ادبي ټوکې ټکالې
غني او څپاند دې دواړه دملا ټک ته ټینګې کړي
h.karezwal
23.06.2011
کږه وږه پګړۍ
ترې پرې کــــــــــــړې دبــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلال اذان تڼۍ ده
راتــــــــــاو شوې په شــــــــــــــیطان بـــــانـــــــدې کــــــړۍ ده
تـــــــــــــــــاسو او ري تـــــــــاسو ویني چې زارۍ کـــــــــــړي
پـــــــه منګول کــــــې مې راښکیل یـــــــــــــــــــاغي نړۍ ده
بیــــــــا دوخت عیسی طالـــــب تـــــورې ته لاس کــــــــــړ
رالـــــــــــوېدلې د دجـــــــــــــــــال له خـــــــــــــــــــره شــړۍ ده
چــــــــــــــــې مـــــــــــو کــــــــــــاږي دهر عـــــــصر له ګردابه
داجـــــــــــــــــــهاد زمــــــــــــــــــوږ دنــــوح نبي بــــــېړۍ ده
راشـــــــــــي راشـــــــــــــــي داعــــــــــجیبه ننــــــــــــــداره ده
دپـــــــــــــــــــــګړۍ پـــــــــــه پښــــــو پرته سپینه ماڼۍ ده
پـــــــــــــــــــــــه هـــــــډو یې داجــــــــل تــــــبه میلمـــــــــه ده
اوس خــــــــــــــــتلې تــــــــــــرې زیږه یــــــــــــاغي وړۍ ده
دتخنیــــــــــــک په استــــــدراج جـــــوړ ښامــــاران یې
دتــــــکــــبیر دنــــعـــــــــــــرې رغنـــــــده مـــــــــــــــړۍ ده
هــــــــــــــر یو ول یې جـــــــــــــوړ امـــــام دانــــقلاب دی
پر حـــــــمــــــاد ګـــــــــــــــــرانه کږه وږه پګــــــــــــړۍ ده
مولوي عبدالاحد حماد
pupal
24.06.2011
کاريز وال صيب فورم ته په خير راسې خدای دې راوله، شه راغلاست٠
اول ځل دي په فورم کي وينم نو ځکه مې دې هرکلی وکړی٠ ماويل خدای ناخواسته دخان اغا په شان خوابدی اوګيلمن نه سې٠ :wink:
دټوکو فورم دی يوه ټوكه به وتوغوم ٠خو دهوتک مخ ته دي دومره ديوال وي لكه غر٠
وايي ديو كندهاري نه چا پوشتنه وكړه چي په ميوجاتو كي دي کومه ميوه بدي ايسي؟
كندهارى: هندواڼه مي ډيره بده ايسي
سړي وويل: هغه ولې؟
كندهارى: ځكه چي ک... نلري٠ :roll: :roll: :roll: :roll:
h.karezwal
24.06.2011
پوپل صاحب
مننه چي ښه راغلاست موراته ویلی څښتن تعالی دی خوښ لره
او دټوکې په باره کی به دی ووایم چې مزې کونډیو وکړې رنګ دښکرورو بد دی :roll: :roll:
دغه څښتن مړې ټوله دنیا په خوب کې ویني خورنګ یوازی دکندهاریانوبد ده ، کنه ته سمه پوشتنه وکړه دظاهرشاه . . . په بل ځای کې بخار کړی وه
عادل عادل
25.06.2011
السلام علیکم
کارېزوال صیب ته هرکلی او ښه راغلاست وایم
کارېزوال صاحب زما په نظر دا صرف د ولس په منځ کې د ټوکو کوډ دی او بس، د چا هلک، د چا شیطان، د چا سټوان، د چا جواری، د چا ټوکې .......... :) .
