پېمانه پېمانه

Profile Photo

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:

۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم

کیسې


خلاصې دروازې

خلاصې دروازې یوسړی د خدای په درګا کې راز او نیاز کاوه او ویل يې: - ای خدایه! ای کریمه! خپل دروازې زما پرمخ پرانیزه! رابعه د هغه خبرې واورېدې او سړي ته يې وویلې: - ای غافله٬ دغه دروازه کله تړلې ده؟   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۸-۰۲-۲۰۱۰

28.02.2010 پېمانه

سینا او ماشوم

سینا او ماشوم یوه ورځ ابوعلي سینا د پښ له دوکانه تېرېده. یو ماشوم يې تر سترګو شو. ماشوم له پښ نه لږ څه سکروټې غوښتې. پښ ورته وویل: - ولاړ شه او یو لوښی راوړه! بیا به درته په هغې لوښي کې سکروټې درکړم. ماشوم له ځانه سره لوښی نه لاره. ځمکې ته ښکته شو او یو موټی خاوره يې له ځمکې نه راپورته کړه. او پښ ته يې وویل: - سکروټې راته د لاس په ورغوي کې واچوه! ابن سینا د ماشوم

28.02.2010 پېمانه

انسان ژغورنه: شیرین اغا جهانګیر

انسان ژغورنه رابرټ ډاوینسن، د ګلف د لوبې مشهور اتل لوبغاړی، یو وخت په دې وتوانېد چې د یوې لوبې په پایله کې ډېرې پیسې لاس ته راوړي. د مراسمو په پای کې یوه ښځه د هغه لور ته منډې کړې او په ویر او فریاد يې ترې غوښتنه وکړه چې هغې ته یوه اندازه پېسې ورکړي ترڅو هغه وکولای شي چې خپل زوي وژغوري. ښځې وویل چې هغه د خپل زوي د ژغورنې او درملنې لپاره کومه پانګه نلري او که رابرټ ورسره مرسته ونکړي نو هغه به ومري. د ګلف اتل صرفه ونک

26.02.2010 پېمانه

د سرو ګلو ګېډۍ: شیرین اغا حهانګیر

د سرو ګلو ګېډۍ د پاخه عمر، وچ کلک او ناروغه سړی، د سرو ګلو له یوې ګېډۍ سره د ملي بس په منځ کې د چوکې پورې ځان کلک نیولی وو. په چوکی ناسته نجلۍ د سرو ګلو په ګېډۍ خپلې سترګې ګنډلې وې. کله چې ملي بس تم ځای ته ورسېد، سپین ږیری د سرو ګلو ګېډۍ نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وویل: - پوهېږم چې دغه ګلان دې ډېر خوښ شوي دي. خپلې مېرمنې ته به ووایم چې د ګلو ګېډۍ مې تاته درکړه. ګمان کوم چې خوشحاله به شي. نجلۍ د ګلو ګېډۍ واخسته او سپی

26.02.2010 پېمانه

صدقه

صدقه سپین ږیری ستړی ستومانه د صدقې د بکس خواته ودرېده. د زړو جامو له شليدلي جب نه يې یوه سکه راوویسته. بکس ته د سکې د اچولو پرمهال په بکس باندې په لیکل شوې جملې يې سترګې پرېوتې* صدقه عمر زیاتوي*، بېرته يې خپله سکه جب ته کړه او روان شو. ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۶-۰۲-۲۰۱۰

26.02.2010 پېمانه

شمع او پرښته

شمع او پرښته یو سړی چې خپله مېرمنه یې له لاسه ورکړې وه، د خپلې درې کلنې لور ډېره پاملرنه به يې کوله. لور يې په ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوه. پلار يې هر څه وکړه ترڅو لور يې بېرته ښه شي، خپل ټول شته يې ولږاوه ترڅو دخپلې لور روغتیا بېرته لاس ته راوړي، مګر ناروغي يې د لور ساه واخسته او هغه هم مړه شوه. سړي د خپل کور دروازه بنده کړه او ځانله شو. د هیچا سره يې خبرې نه کولې او کار ته نه تله. ملګرو او خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه چ

26.02.2010 پېمانه

چرچیل او ټکسي چلوونکی

  چرچیل او ټکسي چلوونکی چرچیل (د برطانيي پخوانی لومړی وزیر)، یوه ورځ په ټکسي کې ناست وو او د بي بي سي دفتر ته د یوې مرکې لپاره روان وو. کله چې هلته ورسېد، د تکسي چلوونکي ته يې وویل: - ښاغلیه! مهرباني وکړئ! نیم ساعت تم شئ ترڅو زه بېرته راشم. چلوونکي وویل: - نه ښاغلیه٬ زه غواړم چې زر تر زره کور ته لاړ شم او د چرچیل مرکه له راډیو نه واورم.

