د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

۰
26.06.2011

السلام علیکم ورحمةالله
رښتیا هم که اچی نو ځمونږ غوندي يي اچوه کنه نو مه يي اچوه هاهاهاهاهاها
السلام علیکم ورحمةالله یادوم.
اوس مو نه پوهیږو چي دي نه ستاسو مقصد څه دی اعني السلام علیکم واي او که یوه بله معنی هم لرلی شي دا اچول ښه نه ښکاري.
او کنه نو مونږ به هم وایو چي وعلیک.

مومندافغان


عادل عادل
26.06.2011

السلام علیکم

نوروز خانه وروره ستا دا بې الایشه په اصطلاح خوشې چټي مینې زما او ټولو وروڼو زړه ته له ډېرې پخوا لار موندلې، خدای مو دې په دې دنیا کې یو ځل دیدن سره وکړي.

صادق صاحب کوم سلا م ؟ د فورم سلام ؟ که د شمشتو سلام؟ که لومړی وي چې تښتو، که دوهم وي نو خیر :)

دا د بجلیګر خبره خو مونږ سره شریکه کړه :)


SADEQ MUSALMAN
26.06.2011

هوکې مومندصيب
السلام عليکم ...مي مقصدوو.
کليوال صيب رښتياهم قدوسي دغيرشرعي سلام سخخخخخخخخخخخخت مخالف دی
قدوسي صيب دعادل صيب له لاسه له فورمه خدای پاماني وکړه ځکه زمانه سرکشي وشوه
اوپه ټوکه مي خپه نشې درته ويلي دي نوره ستاخوښه. :wink:
ماچېرته مزې وکړې يوګلاپ مي لاره هغه هم رانه ورک شوپته نشته چېرته به وي.
عادل صيب ! دبجلي ګرملاصاحب دخبري تپوس له کليواله وکړه. :lol:


-
26.06.2011

[quote:4a6e5df7aa]قدوسي صيب دعادل صيب له لاسه له فورمه خدای پاماني وکړه [/quote:4a6e5df7aa]
یره صادق صاحب په دې خبره مې سخت ټکان وخووړ. اول خو دې خدای نه کوي چې قدوسي صاحب فورم پریښی وي، ځکه چې قدوسي صاحب ته زه په مجموع کې ډیر احترام لرم.
خو بیا که بالفرض والتقدیر داسې وشي هم، نو بیا خو چې باید وطنمل صاحب د عادل عادل صاحب د اوږې څخه یو دوه درې ستوري کوز کړي.!!!
ځکه چې دا به دوهم ځل شي چې دعادل صاحب له لاسه یو تکړه عالم زمونږ سره خدای پاماني کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمايي: (لا يلدغ المؤمن من جحر واحد مرتين) کامل مومن د یوې سوړې څخه دوه ځل نه چیچل کیږي.
نو بیا ولې عادل صاحب په فورم کې د یوې سوړې څخه دوه ځله وچیچل شي؟؟؟؟
او مقابل لوری (خدای پاماني) ترټولو غوره ځواب وګڼي؟؟؟
:cry: :cry: :cry: :cry: :cry:


خان آغا
27.06.2011

کلیوال صیب،نوروزخان صیب،هوتک صیب،صادق صیب،مومندصیب،او ټول لوستونکی می سلام قبول کړۍ،
خدای تعالی دی وکړی چه روغ جوړ شپه او ورځ به مو په خندا تیره کړی وی،
‎‏[quote:e33b5e02d9]‎ }ﻭﻣﻦ ﺃﻋﺮﺽ ﻋﻦ ﺫﻛﺮﻱ ﻓﺈﻥ ﻟﻪ ﻣﻌﻴﺸﺔ ﺿﻨﻜﺎ{ ﺍﻭ ﭼﺎ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﺩ ﺫﮐﺮ څﺨﻪ ﻣﺦ ﺍړﻭﻟﯽ ﮊﻭﻧﺪ ﯾﯥ ﺧﻮﺍﺷﯿﻨﯽ ﺍﻭ ﺑﺪﻣﺮﻏﻪ ﺩﯼ[/quote:e33b5e02d9]‎کلیواله ګرانه دانوی لاسلیک دی مبارک شه ډیر ښایسته دی ولا؟


