رحمت
زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.
ټوکې
طمانچه
علي: پرون ماته يو سړي چاقو راوويستو او زه يې لوټ کړم. اسلم: خو ستا سره خو هر وخت طمانچه وي کنه؟ علي: شکر دی، ما هغه پټه کړې وه، ګنې نو هغه به يې هم رانه وړې وه.
خط
يو ډاکيه د باران په وخت کې د يو کور ور وټکوو. يوې ښځې ور بېرته کړو نو ډاکيه ورته خط ورکولو سره اويل: ترورۍ! د باران له لاسه خط لوند شوی دی. ښځې اويل: بچيه! هيڅ خبره نده، بل کوم خط راکړه.
د قلف چابي
قاضي: (غل ته) تا د دوکان قلف ولې مات کړو؟ غل: صيب! مجبوري وه، ولې چې زما سره د قلف چابي نه وه.
د اور ګاډي ګروپونه
علي: (عمر ته) يو کار دی، د مېاشتې معاش دېرش زره روپۍ دی، کوې يې؟ کار ګران نه دی. عمر: څه کار دی؟ علي: د اور ګاډي ګروپونه خراب شوي دي، تا به بس ګروپونه اخيستي وي او د اور ګاډي نه به مخکې مخکې منډې وهې.
ټيسټ
د يو سړي مور ډېره ناروغه شوه، هغې هغه ډاکټر ته بوتله، ډاکټر ورته اويل چې د دې به ټيسټ کيږي. هغه سړي ورته اويل: دا ډېره ضعيفه ده، تاسو ټيسټ نه، ټوينټي ټوينټي يا ون ډی پرې وکړئ.
زه څه څښم
يو کوچنی ماشوم په شودو کې ډبل ډوډۍ ښکته کولو سره په ژړا شو. مور ترې پوښتنه وکړه: څه وشو؟. ماشوم اويل: مورې! ډبل ډوډۍ ټول شوده وڅښل اوس به زه څه څښم؟.
قبرونه
ناروغ: (ډاکټر ته) ډاکټر صاحب! زما معاينات هسې (بغېر پيسو) وکړه، د وخت پر راتګ باندې به زه ستا کار هم هسې وکړم. ډاکټر: ته څه کار کی. ناروغ: زه قبرونه کنم.
هغه يې له کومه اوري
استاد: (له شاګرد څخه) چې څوک اوريدی نشي هغې ته څه وئ. شاګرد: چې څه مو مرضي يې هغه ورته اووايۍ، هغه يې له کومه اوري.
بزه ښه ځناور دی
د دوه کسانو پر مېانځ کې بحث روان و، يو ويل چې بزه ښه ځناور دی او بل ويل چې غوا ښه ځناور دی. اخر کې يې دا فيصله وکړه چې له درېم ګړي څخه به پوښتنه وکړو. هغو خواته روان کس ودراوه او ټوله کيسه يې ورته وکړه. هغې د ډېرو چورتونو نه پس اويل: زما خيال دی چې بزه ښه ځناور دی ولې چې غوا يو ځل زه وهلی وم.
پي سي او
يو سړي د يو لاروي نه پوښتنه وکړه: وروره! پي سي او چرته ده؟ لاروي ورته د لاس په اشاره وښوده چې هلته ده. هغه سړی پي سي او ته لاړی، له جېب څخه يې مبايل راويستو، زنګ يې اووهو او واپس راووتو. لاروی: ته پي سي او ته لاړې او د مبايل نه دې ولې زنګ اووهو. زما ملګري ماته ويلي و چې د پي سي او نه زنګ وهه نو پيسې به درباندې لږې راځي. هغې ځواب ورکړ.
سيګرټ
يو افيمي: (بل ته) په جنت کې به سيګرټ ملاويږي. دوېم: سيګرټ به ملايږي خو د هغې لګولو لپاره به دوزخ ته ځو.
برق ځي
منصور: (مبين ته) نن سبا قسمت په ما ډېر مهربان دی. مبين: هغه څنګه؟ منصور: زما پلار چې کله هم ماته د لوستلو لپاره وۍ، برق ځي.