کاکاجي صنوبر حسېن

يو عهد يو تاريخ

 حبيب الحسن ېاد

"او زما په تابوت کې يوه توره هم کېږدئ ځکه چې زۀ د بشريت د ازادۍ د جنګ يو نه ډاريدونکى سپاهي يم"

د جرمني د يو تر قيافته شاعر دغه الفاظ چې کله هم لولو نو ذهن کې مو د خپلې سيمې د څو درنو شخصياتو مجسمې نقش شي، چې په هغوى کې د محترم کاکاجي صنوبر حسين دروند شخصيت هم شامل دى، دا هغه باجراته، نه ويريدونکى او د روڼ ضمير خاوند وو چې ټول عمر يې د ظلم او استبداد او ترهه ګرۍ په ضد مبارزه کړې ده، د استبداد په تورو تيارو کې يې د علم او اخلاقياتو ډيوه بله ساتلې او ډېرو ذهنونو ته يې د رڼا او توانايي خوند وربخښلى دى دا هغه مبارز دى څوک چې د خپل قام لپاره د يو عهد، او تاريخ حيثيت لري.

کاکا جي د سويلي اسياء په يوه پسمانده ټولنه کې چرته چې د جهل او توهم د تورو تيارو په وجه استبدادي نظام پنجې ښخې کړي وي د خپل حکيمانه او فلسفيانه سوچ چراغونه بل ساتلي دي او نېغه لار يې په ډاګه کړې ده.

لکه څه رنګ چې د دنيا په هر قام کې څو سپيځلي اشخاصو هر وخت د قام د پرمختګ او ښه ژوند لپاره هڅې کړي دي. کاکاجي صنوبر حسين هم د خپل اولس د تقدير بدلولو لپاره هر هغه څه کړي دي چې معيار يې نه دى بايللى، که اولس ته د ټولنې پوهنې ضرورت پېښ شوى دى نو کاکاجي کلونه کلونه د بانډيڅيانو سره د هغوى په حجرو، پټو او د کار په ځايونو کې تېر کړي دي، کله چې به په باجوړ کې د زميندارو او دهقانانو سره د کرکيلې په کار کې بوخت وو نو د ښه فعل لپاره به يې د ښه تخم او د زمکې په تيارولو زور راوړلو، هغوى به کرونده ګرو ته د سبزي او ترکاريانو د کروندې طريقه ښودله او په هغوى به يې زور راوړلو چې د ښه صحت او ژوند لپاره فصلونه او ترکاريانې تيارې کړي، هغوى به ويل چې د ژوند ضرورياتو برابرول د باهمته او تکړه خلکو کار دى. د کار سره سره به يې د بانډيڅيانو د شعور بيدارولو لپاره په خوږه ژبه پرچار هم کولو.

دوى چې کله په يوه بانډه کې وسيدو نو هلته يې د يو زوړ ټرانسټر لپاره انټيناګانې او بيټريانې ايجاد کړې وې چې د ډېرو هېوادونو څخه به يې نشريات خپرول او بيا به يې د خپل سايکلو سټايل مشين په ذريعه د کاغذ په پاڼو چاپ کول او په خلکو به يې ويشل، هغوى به ويل چې د نړۍ مثال د يو کور دى او کله چې په يو کور کې اور ولګي نو ټولې کوټې او سامان سوځي. د اطلاعاتو او معلوماتو د ترسيل په وجه انسان نه يوازې د مشکلاتو څخه بچ کېږي بلکې ذهن يې وده کوي، انسان د يو بل د تجربو او افکارو څخه فايده اخلي او په ټولنيز ژوند کې د ژوند د خوږو لور ته حرکت شروع کوي.

د خپل هدف چې انسان د جهل او توهم د زنځيرونو څخه ازاد شي دوى هره حربه او طريقه استعمال کړه. په خلکو کې د سياسي بيدارۍ او ډاډ پيداکولو لپاره په سياست کې هم فعاله ونډه واخسته، د سياست په وخت د يو حقيقت خوښونکي صحافي شکل کې څرګند شوې دى او کله يې چې تخيل يو خاص حد ته رسېدلى دى نو د هغه د شاعرانه سوز و ګداز معطر احساسات خواره شوي دي.

 

شېخ چې په جهر الاالله ووايي
زۀ پټ په زړۀ صنم صنم شمېرم

چې په قيامت حساب کتاب کېږي
زۀ به د زلفو پيچ و خم شمېرم

بل ځاى وايي:

 په کوم ځاى چې د زمرو نوکې رژېږي

عاشقان هلته په څوکو د بڼو ځي

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو
د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

دا مرغان ورباندې چتر چتر کېږي
له باګرامه سيل بهر ته د سکڼو ځي

د ملا په نصيحت به څوک غوږ کېږدي
تر منبره چې چغار ستا د پڼو ځي

دغه خوش اخلاقه او باکرداره انسان د بشريت په دوه دردمند او د ستونزو د حل لټونکى وو، هغه يو بې عمله عالم نه وو بلکې د هر کار لپاره يې عمل کړى دى، خلک د هغوى د عمل څخه متاثره وو، د حق په وخت يې د حق اواز او د عمل په وخت يې عملي مبارزه کړې ده.

کاکاجي يو لويي فلسفي او د تصوف د لارې رهبر وو، تصوف د هغه د ژوند په هر دود او هر کار کې يو نظر راځي، هغه د يو ريښتوني فلسفي په حيثيت د زړۀ له تله غوښتل چې د بشريت سرلوړي او په يو بل د اعتماد کولو علم او احساس دې عام شي. هغوى به ويل چې انسانان په فرقو او ډلو کې تقسيمولو مطلب دادى چې يو بل ته په مورچو کې کېني او په انساني ستونزو کې اضافه وشي، هغوى به دا هم ويل چې د دنيا په هر ګوټ کې اوسېدونکي چې د ولږې او بې وزلې سره مخ دي يو وجود دي او هغه څوک چې د انسان استحصال کوي او د سرمايه د ګټلو لپاره اخلاق رزيله خوروي، يو وجود او د غندنې وړ دي داسې کسان که د مشرق دي او که د مغرب خو د انسانيت دښمنان دي.

جنګ او جاهلانه رويه تره ګرۍ ته دوام ورکوي، لوږه، رنځ او جهالت د انسانيت شريکې مسئلې دي، ټول قامونه او اولسونه دې خپل اصل دښمنان وپېژني، چې د جهالت او توهم بدصورته ((ديو)) په خپلو مضبوطو ارادو او فولادي غورځنګ سره له مخه يوسي.

نن د کاکاجي يو څلوېښتمه کليزه مونږ ته د مايوسۍ په فضاء کې د اميد ډک پېغام راکوي، نن د هغه دا الفاظ يادول ضروري دي چې يو نزدې دوست ته يې په يو خط کې ليکلي دي ((په خرابو حالاتو کې ښه وخت تيرول غټه کارنامه ده، د ژوند هره لمحه يو لويې نعمت دى، خراب حالات بدليدلى شي او د بدلون په مرحله کې خپل کردار اداکول ډېر ضروري دي)).

د کاکاجي د کليزې په موقع دا افسوسناکه خبره ده چې زمونږ د دغه لويي محسن په باره کې صوبايي ريډيو او ټيلي ويژن چرې هم ځانګړي پروګرامونه تيار نه کړى شو، پکار ده چې اخبارونه، ريډيو او ټيلي ويژن د اخلاقياتو لويې مبلغ د امن او ازادۍ د لارې بهادر سپاهي په باره کې ځانګړي پروګرامونه وړاندې کړي او خپل فرض ترسره کړي.