بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


دوبا(کرونا) په باب دپیغمبرص صحیح وړاندوینه

دوبا (کرونا ) ختمیدو په باب چې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم کومه وړاندوینه کړي وه ،هغه کټ مټ رښتیا شوه !(الحمدلله) (نږدي درې میاشتې مخکې نړیوالو رسنیو کې دخپرې شوې لیکنې یوه برخه ) هلته چې (ثریا)په افق رادبره او وبا (کرونا)له ځمکې په کډه شي ! لیکنه :مفتي فضل هادي (سالک) ........ دوبا(کرونا) دورکیدو او ختمیدو زیری! دوبا دعواملواوتاریخي شالید یا منظرکشۍ څخه وروسته اوس دا داراسپړو چې وبایی ناروغۍ یا نن سبا دا کرونا وایروس چې وبایي بڼه یې خپله کړي ، کله

18.08.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

خبرلیکنې ژورنالستیک ارونه 5 برخه

ژونـــــالــــیزم! دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه! لیکوال : مفتی فضل هادي (سالک) (پنځمه برخه ) دخبرډولونه : خبردبیلابیلو برداشتونو او سرچینو له مخې اقسام لري ، چې یو څو به یې دلته دبیلګې په ډول رانقل کړو. سخت اونرم خبر: (Hard and soft News): سخت خبر :داهغه خبر دی چې ډیر مهم وي، دحکومت کومه نوې داسې پریکړه چې دټول هیوادپه حالاتو اثرپریباسې ،په ملګروملتونوکې په کومه مهمه مسئله خبري کول ،دمالیې کموالی او زیاتوالی .........،یعنې داسې خبرونوته ژورپام کیږې . نرم خبر

18.08.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي!

د ښه بوټي تر څنګ بد بوټي هم شنه کیږي! عبدالله وردک انګلستان - آګست - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم ‌و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! په انګلستان کې قرنطین په لومړي ځل، د مارچ په درویشتمه (۲۳) شروع شو، او ما د کور په حوېلۍ کې، ګلان، رومي بانجان، ګندنه، پالک، بادرنګ، ګشنیز، جوار، مرچک، نعنا، کاهو، ګلپي، شلغمې، او چغندر، وکرل. که ژوند و، ان شاءالله، بل ځل به ګاذرې هم

12.08.2020 عبدالله وردک

د هیواد په پرمختک کی د ټکنالوژی اغیزه

انجنیر ذبیح الله ابراهیمی - دوشنبه 20 د اسد 1399 کال انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی. د شلمی پیړی له نیمایی را په دیخوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندی پرمخ روانه

10.08.2020 انجنیر ذبیح الله ابراهیمي

ملت یې لاحافظه کې لری

دا لومړی ځل دي چې موږدادب اودادبیاتو په قالب کې دومره مبالغه ،لافې ا وباټې وینو . مرګ د خواشینۍ په کچه هر چا ته یوډول او یو مصیبت دی او دهیچا لحاظ نه کوی دهیچا زور ،زر ،قدرت او مقام نه پېژنی.طبیعی ده چې په دې برخه کې سلیقوی ،خیالی او د مړې ګېډې فارسی هم ځای نه لری له بده مرغه .سلیمان لایق هم لکه دا نور ملیونونه افغانانوپه شان چې دوی ورته اشرار ویلې یوانسان وه موږ یی فردی شخصیت او اهلیت باندې کار نه لرو او نه یې د نورو ډلومافیایی خصلتونو سره مقایسه کوو ، یو افغان وه خوکمونست! د هغه ځانګړیتوب د

08.08.2020 ع.شریف زاد

دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه( ۴)برخه

ژونـــــالــــیزم! دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه! لیکوال : مفتي فضل هادي (سالک) (څلورمه برخه ) دخبر ارزښتونه :دخبر ارزښت هغه دی، چې خبر راپیژني، یعنې داهغه تله یا ترازودی، چې خبریالان پرې دپیښو ارزښت تلي ،،خبري ارزښت پخپله پیښه کې نغښتی وي، خودخبریال په هڅه اوهاندسره راوسپړل شي ،په بله وینا هره پیښه دخپل ډول له پلوه خبري ارزښتونه لري اودغه ارزښتونه خبرته خبري ارزښت ورکوي ،څومره چې دا ارزښت ډیروي ،په هماغومره دخبریالانو دپام وړ ګرځي او دخبرپه سرخط کې یې ځایوي . خبر

05.08.2020 مفتي فضل هادي سالک

سلیمان لایق اوطنز

محمود نظری د طنز نړیوال تاریخ له څلورم ټوک څخه سلیمان لایق اوطنز ۲۰۲۰-۱۹۳۰ م سلیمان لایق په (۱۹۳۰ م) کال کې په ښرنې کې زېږیدلی دی ،د هغه اصلي نوم غلام مجدد او د پلار نوم یې هاشم خان دی . سلیمان لایق په کال (۱۳۳۶ه ل) کې د ادبیاتو د پوهنځی د فلسفې له څانگې فارغ سو ی دی هغه په رادیو کې او د پښتو د انکشاف په اداره کې کار کړی دی، بیا یې دپرچم دجریدې د امتیاز د خاوند دنده تر سره کړې ده ، د ثور له کودتا وروسته هغه درادیو تلویزیون وزیر بیا د سرحداتو وزیر په صفت کار

04.08.2020 محمود نظری

زهرجنې خبرې

يوې ښځې خپلې ملګرې نه پوښتنه وکړه چې ستا د زوې په پيدايښت، ميړه دې په ډالۍ کې څه درکړل؟؟؟ ملګرې يې ويل هيڅ يې هم رانه کړل!!! هغې ورته ويل ولې دا ښه خبره ده؟؟؟ ايا تاسې هغې ته هيڅ ارزښت نه لری؟؟؟ د لفظونو په زهرجنو بمونو يې د هغې ښځې فکر خراب کړ، او ځان يې ورته ډير خواخوږی وښوده ترې لاړه. لږ څه وروسته چې مازيګر کې يې ميړه راغی، ګوري چې ښځه يې خفه او تندی تريو نيولی وو،د ښځې او ميړه ترمنځ يې جګړه راغله او جګړه دومره زياته شوه چې ميړه يې ښځې ته طلاق ورکړ. پوهيږی، ستونزه د

30.07.2020 قدرت الله حبیب

ابراهیم خلیل الله، د دریو ادیانو پیغمبر

که د نړیوال ستر کلي رنګینې نقشې ته وګورو، نو د غړو هیوادونو شمیر یې ۱۹۵ ته رسي چې د هستوګنو مجموعي تعداد یې ۷/۷۵ ملیارده دی. د همدی سرسامونکي نفوس ۹۳ سلنه، د اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم او بودیزم په ګډون، په ۲۲ مختلفو ادیانو باندی عقیده لري. پاتې ۷٪ وګړي نه د الله تعالی په ذات او نه په کوم دین ایمان نلري چې ایتیست (ملحدین یا دهریان) بلل کیږي. د دغو باورمندو پیروانو له جملې څخه (۲/۳) ملیارده یې مسیحیان (۱/۱۸) ملیارده یې مسلمانان او یواځی شپاړلس ملیونه یې یهودان دي. د دری واړو اسماني اد

29.07.2020 ولي الله ملکزی

خبرلیکنې ژورنالستیک ارونه ۳ برخه

دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!  (دریمه برخه ) خبرکې دمعروضیت ستونزه (Objectivity) : کوم خبرچې دحقایقوپه رڼا کې ولیکل شي او بې طرفي پکې ساتل شوي وي ،دخلکوتر منځ منل کیږې اودژورنالیزم پربنسټونوولاړوي؛ خوکوم خبرچې بې پرې نوې ،یعنې معروضیت پکې نوې، نودوخت په تیریدوخبر پیکه اوخبریال بې اعتباره کیږې ،خبریال باید دخبرجوړولوپروخت دخبرپه متن یا(لیډ) کې خپله تبصره ،احساسات او افکار وردننه نکړي ،ځکه چې پرخبر تبصرې دشنلو او څیړلولپاره مجلواو ورځپاڼوکې سرمقالې او تلویزیون کې تبصرې په همدې پار لیکل کی

29.07.2020 مفتي فضل هادي سالک

اویس(رح) او حضرت عمر فاروق( رض)

