بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


د بلاګانو د مور څلویښتي

نن د مرغومي شپږمه او د هورا او تکبیر د غبرګو نارو، یو څلویښتمه کلیزه ده. نن د عقیدې او ماټریالیزم د تودې مقابلې د سړو خاطرو ورځ ده. نن د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو د پیل یادګار او منزل ته د هجرتونو او غزاګانو د ستومانه مزل تکرار دی. نن د بې اسرې یتیمانو د اوښکو،‌ وړو وړو سلګیو د نندارې زړه کیسه او د رژیدلو شهیدانو د امیدونو نیمګړی مازیګر دی. نن د باروتو په وړاندی، د یو باتور ملت د اوسپنیزې ارادې منظره او د هوسونو په سور تنور کې د فتحې سوځیدلی انځور دی. له نن څخه څلور لسیزې وړاندی په هم

25.12.2020 ولي الله ملکزی

د شخصي پرمختګ لپاره، د SWOT تجزیه

د شخصي پرمختګ لپاره، د SWOT تجزیه  لیک: محی الدین دلیل د سواټ تجزیه او تحلیل د یوه شرکت یا سازمان د هر اړخیزې ارزونې لپاره، تر ټولو نورو شته  تحلیلونو او تجزیو ګټور او اړین دی. سواټ له څلورو تورو جوړ دی چې لومړی توری (اس) يې د سټرېنټ، دوهم توری (ډبلیو) یې د ویکنېس، دریم توری (او) یې د اپرچونیټي او وروستی توری(ټي) یې د ټرېټز لپاره درېږي. په پښتو کې یې په ځواکمنتیاو، کمزوریو، فرصتونو او خنډونو یا تهدیدونو سره تعبیرولای شو.  د سواټ د تحلیل پر مټ یو شرکت کولای شي، خپلې ځوا

23.12.2020 Mohiuddin Dalil

شاعر وفیلسوف شرق علامه اقبال لاهوری

بحث ما بحث سیاسی نیست من شاعری همرز وهمسایه ای دانشمند را معرفی می کنم که در قرن بیستم افغانستان را بیشتر از همه افغان ها می شناخت ودرعین زمان دوست می داشت وآن کسی نیست جز علامه اقبال لاهوری. اشعارو نوشته های اقبال سرشارومملو از توصیف فرهنگ واستقبال وهمرنگی وهمسازی افغان ها و افغانستان است . هکذا برخی از افغان ها نیز با اقبال آشنایی ومعرفت کامل دارند و در حلقه شعروادب وفلسفه اسلامی وی را بنام اقبال لاهوری می شناسند علامه اقبال لاهوری در سال 1933م به دعوت دولت ان وقت افغانستان به این ک

22.12.2020 ع.شریف زاد

یوبل وبښئ

یوبل وبښئ د سایکالوجي پروفیسر ټولو زده کوونکو ته وویل... چې سبا هر یو ځان سره پلاسټیکي کڅوړه او رومیان(باټینګړ ) راوړئ،! کله چې زده کوونکو پلاسټیکي کڅوړه او رومیان [باټینګړ] راوړل... نو پروفیسر ورته وویل: "په تاسو کې هریو کس د هر هغه چاپه نوم چې تاسو په ژوند کې معاف کړی نه وي، یو یو رومي انتخاب کړئ، د هعې کس نوم او تاریخ ولیکئ،! او خپله پلاسټیکي کڅوړه کې یې واچوئ" هر زده کوونکي دا کار وکړ، پروفیسر ځیني زده کوونکي ولیدل، چې کڅوړې یې ډېرې درنې وې.... بیا پروفیسر صیب زده کوون

20.12.2020 ډاکټرحافظ عبدالرشید مومند

د راز او نياز تصوف

په دنيا کې دانساني ژوند سره سم علم هم خپور شويدى او ددنيا ټولې ستونزې په انساني علم سره حل کيږي مونږ په عامه اصطلاح علم په څو برخو ويشلى او څو برخې بيا ځانله څانکه څانګې لري خو په عام ډول سره چې انساني ژوند پرې سرته رسيږي په دوه برخو ويشل شويدى او دا سلسله د حضرت ادم عليه السلام څخه له پيلانو او اسونو تر الوتکو ، دلاس په وسيله دطبي ډګر په پرمختګ کې تر مايکروسکوپ او نورو مرضونو څرګندولو ماشينى آلى او په نوى ټيکنالوژۍ سره نوې پرمختګونه وشولخو دا ټول ددوه برخو علمونو برکت دى چې ن

19.12.2020 سردارخان سيرت

د تور باز فلم په اړه یو نقد لیک

د هند د بالیووډ سینما وتلي ډایرکټر او کیسه لیکونکی د ٬٬ تور باز٬٬ فلم کې د افغانانو د روانۍ څلوېښت کلنې جنګ جګړو ژورو روانې ټپونو، ناتار او ناخولې ته په ځینو صحنو کې د هندي سینما په منطق، تخیل او له فنټزیو ډکو سترګیو کې له حقیقته ډیر لیرې کتلي شوي دي. د هند د بالیووډ فلمونو ډایرکټران د داسي خورا حساسو پیچلو، ټولنیزو او جګړیزو شخړو انځورولو ډیرې لږې منلي شوي نړیوالي تجربې او لاسته راوړنې لري.دوی په خپل دې سوداګریزه هنري فلم کې په خپل توان سره یوه هڅه کړي ده، څو د افغاني ټولنې ژورو رواني تپ

17.12.2020 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د یوه سلاکار ځینې ځانګړتیاوې!

د یوه سلاکار ځینې ځانګړتیاوې! عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، په رسنیو کې ډېر زیات سلاکاران ښکاره کیږي، او خبرې کوي، او دوی ټول شپه او ورځ کوښښ کوي، چې د خپلو آمرینو، او مشرانو، د ټولو کړنو څخه دفاع وکړي. په اوسني افغانستان کې، د جنرالانو، او سلاکارانو تعداد باالکل بې حده زیات شوی دی. کېدای شي، ځینې په ډېره سپین سترګۍ

12.12.2020 عبدالله وردک

د یوې علمي مقالې لیکنه!

عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journa

03.12.2020 عبدالله وردک

داستغفار ارزښت (فضليت)

 ليک فضل قادر انډيوال   استغفار په پښتو بښنه غوښتل دي په ډيرواسلامي لارښودنو کې راغلي دي که څوک له الله څخه د خپلو گناهونو بښنه وغواړي نو الله به ورته بښنه وکړي خو دابښنه هم خپل وخت اوشرايط لري نو يو مسلمان ته ښايي چې دالله تعالى څخه تل بښنه وغواړيتوبه وباسيالله تعالى د قران کريم النساء سورت په ١٠٦ ايت کې واييوَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًاژباړه له الله څخه بښنه وغواړه بيشکه الله بښوونکى او لوروونکى (مهربانه) دىحضرت هود

02.12.2020 فضل قادر انډيوال

د رخصتیو په ورځو کې دمحصلانو او استادانو بوخیتا

په افغانستان کې د لیندۍ د میاشتې له اتمې (نن) څخه وروسته پوهنتونونه بیا رخصت شول. محصلانو داسې انګیرله چې د تیرو کرونایی څلورو میاشتو رخصتې به جبران کړی، پوهنتونو هم تشدیدی تدریس ته ملا تړلې وه، خو د کرونا دوهمې څپې روان سمستر هم ځنډ او خنډ سره مخ کړ. آمده ره ردی نیست/ له پېښې تېښټه نسته ! مهمه دا ده چې له وخت څخه استفاده وشي. زه په دغه لیکنه کې دتیرې څلور میاشتنۍ رخصتی یوه شخصی تجربه لیکم؛ ممکن ډیر لوستونکی یی نه ولولی او نه یې خوښه کړي. تیرو رخصتیو کې مو ډیره هڅه وکړه چې تدریس په ان

28.11.2020 دودیال

تور باز د سنجي ډټ نوی فلم

د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په یوویشتمه نېټه د هند د بالیووډ سینما نوموتی ستوری سنجې ډټ پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپل نوی فلم ٬٬  تورباز٬٬  ټرېلر یا اعلان خپور کړو. د بالیووډ وتلی ستوری سنجې ډټ د پاڼې پټ تاریخي جګړې په فلم  کې د احمد شاه بابا رول لوبولو ورسته هغه یو ځلې بیا د افغانستان اوسنې غمېزې په هکله په یوه بل په زړه پوري هنری فلم کې د ٬٬ توربار ٬٬ په نامه لوبیدلي دی. د تورباز هنري سینمایې فلم به د سنجې ډټ مینوالو ډیر خوښ شي.په ۲۰۱۷ کال کې د دسمبر په میاشت کې سنجې ډ

24.11.2020 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت د خواخوږۍ پیغام

د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره نېټه: ۱/۹/۱۳۹۹ د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار یو ځل بیا تر راکيټي بریدونو لاندې راغی. د سهار د اتو بجو او څلويښتو دقیقو په شاوخوا کې د سرلوڅې مازدا لارۍ له منځه ۲۳ ړانده راکټونه د ښار د اوسیدونکو په مختلفو سیمو شلیک شول چې د خلکو تر منځ د ویرې د پیداکولو او مالې زیانونه سربیره یې لس ښاریان شهیدان او ۳۳ نور زخمیان کړل. د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت دا ډول

22.11.2020 نور محمد غفوري

تورن او د پوستې نیول، یوه لنډه کیسه

تورن چی ډیر په قهر وهء عسکرانو ته یی مخ واړوهء او په غضب یی ورته ووئیل “خدای مو وشرموه، داسی کار څوک کوي چی تاسو وکړ” احمد چی د لیکې په آخیره کی ولاړ وهء په خندا سره یی ووئیل “قوماندان صیب، څه مو کړي وایی ” “جکړه به مو کړی وه” “جګړه مو کوله خو زموږ ارتباط هم قطع شو او هم مو مرمی نوري خلاصي شوي وي، نو له شاتګ پرته مو نور هیڅ چاره نه درلوده. ” “ولي داسي وایی... هر میاشت خو درته په صندوقونو مرمي لیږل کیږي نو ولی شکایت کوئ” “موږ ته چی مرمی لیږلي کیدي ، د یوې اونې مرمو

18.11.2020 سمیع الله خالد سهاک

يتيم

يتيم لوی خدای جل جلاله فرمايي: ( فاما التيم فلا تقهر) ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ. سورة الضحی/ آيت ۹ چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف د پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ. خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او

16.11.2020 رشيداحمد حقپال

په هالینډ کې د ارواښاد استاد حضرت ګل بارګامي د فاتحې خبرتیا

د فاتحې خبرتیا او قران کريم ختم بسم الله الرحمن الرحیم سنباد عمران بارګامی، حامد بارګامی، انجنیر سهراب بارګامی او مرحوم خالد بارګامی زامن. حضرت ولي پیوند او مرحوم محمد ابراهیم (تورا) ورونه. آزاد ولي بارګامی، فولاد بارګامی، حاجي آلماس بارګامی او هجرت الله بارګامی وریرونه. شینواری او حرمت الله پیوند خورییونه. د کابل پوهنتون د ساینسي علومو پخوانی استاد عصمت الله بارګامی ، ډګروال الحاج ولي محمد او اتریش میشت انجنیر صالح محمد پیوند د کاکا زامن او د میرمنې ورونه. فدا

15.11.2020 سنباد عمران بارګامی

اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره

• سریزه • اسلام کې داقتصاد اهمیت او ارزښت: • شک نشته چې ټولنیزمعشیت کې اقتصاد دستون فقرات حثیت لري اوکومه ټولنه ،کورنۍ او وګړې چې اقتصادي ژوندباندې باوري وي، هغه به دفقراو بي وسۍ سره هیڅکله لاس وګریوان نشي ،همداسې چې کوم هیوادکې اقتصادي پرینسیپونه په پام ونیول شي ،هغه ملک به یو بډایه اوپه پښو ولاړ شتمن هیوادوي . • اسلام هم اقتصادي ژوند ته ترتبذیري او تقتیري ژوند ترجیح ورکوي، لکه لاندې الهي لارښوونې ددې ښه ثبوت دی . • داقتصاد په تشریع او تقنین باندې ترټولو ښه دلیل دقران کریم(ال

14.11.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

درسول اکرم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دمیلاد کالیزه

نن د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نېکمرغه میلاد ورځ ده. افغان مومن پر دین مین ولس دا ورځ په داسې یو تاریخی فرصت کې لمانځي چې د سولې لپاره ډیره مناسبه زمینه برابره شوی ده. موږ افغا نان دیوه ژمن ملت په توګه په اوسني خورا حساس ځورېدلی او کړکېچن حالت کې تر هرڅه ډېر د رسول کریم (ص) لارښوونو،ارشا داتو، تاریخی رسا لت او اصالت ته اړتیا لرو. د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د بشریت ،سولې ، مساوات اوعدالت ستر لارښود دی، د لوی الله(ج) ډېر نازولی پیغمبر دی، د نوي اسلامي تمدن نوښتګر او بن

01.11.2020 ع.شریف زاد

داسلام تشریعی اساسات-- يوولسمه برخه

داسلامي تشریع اساسات (۱۱برخه) دتقلید تحقیقي څېړنه لیکوال :مفتي فضل هادی (سالک) دمفتیانوتعدد اوددوئ داختلاف په صورت کې دمقلد ترجیحي کړنلاره! کله چې په کومه سیمه کې یوازې یو مفتي یا عالم وي ،نو پرمقلد واجب ده، چې همده ته دمسایلو په حل کې مراجعه وکړي ،اودده په فتوای باندې په هغه مسئله کې عمل وکړي ،چې ده ته نده معلومه ،خو که بیا چیرته پدې سیمه یا ښار کې نورګڼ مفتیان وواو ټولو کې دفتوی اهلیت وو،نو دې صورت کې مقلد مختار دی، چې دهر مفتي نه استفتاء او دمسئلې پوښتنه وکړي ،په (الموس

31.10.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

ته د رحمت سمبول او د انسانیت معراج یې

د سپیرو غرونو، شګلنو دښتو او وچو ناوونو په متن کې، د تهذیب او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ په کیږدۍ د میکدو، ساقي او کړنګیدلو جامونو راج وو. د بدلمنو ښځو په جونګړو به سرې جنډې رپیدې، خاوندانو به خپلې ښځې له یارانو سره د یوې اونۍ او حتی یوې شپې لپاره یو بل ته لیږلې را لیږلې. د عربي ټاپو وزمې په ختیز کې فارس او په شمال کې د روم امپراطورۍ وې، او په لویدیز کې د حبشو ټولواک واکمن وو، خو عربان د جاهلیت او ځان ځانۍ تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو.  د خلیل په سپینه ږیزه او د ذبیح پ

30.10.2020 ولي الله ملکزی

زلزله عذاب دی که رحمت؟ دويمه برخه

زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) (۲برخه) دزلزلې حقیقت زلزله کوه طبعی پیښه نده ،نه کومه داسې فطري اومعمولي حادثه ده ،چې په خپله مینځته راغلې، یا لکه دځینوساینسپوهانوپه نظرچې ځمکه کې بخار جمعه شي او دوتلو لاره یې نه وي، نوهغه یوه چاودنه وکړي، نودهغې په پایله کې زلزله رامینځته شي ،بلکې دایو آفت او عذاب یا رحمت دی ،الله تعالی چې یې وغواړې هغه ځای کې صورت نیسي ،چیرته چې ګناهونه ډیر شي داسې الهي حوادث مینځته راخي . لکه ددې وروستنې حدیث شریف نه چې معلومیږې، ددې ټول

26.10.2020 مفتي فضل هادي سالک

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای! عبدالله وردک. انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي. غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم: د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپار

25.10.2020 عبدالله وردک

زلزله رحمت دی که عذاب؟

زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) دې کې شک نشته ،چې زلزله دالله جل جلاله دقدرت له آیاتونو څخه هغه آیت دی، چې کله په یو قوم کې سرکشۍ ډیرې شي ،نو څښتن تعالی پرې دا قوم وویروي او خپلو کړنو ته یې متوجه کړي ، کله چې بیا اصلاحات پکې رانشي ،نو دهلاکت تر سرحده یې ورسوي . ،دا داسې یوه غیبي قوه ده، چې دنړۍ بشر یې له کنترولو څخه عاجز دی . ډیرو خلکو سره داسې پوښتنې پیدا کیږي چې دا زلزله ولې کیږي ؟ څه وجوهات لري ؟ دا زلزله رحمت دی که عذاب دی؟ ددې زلزلې حقیقت څه شئ دی

25.10.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

مرز و بوم (معرفی کتاب)

تصور انسان از زنده گی به دو معنی گذشته و حال، او را در فضای میان آن ها اگر در تامل آینده امیدوار می سازد، عقبه ی آن، به ماضی ای نیز وصل است که وقتی تداعی می شود، در جا هایی که خوش باشد، عزت نفس می بخشد.  یکی معنی معمول مرز و بوم، جای آرامش های آدمی ست. در ضرورت القای فرهنگ سازی های آن، گذشته های خوش مردم در مرز و بوم بزرگان و حیاطی که در فرصت های آن اندیشیده اند، این محدوده را نوعیت و ماهیت نیز می بخشد.  در چند سده ی پسین، هرچند تعدی و هرج و مرج در سایه ی تنازع بیرونی در این م

23.10.2020 مصطفی عمرزی

لنډه کیسه : بیړنی خبر

د سهار اته نیمې بجې دي ، دفتر ته همدا اوس ورسیدم ، ډیر تلوار لرم ، دکار لپاره نه ، بلکې ویریږم چې غیر حاضر نشم ، ځکه په دولتي ادارو کې یواځې د حاضري غم وي کار هسې هم درک نه لري ،او نه یې هم چا سره غم وي . اوس مې حاضري لاسلیک کړه او په بیغمه زړه خپلې شعبې ته ننوتم . د معمول په څیر تر ستړې مشې وروسته مې د چایو ترموز را واخست ، تر څو خپل ګیلاس ډک کړم او په وږي نس یو ګیلاس شین چای نوش جان کړم . دغه وخت کې مدیرصیب چې د تلویزیون ریموټ یې په لاس کې او تلویزیوني چینلونه یې یو او بل پسې اړول ، یو

21.10.2020 حیات الله ستانکزی

پوهنه او عدم تشدد

یوه ټولنه په خپل فرهنګ باندې ودا نه ده او فرهنګ دی چې دټولنې معیارونه ټاکی پوهنه دټولنې په ټولو برخو رڼا اچوی او د ټولنزو نیمګړتیاوو سره مرسته کوی څلور لسیزې ډېر وخت دی مانا یو ماشو م د څلوېښت کلنۍ عمر ته رسیږی ما له ټول افغان سره دا یادونه کړې وه چې زه به په وار سره یو شمیر هغه واقعیتونه راوسپړم کوم چې ما په سترګو لیدلی او له نږدې څخه مې څېړلې دی زما هدف له لیکنې تور لګول ،بدویل ،کرکه او نفرت فرهنګ نه دی اونه دانسان عظمت او اهمیت توهین کول دی . ما هروخت کې د نیوکې اخلاق په نظر کې نیولی او په

19.10.2020 ع.شریف زاد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more