دشارخ خان د ژوند په اړه په دې وروستيوکې د (SRK "Still Reading Khan") په نامه يو کتاب چاپ شوى، چې د شارخ خان د ژوند مهم ټکي پکې راخېستل شوي، په دې کتاب کې به تاسې داسې ټکو سره مخ شئ، چې له حيرانۍ نه به ورته ګوته په غاښ پاتې شئ، په کتاب کې د شارخ خان د ژوند کيسه له قصه خوانۍ بازار نه شروع شوې، د قصه خوانۍ بازار د پېښور پوره زوړ بازار دى او دا نور خوا او شا بازارونه يې اوس اوس جوړ شوي. د قصه خوانۍ نه، چې ور مخکې شئ ؛ نو دغلته د ډهکۍ نعلبندۍ بازار پروت دى، دا دومره معمولي بازار نه دى او د هندوستان د تکړه اداکار راج کپور پلارنى کور په همدې بازار کې ودان دى؛ خو که له دې نه هم لږ مخکې لاړئ؛ نو په دغه ځاى کې به مو يو بل بازار مخې ته راشي، چې دليپ کمار پکې سترګې دې نړۍ ته غړولې وې. ددې نه وړاندې، چې کومه سيمه ودانه ده، په دغه ځاى کې يوه تنګه توره کوڅه بره تېره شوې، په نيمايي کې يې يوه توره تياره حوېلۍ پرته ده او په خامو خښتو جوړه ده، چې په همدې حوېلۍ کې يو وخت د شارخ خان پلار تاج محمد پيداشوى و، اوس هم د هغه ځاى اوسېدونکي دا خبره کوي، چې دا د شارخ خان کور دى. تاج محمد له دغه ځايه ډهلي ته کډه په سر شو او هلته په ډهلي کې يې په يوه زړه ٩٠ کلنه ودانۍ کې واړول، دا ودانۍ زړه وه؛ خو ډېره زړا راښکونکې وه، ځکه له بامه يې د سمندر ښايسته منظره له ورايه ښکارېده. اوس يادې شوې ودانۍ سره د نېږدې سيمو خلک په ډېر فحر ودانۍ ته ګوته نيسي او وايي، هغه د شارخ خان کور دى. پېښور د مير تاج محمد ښار و او هغه ته د پېښور د کوڅو او بازارونو ښه پته وه، ځکه نوموړى يو ښه سوداګر و او له نورو ورونو نه کشر و. د شارخ خان په وينا هغه د ډېر تعليم لرونکى و، هغه غوښتل، چې وکيل شي، ځکه هغه ډېر ښه انسان و او ددې ترڅنګ په پښتو، فارسي، اردو، پنجابي، انګليسي او نورو ډېرو ژبو پوهېده. نور بيا