بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


هوښیارکارګه (نفاق اومغروري بددي)

د پسرلي موسم دی فضا آرامه اوزړه وړونکې ده او طبیعت وټولونباتاتوته نوی ژوند ورکړی او ګُلي ګلذار دی. د یوه ګلبڼ (کوکیاڼه) په انکړ کي یو لوی غټ شین چمن دی، چي شا اوخوا ئې لوي جیګي وني ولاړدي او د چمن پراړخوئې ښایسته او ښکلي رنګارنګ ګلان لکه: (ګلګلاپ، چمبلي، یاسمین، نرګس، رانااوزېبا، ګنډېري اوګلپاڼي اونور دغسي.) ولاړدي، چي پرښکلائې دچمن دښایست لمن غوړولې وه. په دغه چمن کي بیا ډول ډول مرغانو لکه: (کوتري، قُمّري ګاني، توتیان، بلبلي،میناګاني کارګان، زرګي، مړزان، چروندکان، خِر

30.11.2022 محمدسرور وکیلي

پر ځان باور

په دنیا کی د ښه ژوند کولو لپاره د انسانی منلی قوتونه شته چی هر ځوک غواړی دغسی منلی قوتونه او صفتونه په ځان کی پیاوړی کړی خو یوازی غوښتنه کار نه کوی ،بلکی ددی مقصد د ترلاسه کولو لپاره ځان ویښول خوځول او پوهول پکار دی او که له زړه څخه پوهیدل غواړو نو په اول قدم کی باید په خپل ځان باور پیدا کړو په خپل مغز فکر وړتیا استعداد ذهن او ټولو روانی حالتونو باید باور پیدا کړو او دا باور باید دعمل په ډکر د خپل وجود او کردار سره حس کړو او په دی ترتیب مسولیت ومنو د مهمو کارونو لپاره ملا وټرو او له د

26.11.2022 خیال محمد ویاړ

د دولت او ملت اړيکې

  ټولنيز ژوند ټول په روابطو ولاړ دئ . دا روابط د کورنۍ نه نيولې تر کلې ،ولايت او مملکت پورې وجود لري. انفرادي واحدونه د روابطو په وسيله نښلول کيږي او ترکيب يې يو نوی شکل د شريک ژوند منځته راوړي ، چې د حقوقو، مسوليتونو او مکلفیتونو له مخې د انفرادي ژوند سره توپير لري . هر څومره چې ټولنه لوئيژي او پراخيږي يعنی د واړه واحد ( کورنۍ) نه د يوه هېواد (ملت) او يا د ډېرو هېوادونو (بين المللی ټولنه) کچې ته رسيږي ،د روابطو شکل او محتوا هم ورسره تغير پيدا کوي . د ټولنيز ژوند غم -خوشحالي،

23.11.2022 د،ب،هيښ

د«ژوو»کیسه:(هوښیاري ترزورښه ده)

په یوه ځنګله کي يو زمری او نور ډېر ځنګلي ژوي لکه لېوه(شرمښ)، سورلنډ(چغال) ګیدړه، سوی، پړانګ، ببر(خرس)، سرکوزی (خوک)، کوږ، بیزوګاني اوایږ اودغسي نورو«ژوو» ژوند کاوه. دوی به په میاشت کي یوځلي د زمري حضور ته راتله او مجلس بې جوړ کی. سوی به دانسانانو خبري چي څه پلانونه لري او څرنګه د ځنګله د ژوو لپاره دامونه او تلکي جوړه وي دغسي خبري بې راوړي، چي دا نور ژوي هم په خبرسي او پام وکي چي په تلکه اویا په دام کي بند نسي. ګیدړي بیا دځنګله دننه خبر راوړی، چي په ځنګله کي

18.11.2022 محمدسرور وکیلي

په نړۍ کې د لوږې توپان !

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړيوال پروګرام (WFP) د تازه راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي. دا شمېره د ۲۰۲۲ کال يانې همدې کال په پيل کې ۲۸۲ ميليونه وه. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي که ددې لوږې مخه ونه نيول شي هغه لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي چې ددې څو کلونو په او

13.11.2022 محمد سليم سليمان

په عامه ځايونو کې ځانونه څنګه راحت او ارام احساس کړو

په عامه ځايونو کې ځانونه څنګه راحت او ارام احساس کړو. ممکن احساس کړې به مو وي، چې داسې افراد هم شته، چی ښار او بازار ته داخل شي هر څه ورته د معمول خلاف ښکاري. تر تاثير لاندې راځي، ځان کم ورته ښکاري او په ټوله کې کمتري احساسوي. په ولسي برخه کې، چې له ښارونو تر ډيره د ښاپيريو او چالاکيو کيسې کيږي، ډيری وخت ورته له لرو او پرتو سيمو راتلونکي کسان ځان کم وينې. تجربې ښيې، چې ان له خپل ژوند او ځان پورې تړلو مسايلو يې هم زړه توريږي. ځيني مشورې شته، چې ښايي په عملي کېدا سره په ځان کې بدلون

12.11.2022 نعمت الله روان

وړوکې کیسه (دخوب مانا)

په تیرو زمانو کي چي د مصروفیت او ساعت تیرۍ لپاره تخنیکي الکترونیکي آلې نه وې نو د مصروفیت اوخوښۍ لپاره ځانګړي خلک وه، چي خلک به ئې مصروفه ساتل. لکه نکلچیان، غزلچیان، دریه لوبونکي، پلزنان، دخوب ماناکونکي، لاسکتونکي او دغسي نور ډېر. دغه ډول خلک به په کلي او بانډو کي نامتو وه او هرچا به هم پېژانده. خو یوه ورځ په کلي کي یوه سړي خوب ولید، چي پاچا ده ته څلوېښت خرماوي ورکړې. چي داسړی له خوب راکښېناست خپل خوب ئې چي لیدلی وو ډېر خوشهاله سو او خپل خوب ئې خپلي مېرمني ته ووایه، چي

09.11.2022 محمدسرور وکیلي

د ژوند بدلون اوپرمختګ

د ژوند بد لون او پر مختګ د انسان په فکر پورې اړه لري.څومره چي د يو انسان فکر مثبت وي، دومره به یی ژوند ښکلی وی، او د پرمختګ په لور به يون کوی. څومره چي ديو انسان فکر منفې وي، دومره به یی ژوند بدمرغه او منفې خواته یون کوې. موږ او تاسو باید د خپل ژوند د انکشاق او پر مختګ لپاره ژور او مثبت فکر وکړو، او له هم دې لارې خپلي ستونزي او مشکلات حل او فصل کړو. موږ باید خپل ژوند خپله بدل کړو، هیڅوک نه شي کولای زموږ ژوند بدل کړي دا موږ یو چی خپل ژوند خپله بدله ولی شو. نو د پایلې په توګه ویلی شو ، که غ

06.11.2022 عبدالمالک یخکړیوال

خفګان څنګه له منځه يوسو

په اوسنۍ نړۍ کې پر ډيری داسې ميکانيزمونو خبرې کيږي، چې په پلي کېدا سره يې خفګان کنترول او له‌منځه وړلی شو. دا ميکانيزمونه ټول هغه ممکنه لارې موږ ته په ګوته کوي، چې څنګه په اسانۍ او سهولت خپل ژوند پر مخ يوسو. د کايناتو شته نظام د خفګان د لمنځه وړلو ټول فرصتونه لري. يوازې شپه او ورځ چې الله تعالی د سکون موندلو لپاره پېدا کړي؛ د بې سارو بېلګو په ډله کې يوه نمونه ده. نوره نړۍ په ځانګړې ډول لويدځ ډيری داسې پوهان لري، چې د تشويقي وينا پر اساس خلک له سختيو سره مبارزې ته هڅوي. دا چاره ښه اغيز

06.11.2022 خيرالله ياد

علم اوعمل په انسانی ډګر کې ازموینه ده!

ولیعلم الذین اوتو العلم انه الحق من ربک فیومنوا به فتخبت له قلو بهم سورة حج ۵۴ ایه زما هدف دلته دروغجن او له پلموډک سیاست او انډوخر څخه نه دی بلکې دعلم او عمل چې لازم او ملزوم دی او یو دبل سره نه جلاکېدونکی اړیکی لری: چوشمع از پی علم باید ګداخت، که بیعلم نتوان خدا راشناخت! دافغانستان رښتینی مسلمان مجاهد ملت دې د اسلامی جهان بینی پر بنسټ له ځان څخه دا پوښتنه وکړی چې قرآن کریم دمسلمانو ستر او سپېڅلی کتاب دی. قرآن کریم دانسانی اخلاقو بشبړ معیار او لارښود دی دغه کتاب په لوړ غږ اعلانوی :قد

