د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

خیریوسی
10.11.2005

ګرانه محترم هوتک لالا د تروړوکي اختر مبارکي درته ویم عبادات الله دی ټوله قبول کړی
موږ اوتاسو( دټول افغان غړی) سره لیدلي نه دی لاکن اوس داسی وګرڅیدولکه دیوی حجری یاران که یو هم نه وی بانډار خوند نه کوی ټول افغان وموږ ته داسی کرڅیدلی چی خاما خا به وهغه ته دورڅی ځو واره سر ور ښکاره کوو او کله هم دخوبه پاڅودټول افغان زیات وکوو دهوتک لالا او دخالد ورور او حلیمی صاحب او طالب جان ورور او غروال صاحب دنوو لیکونو په انتظار یو
دخالد ورور څخه هیله کوم چی وخپلو لیکونو ته بیرته دسره ادامه ورکړی
یاره خالده وروره دنصوارو تآثیر معلوم کم سی کم لیکونی خوبه دی پریښودلی دغه داختر مبارکي وه چی تاسو خپلو دحجری ویارانو ته ورکړه
دحلیمی صاحب وغروال صاحب څخه هیله کوم چی دخالد صاحب دبیرته راتګ او جوړ جاړي پیل کړی
مینه مننه
ابو محمود



مجيب انګار
10.11.2005

دهوتکوسرداره سلامونه
ياره دا درسره منم چې دخالدله تګ سره دحجرې خوندکم شوی،خوخالد چاشړلی نه دی بلکې پخپله تښتېدلی دی.
زړګيه: خالد اوس دنوروپه ريموټ کنترول چلېږي دغه ريموټيان په هالنډ،جرمني ... او ان د...راډيو په سټوډيوکې ناست دي. زموږ خالدخوارکی يې رانه ګمراه کړ.
خودايادساتئ چې خالدبه ډېر ژر دهغوخلکو تورې څېرې وپېژني او بېرته به خپل کور( ټول افغان) ته راستون شي.
زه خو هره ورځ ورته برېښناليکونه ورلېږم خوځواب نه راکوي،څو ورځې پس کندهار ته ځم ګوندې که له هغه ځايه څه جوړشي. خو هلته هم....


کټوازی
10.11.2005

دپردېسۍ د حجرې د تاودۀ او خواږۀ مجلس يارانو ،

د زړۀ له تله مې د مينې او لورينې تاودۀ سلامونه او نېکې پيرزوينې ومنئ !

پۀ تمه يم چې نېکمرغه کمکی اختر به مو پۀ خوښۍ سره تېر کړی وي ،روژې ،تراوې ،لمنځونه او عبادتونه به مو د پالونکي څښتن پۀ دربار کې منل سوي او قبول سوي وي !!!
[quote:a1e0fe0796]ګران ورور کټؤازۍ!
سلامونه ومنه! ګوره دلته د ټوکو او يارانو بنډار دي ماته غرواله او يا نادره که ووايي خوا به مې هيڅ کله هم بده نشي٠
او تا ته خو ګوره د زړه سره کتوازي او کټوازۍ دواړه استعماليدۍ شي ځکه دا د ژبې دستور دي٠
د مثال په ډول : ښاغلي کټوازي وويل : ٠٠٠٠٠٠
ښاغلۍ کټوازۍ له سفر څخه راستون شو٠٠٠٠٠٠٠٠
ښاغلي کټوازي داسي خبره نده کړې ٠٠٠٠٠
ښاغلۍ کټوازۍ به داسي خبره چيرې هم ونکړي٠٠٠٠٠
نو کټوازۍ او کټوازي هر يو ځان ته د استعمال ځاي لري٠[/quote:a1e0fe0796]

ښاغلی غروال صيب : هېواد صيب ته کور ودانی وايم ،چې زما له اوږو يي د مسؤليت پېټی ور واخيست او د پښتو "ی" ګانود کارولو د ځايونو پۀ هکله يي ستاسو پاملرنه جلب کړه ،خدای دې يي ژوندی او ګړندی لري !!!.....................................................................

ملګرو ! دټول افغان پاڼې ته زما بېرته راګرځېدل د يوې مجبورۍ پر چورليځ څرخي ،چې د ستر رحمان بابا پۀ لاندې شعر کې ورته نغوته کوم ،

[color=indigo:a1e0fe0796] خوب له ياره سره هم د عاشق نۀ شي ،

.................................... چې يي يار پۀ بل ديار وي څۀ به خوب کا!!؟؟[/color:a1e0fe0796]

ګنئ د خالدجان تر ناڅاپي تګ وروسته ما هم پرېکړه وکړه چې تر څو خالد بېرته نۀ وي راغلی ،تر هغه وخته به پۀ ټول افغان کې يو ه کرښه هم توره نه کړم ،خو داچې وړاندې تر دې چې له ټول افغان سره خدای پۀ اماني وکړم ،وپوهېدم ،چې د خالد بېرته راتګ هم ښايي زموږ پۀ شتون پورې تړلی وي ،او بس .

