محمد اغا پېښور ته راورسیدو

حبیب الحسن ېاد

تيره ورځ د اسلام اباد څخه راغلي د يو ملګري د رخصتولو نه وروستو سره د يو بل ملګري د يونيورسټي ټاؤن نه د بس په اخري يو داسې سيټ باندې کېښناستم چې د کړکۍ شيشه يې ماته وه، نن سبا په پېښور کې د نمر پريوتو سره سم هوا ډېره يخه شي، مونږ د هوا د يخو څپو څخه د بچ کيدو په غرض د کېښناستو سره سم بيا پاڅيدو او په وړاندې خالي سيټ کېښناستم چرته چې يو د خړو جامو لږ شان زېړ رنګى يو ديرش کلن سړى هم ناست ؤ. زمونږ د کېښناستو سره سم په مدهم اواز يې څۀ خبره وکړه خو مونږ پرې پوهه نۀ شو، مونږ ته دا نۀ وه معلومه چې دغه سړى ګنې فارسي خوان دى، خو هسې مې ورته په فارسي ژبه وويل "زمستان است" يعنې ژمى دى او دې سيټ ته په راتګ مونږ له يخې هوا څخه ځان بچ کړو، هغۀ وويل "شما فارسى خوان است" ما ورته د مورنۍ ژبې پحقله ونۀ ښودل چې کومه يوه ده خو سمدست مې ورته وويل "فارسى زبان شيرين است، من خواهش مى کنم که زبان فارسى ياد مى ګيرم"، بيا هغۀ وويل "زبان پشتو خراب است" بيا هغۀ خبره زياته کړه چې پښتانۀ هم ښه نۀ دي، ما ويل پښتون او فاري خوان دواړه ښۀ دي ځکه چې پاکستان، افغانستان تر هندوستان پورې يو کور دى، دلته ډېرې ژبې او واړۀ لويې نسلونه اوسېږي خو د نړۍ د لرې برخو او هېوادونو لکه اروپا، امريکه او افريقې په نسبت يو خلک معلومېږي، هغۀ په دې خبرو لږ سوچ وکړو او بيا يې وويل: کيا آپ اردو جانتے هين" ما وويل بلکل هغۀ وويل چې "اچها اب اردو مين بات کرينگے، اسلئيے که اردو بين الاقوامى زبان هے" ما وويل ټولې ژبې ښې دي او اهم دي، هغۀ په انګريزۍ کې وويل "انګلش از انټرنيشنل لينګويج" په انګريزۍ کې هغۀ يوه جمله صحيح ادا کړه او نورې يې په ماته ګډه انګريزۍ کې د ډېر څۀ ويلو کوښښ کولو هم دغه شان له دغه سړي سره زما خبرې په درې ژبو فارسي، اردو او انګريزۍ کې وشوې، د دغه زلمي نوم محمد اغا دى او تيره ورځ د کابل څخه پېښور ته رارسيدلى دى، هغۀ وويل چې په کابل کې ګرانه ګراني ده، موسم ډېر يخ دى او نۀ شي کولى چې هلته مزدوري پيدا کړي نو ځکه يې خپل خاندان په کابل کې پرېښودو او پېښور ته راغلو، په پېښور کې موسم ښۀ دى او مزدوري هم ملاوېږي.

پېښور ښار هغه لرغونى ښار دى چرته چې د زرګونو کالو راسې د منځنۍ اسيا د سوداګرو درنې درنې قافلې راغلي دي، او دلته يې پړاؤ کړى دى، په دغه قافلو کې د هر رنګ، نسل او مذهب خلک شامل وو، د دوى تر مينځ سلوک به دومره ښۀ ؤ چې يو بل ته به يې اوږدې اوږدې قصې اورولې، قصې هغه چاته اورولى شي څوک چې زړۀ ته نزدې وي، نن کۀ په دې ټوله سيمه خصوصاً افغانستان کې کۀ يو طرف ته د غربت دا حال دى چې په کابل کې د غريبو خلکو ژوند ډېر مشکل شويدى نو بل خوا د جهالت په وجه د خلکو تر مينځ دومره تفاوت موجود دى چې د مسلکي ژبې او د پوست رنګ ته اهميت ورکولى شي دا ډېر د افسوس مقام دى چې نن د نړۍ هغه قامونه چې لکه د وحشيانو ژوند به يې تيرولو، مغرب شوي دي مګر مونږ هغه اعلى روايات هېر کړي دي چې نن يې په نړيوال تاريخ او ادب کې په ډېرو ښو الفاظ سره ذکر کېږي، بايد چې مونږ هغه کاروانونه راياد کړو چې يو بل ته به يې د پېښور په قصه خوانۍ نومې ځاى کې د منځنۍ اسيا د لر او بر خوږې قصې اورولې چې زړونو ته به يې ټکور او ذهن ته د رور ګلوي او بشري اخوت سرور وربخښلو، دا د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لويه ذمه واري ده چې د لويو طاقتونو تر مينځ د اوږد جنګ په نتيجه کې د خپل خپلي اولس د ذهنونو څخه د نفرت پټۍ لرې کړي، په دې غريب اولس چې لويو قوتونو کوم ذهني، روحاني او جسماني ظلمونه کړي هغه د چا نه پټ نۀ دي او بيا لويې ظلم دادى چې د يو بل سره يې جنګولي دي، نن عوامو ته د روادارۍ، برداشت، اخوت او يو بل سره د مرستې تعليم ته ضرورت دى، په دې کې هيڅ شک نشته چې د سويلي او منځنۍ اسيا خلک تر ډېر حده پورې د يو مشترکه تهذيب سره تعلق لري، دوى د يو بل ګاونډيان او خواخوږي دي، هم د دوى په يو والي کې شريکې ګټې پرتي دي کۀ يو خوا د دوى اتفاق او رور ګلوي دوي د بهرني يرغلګرو څخه محفوظ ساتلى شي نو بل خوا دوى د منطقې دننه هم تجارت او پيداوار ته وده ورکولى شي او د خپلې منډۍ خاوندان کېدى شي، نن کۀ د يورپ ټول هېوادونه د يو بل سره د يو کور يو نغري خبره کوي نو مونږ څۀ رنګ يو بل نۀ شو برداشت کولى، نن د عوامو په زړونو کې د يو بل د بقا لپاره يو ډېر ژور او قومي خواهش رابرسره کول غواړي، دغه لويه ارزو چې د لويې خراسان چې مونږ ورته نن برصغير يا اشيائى کوچک وايو خلک به کله تر يو بل ځار شي او تر څو پورې به اغيار زمونږ د جهالت څخه خپلې ګټې اخلي، هم نن وخت دى چې د ژبې، نسل او پوست رنګ ته اهميت ورنۀ کړو او د اميت د شريک جوهر (The essence of humanity) او اعلى مرتبې په لور لټون پېل کړو.