06.11.2022 ع.شریف زاد

خوشبختي

ژباړه . محمدعلي عمري .... یوبادشاه بيماره شو خلګوته یې وويل. خپله نيمه بادشاهي وهغه چاته ورکوم چي زما علاج وکړي . ټول هوښيار خلګ یودبله سره راجمع سوو ترڅو دبادشاه پرعلاج کولو وتوانيږي . ليکن یوڅوک هم پردې باندې نه شو قادره چي دبادشاه علاج وکړي. خو له هوښیارانو ځخه یوه هوښیار سړي وويل . فکر کوم چي دبادشاه علاج به وکړاي شم. که یو خوشبخته سړئ پیداکړئ او لمن یې راپرې کړئ او دبادشاه له بدن سره یې وصل کړئ دب

02.11.2022 محمدعلي ‌عمري

قانونمندی جامعه

«انَّ اللّهَ لایُغَیِّرُ ما بِقَومٍ حَتّی یُغَیِّروا ما بِاَنفُسِهِم » قانونمندی و چگونگی قوانین و سنت‌های حاکم بر جامعه، از مباحث بنیادین و از مبادی فلسفی بحث‌های جامعه شناختی در بررسی پدیده‌های اجتماعی است و این را باید بپذیریم که بسیاری از مسائل اجتماعی بر پایه آن استوارند. آگاهی از قانونمندی جامعه نقش‌ها و پیامدهای مهمی دارد که عبارت‌اند از قدرت بر کشف قوانین که شرط لازم پیش بینی پذیری جامعه و تاریخ است، کالبد شکافی و تحلیل دقیق جوامع گذشته، شناخت رخدادهای غیر منتظره و آمادگی برای

23.10.2022 ع. شریف زاد

ژان ژاک روسو و برتراند راسل، هردو هم از توبره می خوردند و هم از آخور

ژان ژاک روسو و برتراند راسل، هردو هم از توبره می خوردند و هم از آخور عبدالخالق صارم ........................................................ غرب شرارت پیشه، همیشه عناصر هرزه، نابکار، ولگرد، دزد، آدم کش، کوچه یی و نیمه دیوانه خود را که دارای حرف های متناقض و رفتار های دوگانه بوده و غرق در باتلاق جنسی نیز بودند، در زیر نام دانشمند و آزاد اندیش و ترقی خواه و روشنفکر و فیلسوف و نابغه و... بالای ما تحمیل نموده اند، که دو تن این دانشمندان تقلبی به نام های ژان ژاک روسو و برتراند راسل

23.10.2022 عبدالخالق صارم

څوک وایي عقل څوک وایي علم څوک وايي بخت ښه دی

څوک وایي عقل ښه دي ځکه چي د عقل پواسطه کولای شو ټوله نړۍ ورباندي اداره کړو،نامعلومي لاري ورباندي وپیژنو.څوک وایي علم ښه دي ځکه چي دعلم په واسطه کولای شو حلال او حرام سره جلا کړو.اوپه ټوله نړۍ کي چي دا څومره پرمخټګونه دي دعلم برکت دي.څوک وایي بخت ښه دي ځکه چي د بخت پواسطه کولای شو دنیا او اخرت و ګټو.زه دخلکو خبري نه ردوم. لکه څنګه چي دانسانانو چهري توپیر لري همداسي دانسانانو فکرونه هم تفاوت لري. نو ویلی شو چي دری واړه د انسانانو لپاره مفد او ګټور دي ،هغه وخت چي د دری واړو خصوصیات په ځان کي عمل

21.10.2022 عبدالمالک یخکړیوال

اوښکې

هغه خپلې عينکې جېب ته واچولې, له دفتره را ووت, د کيڼ لاس کوټې ته ورننوت, ځوانه ډاکټره ښځه د احترام له پاره ورته ولاړه شوه, په غوسه يې ورته وويل, نن اوومه ورځ ده, تا د هو او نه جواب ماته نه دی راکړی, که خوښه دي نه وي هم ووايه او که..... ځوانې ډاکټرې يې خبره ورپرې کړه, ښه سمه ده, ارشد صاحب! زه به ستا دغه غوښتنه ومنم, خو ته به ماته ليکلې راکوې چې ته تر کومه دلې وې, زما تبديلي به نه کوې. ارشد په خندا کې ورته وويل: ته بې غمه شه, زما په موجودګې کې به د چا پلار هم دا جرات و نه کړي چې

