پېمانه پېمانه

Profile Photo

راځئ چې جهانګیر در وپېژنم: ( بختیار تلاش(
شېرین اغا جهانګیر د ولاجان زوی، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍاوسیدونکی دی.
جهانګیر له نن نه پوره ۲۷ کاله وړاندې، په ۱۳۶۶ لمریز لېږدیز کال کې د کوزې پښتونخوا په ناصرباغ کېمپ کې د هوسونو او حسرتونو دې پراخې نړۍ ته سترګې غړولي دي .
ښاغلی جهانګیر په درې کلنۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د حالاتو له سمښت سره بېرته خپل هېواد ته ستون شو. په ۱۳۷۳ لمریز لېږدیز کال کې د خو شکنبد په منځني ښوونخي کې شامل شو او په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې له میا عمر لېسې نه په ښه درجه فارغ شو او په راتلونکې کال کې یې د کانکور ازموینه ورکړه، چې د ښو نومرو په اخیستلو سره یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې پوهنځي ته لاره پیدا کړه؛ خو لا یې ددغه پوهنځي خواږه نه وو څکلي ، چې د وخت غربت ورته پر مخ د پوهنځي دروازې بندې کړې، تر درې کاله یې د دغه پوهنځي دروازه هم ونه لیده؛ خو وايي چې بېلتون پسې وصال وي، په ښاغلي جهانګیر هم همدا ، کیسه وشوه، له درې کلن ځنډ وروسته یې خپلې زده کړې بیا پیل کړې، او د ساختماني انجینرۍ په برخه کې يې خپل لیسانس ترسره کړ. اوس مهال په همدې برخه کې په ماسترۍ بوخت دی.
د ژورنالېزم په برخه کې یې له مختلفو ادارو نه بېلابېل ورکشاپونه اخیستې دي. نومړی په حتیځه سیمه کې د صفا راډیو د خبریال، ویاند او د خپرونو د مدیر په توګه دندې ترسره کړي دي.
له کوچنیوالي نه یې له شعر او ادب سره مینه وه، همدا سبب و، چې خپل ذوق او مینه دې ته وهڅاوه، چې په پنځم ټولګي کې یې مقاله ولیکله او په ښوونځي کې يې د لین په سر د زده کوونکیو په وړاندې ولوسته، په همدې مهال یې د شعر نیلۍ هم غځولي دي.
ښاغلی شېرین اغا جهانګیر د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ ژباړه هم کوي، چې اوسمهال په ټولنه کې د لیکوال، ژباړن او شاعر په حیث پېژندل شوی نوم دی.
تر پنځوسو (۱۵۰) زیاتې لنډې کیسې یې لیکلي، تر دووسوو ( ۲۰۰ ) پورې شعرونه لري او د پنځوسوو (۵۰۰ ) په شاوخوا ژباړل شوې کیسې لري.
واده یې کړی ، درې نارینه اولادونه او یوه ( حوا ) لري.
لاندې دوه ژباړل شوي اثار یې چاپ شوې دي:

۱ - غریبه نجلۍ – نړېوالې لنډې کیسې ـ ( ژباړه )
۲ نوې ژوند( د ژوند اداب - ( ژباړه
۳ ګودر پښتو انګلیسي ګرامرـ تالیف او ترجم

کیسې


راګرځېدل

راګرځېدل ويې ویل:" نور نو هیڅکله بېرته نه راځم..." خپله لاره يې ونیوله او لاړ... تر هغه لاړ چې وسه يې کېده... مګر هغه خبر نه وو چې د ځمکې کره ګرده ده. لیکوال: امیر عباس انصاريژباړن: شیرین اغا جهانګیر ۲۹ اسد ۱۳۸۹ ۲۰ اګست ۲۰۱۰ د صفا راډیو اداره، جلال آباد    

20.08.2010 پېمانه

اخلاص: شیرین اغا جهانګر

اخلاص   یو ترکاڼ ډېر زیات سپین ږیری شوی وو. غوښتل يې چې نور نو خپله دنده پرېږدي. خپل مالک ته يې وویل چې نور نه غواړم کورونه جوړ کړم. غواړم ددغه ژوند نه ځان یوې غاړې ته کړم او د خپلې مېرمنې سره په آرامه ژوند وکړم. مالک يې چې کله پوه شو چې د هغه تر ټولو ښه کاریګر خپله دنده پرېږدي، خپه شو. له خپل ترکاڼ څخه يې غوښتنه وکړه چې د وروستي کار په توګه یواځې یو وروستی کور جوړ کړي. سپین ږیري ترکاڼ ورسره ومنله،  مګر ښکارېده چې نور ي

20.08.2010 پېمانه

ته خداي يې؟

ته خدای يې؟ د کریسمیس ورځ وو. نری باد د ژمې سوړ ماذیګری لا پسې سوړ کړی وو. یو شپږ کلن ماشوم چې پښې ابلې وې او شلیدلي زړې جامې يې په تن وې، د بوټانو د یوې مغازې مخې ته ولاړ وو او خپل لاسونه يې په خپلو تخرګونو کې کلک نیولي وو. یوه ځوانه ښځه د مغازې له مخې تېرېده. په دې وخت کې د ښځې سترګې په ماشوم پرېوتې او سمدلاسه  د ماشوم په معصومو سترګو کې ورته یوه نړې هیلې ورښکاره شوې. د ماشوم پر سر يې لاس وښکه، له لاسه يې ونیو، مغازې ته يې دننه بوتلو.

20.08.2010 پېمانه

مینه: لنډه کیسه

مینه یوه ښځه او د هغې زلمې خاوند په موټر سایکل سپاره وه او د نیمې شپې په تیاره غېږه کې په یوه پراخ سړک باندې په داسې حال کې روان ول چې د باران څاڅکي هم ورېده. هغوي د زړه له تله له یوبل سره مینه کوله. مېرمنې يې د خپل خاوند غوږ ته خوله نږدې کړه او ورته يې وویل: - کرار لاړ شه! زه ډېره زیاته ډارېږم. - نه نه! همداسې ښه ده. - هېله کوم. زه ډېره زیاته ډارېږمه. - ښه، مګر اول باید ووايئ چې لماسره مینه کو

20.08.2010 پېمانه

د هیلو شمع

د هیلو شمع څلور شمعې په یوه توره تیاره خونه کې قرار قرار سوځېدل. په آرامه چاپیریال کې د ددغو څلورو شمعو د خبرو ټیټ غږ اورېدل  کېده. لومړۍ شمعه:" زه سوله او آرامي  یم. مګر هیڅوک نشي کولای چې زما رڼا ژوندۍ وساتي. زه باور لرم چې زه به ډېر زر مړه شم" شېبه وروسته د سولې او آرامۍ شمع مړه شوه. دوهمه شمعه: " زه ایمان یم. ډېر انسانان راته نور په ژوند کې اړتیا نلري. پس کوم دلیل زما د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره نشته"

20.08.2010 پېمانه

ژوند: شیرین اغا جهانګیر

ژوند د پوهنتون د دورې څو ملګري چې بېلابېلې دندې يې لرلې او په خپل ژوند او کار کې بریالي ول، ډېره موده وروسته سره پوهنتون ته لاړل او غوښتل يې چې له خپلو استادانو سره وګوري. هغوي خپل یو استاد سره ناست ول او د معمول سره سم يې ډېری خبرې له ژوند څخه ګلیې وې. د خبرو پر مهال يې استاد هغوي ته قهوه تیاروله. هغه ګرمه قهوه تیاره کړه،  پر مېز يې کېښود او له هغوي څخه يې غوښتنه وکړه چې ځانته قهوه واچوي. د مېز د پاسه ډول ډول ګیلاسونه ایښي ول، پلاستیکي

20.08.2010 پېمانه

وروستۍ هیله: شیرین اغا جهانګیر

وروستۍ هیله   په وروستي ځل مې چې کله هغه سره لیدنه وشوه ، د اګست پنځه لسمه نیټه وه. له اعدام څخه يې یوه شپه وړاندې. اصولا له اعدام څخه وړاندې چاته اجازه نشته چې له هغه چا سره وویني چې اعدام کیږي.

