رحمت

Profile Photo

زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.

ټوکې


شهزاده

((رحمت دیوان)) د وره په ټکولو باندې د کور مالک وپوښتل: "څوک يې؟" "جي زه شهزاده يم" ځواب راغی. "د چا زوی يې؟" "جي! د باچا" "د نيکه نوم؟ " "شهنشاه" "څه خبره ده؟ " "د خدای په نوم څه راکړه"

23.07.2010 رحمت دیوان

بسکټ

((رحمت دیوان)) مور: "که لاسونه ومينځې نو يو بسکټ به درکړم او کو مخ ورسره ومينځې نو دوه به درکړم" زوي: "مورې! ټول ډبی ماله راکړه، زه لامبم"

23.07.2010 رحمت دیوان

رشوت

((رحمت دیوان)) يو کس: "دا واخله پنځوس روپۍ او زمونږ سړی پرېږده" پوليس: "زه دومره لږ رشوت ورکولو او اخيستلو والا ته لعنت ورکوم"

23.07.2010 رحمت دیوان

ټکټ

((رحمت دیوان)) يو مسافر په اورګاډي کې سفر کوو چې د ټکټ کتلو والا راغی، هغه ورته وويل: "ټکټ وښايه" مسافر ترې وپوښتل: "صيب! ستاسو دلته د کار څو کاله اوشو؟ " ټکټ کتلو والا ورته وويل: "يوولس کاله" مسافر ورته وويل: "څومره د افسوس خبره ده، ستا د کار دلته يوولس کاله شوي دي، او تا اوسه پورې ټکټ نه دی ليدلی"

23.07.2010 رحمت دیوان

پيسې خو ما د بوډاتوب لپاره ايښې دي

((رحمت دیوان)) غل د يو کنجوس سړي په سر باندې طمانچه کېښوسته ورته يې وويل: "مړ دې کړم، کو پيسې راکی؟" کنجوس ورته وويل: "مړ مې کړه، پيسې خو ما د خپل بوډاتوب لپاره ايښي دي"

23.07.2010 رحمت دیوان

سپېړه

((رحمت دیوان)) دوه کسان د قاضي مخې راغلل. اولنی کس: "دې ماله دوېمه، څلورمه او شپږمه سپېړه راکړې ده" قاضي: (په حېرانۍ سره) "اولنۍ، درېمه او پنځمه چرته لاړه؟ " اولنی کس: "هغه مې دې له ورکړې وه"

23.07.2010 رحمت دیوان

قسم

((رحمت دیوان)) فقير: (قاضي ته) "قاضي صيب! وږی يم، څه راباندې اوخره" قاضي: "دا د قاضي کور دی، قسم اوخره او زه"

23.07.2010 رحمت دیوان

روژه

((رحمت دیوان)) يو سړي د مولا صيب څخه وپوښتل: "مولا صيب! کومه داسې طريقه راته اوښايه چې زه خورم، څښم هم او زما روژه هم ماته نشي" مولا صيب ورته وويل: "دا خو څه ګرانه خبره نده، کوم غټ پټ سړی اوګوره، د هغې نه وهل خوره او غصه څښه، داسې به ستا روژه هم نه ماتيږي"

23.07.2010 رحمت دیوان

غاښونه

((رحمت دیوان)) ناروغ: (ډاکټر ته) "ډاکټر صيب! زه ټوله شپه د يخنۍ له لاسه رپېدم" ډاکټر: "د يخنۍ نه دې غاښونه هم رپېدل؟ " ناروغ: "د دې خو ماته پته نشته، ځکه چې هغه په ميز باندې پراته و"

23.07.2010 رحمت دیوان

وهل

((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) "په دنيا کې د ټولو نه زيات کوم شای خوړل کيږي؟ " شاګرد: "استاد! ستاسو وهل"

23.07.2010 رحمت دیوان

شوق

((رحمت دیوان)) استاد: (د شاګرد پلار ته) "ستاسو زوی ته د زده کړې شوق بلکل نشته" پلار: "استاد! دا خبره غلطه ده، کو زما زوی ته د زده کړې شوق نه وی نو هغه به په هر صنف کې درې درې کاله ولې لګول؟ "

23.07.2010 رحمت دیوان

ټلۍ

((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) "ته ولې ژاړې؟" شاګرد: "استاد! د مکتب ټلۍ ماته شوې ده" استاد: "نو په دې کې د ژړا څه خبره ده؟ " شاګرد: "اوس به مونږ ته رخصتي څنګ ملاويږي؟ "

23.07.2010 رحمت دیوان

موقع

((رحمت دیوان)) يو کس له ډېر وخت نه په دوکان کې ناست و، دوکاندار ترې پوښتنه وکړه چې څه دې پکار دي؟ "موقع" هغه ځواب ورکړ.

23.07.2010 رحمت دیوان

پيټرول

((رحمت دیوان)) ډرايور: (مالک ته) "جناب! پيټرول ختم شو، ګاډی مخکې نشي تلای". مالک: (په سنجيدګۍ سره) "زه بيا يې شاته بوزه".

23.07.2010 رحمت دیوان

د ځان په بیه

((رحمت دیوان)) دوه کسان په اديره کې ناست و خبرې يې کولې. يو ويل: "دا خلک څومره بېغمه په قبرونو کې څملاستلي دي". د واره يو مړی له قبر څخه راووت او وې ويل: "ولې به نه څملو؟ د خپل ځان په بيه باندې مو دا ځآی اخيستی دی".

23.07.2010 رحمت دیوان

مقاله

((رحمت دیوان)) يو اديب: (بل اديب ته) "د دې ملک خو بس خدای ساتوونکی دی". دوېم اديب: "ولې څه وشو؟ ". اولنی: "د خدای عضب دی، د ليکنو پټولو په اړه باندې ما يوه مقاله ليکلې وه، هماغه مقاله يو کس پټه کړه او بله مجله کې يې پخپل نوم باندې چاپ کړه"

23.07.2010 رحمت دیوان

مسکال

((رحمت دیوان)) مالکه: (نوې نوکرې ته) " دا ستا کوټه ده، ستا هره ورځ اولنی کار دادی چې ته به ما سهار پنځه بجې پاڅی". نوکره: "صيي ده بيګم صاحبه! خو بس يو خواست درته کوم چې پنځه دقيقې مخکې ماته يو مسکال راکوه".

23.07.2010 رحمت دیوان

ځان وژنه

((رحمت دیوان)) يو ځلې يو ليوني په خپله ښپه پسې پړی تړو. يو کس ترې پوښتنه وکړه: "څه کی؟" "ځان وژنه کوم" ليوني ځواب ورکړ. هغه کس ورته وويل: "د ځان وژنې لپاره خو په مرۍ پسې پړی تړي" ليوني ورته وويل: "اول مې په مرۍ پسې تړلی و خو ساه مې بندېده"

23.07.2010 رحمت دیوان

"هغه مړه شوې ده"

((رحمت دیوان)) "ښه نو ستا سره اوس ستا ښځه بلکل جنګ نه کوي؟ " "او، هغه ما سره اوس بلکل جنګ نه کوي". "لکن دا څنګ کيدی شي؟ " "هغه مړه شوې ده".

23.07.2010 رحمت دیوان

کورنۍ هګۍ

((رحمت دیوان)) په اورګاډي کې ناستې يوې بوډۍ ښځې د اورګاډي د روانېدو نه مخکې د اورګاډي د ګارډ نه پوښتنه وکړه: بچيه! دا اورګاډی خو به د بل اورګاډي سره جنګيږي نه؟ د اورګاډي ګارډ ځواب ورکړو: ترورې الله دې داسې نه کوي، په سفر د روانېدو نه مخکې داسې خبرې کول ښې نه دي. بوډۍ ښځې ځواب ورکړو: بچيه! دراصل ما سره د کورنيو چرګو هګۍ دي، ما چورت واهه چې داسې نه که اورګاډي وجنګېږي نو چې هغه ماتې نشي.

23.07.2010 رحمت دیوان

روپۍ

((رحمت دیوان)) يو کنجوس په لاس کې يوه روپۍ نيولې وه روان و، لږ ساعت پس چې هغه لاس خلاص کړو نو په لاس کې يې خوله راغلې وه. کنجوس وويل: مه ژاړه زما ښايسته روپۍ، زه به تا کله هم مصرف نکړم.

23.07.2010 رحمت دیوان

مورنۍ ژبه

((رحمت دیوان)) استاد: (شاګرد ته) ستا مورنۍ ژبه کومه ده؟ شاګرد: استاد! يوه هم نه. استاد: (په حيرانتيا) هغه څنګه؟ شاګرد: استاد! زما مور ګونګه ده.

23.07.2010 رحمت دیوان

ړوند فقیر

د سړک په غاړه باندې يو ړوند فقير ناست و خېر يې غوښتو. يو سړی په دې ځای باندې روان و نو هغه ورپسې غږ کړل، ای د خولۍ والا ځوانه! لږ دلته هم اوګوره، دې ړوند فقير له هم څه ورکړه.

23.07.2010 رحمت دیوان

عطر

((رحمت دیوان)) يوه جلۍ: (بلې ته) له ګلانو څخه خوشبو ولې راځي؟ دوېمه جلۍ: ځکه چې په دې باندې قدرتي عطر لګېدلي دي.

23.07.2010 رحمت دیوان

لامبلی

((رحمت دیوان)) يو ماشوم: (بل ته) مونږ صرف په اوبو کې لامبلی شو، کنه؟ دوېم ماشوم: نه! مونږ په باران کې هم لامبلی شو.

23.07.2010 رحمت دیوان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more