15.10.2022 عابد لويال

سیا سی ګډ ديالوګ عقل، صداقت او باور

«الذین ان مکنهم فی الارض اقامواالصلوةوءاتواالزکوة وامروا بالمعروف ونهواعن المنکر ولله عقبة الامور» سوره حج ۴۰ ایة وقت شعر وشاعری بگذشت ورفت وقت سحر وساحری بگذشت ورفت وقت اقدام است وسعی جد وجهد غفلت وتن پروی بگذشت ورفت عصر٫ عصرموتر ریل است وبرق گامهای شتر بگذشت ورفت تلگراف ارد خبر از شرق وغرب قاصد ونامه بری بگذشت ورفت شد هوا جولانگه نوع بشر رشک بی بال وپر بگذشت ورفت گفت این سخن محمود راوبرفت سعی کن تنبل گری بگذشت ورفت ۱۹۰۹ سراج الاخبار مح

08.10.2022 ع.شریف زاد

دعقل‌ پالونکی

انسان ښایسته دی ترګلاب هم ښایسته دی ددې دپاره چي همیشه ښایسته پاته شي اوټول خلګ دهغه دوستان شي باید همیشه دادب خیال وساتي ادب یعنی هغه کردار او وینا چي له انسانیت سره ښایي ادب ده . ادب تر عقل لوړ او پورته دی عقل دانسان په وجود کښي دننه یوځواک دی او عقل هغه څراغ دی چي انسان په توره تیاره کښي له غورځېدو څخه ساتي عقل هغه وخت قیمتي وي چي ادب ورسره ملګري شي په عربي کښي یو مقوله ده چي هرشی عقل ته اړتیا لري خو عقل بیا وادب ته ضرورت لري. اوپوهیږو چي دادب سرلاري شاعران وي اوشاعران دي سعد ابن مالک چي د

05.10.2022 محمدعلي ‌عمري

سوره «نساء»؛بخشی از قرآن برای زنان

نقش زن در جامعه و خانواده یکی از موضوعات مهمی که درصدر اسلام مورد توجه قرار گرفته است و برای دانستن این اهمیت می‌توان به چهارمین سوره قرآن کریم مراجعه کرد؛ جایی که یک سوره به زنان اختصاص پیدا کرده و به نام آنان ثبت شده است که یک امتیاز معنوی وحایز اهمیت است . فوتوی قران کریم سوره نساء جز سوره‌های مدنی است؛ یعنی در مدینه نازل شده است و انتظار می‌رود موضوعات اجتماعی در آن وزن بیشتری داشته باشند. این سوره ۱۷۶ آیه دارد و در قرآن کریم چهارمین سوره و در جزء چهارم تا ششم قرآن جای گر

29.09.2022 ع، شریف زاد

اختلافي مسايل او د حل لاره يې

په هره موضوع کې چې اختلاف وي ، مانا يې داده چې نه‌ په‌کې علمي ثبوت او سند شته او نه د شرعي نظره واضح ايت او حديث، نو علما ( ديني او ساينسي) يې د حل کولو نه عاجز دي. په دې صورت کې د موضوع د حل او ستونزې ته د ځواب موندلو د پاره يوازينۍلاره د اجماع د تفاهم او توافق نه کار اخستل دي . د علمي ( ديني او ساينسي)مؤثقو ، صريحو او ثابتو قوانينو او احکامو د فقدان له کبله د علماوو اوساينسدانانو مسؤليت نور نه شته ،بلکې د دوی رول هم عيناا د ټولنې د نورو افرادو او عوامو په اندازه او وزن دئ. ا

28.09.2022 د،ب،هيښ

وړوکې کیسه(ښه چلند)

په یوه هېواد کي يو ډېرښه دینداره عالم سړی وو. او ډېر مریدان ئې لرل او تل د الله په یاد کي وو. دغسي یو نېک سړی هم په یو بل هېواد کي وو چي هغه هم ډېر مریدان لرل او تل د الله جل علی شانهو په عبادت کي وو. دا یو پیر ډېر نرم ملایم او خوش خُلقه انسان وو. د خپل مريدانو سره ئې ډېر نرم او آزاد چلندلاره او که هرکله به له مریدانو کومه سهوه او یا یو ناوړه کار ځني و خوت ده به په ډېره ملایمۍ او نرمۍ سره لار ښوونه ورته کوله؛ نو ورته بې وویل: چي بیا ئې ونه کۍ! مریدان ئې تل په ډېره علاقه او خوښۍ سر