ګله چې حضرت عمر فاروق خلیفه شو۶۴۴م نو هغوي ته د حضرت اویس(رح) قرنی ۶۵۷م دملاقات هیله پیداشوه . اخوا دې خوایې پوښتنې وکړې باالاخره معلومه شوه چې په نجد کې د (غرا) په وادۍ کې قیام لری هلته لاړ ګوری چې اویس(رح) به لمانځه مشغول دی کله چې فارغ شو نو ددواړو تر منځ دغه خبرې اترې وشوې: عمر(رض): اورېدل کیږی چې کله د احد په جګړه کې له بده مر غه نا اګاهانه دحضور محمد( ص) یو غاښ له منخه لاړ او داخبره چې تاسې ته ورسېده نو تاسې خپل ټول غاښونه ووېستل. اویس(رح): درسول اکرم (ص) غوښتنه همداسې وه؟ ع

24.07.2020 ع.شریف زاد

دخبرلیکنې ژورنالیستیک آرونه (۲ )برخه

ژونـــــالــــیزم! دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه! لیکوال : مفتی فضل هادي (سالک) (دویمه برخه ) د ژورنالیزم یا خبریالۍ ډولونه : ۱-سنجول شوی یا دځانګړوخلکودخوښې ژورنالیزم :(Qua lityjournalism) ۲-دعامو خلکو دخوښې یا ټولمنلی ژورنالیزم :(Popular joumalism) ۳-زیړ یا غیرمعیاري ژورنالیزم :(Vellow journalism) ---------------- ۱-سنجول شوی یا دځانګړوخلکودخوښې ژورنالیزم :(Qua lityjournalism) هغه ورځپاڼې چې دخپلو موادو له مخې یې یوازې سنجیده ډله لولي، پدې لیکل ش

22.07.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

داسلامي تشریع اساسات-- شپږمه برخه

داربعه مذاهبودمجتهدینو او فقهاووطبقات په تېربحث کې مو داحنافورح دمذهب دفقهاوو طبقات وڅېړل ، دې بحث کې به دګرد امت د اربعه مذاهبو دفقهاوو طبقات تر بحث لاندې ونیسو او دا به روښانه کړو، چې کوم فقهاء په کوم فقهي او علمي منزلت کې دتاریخ تشریع اودفقهاوو د طبقاتو دعلماوو لخوا ارزول شوي دي . په (الموسوعة الفقهیة )او نورو فقهي مراجعو کې لیکي: چې لومړۍ طبقه دکبارو مجتهدینو (مطلق مجتهدینو )طبقه ده ،دوئ هغه څوک دي، چې نن هم داسلامي امت په کچ ډیر پیروان او مقلدین لري او په اصولو او فروعو کې دا

22.07.2020 مفتي فضل هادي سالک

دحافظ د درو بیتو دپښتو مانا:

دحافظ بیت: چـوقسمـت ازلـی بی حـضـورما کـرد نـد اگراندکی به وفق رضانیست خرده مگـیر دپښتو مانا: برخه ازلي مـو بې زمـوږ سُوبي شوې ده که موکړه څه لږناخـوښه وي غندېږه مه دحافظ بیت: قــدح بـشرط ادب گـیـر زانکه تـرکـیـبـش زکـاسـهء سـرجـمـشیـدو بهمـنـست وقـباد دپښتومانا: واخـله پـه ادب پـایــلـه ځکـه ئې تـړښـت دقـباد،بـهـمـن،جـمـشیـد د سرله خاوروده دحافظ بیت: پدرم روضهءرضوان به دوگندم بفروخت ناخـلـف بـاشـم کــی بـه جـوی نه فروشم دپښتومانا: جـنت مي وپـلـوره بابا پـه دوه داني غـنـم

20.07.2020 محمدسرور وکیلي

لېونی باد

وائي پخوا وخت کې په‌يوه ملک ليونی باد را روان وو ، چې په هر چا به ولګېد ، فوراا به د عقل په زوال اخته او ليونی شو . عاليجناب پاچا وزير ته وويل چې څه شان د باد نه ځان وساتي او لېونی نه شي . وزير ورته وويل چې يو ژور څاه به وباسو ، پاچا عاليجناب ، کورنۍ او زه به په‌کې ځانونه قرنطين کړو ، چې د باد څپه تېره شوه ، بيا به راووزو . همداسې ئې وکړل . څاه جوړه ، دوی په کې ننوتل . کله چې څه موده وروسته باد ورک شو ، بېرته د څاه نه راووتل . که ګوري چې ټول رعيت لوڅ لغړ ګرزي او لېونيان شوي دي . ي

14.07.2020 د،ب،هيښ

د افغانستان بانک وژغورئ!

د افغانستان بانک د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ یوه خپلواکه عامه اداره ده. چارې او کړنې یې باید د اړونده قوانینو په رڼا کې تنظیم او تر سره شي. د تېرو کلونو را په دېخوا حکومت د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی کړی او د اړونده مسولینو له لوري کوښښ شوی چې د افغانستان بانک چې یوه ملي اداره ده له سیاسي مسایلو لرې وساتي. که چېرې د افغانستان بانک خپلواکۍ ته درناوی ونه شي او یا سیاسي ملحوظات تو ته ځای ورکړل شي، د افغانیو ارزښت او نرخ به د دوستمي پیسو ارزښت وي او که چېرې وړ او په شرایطو مناسب افراد یې

12.07.2020 ادریس ژمن

د وړاو ناوړه کسانو تفکیک ضروری دی

دیپلوم انجنیر و.ا دوړ او ناوړه کسانو تفکیک کول یو ضرورت دی یو مهال، پخوا وختو کې ننګرهار پوهنتون ډیر نیک نوم او ښه شهرت درلود، بهترین خدمتګزاران یې ټولنی ته تقدیم کړي وو، خو اوس پرته له رسوایی اود دپلو م اوشهادتنامو له پرځمکه ویشتلو او د تحصیل د نامه له تمسخر نور څه پکې نشته. په دې اداره کې دومره زیات ژور فساد، بی کفایتی او بیعدالتی ده چې له اندازې زیاد. غواړم یو څو بیلګی یی ولیکم چې لکه لمر روښانه دی: که چیری د لوړو زده کړو روزرات، مدنی ټولنه او میدیا کی د روڼ ضمیر له مخې توجه وش

11.07.2020 انجنیر وحید .ا.ر

وتواصو باالحق وتواصو بالصبر ۳

  ۳ عصر . کله چې د امیه د خاندان دخلافت سقوط راورسېد او خلافت عباسیانو ته لاړ د امیه خاندان ټول مشران پټ شول په هغو کې ابراهیم بن سلیمان بن عبدالملک هم شامل وه نوموړی ډیر کم ګو یه ،ادیب،صابر او شریف الطبع أرام انسان وه د همد ې قریحو په خاطر خلیفه ابوالعباس بن عبد الله بن محمد سفاح ۷۵۰ - ۷۵۴ م هغه معاف کړ یوه ورځ سفاح د ابراهیم څخه پوښتنه وکړه کله چې ته پټ وې دهغو ورځو یوه کیسه را ته وکړه. ابراهیم وویل یوه ورځ په وېره کې د کوفې د اسلامی تمدن ښایسته تاریخی ښارته لاړم ګورم چې مخې

11.07.2020 ع.شریف زاد

داسلامي تشریع اساسات-- دریمه برخه

داسلام تشریعي اساسات مفتي فضل هادي (سالک ) یادونه : پدې لیکنه کې به لاندې علمي او تشریعي موضوعات دمستندو کتابونو په رڼا کې وشنو او نور قضاوت به لوستوالو ته پریږدو! ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ داسلامي او وضعي فقهې تر منځ تفاوت . داسلامي فقه مختلفې دورې . داسلامي فقه لومړۍ مرحله یا دنبوت مبارک دور. دعلم فقه دویمه مرحله یا دحضرت شیخینو رضی الله عنهما دوره . دعلم فقه دریمه مرحله یا دتابعینو دور. دعلم فقه څلورمه مرحله

09.07.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

پر وګړو د ټولنیزو رسنیو اغېز

هری ټولنیزی رسنۍ په سپېڅلتیا خپل کار پېل کړ. ټویټر د پېښو او حالاتو په هکله د تازه خبرونو او نویو فکرونو ځای و. له فسبوک څخه د شخصي تصویرونو د خونديتابه او له خپلوانو او دوستانو سره د ورځنیو تازه معلوماتو د شریکولو لپاره کار واخستل شو. همدارنګه اینستاګرام په پېل کې په هیڅ ډول له فردیت او ځانته والی سره تړاو نه درلود، اما د هنر، سبک او عکاسۍ لپاره یو ښکلی بصری پلاتفورم او ډګر و. له دی سره سره چې له نوموړو رسنیو هرې یوې یې خپل لومړني نوښتګر عناصر ساتلي دي ، خو په تېره لسیزه کې ی