h.karezwal
27.06.2011

ّهـ هـ هـ هـ هـ خبره په څه کی وه او چیری ولاړه ، ماخو یوازی غني خان او څپاند خان حساب ورپوره کاوه چی زموږ په ملاصاحبانو پسي یي ناشایسته خبری لیکلی وي خودادی ماشاءالله شه منجلس تری جوړ شو شه راځی اوس دجان ماد خان یوه کاغذ پیچ ټوکه درباندی واورم چی همدا تېر ماشام می په مجلس کی واوریده .
وایي داروزګان مخکنی والي جان محمدخان چې دکرزی څه تربور دی ، یو بیخي له عقل پاته سړی دی ، تردی چی والي وه خوپه خط یی سرنه خلاصیده .
دیوه عیني شاهد له قوله وایي یوه ورځ دوو کسانو دمرستی عریضي ورته راوړی ، یوه په کوچنۍ پارچه کی ورته لنډ لیکلی وه چې ۸۰ زره افغانۍ مې په کار دی ، ده هم امر ورکړ چی وریی کړی ، بل سړي اوږد خط ورته لیکلی چې جناب معزز مکرم او . . فلانی والی صاحب السلام علیکم .. وبعد خبره داده ... تردې چې په اوږده خط کې یې په پای کې لیکلي وه چې لس زره افغانۍ مې په کار دی .
وایي والی صاحب چې په خط نه پوهیده کله یي چي دا اوږده پرپړه ولیده نو اټکل یی وکړ چې دهغه کوچني خط والا ۸۰ زره په کار وې نوددومره لوی خط والا به څولکه په کار وي ، نو ځکه یي داوږده خط والا ته وویل چي ورورکه والي به یم خوته په خپله باید انصاف وکړی زموږ په بودیجه کې دومره ګنجایش نسته ، ځه بله مخه ګوره :lol: :lol:
اوس تاسی ووایی چې دچا مشر تردې حده خر وي نو اختر به یي مازدیګر نه وي ؟؟؟؟


خان آغا
27.06.2011

دابې عقل کسی ما هم ډیری اوریدلی دی دینه زیات خر ده!
کاریزوال صیب داهم په ټوکه درواخله!

یوه مجاهد ملګری کیسه راته کول چی موږ په روزګان کی پر یوه پوسته برید وکړ عسکر سره وتښتیدل کله چه پوسته پتحه شوه بیا روان شول دکلی پرطرف کله چه کلی ته ورسیدو دکلی خلکو یو هلک روان کړی وو د لامبو ځای ته، وای موږ تری وپوښتل چی دا څوک ده کلیوالو ویل چی دا ددی پوستی عسکر دی کله چه تاسی پر پوسته برید وکړ عسکر په ۱۲۰کی له پوستی پښی سپکی کړی وی چه په لار کی یی ټوپ پټاو شو(اعنی پرتوګ یی ډک کړی وو) چه هم هلته پنچر ولاړ وو او دادی اوس موږ راکیبل کړی ده چی بل ټوپ ور ولګوو او یو سرویس به هم ورکړو؟
داده هغه اولو شپو او ورځو کیسه ده کله چه اول ځل جهاد شروع شو په روزګان کی دجان ماد خان سره ملاپای محمد اخند چه مشهور په کاکا وو جنګیدی دا کیسه هم راته دکاکا یوه ملګری تیره کړه؟


عادل عادل
27.06.2011

[quote:8174ef3229]اقتباس:
قدوسي صيب دعادل صيب له لاسه له فورمه خدای پاماني وکړه

یره صادق صاحب په دې خبره مې سخت ټکان وخووړ. اول خو دې خدای نه کوي چې قدوسي صاحب فورم پریښی وي، ځکه چې قدوسي صاحب ته زه په مجموع کې ډیر احترام لرم.
خو بیا که بالفرض والتقدیر داسې وشي هم، نو بیا خو چې باید وطنمل صاحب د عادل عادل صاحب د اوږې څخه یو دوه درې ستوري کوز کړي.!!!
ځکه چې دا به دوهم ځل شي چې دعادل صاحب له لاسه یو تکړه عالم زمونږ سره خدای پاماني کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم، فرمايي: (لا يلدغ المؤمن من جحر واحد مرتين) کامل مومن د یوې سوړې څخه دوه ځل نه چیچل کیږي.
نو بیا ولې عادل صاحب په فورم کې د یوې سوړې څخه دوه ځله وچیچل شي؟؟؟؟
او مقابل لوری (خدای پاماني) ترټولو غوره ځواب وګڼي؟؟؟ [/quote:8174ef3229]

په ښه سړیتوب کې مو شک اصلا نشته، .......... هیله ده چې د خیر په دې نظر کې تاسو ته هم د ډاکټر صاحب وطنمل له خوا کم تر کمه یو شاباسی میلاو شي :wink:


