رحمت
زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.
د قلم په ژبه
پښتو عالمي امن کانفرنس - حبيب الحسن ياد
پښتو عالمي امن کانفرنس حبيب الحسن ياد پۀ پېښور کې د پښتو عالمي امن کانفرنس جوړېدل زمونږ پۀ ژوند کې يوه ښه خبره او خوشګواره اضافه ده، ځکه چې د يو بل سره ناسته او اجتماع جوړول پۀ انسانانو کې د همدردۍ، خدمت او ايثار جذبه پېدا کوي او هم پۀ اجتماع کې د داخلېدو سره پۀ انسان کې حوصله او
د کال ٢٠١١ء د اولنى پښتو فلم "اخرى ګولۍ" د فنکارانو تاثرات
د کال ٢٠١١ء د اولنى پښتو فلم "اخرى ګولۍ" د فنکارانو تاثرات ليک: عباد شهزاد، ترجمه: رحمت ديوان پښتو سينما ډېره خوش قسمته ده چې د نوى کال اغاز ئې د خپل نوى فلم "اخرى ګولۍ" د نندارې نه ورکړو، دا فلم چې په ډېره لويه سرمايه باندې جوړ شوے دے، د دې فلم ټول ريکارډنګ په شوګران، ايبټ اباد، علاقه غېر او د پاکستان په ښائسته ؤ ځايونو کښې شوے دے، د لويې سرمايې دا پوره پښتو فلم دے، ع
کاکاجي صنوبر حسېن يو عهد يو تاريخ
کاکاجي صنوبر حسېن يو عهد يو تاريخ حبيب الحسن ېاد "او زما په تابوت کې يوه توره هم کېږدئ ځکه چې زۀ د بشريت د ازادۍ د جنګ يو نه ډاريدونکى سپاهي يم" د جرمني د يو تر قيافته شاعر دغه الفاظ چې کله هم لولو نو ذهن کې مو د خپلې سيمې د څو درنو شخ
دَ احمد شاه بابا يو الحاقى غزل
ډاکټر محمد زبېر حسرت دَ احمد شاه بابا يو الحاقى غزل غزل دادے: ستا دَ عشق لهـ وينو ډک شو ځيګرونه ستا پهـ لاره کښې بائيلى زلمى سرونه تاته راشمه زړګے زما فارغ شى بې لهـ تا مې اندېښنې دَ زړهـ مارونه کهـ هر څو مې دَ دنيا ملکونه ډېر شى زما هېر نهـ شى دا ستا ښکلى باغونه دَ ډهلى تخت هېرومه چې راياد کړم زما
محمد علی جناح او ازاد صحافت
قائد اعظم او ازاد صحافت حبیب الحسن ېاد ازاد صحافت د انساني ستونزو د مخنيوي، د تيارو ختمولو او د رڼا احساساتو د خورولو لپاره ډېر اهميت لري، هم د ازاد صحافت پۀ نتيجه کې يوه صحت منده او مترقي ټولنه پۀ وجود کې راځي، د تاريخ پۀ هر دور کې د فکر او ضمير د ازادي مبارزينو ډېر زيار ويستلى دى، او کله چې هم مونږ د داسې محترمو اشخاصو ذکر کوو نو زمونږ پۀ ذهن
محمد اغا پېښور ته راورسیدو
محمد اغا پېښور ته راورسیدو حبیب الحسن ېاد تيره ورځ د اسلام اباد څخه راغلي د يو ملګري د رخصتولو نه وروستو سره د يو بل ملګري د يونيورسټي ټاؤن نه د بس په اخري يو داسې سيټ باندې کېښناستم چې د کړکۍ شيشه يې ماته وه، نن سبا په پېښور کې د نمر پريوتو سره سم هوا ډېره يخه شي، مونږ د هوا د يخو څپو څخه د بچ کيدو په غرض د کېښناستو سره سم بيا پاڅيدو او په وړاندې خالي
اقتدارى مچهر
اقتدارى مچهر رحمت ديوان کوم وخت چې مونږ باجوړ کې وو نو ما د دغو ماشو نوم نه وو اورېدلى، ښايي راته ياد نه وي ځکه چې هاغه وخت زه ډېر کوچنى وم. په لاهور کې زمونږ د کور مخې ته جبه وه چې د خوا و شا خلکو به ورته د کورونو مرداري (ګند) غورځوه، دلته په دې جبه کې ډېر ماشي وو چې خوا و شا خلک ترې ډېر تنګ وو. په کراچۍ کې چې ز
خپل وطن جنت وطن
خپل وطن جنت وطن رحمت ديوان يو شور زوږ وه، يوه منډه وه، يو ريس وو، د يو بل نه د مخکې کېدو، هر يو کس ځان د بل نه مخکې کولو، په دې غويمه کې به ډېر اوازونه صفا اورېدل کېدل. "کابلۍ، شوبه، خېبر بازار، صدر، نوتيه........." بل غږ به د هغې نه هم پورته شو: "باروبار په چونګي باروبار............. بورډ له، تهک
په بونير کې د ترهګرۍ ويره ختمه، د ټيلي فلمونو جوړول پېل
ليکوال: شاهد خټک ژباړن: رحمت ديوان يو وخت و چې د صوبه خيبر پښتونخوا ښکلې علاقه سوات به د فلمونو هدايتکارانو د سندرو جوړولو اولنی ځای و، د پښتو فلمونه خو به دلته جوړېدل، خو د دې سره د به د اردو او پنجابي فلمونو عکسبندي هم دلته کېدله. بيا د دې شرح په کمېدو شو خو د نوې پېړۍ د اغاز سره د سي ډي ډرامو دور شروع او د دې لپاره د سوات او بونير غټ غټ غرونه او د ښايسته ښايسته کبلو نه بل ښه ځای چرته هم نه و، د ډرامو د لوبغاړو او جوړوونکو زياتره خلک هم د
د ژوند کيسه
هسې خو د ژوند هره خبره او هره پېښه يوه کيسه ده، او بيا زمونږ په هېواد کې خو دومره کيسې شته چې بهرني خلک راځي او له دې ځای څخه کيسې خپلو هېوادونو ته وړي. که د افغانستان هر وګړي ته اوګورې نو د هغې ژوند به ټول د کيسو نه ډک وي، خو ځينې خلک دغه کيسې د کاغذ په پاڼو کې اړولی شي او ځينې يې په چل نه پوهېږي. کله چې مونږ د پاکستان په لاهور ښار کې ژوند کاوه، او زما پلار په اول ځل لاهور ته راغی نو هغه وويل، چې کله د ټانګو اډې ته راغلم نو په لاره باندې ډېر بېروبار و، او په ځمکه