پاته سوه د ځينو ملګرو له خوا د ټوکو ټکالو د فورم لپاره د هوتک د نامۀ وړانديز ،پۀ دې هکله خو به زۀ يوازې دومره ووايم ،چې لمړی خو دې انتظار وشي ،ګوندي د خالد زړۀ ته له يوې خوا لار وسي ،او بېرته را وګرځي ،خو که بيا هم زوړ امام او زړې تراوې وي او خالد پۀ برېتو کې راته خاندي چې ځه پر ښۀ غم خو مو واړولاست،نو تر بل هرچا لمړی بايد دا مسؤليت غروال صيب ته ورپر غاړه سوی وای خو داچې د هغوئ د پښتو ،پښتونخوا او پښتو نستان پۀ نامۀ حجره پۀ دې ژمي کې هم دومره سړه ده چې پۀ ورتلو سره سړی پکې کنګل کېږي يا پۀ بله ژبه دومره زياته يخني ده پکې چې سړی له اولاده باسي ( د مېړنتوب ځواک له لاسه پکې ورکوي ) ځکه يي پر دې تړاؤ له نامۀ سره توافق نۀ شي کېدای ،(((کله ،کله خو مې زړۀ راته وايي چې داسې اور ورپسې واچوه(پۀ توخانه پسې يي) چې له هره ځايه يي بلاوې يي نندارو ته راشي ،)))

خو خير خبرې رالنډوم ،د هوتک له نامۀ سره خو زۀ ښکرور مخالفت څرګندوم ،ځکه چې يو خو هوتک وروسته تر هغې چې خالد له فورم څخه پښې سپکې کړې ،نو دۀ پۀ هماغه ورځ ،خپل عکس يې پۀ حاشيه کې بدل کړ او د حکيمي صيب عکس يې پر خپل نامۀ ولګاوۀ ،کټ مټ يې لکه د.........لېور پۀ څېر ځان وښود چې ورور يي مړشي نو پۀ هماغه ورځ د خپلې ورېندارې خوارکۍ چې اوښکې يي لا نۀ وي وچې پر خپل نامۀ کولو ته پۀ زړۀ کې ګوړې ماتوي ،

او بل داچې هغه خپل پخواني او اصلي عکس ته چې يي موږ ګورو ،نو ولا که څوک خرۀ هم ورباندې وپيايي ، دوطنمل به څۀ ميراث د بل وي چې هوتک ته د فورم مسؤليت ورسپاري !!؟؟

ځکه خو زۀ وايم چې تر ټولو به د انګار نوم ډېر مناسب وي ،ځکه يو خو داچې وړانديز يې ددې فورم تښتېدلي چلوونکي خالدجان کړی او بل داچې مستعد هم ښکارېږي



مجيب انګار
10.11.2005

سلامونه يارانو.
زه ديوڅو ورځو لپاره کابل ته ځم ګورئ چې حجره درنه سړه نه شي


کټوازی
11.11.2005

انګا ر جانه ! سلامونه مې ومنه !
کابل ته خو هر کله ولاړ شې خو ګوره ،له ځانه سره به ډېر پام کوې ،[color=white:b5f710fa84] ( د مشرانو مخې ته دې خرۀ تېرېږي )[/color:b5f710fa84]چې پر نورو معاملو نه واوړې ،و لا که دې بيا پۀ قرانو هم راستون کړو ،
يوه مې بله هم واوره ،حجرې ته به که خدای کول ستاسې تر بېرته راګرځېدا پورې يو قلف ور واچوو ځکه پر څاروان لالا هم خدايزده چې عادل وطنمل څۀ جادو وکړ ،اوس خوولا که دېخوا سلام هم راچوي ، د غروال صيب هم خدایزده چې ولې درک ورک دی ،ښايي لا اختر لمانځی ، پا ته سو هوتک ، زموږپۀ کلي کې يو پا يندی اکا وو ما خو پخپله نۀ ؤ ليدلی خو د مشرانو له خلې مې اورېدلی وو ،وايي ډېره پوچه خله يي لرله ،نو چا ورځينې پو ښتنه کړې وه چې پا يندی اکا که پۀ ګور کې نکير منکير درنه پو ښتنه و کړي ،څۀ به ورته وايې ؟
دۀ ورته پۀ جواب کې ويلي وو:
زۀ به ورته وايم ،چې پرېږده يي تر ږغېدا مې نه ږغېدا ښه ده ، داسې خبر به مې درته کړې وي ،بيا به وروسته ځان ته ورتوکې [color=indigo:b5f710fa84]( ځان ته به نالتی ورکوې ) [/color:b5f710fa84]
نو اوس هوتک هم تيار پايندی اکا دی ولا تر ږغېدا يي نه ږغېدا ښه ده :lol: :lol:
يوه بله هم درته کوم ، دورې ( پۀ کابل ) کې که دې له لاسه کېدۀ ، له ښاغلي محمد يار او ښاغلي صالح سره هم و وينه تر سلامونه وروسته مې دا خبره ورته ضرور و کړه ، چې غم يې مه کوئ يو بل رهين پۀ کور کې راته پيدا سو ، ولا ورته پۀ يوه ليکنه[color=darkred:b5f710fa84] ( چې ددۀ پۀ طبع نه وه برابره)[/color:b5f710fa84] د عمر ياري يي را سره پرېښووه!!!![color=indigo:b5f710fa84] ( خالد جان در يادوم )[/color:b5f710fa84]
خو هغه پر تا هم باور نسته ، خدايزده چې رښتيا هم کابل ته ځې او که هسې يي پلمه کوې !!؟
ځکه چې وايي : يو ګوډ بې ايمانه ،بل ړوند بې ايمانه ،بل کوڼ بې ايمانه او بل ګونګ بې ايمانه !!!! :lol: :lol: :lol: :lol: [color=white:b5f710fa84]( خوا چې دې بده نۀ سي !!!) [/color:b5f710fa84]