28.09.2022 محمدسرور وکیلي

بخت او کلتور

بخت او کلتور بخت مې کوټه شو؛ هر څه ته چې لاس اچووم، له بیخه نړېږي؛ لاس مې تورې سپۍ څټلی؛ له خپله بخته چاو ته فریاد کړم؛ پاچاهي په بخت ده، نه په تخت؛ څه چې تقدیر کې لیکل شوي، نه بدلیږي؛ ما ډېر کوښښ وکړ، بخت یاري ونکړه؛ ګیله له خپله بخته ده؛ بده بخته، ته مې دښمن يي؛ او دې ته ورته متل وزمه ویګړې او جملې زموږ د خلکو په خولو او ذهنونو کې ناستې او پرلپسې کاریږي. موږ زیات وخت خپله ناغیړي، تېروتنه او ناپوهي د بخت او تقدیر تر پوښ لاندې تېروو او دا زموږ له کل

27.09.2022 سرلوڅ مرادزی

منطق خان يې وواژه

لا آزان نه و شوی چې په کوڅه کې د خلکو شور ماشور له خوبه راپاڅولم. د بام سر ته په بیړه جیګ شوم, چې وګورم څه خبره ده? تیاره وه خلک نه پېژندل کېدل, خو په غږېدا یې شکمنیدم, چې د کلي ټول مشران په کې بوخت دي. زر را کوز شوم, چې د باندې ورشم. د کور ور مې پرانیست, ګورم چې خلکو ټېل ماټيل جوړ کړی دی, ګرد چاپیره راتاو دي, غال مغال دی, یو بل خبرو ته نه سره پرېږدي. کوښښ مې وکړ چې ټولي ته ورننوځم, چې اوس کیسه څه ده? د کلي ملک وزیر خان را غږ کړ چې پادشاخانه ښه ده چې ته هم راغلې, څنګه وکړو دا جنازه او

23.09.2022 جمال ناصر اصولي

لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو)

لنډه کیسه د(دوو هم ټولګیانو) په یوه کلي کي دوه هلوکان وه چي دواړه به ښوونځي ته په ګډه تله او دواړه هم په یوه ټولګي که وه یاني (هم ټولګیان) وه. دواړو به په نومرو کي سیالي سره کوله کله به یو په نومرو کي ترمخ وو کله به بل. خو دواړه سره خوشاله وه ساعتونه به ئې سره تېرول. دواړو دوولسم ټولګی په بریاليتوب او ښه نومرو سره پای ته ورساوه. له پوهنتون څخه استازي راغله چي د کانکور آزموینه واخلي او زده کونکي پوهنتون ته و ټاکي. استاذانو آزموینه واخیسته او دغه دواړه هلکان په ډېر ښ

21.09.2022 محمدسرور وکیلي

د جنت او دوږخ اسباب:

  ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ډېرو هغه شيانو په اړه پوښتنه وسوه چي خلګ جنت ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تقوی او ښه اخلاق، بيا د ډېرو هغو شيانو پوښتنه ورڅخه وسوه چي خلګ دوږخ ته داخلوي؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خوله او عورت. يعني ډېر هغه شيان چي خلګ جنت ته داخلوي تقوی او ښه اخلاق دي او ډېر هغه شيان چي خلګ دوږخ ته داخلوي خوله او عورت دي. څوک چي تقوی او ښه اخلاق ولري هغه ته به الله ج

20.09.2022 عبدالله متین

د مشرتوب ستونزه!

افغانان تل شکایت لري چې مشر نه لري، نو ځکه ستونزې نه حل کیږي او ورځ تر بلې نورې هم یو پر بل باره کیږي او پسې ډېرېږي. د ډیری افغانانو په اند، د ستونزو د حل کیلې د مشر سره ده او چې مشر نه وي راپیدا شوی د ستونزو حل ناشونی دی. لکه څنګه چې خلک انګیري، ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده! افغانان په خپل ذهن او ماحول کې د مشر څخه یو سراب وزمه موجود جوړوي او سراب ته چې څونه نږدې کیږې، هومره لیرې کیږي. که د مشر په اړه افغانان دغه سراب وزمه درک او پېژند لیرې نه کړي، هیڅکله به مشر پیدا نه کړي. مشر له ا

20.09.2022 سرلوڅ مرادزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more