samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

ذهني پياوړتيا


آيا دود يا لوګی حافظې ته زيان رسوي؟

آيا دود يا لوګی حافظې ته زيان رسوي؟ که چېرې وګورو ځينې عملي (معتاد) وګړي وايي، چې سګريټ څښول د دوی د حواس او فکر تمرکزيت ساتي او د دوی سره د ځينو غمونو په هېرولو کې مرسته کوي، ښايي د مغز د بې سده کولو وروسته ېې د لږ مهال لپاره فکر غلط او غم يې هېر شيو خو د ډېرو پوهانو په انده اوږد مهاله او پرله پسې دود او ګرد

07.11.2010 samim

لومړی لوست

لومړی لوست     ډېر ځلې به مو اورېدلې وي، چې ((فلانی د ښې حافظې په درلودلو کې بخت نه لري)) دا خبره موږ ته داسې ښيي، چې حافظه په ورځني ژوند کې که هغه د عادي ژوند کړنې وي او که هغه د يوه حرفه يي يا شغلي ژوند د ډېر اهميت وړ ده.   حافظه پر ټولو شغلونو او د ژوند په هر ډګر کې د ارزښتمند توک په څېر کار سرته رسوي، هغه څوک چې د ښې او پياوړې حافظې څښت

07.11.2010 samim

څوک د حافظې دې ډول روش ته اړتيا لري؟

څوک د حافظې دې ډول روش ته اړتيا لري؟     ټول نارينه او ښځينه وګړي چې د خپل عمر په هر پوړ کې چې وي ا وهر ډول شغل چې ولري، دې روش ته ډېره اړتيا لري، زده کړيالان، ډاکټران، استازي، انجينران، هنرمندان، کارکوونکي، پلورونکي، منشيان، سوداګر، سياست وال، ورځپاڼه چلوونکې او نور، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره د دې درس په زده کولو او تمرينونو په سرته رسولو کې د لږ زيار په ملتيا  خپل ياد کړل شوي شيان بېرته خپلې حافظې ته

07.11.2010 samim

د حافظې د پياوړتيا لپاره لارښوونې

د حافظې د پياوړتيا لپاره لارښوونې ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی            د روانې پېړۍ له پيل څخه د حافظې په پرمختګ او روزنه کې ډېره ناغيړي شوې ده، ځينو ښوونکو يوازې هوش ته د ارزښت ورکولو په پلمه د حافظې موضوع بيخي له پامه غورځولې او څه ډول پاملرنه چې بايد ورته شوې وای هغسې نه

07.11.2010 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more