-
27.06.2011

زه چې د خیر په نظر کې د چا د شاباسۍ هیله من یم هغه وطنمل نه دی، بلکې یو بل ذات دی چې مونږ هیر کړی.
دلیل به یې هم ښايي همدا وي چې د تناصح په نړۍ کې مې یو حیرانوونکی ګام پورته کړ او د ټولو د توقع خلاف مې تاسې ته نصیحت وکړ.
---------------------------
خان آغا ډیره مننه د مبارکۍ څخه مو.
بس همدا دعا به کوو چې الله دې پرې د عمل کولو توفیق راکړي. آمین


خان آغا
27.06.2011

کلیوال صیب زه به ستا پر دوعا یو آمین ووایم
آمیننننننننننننننن
الله تعالی دی موږ او تاسی ټولو ته حقه لار وښایی!
عادل صیب ته به دومره ووایم چی که زه په دی پوی شم چی وطنمل ماته شاباسی راکوی والله که یوه کرښه هم ولیکم ؟
‏‎ ‎


عبدالوكيل
27.06.2011

السلام عليكم :
تر هر څه وړاندی د فورم ټولو ملګرو ته نیکی هیلی تقدیموم او خصوصا نوروزخان ، هوتک ، عادل ، صادق ، کلیوال ، مومند افغان ، او ټولو نوو راغلو لیکوالانو ته .
زه خو په فورم کی ډیر شرکت نه کوم خو کله کله یو ځغلند نظر پری تیروم . خو یو وراره می دی چی تاسو سره په فورم کی کښینی پاڅی هغه می کله چی تری پوښتنه وکړم د فورم د ملګرو د حال احواله خبروی نو ابله ورځ یی راته ویل چی نوروزخان صیب دی د ږغ ارمان کړی ، اوس چی راغلم رښتیا می خپل نوم د نوروزخان صیب د خوښو ملګرو په لیست کی اډ شوی ولید ، او د وراره خبره می صحیح وه ، نو خدای شته ډیر خوشاله شوم.
نو نوروزخان صیب هغه به دی اوریدلی وی چی د زړه نه زړه ته لار وی ، او نور می په فورم کی عدم شرکت معذور وګڼۍ خو وراره می وایی چی نوروزخان صیب پخپله هم ډیر کم دخالت کوی نو ماته یی وویل چی ته خو ورباندی اوس ګران یی ستا خبره منی ورته وایه چی دخالت دی زیات کړه خلک دی د ګوتو پیداوار پسی تږی تږی دی . نوره دی خوښه .
والسلام
ستاسو ورور عبدالوکیل


هوتک
27.06.2011

اوهو، عبدالوکیل صیب دې الله ج راولې څه حال احوال دی عبدالوکیل صیب درکان دې نشته!
یاره عبدالوکیل صیب دا وراره دې اوس کوم یو ده زه دې بیا په سوچ کې واچولم!‏
همدغه یادوې داماته چه ډیر ګران ده که کوم بل یو ده؟


عبدالوكيل
27.06.2011

هوتک صیب دا به دی پخپله ووایی چی څوک دی ؟
وراره می په ما ډیر ګران دی که درویی ښیم خفه به رانه شی .
په عین حال کی محمد شیرین چی د فورم 5269 یم نمبر ثبت شوی لیکونکی دی ، ته ښه راغلاست وایم چی تازه تازه دوه دقیقی مخکی یی ځان راجسترد کړی .
خدای خبر چی د محمد شیرین به څوک کاکا وی ؟


هوتک
28.06.2011

[quote:8fb636e922="عبدالوكيل"].
خدای خبر چی د محمد شیرین به څوک کاکا وی ؟[/quote:8fb636e922]‎هاهاهاهاهاهاهاهاهادمحمدشیرین کاکاخو ولاکه پیژنم .


نوروز خان
28.06.2011

السلام علیکم
عبدالوکیل صیب خدای دې راوله ، دا ډیره موده ورک وې ، ځه ښه شوه چې درک مو ولګېد او مطمئن شوو چې فورم مو نه ده پرې ایښی ،دټوکې په ځای به یوه سمدستي لنډه خاطره درته ولیکم
نن سهار مې چې ټول افغان خلاص کړ، او ستاسو لیکنې مې ولوستې نو هڅه مې وکړه چې په همدې بحث کې دنن ورځې اولنی ځواب زه ولیکم خو ما چې لیکنې ته ځان جوړاوه ناڅاپه اطاق ته دوه دانې واړه پشینګوري ( دپیشوزامن ) راننوتل ، او په میاو میاو یی شروع وکړه ، دا زما لپاره بیخي غیرمعمولي وه ، له چیغو یې په تنګ شوم نو هڅه مې وکړه چې یوځل دغه له اطاقه وباسم ، خو ماچې هرڅو ایستل دوی کله ترکټ لاندې ننوتل او کله دبسترو شاته غلي کیدل ، ډیر وخت په همدې جنجال اخته وم اخر مې همداسې پریښودل ، خو چې راغلم نوکتل مې چې هوتک صیب رانه مخکې شوی دی او لیکنه یې خوندي کړې ده ، ماسکه وېل چې یوازې زه به دسهار ناشته په ټول افغان کوم داخولکه چې هوتک صیب هم همدا اعتیاد لري :lol: :lol:
عبدالوکیل صیب ستا دیوې میلمستیا مې اوریدلي وه هیله ده یوسهار هوتک صیب ته یوښه سبناری تیارکړې


هوتک
28.06.2011

[quote:f765adeaf2="نوروزخان"]، خو چې راغلم نوکتل مې چې هوتک صیب رانه مخکې شوی دی او لیکنه یې خوندي کړې ده ، ماسکه وېل چې یوازې زه به دسهار ناشته په ټول افغان کوم داخولکه چې هوتک صیب هم همدا اعتیاد لري :lol: :lol:
‏[/quote:f765adeaf2]‎یاره نوروزخان صیب په داډیر وخت مې دا اوله ناشته وه چه په ټول افغان کې مې دسهارلخوا وکړه هغه هم ستاسې راباندې پیرزو نشوه؟
نن مې هم دلته ناشته نکول بس بیګاه مې دعبدالوکیل صیب نه پوښتنه وکړه له هغه وروسته مې نیټ غیب شو سهار چه ومې کتل نیټ مې واپس راغلی وو
او عبدالوکیل صیب یو اشاره راکړی وه ماهم ورته وخندل چه پوی شوم؟
مننه


عادل عادل
28.06.2011

السلام علیکم

نوروز خانه وروره ، :)

زمونږ هم همدا حال دی، :)

د ماشومانو له لاسه کمپیوټر ته نشو کښېناستی :)


نوروز خان
28.06.2011

[quote:e349515ad8="عادل عادل"]السلام علیکم

نوروز خانه وروره ، :)

زمونږ هم همدا حال دی، :)

د ماشومانو له لاسه کمپیوټر ته نشو کښېناستی :)[/quote:e349515ad8]
نه عادل جانه زما او ستا دحال ډیر فرق دی ، دخپلو ماشومانو او پردو پیشنګورو دځور ډیر فرق دی .
زما دیوه ملګري دواړه زوی له ډيرې ژړا بل ملګری په تنګ شونویې پلار ته وویل چې ته دې دادزوی له ژړا نه نه په تنګ کیږي ، هغه ورته وویل یاره ته په تنګیدلوکې یې ، په بالله ژړا یې داسې راباندې لګیږي لکه رباب :lol: :lol:
نوعادل صیب فکر نه کوم چې ډير به ځوریږې
پته به هلته درته ولګیږي چې هغه دچا خبره په پردیسي کې دپردیو پیشینګورو په جنجال واوړې :D :D


شبيراحمد
28.06.2011

دټول افغان چلونکواوګډونوالواوکتونکيوته
السلام عليکم
پس له ډېره وخته ټول افغان ته راغلم، ملګري زاړه ورک نوي پيدا
وهاج ساپی مي نه ترسترګوګېږي حامدخدای خبرچېرته دی عادل صیب اوپتنګ صيب خوشته دي هغه نورلرغوني دوئ هم نه ښکاري.
په ټول افغان کي بېخي ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېره تبديلي راغلي ده چې زه يې زيات خفه کړم.
خوپه دې مي بيازيات زړه خوشحاله شوچې نوي ملګري هم ترپخوانوکم نه دي
البته دټوکوپه برخه کي اسلامي يې ډېرضعيف کړی دسياست هم چنداني خونده نشته
پښنانه خويې له بېخه کاږلي دي.خدای دې سوب وکړي.
پښتون اوتندرهم ورک دي ګمان کوم په خپل فورم به يې زړه بدشوی وي اوخفه شوي به وي.
مخکي دټوکودفورم چلونکی حامدوخواوس نه ښکاري اوچلونکي هم بدل شوي
خيريوسي اوهوتک دي.
داخيريوسی ورورلکه چې هااااااااااااغه عاجزه ورور/خورده.
نوربه يويوسلام درباندي اچوم که ستاسوددعاګانوبرکت وګني په زاړه حال به پاتي يم.


