لومړی لوست
ډېر ځلې به مو اورېدلې وي، چې ((فلانی د ښې حافظې په درلودلو کې بخت نه لري)) دا خبره موږ ته داسې ښيي، چې حافظه په ورځني ژوند کې که هغه د عادي ژوند کړنې وي او که هغه د يوه حرفه يي يا شغلي ژوند د ډېر اهميت وړ ده.
حافظه پر ټولو شغلونو او د ژوند په هر ډګر کې د ارزښتمند توک په څېر کار سرته رسوي، هغه څوک چې د ښې او پياوړې حافظې څښتن وي، هغوی د ژوندانه په بڼ کې د برياليتوبونو سره مستي کوي که څه هم ډېر کسان د ښې او پياوړې حافظې درلودونکي دي او ډېر لږ کسان دي، چې د کمزورې حافظې درلودونکي دي.
ټول د حافظې درلودونکي دي:
موږ ټول د حافظې درلودونکي يو او که کله وايو، چې (خرابه حافظه) لرو، نو اصلاً موږ خپله حافظه سمه نه ده کارولې، له نېکه مرغه موږ ډېر داسې نظرونه، پېښې او معلومات په خپله حافظه کې ځای پر ځای کړي دي، چې پرته له هغو ژوند محال برېښي.
څنګه کېدای شي، چې موږ د ځينو کسانو نومونه په ياد وساتو او د ځينو مو له ياده ووځي؟ څنګه مو ځينې ژمنې په ياد وي او تر سره کوو يې خو نور بيا د يادښت په کتابچه کې ليکو؟ ولې موږ ځينې کارونه ترسره کوو او ځينې نور مو له ياده ووځي؟ او په ټوليز ډول ويلی شو، چې ولې مو د معلوماتو ځينې برخې په پاتې کيږي او ځينې نورې مو له ياده ووځي؟
د دغو ټولو پوښتنو ځواب آسانه دی، کله مو چې ځينې معلومات په ياد پاتې کيږي، هغه وخت موږ د يادساتلو کړنلاره او روش په سمه او ګټوره توګه کارولی دی او کله مو چې څه په ياد نه پاتې کيږي هغه وخت مو د ياد ساتلو کړنلاره او روش سم او ګټوره نه دی کارولی.
تاسو کولای شئ په ښکاره او څرګند ډول خپله حافظه پياوړې کړﺉ:
موږ د خپلو خبرو څخه دې پايلې ته رسيږو، چې که موږ د يادساتلو (Memorization)کړنلاره او روش په کره او سم ډول وپېژنو، کولای شو د هغو مطلبونو په ياد ساتلو کې ورڅخه پوره کار واخلو، کوم چې غواړو په ياد يې وساتو.
لکه څنګه چې زموږ د بدن غړي د ځينو منظمو او سيستماتيکو تمرينونو د سرته رسولو څخه وروسته پرمختګ او پياوړتيا پيداکوي، همدغه شان حافظه هم يو لړ سيستماتيکو او منظمو تمرينونو ته اړتیا لري، تر څو د پياوړتيا لوړو پوړونوته ځان ورسوي.
د بدن د غړو د پياوړي کولو او يا د یوه تمرين د سرته رسولو لپاره بايد د بنسټيزو ارونو او علمي لارښوونو څخه کار واخیستل شي، که نه بدن به مو د پياوړتيا څخه ځوړتيا او کمزورتيا ته سرټيټ کړي، د حافظې پياوړتيا هم ځينې بنسټيز ارونه او علمي لارښوونې لري، چې پرته له دغو څخه به مو د حافظې خرابول او کمزورتيا په برخه شي.
که چېرې د راتلونکو بنسټیزو ارونو او علمي لارښوونو په عملي کولو کې بريالی شي، تاسو به د خپلې حافظې پياوړتيا ته حيران شی.
هر هغه څه چې د دوو وګړو د توپير سبب ګرځي هغه د دوی طبعي استعداد نه بلکې د ښو تکنيکونو سم پېژندل او کارول دي.
د دغو تکنيکونو لنډيز به د لانديني فورمول په مرسته واضح کړو:
۱- ټول وګړي د حافظې درلودونکي دي.
۲- حافظه د مغز تابع ده.
۳- مغز د بدن د نورو غړو په څېر عمل کوي نو مغز هم کولای شي د پياوړتيا لپاره ځينې تمرينونه ولري.
۴- د مغز د عمل کولو ښه تکنيکونه = ښه او پياوړې حافظه
لومړی تمرين
دا يو پيليز تمرين دی، تاسو د ځينو شيانو يوې صحنې ته وګورﺉ، تاسې کولای شی دغه صحنه د ۲ دقيقو لپاره ننداره کړﺉ، وروسته له (۲) دقيقو څخه د دغې صحنې پر مخ يو کاغذ وغوړوﺉ، يانې دغه صحنه پټه کړﺉ او تاسو په بله پاڼه کې د دغو شيانو نومونه وليکی، (ستاسو وخت لږ تر لږه يوه دقيقه ده) کوم شيان مو چې حافظې ته سپارلې دي، هغه په دې پاڼه کې وليکی. (د الف شکل)
د خپل کار پايله په يوه بېله پاڼه کې وليکی او د نورو راتلونکو تمرينونو د سرته رسولو وروسته يې بيا د خپلې حافظې د پياوړتيا سره پرتله کړﺉ.