د بامیانو د بُتانو په اړه:
پوښتنه: - ......... دا بُتان مو ولې ونړول؟
ځواب: - ......... ګرسره ... په درد یې نخوړل، شا یې وغره ته اړولې وه :)
h.karezwal
25.06.2011
:D :D :D
یاره ډبل عادله له خندا دي مړ کړم :D
ماخوچي اوریدلي وه دیوه مخ خوا هم . . . ځه رښتیا راته ووایه که دهغه ټانګ چي دابوتان یې په ویشتل میل یې تاته په ولکه کی درکړی وی ، نو هغه زنانه بُته به دی اول په کوم ځای ویشته :lol: :lol:
اوس به دی عدالت معلومیږی
کندهاریانو خو په دا سر سر وویشتل ځکه شاه یی دیوال ته وه
۰
25.06.2011
که داسي ټوکي رواني وي نو بیګا ته به ډیر خلک په خوب کي بوتان داسي وګوري لکه استاذ رباني یا د توت د وني خاښ که خیر وي!!!
که څنګه زړو ټوکیانو ورونو؟
مومندافغان
-
25.06.2011
[quote:796d1350c1="h.karezwal"]دغه څښتن مړې ټوله دنیا په خوب کې ویني خورنګ یوازی دکندهاریانوبد ده[/quote:796d1350c1]
هغه متل دې لکه چې نه دی اوریدلی؟ وايي غوښه د هرچا خوښیږي خو د پیشو ورپسې زیړی دی..... :lol:
هوتک هم هاغه دی راګوري خو څه نه وایي او ښه په غصه هم دی، او حق یې هم دی چې غصه شي.
خیر که هوتک ډیر غصه وي نو بیا دې دی هم د لغمانیانو، لوګریانو، ننګرهاریانو، وردګو، او کوچیانو تاریخ ولولي ډیر څه به پکې پیدا کړي. :)
هوتک
25.06.2011
هلکه کلیواله ته اوس چیرې یې دخدای انصافداره ورک یې درکان دې نسته هههههه [quote="كليوال"][quote:458ee1e109=""]
خیر که هوتک ډیر غصه وي نو بیا دې دی هم د لغمانیانو، لوګریانو، ننګرهاریانو، وردګو، او کوچیانو تاریخ ولولي ډیر څه به پکې پیدا کړي. :)[/quote:458ee1e109] نه نه غصه بنده ده کلیواله ته به منې یانه تاته مې بیخې غوصه نه راځې که درته غوصه هم شم پنځه منټه وروسته مې درته ټوله غوصه یخه پخه شې؟
كلیواله باباهم راغلی وو دقریش په اصطلاح (اندکوم)
شناخته به وې هاهاهاهاهاها
-
25.06.2011
دا دې ډیر ښه خبره وکړه چې غصه دې ژر سړیږي ،دکاریزوال صاحب خبره زه ددې څښتن مړې غصې نه ډیر سخت ډاریږم دهمدې کبله خو پخپله هم ژر نه غصه کیږم. :)
بابا خو ماته هم شناخته معلوم شو، کله چې دده لیکنه مې په اول ځل ولیده نو په هغه ورځ مې هسې طبیعت ګډوډ وه نو داسې خوږه راباندې ولګیده چې (ستاسې په اصطلاح) سترګې مې کرار زرغونې سوې :lol:
نو ځکه مې تر هرچا مخکې ورته هرکلی ووایه.
هوتک
25.06.2011
بیامې سلامونه ومنۍ!
کلیوال صیب دلته ډیری ملګری دې چه شناخته شناخته معلومیږې دا کاریزوال هم ښه پوره شناخته معلومیږې والله اعلم.
اوس ته ووایه چه طبیعت دې په څه خراب وه ،
زکام وې ولا داده ګرمۍ زکام هم ډیر زور غواړې،
تادې زما سره ورنه الله ج ساتې امین؟
SADEQ MUSALMAN
25.06.2011
ټولوته سلامونه
داهم يوه ټوګه ده چې مضوع څه وه اوتللي چېرته ده :lol:
باور وکړئ ورته ومي خندل.
مومندافغان ته ښه راغلاست وايم اوکليوال ته پس له ډېرغيابه هرکله راشې.
نوي ملګري کارېزوال صيب ته هم ښه راغلاست وايم هميش دي راسره وي.
