ختيځپوهنه
ختیځپوهنه او موخې یې
د سیاستپوهنې په سیند کې د ختیځپوهنې ویي داسې راپېژندل کېږي. پر ختيځو ولسونو د لودیځی ولکی تګلاره، یا د ختیځو ولسونو په احوالو، اوضاعو، ژبو، دود و دوستور، خوی او عادت څېړنیزه مطالعې ته ختیځپوهنه وایي. ختیځپوهنه چې له آره د لودیځو ګرځندویانو (سیاحینو) لخوا د ختیځو هېوادونو له تفرېحي لیدنو کتنو څخه سرچینه اخیستې، او د وخت په تېرېدو سره د نیواکګرو او یرغلګرو هېوادونو لکه انګلستان، امریکې تزاري روس، فرانس، هالېنډ، اېټالیا، اتریش او المان د سیاسي او یرغلګریزو موخو زېږنده شوه، او د بهرینو چارو وزارت