hotak
11.11.2005

يارانو مينه اوسلامونه مي درواخلۍ
.اوس زه ډیرمصروف یم.دکال پای دی اودکمپنۍ اکاونټس فایل کوم.تیرکال هم دغه شپې مصروف وم خوخیردي يوس باس مي خورا ونازولم. پنځلس زره ډالرجایزه او اوه ورځي يی میکسیکوته واستولم.
اوس چی زه له خیره سره بیاډالري معاش جیب ته کړم بیانوانشاالله ته حاجت نسته
هوريشتيا هغه دحليمي صيب کيسه سباکه خدای کول درته کوم......
مينه مننه ستااودټولو نصيراحمدهوتک ابن حاجي ملخی هوتک رحمه الله


کټوازی
12.11.2005

د پردېسۍ د حجرې د تاودۀ او خواږۀ مجلس يارانو !
د زړۀ له کومې مې سلامونه او احترامات و منئ !

خدای مو ژوندي او ګړندي لره !!!

ستاسې د ټولو پۀ اجازه ،ليکنه به د هوتګ پۀ نامۀ ځانګړې کړم

[quote:aee543e1a8]ياخودي پخواله "مقاماتو"سره لار ليکه لرله اويااوس ددی هڅه کوې چي ددغه ډول ملاتړله لاري ځان دهغوی له "نظره"یوڅه غلی وساتی.که څنگه؟؟؟[/quote:aee543e1a8]
وايي کرميه غم به نۀ وي غم به راوړې ! پۀ هماغه ورځ چې تا د مفتي صيب حکيمي عکس پر خپل ځای ولګاوۀ ،اتفاقا د ايي اېس ايي د يوۀ کارنده چې له ما سره ناست وو، نو موړی عکس له نظر تېر شو ، پۀ خورا جدي ډول يې و پوښتلم ،چې ،[color=indigo:aee543e1a8]( اسد! يه يهان ؟)[/color:aee543e1a8] ما ورته پۀ خندا وويل چې داعکس دلته له موږ سره د ادبي مزاحيه مباحثې پۀ فورم کې يوۀ ګڼ کپ هسې چټي پخپله حاشيه کې لګولی ، او همدا نن يې د خپل اصلي عکس پر ځای لګولی ،ښايي له کومې انټرنېټي سرچينې څخه يي راخيستی وي !!!

خو خير تر څۀ خبرو وروسته يي را سره ومنله ،خو چې رهي کېدۀ پۀ خندا کې يي راته وويل [color=white:aee543e1a8]( دال مېن کچهه کالي بهي هې )[/color:aee543e1a8] نو له ځانه سره مې وويل : چې ښه اوس خو يې نږدې پرې...................... !!!