[quote:ddcfb29f59="هوتک"]تادې زما سره ورنه الله ج ساتې امین؟[/quote:ddcfb29f59]
هوتک صيب داجمله دی شکونه پاروي
کليوال ستاسردی اوکه ستادزړه سر؟
که ستاسروي نوکليوال هم شناخته وخوت :wink:
:D :lol: :D :lol: :D :lol:
که څنګه مومندصيب؟
h.karezwal
25.06.2011
هوتک صیب دا هوتکان خو دټوکو ګوډي وي ،ته خو ګرسره ټوکي نه رالوروې .
یوه سپین ږیري چې په خوله کې یي یوغاش هم نه وه کیسه کوله وایی په سیوري کې دهوتکو په یوه کلي کې مې شپه شوه ، دشپې دیوه خان کره ویده وم دهمدې سړي څونور میلمانه هم وه ، وایي زه همدي خلکو د ډوډۍ په وخت لیدلی وم چې غاښونه مي نشته نوبه چی زه سم ویده شوم دوی به وښورولم چې میلمه کاکو غاښ چیچی مه کوه له خوبه دې وایستو
:D :D
وروسته همدی سپین ږیری هم یوځواب ورکړی وه چې ډیر خطرناک وه نوځکه یي نه وایم :D :D :D :D
هوتک
25.06.2011
بزرګه سلامونه مې ومنه؟[quote:1854294924="sadeq"]
کليوال ستاسردی اوکه ستادزړه سر؟
که ستاسروي نوکليوال هم شناخته وخوت [/quote:1854294924]هاهاهاهاهاهاها
یره صادق صیب ولاکه زماسر خو ګرد سره وې د زړه به مې شاهد چه وې که روشتیا درته ووایم بلکل ټوکې نه وې پکښې کلیوال پرما ډیر زیات ګران دی؟
دکلیوال او نوروزخان دګرانښت ساری مې ولاکه لیدلې وې؟
که ستا ده پوښتنې جواب درکړم ماوکلیوال ته ویل چه دګرمۍ دزکام نه دې خدای ج تاساتې زماسره؟
یا مادې ترې خدای ج ساتې ستاسره؟
خدای ج دې وکړې چه پوه شوی به یې؟
مینه اومننه،
SADEQ MUSALMAN
25.06.2011
هوتک صيب مننه وپوهېدم
وايي ژبه لنده ده هرخوايي چې اړوې اوړي :wink:
کلوال اونوروزخان دواړه زماهم دزړه سرونه دي.
زماسرونه نه دي :lol:
هوتک
25.06.2011
[quote:26faf4bfed="sadeq"]هوتک صيب مننه وپوهېدم
وايي ژبه لنده ده هرخوايي چې اړوې اوړي:lol:[/quote:26faf4bfed]اعنې اوس ما تاته دروغ وویل؟؟؟ دخدای ج انصافداره یو ځل بیا پرې ورځه اوښه یې ولوله؟ اوکه وایې چه تالاس وهنه پکښې کړیده خپله را اقتباس کړی لیکنه ولوله ؟
پوې به شې
-
25.06.2011
[quote:0dedf54382]ولاکه زماسر خو ګرد سره وې د زړه به مې شاهد چه وې [/quote:0dedf54382]
هوتکه ایله په بیله چې نن دې خپله لهجه ولیکله زما کندهارۍ لهجه څومره خوښه ده خو ته پرې ډیره بخیلي کوي او نه یې لیکي.
صادقه دهوتک مطلب خو ماته واضحه ښکاري چې دی وايي: ما او تا دواړه دې خدای ج د ګرمۍ د زکامه ساتي. :)
خو ستا اخیستل شوې معنی هم پرځای ده، زه د هوتک (لکه چې دی پخپله هم وايي) [color=blue:0dedf54382]شاید[/color:0dedf54382] د زړه سر یم. :o :)
خو صادقه ته، نوروزخان، او هوتک بیا زما پغیر د شاید څخه د زړه سرونه یاست.
دابه ته نه منې. 8)
هوتک
25.06.2011
ډیره سره ګډه وډه وه ړنګه شو.....
هوتک
26.06.2011
[quote:3af378fc59="كليوال"]
هوتکه ایله په بیله چې نن دې خپله لهجه ولیکله زما کندهارۍ لهجه څومره خوښه ده خو ته پرې ډیره بخیلي کوي او نه یې لیکي.[/quote:3af378fc59]هاهاهاهابخیل ولاکه یم. زمادغه یوه لهجه زده ده داپه کومه باندی چه لیکل کوم بله مې نه زده؟
که بله لهجه مې زده وای اوس به مې لکه دا نور لیکوالان څلور پنځه نومونه لرلای خو بس څه یې کوې نو.....
نوروز خان
26.06.2011
[quote:2eaa463d5b]خو صادقه ته، نوروزخان، او هوتک بیا زما پغیر د شاید څخه د زړه سرونه یاست[/quote:2eaa463d5b]
مننه کلیوال صیب چې زه دې دزړه سر یم نو ته خپل پوه شه چې تاسو محترم مې ټول وجود یاستئ ، هوتک او صادق دې هم همداسې قیاس وکړي .
چې خبره دګرانښت شوه نوبه ووایم چې په فورم کې عادل صیب هسې خوشي چټي راباندې ګران دی ، مومند افغان ځکه راباندې ګران دی چې انعطاف پذیره او خاکساره دی ، له هیچا سره هم جنجال خوند نه ورکوي ، دعبدالوکیل په نامه یوملګری وه هم ډیر خوږ خوږ لګیده خودا ډیر وخت یي درک نشته نور خو نو یاران ډیر دی خدای دي ژوندي لري ، هوتک مې آبله ورځ ډیر ویادېده نو مې په لومړي ځل تیلفون ورته وکړ ، ماویل له هوتک صیب سره به نو څومره خوږ مجلس وکړم ، خودی داسې سوړ سوړ غږېده چې هیڅ اور یې نه اخیست ، په زور مې راغږاوه هم پرې بوج وه ، اوپه اخر کې یې په دې تورو ځواب راکړ چې که په بولدک کې څه خدمت وي درته کولای یې شم :) :) :)
په زړه کې مې ورته ویل چې څه لغړی خونه یم چې په بولدک کې به مې کار بند وي که درباندې بوج وي خو داسې راته ووایه چې بله ورځ بې وخته ټیلفون راونه کړې .
:lol: :lol:
خو زه په ګومان داد هوتک صیب ګرمه نه ده ، دی زما طبیعت لري په لیکلو کې ډیر خوږ خوږ کیږم خومخامخ مې بیا وار پار خطا وي چې څه ووایم کومه خبره او کومه وروسته وکړم .
شاید زمونږ ډیر ملګری به همداسې وي ، ځکه څوک چې ورځ له کمپیوتر سره تیروی نور بنډارونه به څه زده کړي
هوتک صیب هسې خبره پرې در سیخه شوه خپه نشې :D
هوتک
26.06.2011
ههههههه
نوروزخان صیب خبره داسې وه چه تاکله ټیلیفون راوکړ اول کې که دې پام ډیر بیداره غږیدم مګر کله چه دې نوم راوښود خدای سته چه هرڅه دې رانه ورک کړه هاهاهاهاهاها هغه دچاخبره لاس تړلی دې ګیر کړم؟
او نوروزخان صیب زه چه څومره تا پیژنم له مانه په عمر هم مشر یې دمشرانو په وړاندې ته یقین وکړه چه زه بلکل خبره نشم کولی هغه زموږ په اصطلاح ترسام لاندې راځم۰
مننه،
نوروز خان
26.06.2011
مننه هوتک صیب
یاره له غږ نه دې چې ما وفهموله نو راته همځولی او یا هم لږ مشر ښکاره شوې ، خو که په رښتیا سره شناخته یو لطفا په شخصي ایمیل احوال راکړه چې څنګه مې پیژنې شاید زه دې هم وپیژنم .
زه به دې شخصی ایمیل ته لارې څارم
-
26.06.2011
ټولو مشرانو او کشرانو ته سلامونه!
نوروزخان صاحب داسې کله کله زمونږ کشرانو (دټوکوټکالو) فورم ته هم سر راښکاره کوه. اوس چې زه او هوتک په فورم کې څه لیکو نو یوه کرښه دلته لیکو او یوځل مشرانو ته وګورو چې ته ودرې تندی خو به یې ګونجې نه وي :)
نو مقصد په فورم کې دې ګډون زمونږ لپاره حوصله افزايي ده.
