samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

اړين اسلامي معلومات


د ثوابونو خزانه

د ثوابونو خزانه هغه د ثواب او فايدو خزانه، چی د الله(ج) دمبارکو نومونوپه تلاوت ترلاسه کیږی يا آلله :    که څوک چه هره ورځ ۱۰۰۰ ځلی دغه مبارک نوم شریف تلاوت کړی انشاا لله د زړه نه به یی ټولی و وسوسی   اوشکونه لیری شی عزم اوقوت به ورنصیب شی که څوک په ناعلاجه ناروغی اخته وی ډیر تلاوت یی وکړی او دوعا وغواړی  نوښه به شی انشاآلله

26.04.2012 samim

د نوروز نمانځل حرام دي

د نوروز نمانځل حرام دي د نوروز نمانځل حرام دي محمد رسول عادل د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه، هفت ميوه،  د لباسونو بدلول، ډالۍ، رخصتي کول، د خپلو ورځني کارونوځنډول او ميلو ته تلل قطاَ حرام دي. ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسانو اختر دى په دې تفصيلي بحث ابن تيمية (رح) په افتضاء الصراط المستقيم  اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ -٢٦٩) مخونو کې ليکلي دي. د قران او سنت  د علماؤ داقوالو له مخې د نوروز  نمانځلو&

17.03.2011 samim

درواغ او رښتيا

يوه ورځ دروغو رښتیا ته وویل: غواړې سيند ته و لاړ شو او ولامبو، رښتيا په خپلې سادګۍ سره د دروغو بلنه ومنله او دواړه د سيند غاړې ته ولاړل، کله چې د سيند غاړې ته ورسېدل، نو رښتیا خپلې جامې ووېستې... او دوکه باز يا چل کوونکي دروغو ورنه هغه جامې واخیستې او خپله یې واغوستې او ورنه و لاړ، له هماغې ورځې رښتیا تل لوڅ يا بربنډ او سخت وي، خو دروغ د رښتیا په جامو کې پوښلي دي.

10.07.2010 samim

موږ په خپل شر او خير نه پوهېږو!

يوې مرغۍ خدای(ج) ته وویلې: يوه وړوکې ځاله مې د ستړياوو د رفع کولو، د يوازېتوب د تېرولو، د ځان ساتنې او آرام کولو لپاره درلوده، خو ستا طوفان هغه راڅخه واخيسته! آيا زما هغې وړې ځالې ستا د سترې نړۍ کومه برخه نيولې وه؟ خدای (ج) ورته وویل: يو مار ستا د ځالې خواته در روان و، ته ويده وې، باد ته مې وويلې، چې ستا ځاله رانسکوره کړي او هغه وخت ته له خپلې ځالې والوتې او ولاړې!!! څه بلاوې مې ستا له سره لرې کړې، خوته پوه نه شوې او زما سره دې دښمني پيل کړه!

23.02.2010 samim

اوه ايتونه

که د قرآن کريم دغه اوه مبارک ايتونه د ورځې په پيل که ولوستل شي، څښتن تعالی هغه تن د ورځې تر پايه او که يې د شپې په پيل کې ولولي نو د شپې تر پايه یې له هرډول آسماني او ځمکني مصيبت څخه ژغوري. نو راځۍ چې دغه اوو ايتونه د ورځې په پيل او پای کې هره ورځ ولولو.  بسم الله الرحمن الرحيم قُل لَّن يُصِيبَنَا إِلاَّ

22.12.2009 samim

اسلام، سوله او نړيواله ورورولي

اسلام، سوله او نړيواله ورورولي

23.09.2008 samim

طلاق

طلاق

13.05.2008 samim

نکاح

نکاح

13.05.2008 samim

دزكات داداكولو بيان

دزكات داداكولو بيان

13.05.2008 samim

د زكات وجوب

د زكات وجوب

13.05.2008 samim

د نفاس مسايل او حکمونه

د نفاس مسايل او حکمونه

06.05.2008 samim

د حېض مسايل او حکمونه

د حېض مسايل او حکمونه

06.05.2008 samim

د مړي خښول او قبر تيارول

دمړي ښخول

06.05.2008 samim

د مړي خښول او قبر تيارول

دمړي ښخول

06.05.2008 samim

دجنازې لمونځ

دجنازې لمونځ دلمانځه نيت

06.05.2008 samim

مړي ته دكفن وراغوستلو طريقه

مړي ته دكفن وراغوستلو طريقه

03.05.2008 samim

دمړي دلمبولو بيان

دمړي دلمبولو بيان

03.05.2008 samim

دزنكدن مهال

دزنكدن مهال

30.04.2008 samim

د لمانځه ژباړه

د لمانځه ژباړه

29.04.2008 samim

داخترونو لمونځ او د تېروتنې سجده

داخترونو لمونځ

28.04.2008 samim

د جماعت د لمانځه د ادا کولو ترتيب

د جماعت د لمانځه د ادا کولو ترتيب

28.04.2008 samim

د لمانځه اذان او اقامت

د لمانځه اذان او اقامت

23.04.2008 samim

غسل

غسل

21.04.2008 samim

اودس

اودس

20.04.2008 samim

حضرت علي حيدر رضي الله عنه

حضرت علي حيدر رضي الله عنه

19.04.2008 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more