د سیاستپوهنې په سیند کې د ختیځپوهنې ویي داسې راپېژندل کېږي. پر ختيځو ولسونو د لودیځی ولکی تګلاره، یا د ختیځو ولسونو په احوالو، اوضاعو، ژبو، دود و دوستور، خوی او عادت څېړنیزه مطالعې ته ختیځپوهنه وایي. ختیځپوهنه چې له آره د لودیځو ګرځندویانو (سیاحینو) لخوا د ختیځو هېوادونو له تفرېحي لیدنو کتنو څخه سرچینه اخیستې، او د وخت په تېرېدو سره د نیواکګرو او یرغلګرو هېوادونو لکه انګلستان، امریکې تزاري روس، فرانس، هالېنډ، اېټالیا، اتریش او المان د سیاسي او یرغلګریزو موخو زېږنده شوه، او د بهرینو چارو وزارتونو لخوا ورته پراختیا ورکړل شوه، چې په ختیځو ولسونو ددې هېوادونو د ولکې او یرغل یوه ښه اوزار ثابت شوې دی. د ختیځو ولسونو لپاره ختیځپوهنه هغه اصطلاح ده چې تېر تریخ پیر زاړه یادونه او سیاسي صدمه راپه زړه کوي، دا هغه ترخه یادونه دي چې د ختيځ ولس په پېژندنه کې د لودیځو هېوادو لخوا څکلي دي. ختیځپوهنه چې په عربي کې یې استشراق ګني د «اورينټلېزم» ژباړه ده چې له اروپايي ژبو پښتو ته هم رالېږدول شوې ده چې په لغوي مانا سره «د ختیځو ولسونو د علومو، ادابو، دود و دوستور څېړنه او پېژندنه» لپاره کارول شوې ده. د ختیځپوهنې د ویي برعکس، پدې مسايلو کې لا له مخکې څخه څېړنې پیل شوې وی، د مثال په توګه موږ د «مقدسي» په نامه عالم د «احسن التقاسیم فی معرفة الاقانیم» ته اشاره وکړو، چې نږدې زر (۱۰۰۰) کاله مخکې د ختیځپوهنې په اړه لیکل شوې دی. پدې توګه د بل نامالومه لیکوال کتاب «حدود العالم من المشرق الي المغرب» یادولای شو چې د لویدیځو ولسونو لکه روس او بلغاریا په مسايلو ته ځانګړی شوې دی. که چېرې ختیځپوهنه په هماغه مانا چې «د ختیځو ولسونو په احوالو، اوضاعو، ژبو، دود و دوستور، خوی او عادت څېړنیزه مطالعه» وکاروو، نو کولای شو چې ددې پوهې لپاره یو اوږد شالید ومنو. لکه د ختیځ په اړه د ارستو تعبیرونه، د هخامنشي پیر پورې اړوند د اریانا په اړه د هېروډټس لیکنې او یا د پولېپ څېړنې چې د اشکانیانو په پیر کې یې د ختیځ او لودیځ سیاست څېړلو، هم یو ډول ختیځپوهنه وشمېرو. څه دا چې دې کار همداسې دوام وکړ او په منځنیو پېړیو او شپږمې او اوومې هجري پېړۍ کې او لدې وروسته د صلیبي جګړو په دوران کې- چې د اروپایانو د ختیځپوپېژندنې له بنسټیزه لاملونو څخه وو- یوې نوې او پراخه مرحلې ته وردننه شو. دا په هغه حال کې دي چې که چېرې ختیځپوهنه د ختیځ په اړه د لودیځوالو د یوې ځانګړې تګلارې او د کولتورونو، تمدنونو د ټولګو سرلیک څېړنې په مانا په پام کې ونیسو چې لومړی د زمکني وېش له لامله له لودیځ (د هغې د اروپايیوالي په مانا) سره توپیر لري، او دویم له لودیځ تمدن سره (د نظري نبسټونو له لامله) ماهوي توپیر لري، باید د څوارلسم زېږدې پېړۍ لومړیو (یانې ۱۳۱۲ز کال) ته وروګرځو. پدې کال د «د مسیحي پوهانو ټولنه» چې په وین کې جوړه شوې وه، د وپی ګیري ریمون لول دا تصمیم ونیول شو چې د پاریس، اکسفورډ، سالامانکه او داسې نورو لویو ښارونو کې د عربي، عبري او یوناني ژبو څوکیو بنسټ کېښودل شي. ریمون لول پدې ګروهه وو، چې د عربي ژبې په پوهېدنې سره به په اسانۍ سره وکړای شي چې په عربو کې لار پیدا کړي او هغوي مسیحیت ته راوبلي.(9) پدې توګه د منځنیو پېړیو په وروستیو کلونو کې د ختیځپېژندنې لپاره لومړنی منظم کوښښ پیل شو، مګر لودیځ په هغه ډول چې نن سبا دی لودیځ شوې نه و، یانې په نا اروپایي ټولنو باندې د برید او یرغل وروستي تصمیم او نظام نلرلو. مګر د پینځلسمې زېږدې پېړۍ او د نوي پیر څخه راورسته، په پرتګال او اسپانیا کې د سمندري بېړیو او لارو په جوړښت او کشف چې په ختیځ کې یې د اروپاییانو نفوذ اسانه کړ، د ختیځ په اړه څېړنه یو لازمي کار وګڼل شو او هم زمان د لویدیځ پر وړاندې د ختیځ ګونډه کېدنې، ددې پوهنې اهمیت ورځ تر ورځې زیات شو، ځکه چې اروپاییانو له اسیا او افریکا څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره د هغوي پراخه مطالعې او هراړخیزه څېړنې ته اړتیا لرله. (10) څرنګه چې له ریمون لول څخه نقل شول، د ختیځپوهنې نطفه د نن ورځې په مانا، د منځنیو پېړیو په وروستیو کې په مسیحیت په کیش (کلیسا) باندې د ایمان راوړلو لپاره د مسلمانانو بلنه مسیحیت، بند شول. ددې نطفې له انعقاد څخه وروسته (په شپاړسم زېږدې پېړۍ) کې د هغو بدلونونو له وجې چې د رنېسانس (نوي والي آند) له جوړښت څخه منځته راغلل، ختیځپېژندنه او پوهنه د منځنیو پېړیو د مذهبي تبلیغ له حالت څخه بهر شوه او سیاسي-اقتصادي شکل یې خپل کړ. لدې تاریخ څخه دوه پېړۍ وروسته، ختیځپوهنه په یو بشپړ ډول سره منځته راځي، مهمه لا دا چې د یو ګفتمان غالب په قالب کې، خپله څېره راښکاره کوي، او دوه پېړۍ وروسته د لودیځ د نویو مراحلو اوسنیو فکري غورځنګونو لکه «پوسټ موډرنېزم» او «نړیوالکېدنه» سره ختیځپوهنې یو بشپړ نوی شکل خپل کړې دی. نو پدې بنسټ کولای شو د ختیځپوهنې مطالعات په لاندینیو څلورو دورو را لنډ کړو: