فلمي نړۍ
فلمي نړۍ
فلمي نړۍ ريحان الله رومانرحيم شاه به ډېر ژر په يوې هندي ډرامه کې راښکاره شيد پاکستان يو وتلې پروډيوسرخالق محمود په خپله ډرامه چې په کاناډا کې يې چارې روانې دي هندي فنکاران راغوښتې، په دې ډرامه کې د يوانند، زينت امان او نورو برخه لري، داځل به د پاکستان نه رحيم شاه، شهزادراي، جيا علي په هندي ډرامه کې کار کوي، د دې ډرامې شوټنګ به د روان کال په جولاي کې تر سره کېږي، د يادولو وړ ده چې دا به لومړۍ هندي ډرامه وي چې رحيم شاه او شه
شارخ خان په پېښورکې د قصه خوانۍ دى
دشارخ خان د ژوند په اړه په دې وروستيوکې د (SRK "Still Reading Khan") په نامه يو کتاب چاپ شوى، چې د شارخ خان د ژوند مهم ټکي پکې راخېستل شوي، په دې کتاب کې به تاسې داسې ټکو سره مخ شئ، چې له حيرانۍ نه به ورته ګوته په غاښ پاتې شئ، په کتاب کې د شارخ خان د ژوند کيسه له قصه خوانۍ بازار نه شروع شوې، د قصه خوانۍ بازار د پېښور پوره زوړ بازار دى او دا نور خوا او شا بازارونه يې اوس اوس جوړ شوي. د قصه خوانۍ نه، چې ور مخکې شئ ؛ نو دغلته د ډهکۍ نعلبندۍ بازار پروت دى، دا دومره معمولي بازار نه دى او
سرى دېوي لا له زړونو لوېدلې نه ده
د خپل وخت ښايسته او ښکلي اداکاره، چې تر اوسه لا د خپلو مينوالو په زړونو کې شپې تېروي، هغې، چې په ناګن فلم کې يې د بيم خواږه غږ ته د يوې سرشارې مارې رول ولوباوه. بيم د موسيقۍ په الو کې ډېره زړه او پخوانۍ اله ده، تاسې به اورېدلي وي، چې د بنګال جادوګر د مارانو په نيولو کې له بيم نه کار اخلي او د هند پخوانۍ دېويانې ډېرې د بيم خواږه غږ ته نڅېدلي. دلته ناګن، بيم او سرى دېوي درېواړه سره تړلي نومونه دي، هغه داسې، چې د درې واړو سيورى په يو بل خپور دى؛ نو د بيم جا