نوره دې خوښه.
[quote:8e407426be="له بلې خوا هوتک صاحب"]ډیره سره ګډه وډه وه ړنګه شو.....[/quote:8e407426be]
هوتکه ته څه وایې چې کلیوال به نه وي لیدلي؟ :)
ښه سمه صحیح مې ولیده .
ولا ما هم ویل چې دا اوس څه حساب شو؟ هاهاهاهاهاهاهاها
خو خیر، ته له خوبه وې پام دې نه وه :lol: :lol: :lol: :lol:
هوتک
26.06.2011
[quote:105e230ec7="كليوال"]
نوروزخان صاحب داسې کله کله زمونږ کشرانو (دټوکوټکالو) فورم ته هم سر راښکاره کوه. اوس چې زه او هوتک په فورم کې څه لیکو نو یوه کرښه دلته لیکو او یوځل مشرانو ته وګورو چې ته ودرې تندی خو به یې ګونجې نه وي :lol: :lol:[/quote:105e230ec7]ولاکلیواله دادې بیخې زما دزړه خبره کړې زه خپله هم له مشرانو سخت ډاریږم وایم هسې نه چه غوسه یې راته رانشې؟[quote:105e230ec7] :)
هوتکه ته څه وایې چې کلیوال به نه وي لیدلي؟ :)
ښه سمه صحیح مې ولیده
[/quote:105e230ec7]هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاهاکلیواله ستاڅخه به زه كله هم په پټه څه کار ونکړم ههههههه هر وخت دې لاس تړلی نیولی یم؟
خوځه خیر په هغه لیکنه کې ډیره بده بیکاره نه وه ؟
SADEQ MUSALMAN
26.06.2011
په تاسوټولوسلام اچوم.
هيله ده ښه اوروغ به ياست، روغ خوياست ځکه ډېرخاندئ، همداسي خندان اوسئ.
چې موږاوتاسودرې په درې ياهم دوه په دوه يارانه پيل کړه نورملګري ورک شول هسي نه خپه شوي وي.
نوروزخان ښه کړي چې ټول يې يادکړي هغه دنوروزخان يادکړي زماهم دزړه سرونه دي.
[quote:2cc9623d17="نوروزخان"]مننه کلیوال صیب چې زه دې دزړه سر یم نو ته خپل پوه شه چې تاسو محترم مې ټول وجود یاستئ ، هوتک او صادق دې هم همداسې قیاس وکړي . [/quote:2cc9623d17]
کليوال سره پرې نکړئ :D
هوتک يې سربولي اونوروزخان يې وجود.
ياخوبه داسي وي چې کليوال، نوروزخان اوهوتک صيب به يوسراويووجودوي اوکه داسي
نه وي بيانودکليوال وجود(هوتک) په بولدک اوسر(نوروزخان) خدای خبرچېرته.
هغه بېنظيره نه وه، هغې به ويل چې زمايوه پښه په سينداوبله مي په سرحد(پښتونخوا) ده
دې خبري ته دبجلي ګرمولاناځواب به نه ليکم.
کليوال به اورېدلی و :lol: :lol: :lol:
درېواړه خپه نه شئ
منني
-
26.06.2011
[quote:a917c8d48d="sadeq"]په تاسوټولوسلام اچوم.[/quote:a917c8d48d]
سلام ته دې وعلیکم السلام،
خو ښه ده چې قدوسي صاحب نشته کنه اوس یې د همدې سلام سره برابرولې هاهاهاهاها.
داسې اوازه مې اوریدلې اویا به هغه د دوستم خبره تبلیغات دشمنان وي، چې قدوسي صاحب د سلام ددا ډول غیرشرعي بڼې سره ډیر سخت حساسیت لري. :)
[quote:a917c8d48d]دې خبري ته دبجلي ګرمولاناځواب به نه ليکم.
کليوال به اورېدلی و[/quote:a917c8d48d]
هاهاهاهاهاها
اګر که په ټوکه کې دې زه سخت خراب کړی یم که متوجه شې ورته،
خو
صادق صاحب مزې پکې تا وکړې :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: