يوې مرغۍ خدای(ج) ته وویلې: يوه وړوکې ځاله مې د ستړياوو د رفع کولو، د يوازېتوب د تېرولو، د ځان ساتنې او آرام کولو لپاره درلوده، خو ستا طوفان هغه راڅخه واخيسته! آيا زما هغې وړې ځالې ستا د سترې نړۍ کومه برخه نيولې وه؟ خدای (ج) ورته وویل: يو مار ستا د ځالې خواته در روان و، ته ويده وې، باد ته مې وويلې، چې ستا ځاله رانسکوره کړي او هغه وخت ته له خپلې ځالې والوتې او ولاړې!!! څه بلاوې مې ستا له سره لرې کړې، خوته پوه نه شوې او زما سره دې دښمني پيل کړه!