عادل عادل
28.06.2011

السلام علیکم

ګرانه وروره نورزو خانه

ما وېل وګورم چې څومره زر به ځواب په لیکه کړی، ..... ماته چې ټوکه نېکمرغه راجوړه شي، نو بیا مې د طرف ناز او لحاظ دواړه هېر وي :)

زما د پیشو او پیشونګورو سره خدایي جوړه ده، الا د ژمي په څله کې :)

د کاریزوال صاحب نکته مې خوښه شوه :) ، .....هاغه د ښاغلي هوتک ورور ..... ازاد شعر :)

-------------------

محترم شبیراحمد وروره

په بیا راتلو دې زمونږ سترګې رڼې شوې، خدای ج وکړي چې د اوږده غیاب اسباب مو ټول په خیر وي، او هیله ده چې وروسته لدې به خپل حضور فعال وساتی.


عبدالوكيل
29.06.2011

[quote:a296b0a99e="نوروزخان"]عبدالوکیل صیب ستا دیوې میلمستیا مې اوریدلي وه هیله ده یوسهار هوتک صیب ته یوښه سبناری تیارکړې[/quote:a296b0a99e]

نوروزخان صاحب کومه میلمستیا ؟ زه په کی میلمه وم او که کوربه ؟
لږ نقل خو راکړه بیا ګوره چی هوتک ته څه رقم نامی سبناری تیاروم .


هوتک
30.06.2011

[quote:a6f0886556="عبدالوكيل"] چی هوتک ته څه رقم نامی سبناری تیاروم .[/quote:a6f0886556]‎یو ځل خو مې پوه کړۍ چه داڅه بلا ده چه تاسې ما پرې میلمه کوۍهاهاهاهاهاها ‏


نوروز خان
30.06.2011

[quote:3e30e52c08="عبدالوكيل"][quote:3e30e52c08="نوروزخان"]عبدالوکیل صیب ستا دیوې میلمستیا مې اوریدلي وه هیله ده یوسهار هوتک صیب ته یوښه سبناری تیارکړې[/quote:3e30e52c08]

نوروزخان صاحب کومه میلمستیا ؟ زه په کی میلمه وم او که کوربه ؟
لږ نقل خو راکړه بیا ګوره چی هوتک ته څه رقم نامی سبناری تیاروم .[/quote:3e30e52c08]
یاره عبدالوکیل صیب فکر کوم داد میلمستیا په موضوع کې په ما باندې دعبدالوکیل او کلیوال صیب دنومونو ترمنځ څه خلط راغلی ما چې سوچ وکړ فکر کوم میلمستیا کلیوال صیب کړی هغه چې هوتک صیب هم په کې خدمت کاوه ، او هوتک صیب سبناری یوډول میوه ده کیدای شي خوړلې دې وې پیژندلې به دې نه وې ، نورتعریفات به یي عبدالوکیل جان درته وکړي کیدای شي دامیوه کلیوال صیب هم لیدلي وي


عبدالوكيل
30.06.2011

هاهاهاهاهاهاهاهاها
د کلیوال د میلمستیا نه خبر نه یم خو نوروزخان صاحب که زما میلمستیا دی مطلب وی نو هغه یوه خصوصی میلمستیا وه او ډیره وړه وه ، هوتک چیری دومره وړو میلمستیاوو ته راځی ؟ :D
تاته چا وویل ته چا خبر کړی؟ :)


هوتک
30.06.2011

دواړه مې سلامونه ومنۍ؟‎[quote:d0e3c796eb="نوروزخان"] او هوتک صیب سبناری یوډول میوه ده کیدای شي خوړلې دې وې پیژندلې به دې نه وې ،‏[/quote:d0e3c796eb]‎منې که یې پیژنم نوروزخان صیب شاید چه موږ به بل څه ورته وایو؟ ‏[quote:d0e3c796eb]‎، ﻫﻮﺗﮏ ﭼﯿﺮﯼ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻭړﻭ ﻣﯿﻠﻤﺴﺘﯿﺎﻭﻭ ﺗﻪ ﺭﺍځﯽ؟ ‏[/quote:d0e3c796eb]‎دومره کبرجن هم ولاکه یم لکه چه ته مې ګڼې هغه دې هیر شو چه یو ګیلاس شربت وه که څه شی وو چه راته تیار کړی دې وو څومره په ورین تندې درغلم؟
هغه مې هم په خوله درنه وغوښتل هاهاهاهاهاها


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more