د دې تمرين د پايلې د لاس ته راوړلو طريقه داسې ده:
که په هغه صحنه کې ټول (۲۰) شيان وي او تاسو له هغو څخه د کاغذ پرمخ د (۱۰) څخه د لږو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي، ستاسو حافظه کافي نه ده، که چېرې مو د (۱۰ – ۱۵) شيانو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي، ستاسو حافظه په منځنۍ (متوسطه) کچه ده او که مو د (۱۶ – ۱۸) شيانو نومونه ليکلي يا په ياد ساتلې وي نو ستاسو حافظه ډېره ښه او پياوړې ده. او که مو د (۱۹ – ۲۰) شيانو پورې ليکلي يا په ياد ساتلي وي، نو مبارک مو شه!! ستاسو حافظه په د استثنايي حافظو په ډله کې راځي. (افرين)
پرته له حافظې څخه انسان نه شي کولای، چې يو شی اختراع کړي او نه شي کولای د دوو ترکيبونو په اړه فکر وکړي. ولتر
دهر فکري کار لپاره حافظه اړينه ده. پاسکال
حافظه مه رټي، حافظې ته روزنه ورکړﺉ، تر څو د پياوړې حافظې درلودونکي شی. جيورجيز دوهامل
دويم لوست
د مغز ساتل
د مغز د ساتلو لپاره بايد څه ډول شرايط برابر شي؟
تر هرڅه وړاندې لومړی بايد پوه شو، چې زموږ مغز زموږ د بند د نورو غړو په څېر وينه اخلي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ ليتره وينه زموږ په مغز کې جريان ترسره کوي، دا اندازه وينه زموږ د بدن د وينې د ټوليز حجم ۴۰۰ برابره ده.
د وينې لړۍ په مغز کې د هيجاناتو او مغزي کړنو له امله چټکتيا پيدا کوي او د خوب په حالت کې بېرته ورو کيږي، له بله پلوه ځينې دقيقو علمي ازميښتونو ښودلې ده، چې ډېر تيز هيجانات او ډېر مغزي کار زموږ د مغز تودوخه ۰/۱ درجه لوړوي او د خوب په حالت کې د ۰/۱ څخه تر ۰/۳ پورې بېرته ښکته کيږي، چې دا موضوع د وينې د جريان رول زموږ په مغز کې په ډاګه کوي.
لکه څنګه چې پوهېږو زموږ وينه اکسيجن ته اړتيا لري، نو د دې لپاره چې زموږ حافظه ښه کار ترسره کړي او يا هم د کوم فکري کار د سرته رسولو لپاره موږ بايد خپلې وينې ته په پوره او ښه ډول اکسيجن برابر کړو. خو څه ډول؟ لږ تر لږه موږ بايد په خپل اونيز مهالوېش کې يوه ورځ دا ور ډېره کړو چې موږ باي په اوو ورځو کې يو ورځ په آزاده هوا کې د ښار څخه بهر تېره کړو او له بله پلوه موږ بايد د فکري او ذهني کارونو د سرته رسولو لپاره لږ ډېر مهال په نظر کې ونيسو، د بېلګې په ډول: که چېرې تاسو زده کړيال (محصل) او يا زده کوونکی ياست، په هر ساعت کې يو ځل د خپلې کوټې کړکۍ خلاصه کړﺉ او د يوې يا دوو دقيقو لپاره په ژوره توګه ساه واخلی، په کومه کوټه کې چې د سګرېټو او نورو شيانو له امله هوا خرابه او مرداره شوې وي، بايد په هغه کوټه کې لوستنه (مطالعه) ونه کړو، له هغو بخارونو څخه چې ستاسو د کوټې اکسيجن په خپل ځان کې ورکوي له هغو څخه ډډه وکړﺉ؛ لکه هغه بخارۍ ګانې چې د ذغال، ګاز يا نفت سوځوي او دا بخارۍ ګانې به د ګوټې څخه بهرته کومه لارهم نه لري، نو د دې لومړي اصل پايله داده، چې د مغز د ښه ساتلو لپاره بايد: د خپلې وينې لپاره په منظم ډول پوره او کافي اکسيجن ورکړﺉ.
د مغز د ښه ساتلو لپاره دويم اصل پوره او کافي خوب کول دي، دا خو څرګنده او روښانه خبره ده، چې پوره او ارام خوب د حافظې د آرامتيا سبب ګرځي، خو ځينې وګړي سره له دې چې د خپلې حافظې د کمزورتيا څخه سرټکوي، فکر نه کوي چې کم خوبي د ده د مغز طبعي جريان ته زيانمنه ده، نو د شپې له پلوه پوره او آرام خوب د فکري او ذهني کارونو لپاره د مغز او حافظې ښه چمتو کول دي، بايد په څلورو وېشتو (۲۴) ساعتونو کې بالغ وګړي لږ تر لږه بايد ۷ – ۸ ساعته، زده کړيالان او زده کوونکي (۱۶ څخه تر ۲۲ کاله) بايد ۸ ساعته خوب وکړي، نو بايد ووايو چې زموږ د دويم اصل پايله په وړ اندازه ارام خوب کول دي.
خپله حافظه مه خرابوﺉ!!!
لکه څنګه چې مخکې مو وويلې، کولای شو، خپله حافظه د ځينو اصولو او قواعدو په کره او سم ډول کارولو او سرته رسولو سره پياوړې کړو او دغه پايلې هغه مهال ګټورې په زبات رسيږي، چې ټول هغه غړي بايد د فزيولوژي له نظره ښه حالت او جوړښت ولري، کوم چې د حافظې د عمل کولو په لړۍ کې ونډه او دنده لري، ځکه چې که دا غړي پياوړي وي، نو حافظه هم پياوړې پاتې کيږي او کنه بيا د حافظې څخه هم د ښو پايلو هيله نه شو کولای.