09.07.2020 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

وایي چې مړ هم زه او پړ هم زه!- ذبېح الله سباوون

کله چې امریکایانو او د هغوی متحدو قواوو  پر افغانستان  یرغل وکړ او زمونږ ګران هېواد یې اشغال کړ نو  د شر او فساد بې شمېره جګړه ماران د کابل ښار ته ننوتل دا وسله وال غله به چې هرې سیمې ته ورسېدل نو د سيمې ډاکوان او غله به هم ورسره یو ځای شول له دې وخت نه بیا د موقتې ادارې تر را منځته کېدو پورې د ږيرې او لونګۍ په جرم بې شمېره پښتانه زندانیان شول.  دې لړۍ دوام پیدا کړ چې له ښارونو څخه کلیو ته هم وغځېده  سپین ږيري قومي مشران علماء او با رسوخه خلک یې په منظم ډول زنداني کړل دا د موقتي ادارې په رامن

01.07.2020 تېمورشاه یوسفزی

نا توانه ولې مغرور انسان

یو سړی دحضرت ابراهیم بن ادهم ۷۷۹ په خدمت کې حاضرشو، ویل ماته کوم نصیحت چې لازم وی وفر مایه: ابراهیم : ګناه پرېږده ! سایل: داډېر مشکل کار دی ابراهیم : که ته دالله( ج )نافرمانی کوې نو بیا دهغه رزق مه خوره سایل : دا هم ممکنه نه ده ځکه دنیاکې هرڅه دهغه ذات دی ابراهیم : بیا د الله (ج) له دنیا بهر لاړ شه او هلته ګناه وکړه سایل : دا خو زما له واکه پوره نه ده ابراهیم: د الله (ج) څخه پټه ګناه کوه سایل: چېرته پټ شم هغه خو هرچېرته شتون لری ابراهیم : یا داسې ځای ته لاړ

28.06.2020 ع.شریف زاد

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - یولسمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - یولسمه - برخه عبدالله - وردک انګلستان - جون - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. غواړم، چې ان شاءالله، ددې لیکنې پدغه برخه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې لنډ مهاله تقاعدۍ پ

26.06.2020 عبدالله - وردک

وګران ښاغلي احمدجان«ماڼو»ته!

ګرانه ښاغلې احمدجان «ماڼو»صیب! په لومړي سرکي ستاسودلیکني ناسم تیاوي ګورو: بیا راځو ستاسودلیکني منځپانګي ته، چي «دین» له کومو ژبونه اخستل سوی دی. لومړی برخه زه ګمان نه کوم،چي تاسو دي دغسي ناسم لیکلي وي. خوکله ناکله کومپیوترله ځانه هم لیکنه کوي. په ځانګړې توګه چي لیکنه له یوه ځایه بل ځای ته لېږې؛ نوکومپیوترخپل سری سي لیکنه خراپه وي یاني ناسمه کوي ئې. لیکونکی مجبوردی،چي خپله لیکنه وروسته ترانقاله یواربیا ولولي هغه ناسمتیاوي چي کومپیوتر خپل پرسرکړي وي سم ئې کي. زما په آند دغه کار ستاسو په لیک

16.06.2020 محمدسرور وکیلي

د (دين) دکليمې ريښه ، مصدر او افعال

ګرانو اوخوږو لوستوونکو د ) پا اچا يي / پشايې / آريک ( ژبې ويوونکو اوعالقمندانو ! دادی دنوموړې ژبې ادبي اغيز په )عربي( ژبه کښی تر مطالعې الندی راولو . ددغه کار لپاره د)عربي (ژبې داسالم په ديانت کښی د ) دين( دکليمې نوم اوريښی يې په پشايې ژبې سره په مقايسه کښی وينو او ګورو. د ) دين( نوم چی په انګرېزۍ کښی ورته ) religion )وايې اوپه هره ژبه کښی د) دين( نوم ځانته خپل خپل نوم لري . اوس نو، د ) دين( دکليمې په ريښه ، مصدر او افعالو چی ، په )پا چايې / پشايې( ژبه کښی يې ر

14.06.2020 احمدجان ماڼو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more