19.08.2010 پېمانه

وینه: لنډه کیسه

      وینه           د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شوه چې د پاسه پرې سور ګروپ روښانه وو . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ په لور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاسیدو او پوښتنه مو وکړه: خېر خو به وي ډاکتر صیب؟ ډاکتر خپل د فشار آله چې تراوسه يې غوږونه ته پرته وه، له غوږونو ایسته کړه، خپلې عینکې يې سمې کړې. لومړی يې زما پلار ته و

19.08.2010 پېمانه

د ټوپک والا انصاف

د ټوپک والا انصاف په سړک کې د ولاړ ټوپک والا او مسافر لانجه ختمه نشوه. پوره پنځه زره افغانۍ يې ترې غوښتې. ځوان ټوپک والا چې اوږدې جامې يې په تن وې، په خپل نسواري رنګه پکول کې يې ګرچاپېره ګلان هم ټومبلي وو. ټوپک يې پر خپلې اوږې سم کړه. سګرټ يې ولږه او د سړک منځ ته راغی. مسافر هم ورپسې راغی. مسافر: ګوره قمندان صيب! عذر درته کوم. والله که دومره ګټه په کې وي. ما ته چې زياتې وګټي، ايله لس زره به

24.05.2010 پېمانه

شپاړلسم نمبر: شیرین اغا جهانګیر

شپاړلسم نمبر په دروازه کې ناست پیره دار   د ډاکتر د معاینه خانې د زنګ له غږ سره د ټېلېفون ګوشي کېښوده، له خپلې چوکۍ نه پورته شو او د ډاکتر معاینه خانې ته  ور دننه شو. له معاینه خانې نه په ډیرې چټکۍ سره بهر راووته او غږ يې وکه: -"  شپاړلسم نمبر! شپاړلمس نمبر! د جناداد خان والا ناروغ  څوک دی؟"

13.05.2010 پېمانه

جنګ : شیرین اغا جهانګیر

جنګ له څو میاشتو راهیسې جنګ دوام درلوده. له هرې خوانه د سپکو او درنو وسلو د ډزو آوازونه اوریدل کېده. د ښار په کوڅو کې بني آدم نه ښکارېده. ځای نیم ځای به سپي اوتر اوتر هرې خواته منډې وهلې. د برېښنا ستنې راګذارې شوې وې. په ښار باندې برېښنا پرې شوې وه. د ښار په هره کوڅه کې دوکانونه او موټران سوي ول. هرې خواته لمبې پورته کېدې. په ټول ښار بانې یوه بوګنوونکي خاموشي خوره وه. دغه خاموشي به هله له منځه تله چې کله به په کنوم کور باندې توغندی راپورېته او د انسانان

12.05.2010 پېمانه

د زرداد پاټک: شیرین اغا جهانګیر

یوه ضروروي یادونه ( د ټولو لوستونکو د پام وړ: له هر څه وړاندې د هغو شهیدانو او سپیڅلو مجاهدینو روح ته د سکون دعا کوم چې خپل خوږ ژوند يې د الله د رضا، د اسلام د سپیڅلي دین او د وطن د ننګ او ناموس د ژغورلو لپاره له لاسه ورکړ. د هغو زړورو مجاهدینو د قربانیو په برکت د شوروي اتحاد نه ماتیدونکی ځواک ټوټې ټوټې شو. پ

09.05.2010 پېمانه

د ملا فتواه: شیرین اغا جهانګیر

  د ملا فتواه         د ملا مېرمن د چرګانو په پاکولو بوخته وه. پېشو راغله او یوه چرګ يې ترې وتښتوه. د ملا مېرمن چغې کړې: - ملا! پېشو چرګ وتښتوه. ملا د کوټې نه په لوړ غږ وویل: - قران شریف راوړه! کله چې پیشو د ملا غږ واورېده، چرګ يې ګذار کړه او و تښتېده. نور پ

27.03.2010 پېمانه

غوسه: شیرین اغا جهانګیر

غوسه سړی د خپل نوي ګاډي په وینځلو بوخت وو. ويې لیده چې څلور کلن زوي يې یو کاڼی له ځمکې راپورته کړی دی او د هغه په نوي ګاډي باندې کرښې باسي. سړي ځمکې ته لاس کړه، یو غټ لرګی يې راپورته کړه، خپل کوچني زوی يې له څټه ونیوه او څو کرته يې هغه په لاسونو کلک کلک وواهه. زوي يې په روغتون کې د ګوتو د ماتېدو په خطار خپلې څو ګوتې له لاسه ورکړه. کله چې کوچني هلک خپل پلار ولیده، په درمند غږ يې له هغه نه پوښتنه وکړ

15.03.2010 پېمانه

د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

د کشیش د طوطیانو دعا یوه مېرمنه د خپلې ستونزې د حل لپاره کلیسا ته لاړه. هغې له کشیش سره ولېده او ورته يې وویل: - زه دوې طوطیانې لرم چې ډېر ښکلي دي، مګر له بده مرغه یواځې دومره وايي چې (مونږ دوې فاحشې یو. راځې چې سره مستي وکړو!). ماته دغه موضوع په رښتیا هم چې سرخوږی شوی دی او زما درناوي ته يې خطر راپېښ کړی دی. زه له تاسو نه مرسته غواړم. ماته لاره وښايئ چې هغوي څنګه اصلاح کړم؟

15.03.2010 پېمانه

وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

وروستۍ لار نن د بیمې د شرکت نه یوه پاڼه راغلې وه چې که د بیمې پېسې ورنکړي، نو بیمه به يې لغوه شي. مېرمنې يې آه وکېښ، په ډېرې ناآرامۍ له خپله ځایه پورته شوه. غوښتل يې چې خپل خاوند ته دغه خبر ورکړي. له پخلنځي نه د ګازو بوي جګېده. ښځه وارخطا ودرېده او شاوخوا ته یې اوتر اوتر وکاته. د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمون

13.03.2010 پېمانه

ډالۍ: شیرین اغا جهانګیر

ډالۍ په ټولګي کې د تدریس پرمهال د کوم شي د ماتېدو له غږ سره زمونږ ټولو پام همغې خواته واوخت. سمدلاسه لیمه په ژړا شوه.  پوه شوم چې کومه ګلدانۍ يې چې له ځانه سره راوړې وه، هغه ترې ګذاره شوې او ماته شوې ده. څنګ ته يې ورغلم او اوښکې مې ورله پاکې کړې. ور کښته شوم چې د مېز له لاندې نه د ګلدانۍ ټوټې راټولې کړم. د ګلدانۍ په یوې ټوټې يې لیکلي وو:  * مننه ښوونکیه! ورځ دې مبارک شه!*

13.03.2010 پېمانه

طمع: شیرین اغا جهانګیر

طمع آسماني رنګه برقه يې پرسر وه. د اوړي د سرې غرمې د سره لمر لاندې تندې نیولې ولاړه وه. د خپل حیا او ژوند د خوندي ساتلو لپاره يې د سوال لاس غزولی وو. د تورو شیشو ډول ډول ګاډي يې ترڅنګ تيرېدې، مګر ډېرو لږو به ورته خپل ګاډی قرار کړه او هغه به يې په یوې افغانې نازاوه. ناڅاپه یو سور رنګه لنډکروزر د هغې ترڅنګ ودرېده، ښیښه ښکته شوه او د پاخه عمر سړی چې تور پکول يې پر سر وو، سر له دروازې وویسته او هغې ته يې وویل:

13.03.2010 پېمانه

هغه بیا هم تسلیم نشو: شیرین اغا جهانګیر

هغه بیا هم تسلیم نشو له شپږو ساعتونو جګړې وروسته، داسې ښکارېده چې ګوندي دښمن یا خو له منځه لاړ وو او یا هم له سیمې تښتېدلی وو. ټول ستړي ستومانه وو. د خپلو وسلو سره په خپلو خپلو مورچلونو کې پراته وو. شاوخواته مو د مرمیو پوچکونه انبار انبار پراته ول. وسلې مو ګرمې شوې وې. که دښمن نه وای خاموشه شوای، ګمان مې نه کاوه چې ګوندي ټوپک به مې یو ډز هم کړای وای. پرسېنه غزېدلي وو. وسلې مو مخې ته ایښې وې او مخامخ پراته وو. ښي لاس

03.03.2010 پېمانه

پاتې شوني: شیرین اغا جهانګیر

پاتې شوني مېرمنې يې وویل:                  - تر څو چې د ښاروالۍ ګاډی راځي، کثافات بهر مه اوباسه! بیا به يې هغه لعنتیان په کوڅه کې شیندي او بوي به يې ټوله کوڅه ونیسي. سړی مخکې لدېنه چې د بوجۍ خوله وتړي، زهر يې پرې وشینده او ويې ویل: - اوس مې ورته کار وکاته. سبا يې باید جسدونه د ښاروالي کارکوونکي د

03.03.2010 پېمانه

هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی: شیرین اغا جهانګیر

هر څه چې مونږ ته پېښېږي، زمونږ په ګټه دی د یو هېواد بادشاه ډېر مغروره مګر هوښیار وو. یوه ورځ بادشاه ته چا یوه ګوته ډالۍ کړه. مګر د ګوتې په غمي کې يې څه نه وو لیکلي او ډېره ساده وه. بادشاه پوښتنه وکړه: - ولې مو د ګوتې په غمي لیکل ندي کړي؟ چا چې بادشاه ته ګوته ډالۍ کړې وه، هغه وویل: - آلا حضرت! ما په ګوته باندې په دې خاطر لیکل ندي کړي ځکه چې غوښتل مې تاسو په خپله پرې لیکل وکړئ.

03.03.2010 پېمانه

سوالګر او توره تخته : شیرین اغا جهانګیر

سوالګر او توره تخته کوچنی هلک چې په دواړو سترګو ړوند وو، د ژوندانه د ستونزو له امله د سړک ترڅنګ ناست وو، مخې ته يې خپله خولۍ ایښې وه او خېرات يې غوښت. ترڅنګ يې یوه توره تخته ایښې وه او په کې يې لیکلي وو: - زه په دواړو سترګو ړوند یم. مرسته راسره وکړئ! یوه ورځ تېره شوه، مګر لارویانو یواځې یو څو سکې د هلک په خولۍ کې واچوه. هلک په دغو څو سکو ځانته یوه ګرمه ډوډۍ واخسته او شپه يې پرې تېر

02.03.2010 پېمانه

هوډ : شیرین اغا جهانګیر

هوډ سپین ږیری په (مینه سوتا) کې یواځې اوسېده. هغه غوښتل چې خپلې ځمکې واړوي او کچالان په کې وکري. مګر داکار ډېر ستونزمن وو. هغه په یواځې ځان داکار نشو کولای. چا چې له ده سره په دې کار کې مرسته کولای شو، هغه د سپین ږیري یواځینی زوی وو چې اوس مهال زنداني وو. سپین ږیري خپل زوی ته لیک ولیکه او وضیعت یې ورته بیان کړه: - ګرانه زویه! زه خپه یم، ځکه چې سږ کال به ونشم کړای چې کچالان وکرم. زه نه غواړم چې دغه کښت له لاسه ورکړم،

01.03.2010 پېمانه

خپل عمل د لارې مل دی

خپل عمل د لارې مل دی زوی خپل سپین ږیری پلار په شا کړه او غرونو ته یې پورته کړه. کله چې د غرونو سرته ورسېد، یو سوری يې پېدا کړه او خپل پلار يې پکې ورګزار کړه. کله چې يې غوښت له خپل پلاره روان شي، د خپل سپین ږیري پلار له کټ کټ خندا سره پښه نیولی شو. سپین ږیری پلار خپل ځوان زوی ته مخ واړوه او ورته يې وویل: - ما هم یوه ورځ ستا په شان خپل سپین ږیری پلار په همدې ځای کې خوشې کړه او اوس تا زه دلته راوستم. یوه ورځ به ستا زوی

01.03.2010 پېمانه

بد جنګ

بد جنګ حکیم ته يې ستغې سپورې وکړې. هغه هیڅ ځواب ورنکړه. تپوس یې ځني وکړه: - ای حکیمه! ولې دې ځواب ورنکړه؟ حکیم وویل: - زه نه غواړم چې په هغه جنګ کې برخه واخلم چې ګټونکی يې تر بایلونکي ډېر دی.   ژباړن: شیرین اغا جهانګیر رباط سنګي هرات ۲۸-۰۲-۲۰۱۰

28.02.2010 پېمانه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more