26.02.2010 پېمانه

زړهْ مینه

زړهْ مینه سپین ږیری سهر وختي له کوره ووت. په لاره کې موټر وواهه او ټپي شو. لارویانو په ډېرې چټکۍ سره هغه پورته کړه او نږدې روغتون ته يې بوتله. په لومړي سر کې ډاکترانو د هغه ټپونه پانسمان کړه او بیا يې ورته وویل: - باید چې ستا د بدن عکسونه وباسو تر څو باوري شو چې د بدن هډوکي دې نه دي مات شوي. سپین ږیری غمجن شو او ويې ویل: - زه باید زر لاړ شم. عکسونو ته ضرورت نشته.

26.02.2010 پېمانه

سړی او نړۍ

سړی او نړۍ   پلار يې ورځپاڼه لوسته. مګر کوچنی زوی يې ورته مزاحمت کاوه. حوصله يې ختمه شوه. د ورځپاڼې همغه پاڼه يې چې د نړې نقشه په کې وه، پرې کړه او ټوټې ټوټې یې کړه. خپل زوي ته يې ورکړه او ورته يې وویل: راشه زویه! درسره کار لرم. د نړۍ یوه نقشه درکوم. ويې ګوره! کولای شئ چې همغسې يې جوړه کړئ چې څنګه وه؟ پلار يې بېرته په خپل کار بوخت شو. پوهېده چې زوی به يې څو ساعته په دغه کار لګیا

26.02.2010 پېمانه

وفا

وفا یوه نجلۍ ددغې بې وفا نړۍ پرمخ اوسېده، دغه نجلۍ په دواړو سترګو ړنده وه. دغه نجلۍ په یو هلک مینه وه. نجلۍ به تل ویل چې که سترګې ېې وای، نو تل به دهغه سره پاتې کېدای. یوه ورځ، یو کس پېداشو چې دغې نجلۍ ته خپلې سترګې ورکړي. کله چې نجلې بینا شوه او ويي لیده چې هغه هلک چې دې ورسره مینه کوي، ړوند دی. هلک ته يې وویل چې نور درسره مینه نکوم. ځه لاړ شه! هلک په ډېرې ناراختۍ سره مسکی شو، لاړ او ورته يې وویل: - زما په سترګو پام سا

26.02.2010 پېمانه

پوښتنه

پوښتنه پوښتنه يې رانه وکړه: - د چا لپاره ژوندی يې؟ زړه مې غوښته چې له زړه نه چغې ووهم او ووایم چې: - ستا لپاره ورته مې وویل: - د هیجا لپاره پوښتنه يې وکړه: - د څه لپاره ژوندی يې؟ زړه مې چغې وهلې چې ووایم: - ستا په خاطر په ډېرې خواشینۍ مې ورته وویل: - د هیڅ څیز په خاطر

25.02.2010 پېمانه

سلام

سلام نه پوهېږم چې زمونږ سلام علیک له کومه ځایه پېل شوی وو. هر کله چې به سره مخامخ کېدو، په ډېر شوق سره مو یو بل ته سلام کاوه. هغه هم مسکی کېده او سلام به يې راته کاوه. نه پوهېدم نوم يې څه وو. کېدای شي هغې ته به هم زما نامه نه ورته. داسې نه وه شوې چې له سلام او د زړه خوالې نه پرته به سره ډېر غږېدلي وو. لږ لږ مې عادت شوی وو، که مې سلام ورته نه کاوه نو داسې به مې انګېرله چې ګوندي هغې ته مې توهین کړی وي. داسې نه وه شوې چې هغې ته مې سلام نه وي کړی. یوه ورځ، ناګهانه، کله چې له سړکه تېر شوم، مخې ته

10.02.2010 پېمانه

په بڼ کې

په بڼ کې تینا په بڼ کې ولاړه وه او ټام يې ولیده چې د هغې خواته منډې وهي. - تینا! ګل مې! مینه مې! تینا وویل: - ای زما ټامه! ټام وویل: - تینا! ګل مې! تینا بیا وویل: - ټامه! زه هم درسره مینه کوم. ټام هغې ته ورسېد. د هغې مخ ته په ګونډو شو او هغه يې په ډېر زور سره ایسته ټېله کړه.

09.02.2010 پېمانه

عمر

عمر د خلکو په منځ کې يې ځانته لاره جوړه کړه. ور دننه شو او ځان يې قبر ته ورساوه. د قبر شناختې ته ښکته شو او له ځانه سره يې پټ پټ ولوسته: * مریم مریمي، د زېږېدو نېټه: ۱۳۶۲-۳-۲۱*. نور يې ونه لوسته. پورته شو. بیا يې د خلکو په منځ کې ځانته لاره وکړه. کله چې لرې ولاړ، نور يې ونشو کولای چې ونه ژاړي. په ژړا شو او ويې ویل:  * لعنتي، تل به يې رانه خپل عمر پټوه*. لیکوال: علي به پژوه

09.02.2010 پېمانه

خدای پاماني

خدای پاماني مننه کوم: - له خپلې موره چې د وریجو د درنو بوجیو په پورته کولو سره يې هڅه وکړه چې زه دې نړۍ ته پښه کښېنږدم. - له خپله پلاره چې د ما او زما د مور په یواځې پرېښودولو سره يې وغوښتل چې مونږ د لوږې په وسیله ددې لعنتي نړۍ له شره خلاص کړي. - او له ژونده چې د خپلو هغو ټولو خرابیو سره سره، اوس چې ددې بام په بلې ولاړ یم، غواړي راته وښايې چې څنګه يې شر له خپل سر نه کم کړم. لیکوال: زینب صابر پو

09.02.2010 پېمانه

نیکه او لمسی: لنډه کیسه

نیکه او لمسی نیکه ډېر سپین ګیری شوی وو. پښې يې د ګرځېدو توان نه لاره. سترګو يې خپل دید له لاسه ورکړي وو. غوږونه يې څه نه آورېدل، حتی د خوراک لپاره يې غاښونه هم نه لاره. زوې او اینګور يې پرېکړه وکړه چې نور به هغه په دسترخوان نه کښېنوي، بلکه د بخارۍ ترڅنګ به هغه ته خواړه ورکړي. یوه ورځ يې هغه ته په ښیښه يي کاسه کې خواړه واچاوه او ورته يې یوړه. بوډا کاسه ځانته راوکاږه؛ مګر له لاسه يې پرېوته او ماته شوه. اینګور يې غصه شوه او ويې ویل چ

09.02.2010 پېمانه

مینه

مینه زه لس کلن یم. زمونږ د ګاونډي لور هم لس کلنه ده. ګمان کوم چې لس کاله وروسته، کلن چې شل کلن شوم، په هغې به مین شم. زه شل کلن یم. زمونږ د ګاونډي لور هم شل کلنه ده. ګمان کوم چې لس کاله وړاندې، کله چې لس کلن وم، په هغې مین شوی وم. لیکوال: سعید میر سعیدي ژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۰۹-۰۲-۲۰۱۰ رباط سنګي هرات

09.02.2010 پېمانه

هلته چې روغتون نشته: لنډه کیسه

هلته چې روغتون نشته ( دا یوه رښتیني کیسه ده چې ۲۰۱۰ کال د فیبرورۍ د میاشتې په ۸ نیټه، د هرات ولایت د رباط سنګي په یوې کلي کې پېښه شوه او زه ( لیکوال) په خپله ددې پېښې شاهد وم) له سهر راهیسې باران ورېده. ویالې او کوڅې له اوبو ډکې وې. ناوې ډکې ډکې را روانې وې. په کلي کې چپه چوپتیا وه. د بخاریو لوږي له کورونو نه راپورته کېدې. خلک ټول په خپلو خپلو کورونو کې ناست ول. مونږ لا په دې انتظار ک

09.02.2010 پېمانه

آزادي: لنډه کیسه

آزادي سهر وختي د خپلې بسترې ترڅنګ د پیشو دغږ سره پورته شوم. ماته رانږدې کېده او په حېرانتیا سره يې په خپل دې کار کې سخت اصرار کاوه. موضوع زه حېرانه کړم. د هغې غم زه هم غمجن کړلم. کېدای شي وږې به وي. پورته شوم او خواړه مې ورته راوړه. یوه شېبه د خوړو شاوخواته تاوه شوه، مګر د خوړو له څنګه لرې شوه او پام يې ورته ونکړه. له ځانه سره مې وویل چې کېدای شي تږې به وي. د اوبو د لوښي څنګ ته مې بوتله. مګر اوبو ته يې هم پاملرنه ونکړه. ماته يې کاته.

09.02.2010 پېمانه

یوه لنډه خیالي کیسه

یوه لنډه خیالي کیسه زما پلار غوښتل چې زوي ېې باید د هغه په شان مسکین نه وي. زه اوس غټ شوی یم، مګر هغه نشته چې ما وویني. زه ټوله ورځ د یوې ډوډۍ پسې ګرځم چې خپله وږې مور پرې مړه کړم. کله کله د کوڅې ماشومان مې وهي او کله کله نور سوالګر ماشومان رانه زما ډوډۍ اخلي. کله چې ځم چې د خپل کلي له باغه د سوند لرګي راټول کړم، تل په دې ډار کې یم چې په کوم ځمکني ماین باندې به پښه کښېنږدم. اوس مې مشر ورور په یوې پښې ګوډ دی، ځکه چې هغه زما په شان بخ

31.01.2010 پېمانه

له شاهې ماڼۍ نه تر زندانه : د جدي د شپږمې یوه په زړه پورې کیسه

له شاهي ماڼۍ نه تر زندانه د جدي د شپږمې یوه په زړه پورې کیسه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د پخواني شوروي اتحاد ځانګړي فوځونه د تاج بېک په ماڼۍ حمله وکړه، د خلق د دموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان جمهور رئیس حفیظ الله امین يې وواژه. د هغه دوه زامن او ځني نور خپلوان هم په دغه پېښه کې ووژل شول.  په هغه ورځ حفیظ الله امین د کابینې ځني غړي د غرمې ډوډۍ ته رابللي وو. نجیبه فیضي،

24.01.2010 پېمانه

غقاب

عقاب یو چا د عقاب هګۍ پېداکړه او هغه يې د چرګې په کوډنۍ کې کیښوده. عقاب د چرګوړو سره یوځای له هګۍ نه راووت. له چرګوړو سره یو ځای لوی شو. عقاب په خپل ټول ژوند کې همغه کارونه وکړل چې چړګان يې کوي. د حشراتو او چنجیانو لپاره به يې په ځمکه باندې خپله مښوکه خښوله او قد قد به يې کاوه. کله کله به يې لږ لږ پروازونه هم کاوه. کلونه تېر شول او عقاب ډېر زوړ شو. یوه ورځ يې د خپل سر د پاسه یو ستر مرغه ولیده چې د

23.01.2010 پېمانه

نیستي

نیستي یوه ورځ یو شتمن سړي خپل زوی یوې کلي ته بوتلو ترڅو هغه ته وښايي هغه خلک چې په دې کلي ژوند کاوي، څومره نېستمند دي. هغوي شپه د یو کلیول په کور کې تېره کړه. د سفر په پای کې، کله چې بېرته کورته راتلل، سړي له خپل زوی نه وپوښتل: - زمونږ د مسافرۍ په اړه دې څه نظر دی؟ - ډېر ښه وو. - آیا د هغوي ژوند ته دې پام وکړه؟ - ګمان کوم. - دد

23.01.2010 پېمانه

ملګری

ملګری دوه لیوان د کوچنیوالي نه یو د بل ملګري ول. هر چېرته به يې چې ښکار وکړل نو په ګډه سره به يې خوړل او په یوه سوري کې ېې سره ژوند کاوه. یو کال ډېر بد ژمی راغی او دومره واوره پر ځمکه پرېوته چې دواړه لیوان وږي پاتې شول. څو ورځې د واورې د اودرېدو په هیله په خپل سوري کې بند پاتې شول، او ټول پاتې شونې يې سره وخوړل. په دې هیله ول چې واوره ودرېږي او ښکار ته لاړ شي. مګر واوره ونه درېده او دوي ناچاره شول چې دښتې ته ووځي. م

23.01.2010 پېمانه

د خدای لیدنه

ما خدای ولیده! یو هلک غوښته چې له خدای سره ملاقات وکړي. هغه فکر کاوه چې خدای چېرته لرې ژوند کوي نو ځکه يې د یو اوږد سفر تیاری ونیوه. خپل بار يې وتاړه او په سفر ووته. په لاره کې د هلک ملاقات له یوې بوډۍ سره وشو. بوډۍ په ورشو کې ناسته وه او کونترو ته ېې کتله. هلک د هغې څنګ ته کښېناست او خپل بار يې پرانیسته. له بار نه يې اوبه وویسته او غوښتل يې چې هغه وڅکي. بوډۍ ته يې پام شو، ګوري چې بوډۍ دده په تماشه ده او ورته ځیر ځیرګوري. ا

23.01.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more