي، مګر یاد پوهنتون تر اوسه خپل شخصي ودانۍ نه لري او نه هم د نوموړي پوهنتون د (۷۵) جریبه ځمکي ستونزي ته د پای ټکی کښیښودل کیږي. د لوړو زده کړو وزارت توجه هلمند پوهنتون ته ډیره کمه ده او حتی پر نشت یی حسابوي. نو په همدې وجه په دې لیکنه کي د پوهنتون ستونزي بیا سوی او د لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه سویده چي نور نو یاد پوهنتون ته توجه وکړي.

06.07.2016 09:51    |   سردار محمد همدرد يتيم ماشوم له خپل پلار نوې جامې غواړي

زموږ ټولنه چې جګړو او بدبختيو ځپلې ده، تقريباً په هر دويم کور کې يو يتيم پيدا کېږي، يوه کونډه به خامخا لري او يوه مور به پکې بوره وي، ټوله بدبختي له همدغې روانې جګړې راپېښه ده، ټول پر خوله وايو جنګ بدبختي ده، خو هيڅوک د جګړې د ختمولو کوښښ نه کوي، زموږ يو شمېر مشران خو په جګړه کې خپلې ګټې وينې او څومره چې جګړه غځيږي، د دوی غوا شېدې ډېروي او پر غريبو، بېچاره، بې وزلو خلکو لا قيامت جوړيږي.

04.07.2016 12:51    |   محمد انور ولید د لېوانو کوربه هېواد

وایي چې د صحرا موږکان را غلل ، د کور یې وشړل . په دې خو ټول پوه دي چې د آسیا زړه افغانستان یو داسې هېواد دئ چې جیو جغرافیکي ، جیو پو لیټیکي او جیو اقتصادي سرا تیژیک موقعیت یې د تاریخ په هره مقطع کې د سیمې او نړۍ پام ځانته ور اړولی دئ ، ځکه پردغه تاریخي لرغوني هېواد باندې ډېر تمد نونه تېر شوي ، لوېدیځه نړي یې له ختیځې نړۍ سره نښلولې ، خود سردرو د زمریانو، د غرونو د بازانو ، د دښتو د پړانګانواو د افغاني درنو پرګنو د ریښتینو خپلواکه مشرانوله لاسه یې د تاریخي حماسو اوعبرت درسونه له ځانه سره وړي او له دې هېواد څخه په نیمګړي ارمان ایستل شوي دي .

04.07.2016 12:42    |   ډاکټر فاروق اعظم دلته مسلمانان ډېر دي، خو ...

د سږ (۱۳۹۵ ل) کال د روژې لومړۍ اونۍ مې په کابل کې خپل ځای کې وه. یوه هفته مې په قطر کې د څه کارونو لپاره تېره کړه او ترهغه وروسته لندن ته ولاړم. په دغو دریو هېوادونو کې مې د روژې حالت وکوت، غواړم یو مشترک بشري اړخ ته یې لنډه کتنه وکړم او له تاسوو سره یې شریک کړم.

03.07.2016 14:30    |   ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی روژه عُمُر اوږدوي

دروغتیايي پوهنو پوهنتون،د عنعنوي او متممه طب د څیړنو دمرکز علمي غړی دوڅنت ډاکټر مغفرت `ابدولي` ،ادعا کوي چې روژه د انسان عمر اوږدوي او روژه د عنعنوي طبابت د درملنې یوه مهمه طریقه ده.

03.07.2016 14:25    |   محمد انور ولید د بېوزلو افغانانو اختر څنګه نمانځل کېږي ؟

ټوله انساني نړۍ خپلې خپلې اخترې او بېل بېل رواجونه لري چې په نمانځلو باندې یې هر څوک د خپل دود دستور سره سم خوښي ښکاره کوي . څوک دا اخترې د خپلو مذهبي مراسمو له مخې نمانځي ، څوک یې د خپلو آزادیو او نوښت سالګېرې د یادبود په توګه تازه کوي اوځوک د خپلو قهرمانیو ورځې په کې تجلیلوي . خوهرڅوک خپلو اخترونو ته په بېلو بېلو وختوکوکې ځانګړې تیاریانې نیسي ، اود خپل دین او آئین سره سم د خپلو اخترونو په مراسمو کې ګډون کوي ، جشنونه کوي ، د تفرېح ځایونو ته ځي ، مېلې کوي ، مزي کوي ، چړچې کوي . ځکه د کرېسمېس اخترونه او مېلې بېله بڼه لري ، د نوروز زرتشتي او جمشیدي مېلې بېل رنګونه او پروګرامو نه لري ، د چینائیانو او جاپانیانو اخترې بېلې بڼې لري ، د هند وانواخترونه بېل وي ، خو د مسلمانانو اخترې بیا له ټولو هغو سره بېل تو پیرونه لري .

03.07.2016 14:23    |   توریالی ملیار مفتي قندیل خان بارود/ طنز

مفتي کلونه انتظار و چې هلال او د تقدس په ملا نرۍ او کږه ښاپېرۍ وګوري- بیا خلکو ته ووايي چې روژې مو قبولې شوې درباندې اختر شو او وهئ یې، یو وخت داسې راغی چې د لیدلو چانس ډېر شو خو د هلال شرط دا وو چې سبا به مې خلاصه نه اعلانوې بیا مې لیدلی شې او که دې خلاصه اعلان کړم بیانو خلاصه یم مه راپسې ګرځه،

30.06.2016 10:56    |   سیدالرحمن عابد دلغمان وروستی انځور

لغمان دپلازمینې په ګاونډختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ډیری وګړي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي اوله دې لارې دخپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پيدا کوي،په تېره یوه نیمه لسیزه کې هسې چې لازه مه وه ددې ولایت پرمختیايې، ښوونیز،روغتیايي او ټولنیزوبرخوته خاصه پاملرنه نه ده شوې،اوس هم ددې ولایت ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري،ځیني يې احاطوي دیوالونه نه لري اویو شمېر نور يې بیا دسېلاؤنو او سیندونو دتخریب سره مخامخ دي،ددې ولایت میشت اوسیدونکي دخپلو روغتیايي ستونزو دحل لپاره په جلال اباد اوکابل تکیه کوي،د انکشاف په برخه يې په شویو کار ونو هم تر ډیره حساب نه کیږي،دبېکارۍ،فقر او تنګدستۍ موجودې ستونزې هم ددې ولایت دځوانانو،کورنیو او فامیلونه ژوندتریخ کړی دي.

30.06.2016 10:48    |   محمد انور ولید د قــــــدر شـــــــــــپه

د قدر په شپه لومړی ټول قرآن عظیم الشأن په یو وار لومړي آسمان ته د آد مي ځوځات د لارښوونې له پاره د د الهي فضل ، کرم او پېرزویني له مخې د بشریت د نجات په خاطر را نازل شوی او په بیت المعمور کې ځای پر ځای شوی دئ . خو دا مبارکه شپه د روژې د مبارکې میاشتي د درېیمې لسیزې په طاقو(( (۲۱ تمې ) ، (۲۳ تمې ) ، (۲۵ تمې )، ( ۲۷تمې ) او ۰۲۹ تمې ) )) شپوکې پټه ده . الهي حکمت په کې دادئ چې ددې شپې عبادت له (۱۰۰۰ ) میاشتو یعنې له (۸۳ ) کالو او څلورو میاشتو قبول شوي عبادت څخه غوره دئ .