بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
د وخت له ټکي ناوړه ګټه پورته کول!
د وخت له ټکي ناوړه ګټه پورته کول! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، چې کله له یوه جګپوړي افغان مامور، او ځینو سیاستوالو څخه پوښتنه وشي، چې ولې پدغه شلو کلونو کې کوم ګټور پایدار کار په افغانستان کې سرته ندی رسېدلی، نو د دوی متحدالمال ځواب همدا وي، چې هر شی وخت ته ضرورت لري. یعنې، دغه (۲۰) کاله وخت، دوی ته هېڅ وخت نه ښکاري.
د مجازي نړۍ د لیکوالو د پام وړ!
د مجازي نړۍ د لیکوالو د پام وړ! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، زیاتره خلک په مجازي نړۍ کې ډول ډول لیکنې، خبرې، او وېدیوګانې نشروي، چې ځینې یې هیڅ نوعه منل شوی ستندرد په نظر کې نه نیسي. په ډېر تأسف سره، دغه شانته کړنې، په ځینو افغانانو کې ساري مرض ګرزېدلی دی. د یادولو وړ ده، چې ځینې افغانان، خپلو ځانونو ته په ډېر ا
د مارچ د اتمې نېټې- د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت
د ښځو حقوقو ته غاړه ايښودل تاریخي حکم دي! د میلادي جنتري د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجري جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري، په ټوله نړۍ کې ښځې او دښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزي، مارشونه او مظاهرې کوي، په لویو هالونو کې غونډې او په وړو مجلسو کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځي. په دې ورځ د کال تر نورو ورځو زیات د نړۍ ښځې یو له بله سره خپل پیوستون ښکاروي، په ټولنه کې خپل ځان او حضور څرګندوي، د خپل موجودیت او ټولنیز مناسب ځای
عبدالله غمخور / د فکرونو او رنګونو شاعر
دا شاعران هم د کمال خلک دي. ځینی د خد او خیال، سرو شونډو، اوږدو زلفو، دنګو چنارونو او رامبیل چمبیل ساندې غږوي. څوک د یتیمو اوښکو، څیري ګریوان او ناترسو سلګیو ویر لمانځي او څه بیا داسی وي چې د خپل ولس د بیدارۍ او د غلیم د رسوایۍ غمونه یې په سر انبار کړي وي. همدغه شاعران، ساده او کلیوالې محاورې په داسی ښکلو جملو کې راونغاړي چې د هنرمندانو په زرینو حنجرو کې سندري شي. د ادب په بنډارونو کې یې اثر دومره ژور وي چې ساقي او میکده یې پارسنګی هم نه وي. ځوانان مست کړي په اتڼ شي، پیغلې چمبې راواخلي په نڅا
د انټرویو په هکله ځینې ټکي!
د انټرویو په هکله ځینې ټکي! عبدالله وردک انګلستان - مارچ - ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي. د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او ب
د دوستۍ او دښمنۍ ځانګړي معیارونه!
د دوستۍ او دښمنۍ ځانګړي معیارونه! عبدالله وردک. انګلستان - فبروری - ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! دا خبره خو هر مسلمان افغان ته معلومه ده، چې مونږه افغانان، که له چا سره دوستي، او یا دښمني کوو، نو هغه باید خاص د الله(ج) په خاطر وي، او بس. لېکن، نن سبا په اوسني افغانستان کې متأسفانه، دوستي، او دښمني د چوکۍ او یا پیسو په خاطر، تر سره کیږي، او بس. نو له
د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په پلمه
د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د فبرورۍ ۲۱ لومړی ځل د ۱۹۹۹ زېږدي کال په نوامبر مياشت کې د ملگریو ملتو سازمان د يونسکو په يوه لوی کنفرانس کې اعلان شوه او د ۲۰۰۰ زېږدي کال د فبرورۍ له مياشتې راهيسې هر کال په نړۍ کې لمانځل کېږي. دا ورځ له کولتوري او گڼ ژبيز غونډال سره په وده کې د مرستې کولو په موخه اعلان شوې ده. د ملگریو ملتو سازمان عمومي اسامبلې د ۲۰۰۷ ز کال د می پر ۱۶ نېټه، ۲۰۰۸ ز کال د ژبو د نړیوال کال په توگه اعلان کړی وو. دغه کال د هغه پرېکړه ليک پر بنسټ د ژبو د نړيوال کال په توگه اعلان شو، چې
د مونوګراف لیکنه او دفاعیه!
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم! د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې علمي مقالې لیکنه“ تر عنوان لاندې پخواه لیکل شوېد
حسن البناء څه وکړل چې په مليونونو زړونو پاچاهي کوي؟
زه په جرءت سره ویلي شم چې لسګونه کلونه کېږی چې مسلمانانو دشهید امام حسن البناء په شان سړي هغه څوک چې په یو مهال څو ارزښتمندي ځانګړتیاوی لری نه دی لیدلي داسې څوک چې لوړي او روښانه موخې یې دامت او انسانیت دسوکالې له پاره لرلي.خلکو هغه پېژاند او دهغه په ریښتینولي یې ایمان لرلو او ماهم لکه دخلکو په شان هغه وپیژند که جامع خبره وغواړم دامام البنا اړوند یی وکړم داده چې (هغه په ټول وجو
ښځه او سیاسي واکمني
آیا ښځه رښتیا هم یواځی د کور او ګور لپاره پیدا ده؟ آیا نر پوره انسان دی او ښځه په خلقت کې نیمګړې او په ذهنیت کې له سړي څخه کمه دی؟ آیا قرانکریم نر ته په یوه لهجه او ښځې ته په بل ډول خطاب کوي؟ آیا ښځه د نر په شان، سیاسي شعور او درایت نه لري؟ آیا د حضرت پیغمبر (ص) میرمنې د هغه مشاورې او د اسلامي امت معلمانې نه وې؟ حقیقت خو دا دی چې قرانکریم د دی ټولو پوښتنو ځواب د بقرې په سورت کې ورکړی او جالبه دا ده چې په ځینو صحیحو حدیثونو کې د ښځې مقام او حیثیت، له سړي څخه لوړ او غوره بلل شویدی. لمړنی نر
سوله او ټولنيزه عدالت
انسان دالله ج په وړاندې ډېر لوړ ارزښت لری په ټو لو مخلوقاتو کې یی انسان ته داشرف المخلوقات لقب وربښلی ،لطف یې کړی او بشپړه مهر بانی اوهمدارنګه یی په سوره یّس شریف کې د«سلام من قولا ربّ رّحیم» یادونه هم کړې ده چې دا عادی خبره نه ده بلکې دجدی سوچ او غور مسله ګڼل کیږی الله ج دسولې لوری انسانانو،مسلمانو ورونو لپاره ستره وسیله بولی سوله دانسان لوی برم دی . خو سوله یعنی څه؟دسولې لغوی معنی په اصطلاح کې د جوړ جاړی اوخبرواترو څېړل ،دوستی او ملګرتیا، روغې او باور خبره ده.اما د سیاسی فرهنګ په اصطلاح کې
ژوند
شيرين عمر چې تېریږي دريغئ دريغئ د اوبو په څېر بهيږي دريغئ دريغئ دا ياران لکه ګلونه د بهار دي د خزان په څېر رژيږي دريغئ دريغئ ژوند يو سفر دئ چې د مور د بطن نه په زېږېدو شروع او د مرګ په پوله ختميږي . وصال او جدائي ددې سفر ملګري دي . د انسان د اولې ورځې پيدايښت چې د مور د بطن نه جدا شو او د مور په غېږ کې پريووت ددې سفر اول قدم او د بېلتون او وصل د معاملې لومړۍ تجربه وه چې صورت يې ونيولو او دعمر تر پايه دا سلسله جاري پاته شوه ،چې د وخت په تېرېدو سره انسان د همدې دوو پديدو
لنډه کیسه « د وینو رنګ »
وارخطا وو ، سړه ډوډۍ یې په تلوار له تریخ چای سره خوړله ، ماشومان یې لا ویده ول ، میرمنه یې څنګ ته ناسته وه ، په آرامه یې ورته وویل ، سړیه ! غوړي خلاص دي ، اوړه هم ایله د یو دوه ورځو شي ، د مذدوري پیسې د څه وخت درکوي ؟ چې کورته سودا راوړې ؟ په آرامۍ یې ورته وویل ، راکوي یې ، راکوي یې ، او ښځې لږ صبر کوه ، هرڅه به سم شي ټول عمر به دا غریبی نه وي ، پورته شو خیرنه او شکیدلې کورتۍ یې واغوستله ، خپل کوچني زوی ته یې وکتل له یخنۍ نه یې کمپله کې ځان را غونډ کړی وو څو شیبې ورته ځیر شو ، خدای خبر په زړه
سیاسي کنځلې !
سیاسي کنځلې ! ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! کېدای شي، چې په اوسني وخت کې ځینې افغانان په مجاني سوشیل مېدیا، لکه فسبوک، واټس اَپ، ټوېټر، انستګرام، او داسې نورو کې د نړۍ تر ټولو وګړو ډېر مشغول وي. د ”مجاني“ ټکي ته پدې خاطر اشاره شوېده، چې ځینې افغانان مجاني شیان ډېر زیات خوښوي. یا په بل عبارت، که د دغه سوشیل مېدیا کارول مجاني نه وای، نو بیا به شاید ډېرو کمو افغانانو
دواکمنی بنسټو ته داسلامی نظام لنډانځور
هر روز را رازیاست وهر سر را آوازی درد امروز را درمانی وفردا را درمانی دیګر امروز را نګران باشید وسخن از امروز رانید دواکمنی بنسټو ته داسلامی نظام لنډانځور څومره نا اشنا او په اټکل خبره ده په تېر اوراتلونکی کې له اسلام پرته داسلام دوړاندې کړی نظام ساری نه تر سترګو کیږی،ځکه چې دا یو داسې نظام دی چې که ددې عامه حقونوچې په کې څېړل کیږی او ټاکل کیږی یایې تعزیرات او حدود په مالی ،ملکی او دانتظامی قوانینوجوړښت یا دعدل او انصاف لارښوونې په پام کې ونیول شی او یایې په قانون کې دټولو
هیله ده چې تر آخره ولوستل شي!
هیله ده چې تر آخره ولوستل شي! عبدالله وردک انګلستان - جنوری - ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له سلام وړاندې کولو څخه وروسته، غواړم خپله لیکنه په یوه لنډۍ سره شروع کړم. د یادونې وړ ده، چې زه کوم شاعر نه یم. لېکن، دغه لاندې لنډۍ مې ډېره خوښیږي! ”د سپینې خولې یاران د نور دي، د شوتلو پنډو ته د زه نیولی یمه“ دغه پورتنۍ لنډۍ، د اوسني افغانستان حالت ډې
بی انتها را ته را یاده شوله!
د کابل په یوې څنډې کې د دریو دنګو ودانیو شا ته چې ویل کیږي د کوم ښکره ور زوراکي دي، څو پینه پتره خیمې هم څنګ په څنګ ولاړې او نري نري لوګي ترینه پورته کیږي. هره جونګړه یې د غربت څلی، د بی وسۍ سمبول او د بی عدالتۍ یوه مناره ده. ګرد چاپیره سپینې واورې، تورې خټې او د برق د لینونو په ځای، ژیړ تنابونه ځوړند دي. له ښۍ خوا په دریمې کیږدۍ کې یوه څلور کلنه هلمندۍ یتیمه، له خپلې ملا کړوپې انا، کونډې مور او دوو ګلالیو ورونو سره اوسیږي. په دغه مخامخ مجللو بلډنګونو کې به حتما داسی قاضي یا څارنوال اوسيږ
ارواښاد ابوالمراد امیرحمزه شینواری
حمزه دباز میر خان ملک زوی اودخیبر دتاریخی سیمې نومیالی ادیب ،غښتلی ،مهربان لیکوال،نقاد اوشاعر وه داسلامی تصوف په ابتدایی برخو کې د ژور ې اندېښنې او ځور فکر خاوند داصلاحی او انتقادی نظریو پلوی اوپه معاصر ادب کې دولس پېژندل شوی استاد وه نوموړی په کال ۱۹۰۷ م کال دشنوارو ،ننګرهار ولایت سیمه کې زېږېدلئ او لوی شوی دی په خپله وایی: شک نه شته په دې کې مسلمان یمه زه دلواړګی باشنده یمه ښه ځوان یمه زه هرګز به فنا نه کړمه قامی امتیاز ژوندون به مې په دې وی چې افغان یمه زه لومړنۍ زده ک
په شاګېرس کې زه اول شم
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د ځینو افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې افغانستان په دغه شلو کلونو کې خورا زیات پرمختګ کړی دی، او ډېرې لاسته راوړنې لري. لېکن، ځینې افغانان بیا له دغه خبرې سره باالکل مخالف دي. زه غواړم پدې هکله، لومړی یوه کلیوالي کیسه درته وړاندې کړم. په یوه کلي کې، یو غریب عسکر نامزد شوی و، او کله چې په لومړي ځل یې، له خپلې کوزدنې (نامزدې) سره
دویمه ښځه یوه لنډه کیسه
ښځې چی سر لاندې اچولی وهء او سترګي یی له اوښکو ډکې وې، په کمزوري آواز میړه ته وواییل “ څه خبره ده ولي دومره وارخطا یی. یو څه موده صبر وکړه انشاالله خدای به موږ ته هم ماشوم راکي” سړي چی له پخوا هود کړی وهء چی بله ښځه به کوي د ښځی خبري ته ځواب ونه وایه او له دي کوټې نه بلي کوټې ته ولاړ او تیلفون یی په لاس کی واخیست او د پیامونو لوستلو ته یی پیل وکړ. د ښځې نور صبر او طاقت تمام شو او بلې کوټي ته ولاړه او له میړه سره یی بیا په خبرو پیل وکړ. “یو چا راته ووییل چی پرون د احمد خان کور ته
طنز: د سولې لپاره د طالبانو نوی شرط
د ملا نصرالدين له نوم څخه بايد د ملا کلمه لرې شي، ځکه چې د طالبانو سپکاوی کېږي.يوه ډله طالبانو د اينجينر نصرالدين وړانديز کړی، بلې هغې يې د ډاکتر نصرالدين، خو تر اوسه پورې طالبان په يوه خوله نه دي. ملا برادر اخوند ژمنه کړې ده چې په دې اړه به په پاکستان کې مېشت اسلامي علما وپوښتي. عبث ستانکزي هرګوره ټينګار کړی دی چې د داسې اړينو مسئلو د حل لپاره بايد له امريکا سره تړون اساس او تهداب وګڼل شي او د دوحې د تړون په رڼا کې حل شي. په قطر کې د طالبانو نوي وياند ډانګتر صاحب او مولوي صاح
په خلکو کې عمر نشته!
حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه چې په جدیت او غښتلې حوصله مندۍ پیژندل شوی وو ، یوه ورځ یې په مدینه منوره کې د خلکو لپاره د خوراک دسترخوانونه تیارول ، یو کس یې ولید چې په کیڼ لاس خوراک کوي ، د شاه له خوا پرې ورغی او غږ یې پرې وکړ : ای د الله بنده ! په ښي لاس یې وخوره ! هغه کس ورته ځواب ورکړ : ای د الله بنده ! هغه مصروفه دی . عمر رضی الله عنه دوه ځلې خپله خبره تکراره کړه او هغه کس ورته هماغه یو ځواب ورکړ . عمر رضی الله عنه ورته وویل : نو کار یې څه شی دی ؟ هغه کس ورته وویل : د مؤ
یوه لنډه کیسه
هغي قلم نه درلود یوه لنډه کیسه لیکوال: سمیع الله خالد سهاک انجلۍ له کوره ووته. که څه هم چی هغه ښونځي ته تلله خو په لاره کی ورته په یاد شو چی باید هغه دوکان ته چی قرطاسیه خرڅوي ولاړه شی او یو پنسل واخلي. هغي له ځانه سره پنځه افغانۍ له کوره راوړي وي چی د هغي په ګمان به پرې یو پنسل واخلي خو، د یو پنسل قیمت له پنځه افغانیو نه جګ شوی وهء نو هغي ونه شو کولای چی پنسل واخلي نو بیرته په د مکتب په لور روانه شوه. مکتب ته چی ورسیده له ځانه سره یی چرت وهه چی که نن هم په صنف کی پنسل ونه لري
د آرام ساحه یا کمفرټ زون
کمفرټ زون (Comfort Zone) چې په پښتو کې ورته د آرام، راحت یا سهولت ساحه ویلی شو، د هغه ذهني حالت څخه عبارت ده، په کوم کې چې یو انسان د راحت احساس کوي، او له نوموړي حالت څخه په وتلو کې ورته وېره او تشویش پیدا کېږي. د بېلګې په ډول، ځینې کارکوونکي به مو لیدلي وي چې په لسګونو کلونه، په یوه ثابت معاش په یوه شرکت کې دنده ترسره کوي، د کلونو په تېرېدو یې نه وړتیاوې، نه مهارتونه، نه پوهه، نه تجربه او نه هم معاش لوړېږي، ولې دوی بیا هم خوښ وي او هېڅکله هڅه نه کوي چې یو نوی ځای، معاش، پوهه او داسې نور څه
چاپلوس او کاسه پاک دربا یان
وایی یوه هوښیار سړی یوه پاچا ته وویل چې ستا ټول درباریان غله،دروغجن ،مکار ،جعل کار ، فاسد او په تېره بیا چاپلوسان اوخوش آ مدی کسان دی پاچا چې د ملت په ژبه کې کونډ وه او لږ شان ته مټکور طبعیته سړی وه په خپلو افکارو مین وه پا چا ووېل دا څنګه ومنم ؟ زما په لاره کې خو غټ طاقتونه ، ناتو و منتو ، ملګری ملتونه ، سفیران ، اروپایی اتحادیه او زموږ سل دالری معاش خواره خو له کلینر فسبوکی امیرولا تلخان زما په لاره کې سرورکوی قر بانی تا ونه ولیدل چې زه د تیلیفوون له لارې ور سره وګړیدم او تاسې نه ګورۍ چې د