[quote:aee543e1a8]
اوداخودي هم په ياد دي چي اشنايان دي په خورامرموزه ډول دلته اوهلته وژل کيږي.......تيره اونۍ هم دبادغيس والي مولوي عبدالمنان اودغوروالي مولوي اکبرچاويشتلي.....انالله وانااليه راجعون[/quote:aee543e1a8]
خدای پاک دې ورته د خپل رحمت پۀ غېږ کې ځای ورکړي ،خو زموږ نور د خدای فضل دی چې له يوې خوا هم ډار نشته ،هو! پۀ هغه صورت کې ،لکه څرنګه چې مې پورته ياده کړه ،کېدای سي د املوکو پۀ تول کې ولاړ سو ،خو هغه هم ،وايي پۀ دنيا کې نس دی او يا نفس دی ،که خدای کول د املوکو پۀ تول کې به نه يو تللي ،که څرنګه ؟؟؟؟ :oops: :lol: :roll: :evil:


hotak
12.11.2005

مينه
له کاليفورنيادباندي اوپه پردي اخورلګيايم٠پښتونشته په ماوس يي ليکم٠
چي کور ته لاړم بيابه ګورو٠٠٠٠٠٠٠٠


کټوازی
13.11.2005

د پردېسۍ د حجرې د تاودۀ او خواږۀ مجلس يارانو ،

د زړۀ له کومې سلامونه او تسليمات درته ډالۍ کوم !

زۀ خو ولا که خبر يم چې دا د ټوکو ټکالود فورم مسؤل څوک ټاکل شوی دی ،چې پۀ پټه خلۀ يي زما او دهوتک پۀ ليکنو کې لغتې ووهلې !!؟؟

خدای دې وکړي چې دا کار مرورو جانان (خالد) کړی وي ،ځکه خو يي خپل نوم هم نه دی ورسره ليکلی ،ځکه چې مشر لالا (وطنمل صيب ) خو چې هر ځای د چا پۀ ليکنو کې ورخېژي ،يا د خالد جان پۀ ژبه چې پکې ګډېږي ،نو خپل نوم ورسره خامخا ليکي !!!

خو هوتک ته هم ځولۍ غوړوم چې د خدای لپاره بسته نور مې د پېښوريانو پۀ ژبه دا بکواس ته مه تشويقوه ،ځکه چې تر اوسه مې هم بل ځای ليکنې نۀ دې ړنګې شوې ،خو دا د خالد جان پۀ حجره کې مې دا دويم وار دی چې د اصلاح کوتک پر ملا خورم !!!



څاروان
14.11.2005

۱۴-۱۱-۲۰۰۵

يارانو د څاروان غوړ او نرم سلامونه قبول كړي.

خوښ شوم چې د هجري مجلس د كوربه په نه موجودګيكي هم ښه تود دي خير د خالد جان خپله خوښه خو دا ورسره نه ښايي چې د ټول افغان د زړو او ځوانانو غوښتنه يي لا تر اوسه نه ده منلي او د هجري څخه د باندي مرور ناست دي، يوه لنډۍ راياده شوه
[color=darkred:f4a8e0f8de]په هيڅ قانون نه پخلا كيږي
د مرور جانان پښتو حيرانه كړمه[/color:f4a8e0f8de]

[color=white:f4a8e0f8de]او ګوره خالد جانه مونږ دي لكه پنجر سيكل په نيمايي لار كې پريښودو. نوره دي نو خپله خوښه اشنااااااااااااااااااا.[/color:f4a8e0f8de]

[color=darkblue:f4a8e0f8de]صميم جانه [/color:f4a8e0f8de]ګوره د هوتك اشنا سره لاس تر كوټه راونه باسي او حتياط ورسره كوه ځكه چې تر اوسه مونږ هغه يو مرور راپخلا نه كړي شو هسينه چې دي هم رانه په څه پلمه خپل څادر څندوهي او د هجري څخه لاړ شي ، دوي خو د رقيبانو پروا نه لري خو زمونږ بيا د رقيب پر خندا زړه چاوديږي.
او بله دا خبره چې د [color=white:f4a8e0f8de]ايي اېس ايي [/color:f4a8e0f8de]د كارمندانو سره دي ناستي پاستي خبري دي زمونږ پر ژبه هم دا الفاظ راوستل :
( دال مېن کچهه کالي بهي هې )

نو اشنا د رقيبانو سره اشنا يي څخه لاس په سر شه هيڅكله هم د دښمن په غوړه مالي او نرمه ژبه ونه غوليږي.

[color=darkred:f4a8e0f8de]انګار لالا[/color:f4a8e0f8de] سفر درته ښه غواړو خداي پاك دي د كابل څخه روغ او جوړ او سلامت بيرته په خير سره راستون كړه. خو د صميم اشنا خبره صحيح ده خيال كوه ځكه .............

په مينه او مننه

يوسف څاروان


کټوازی
14.11.2005

د پر دېسۍ د حجرې د تاودۀ او خوږۀ مجلس خوږو يارانو ،

د صميم د پردۍ خلې پردي سلامونه و منئ !

محترم څاروان صيب ،ښۀ راغلاست ،خدای دې هر قدم د نېکۍ پۀ تله کې درواچوي ،

يه ،يه خدای دې هم و نۀکړي چې هوتک به خپه کوم ، تاسې يي مه منئ ،خو زۀ پۀ ايمان درته وايم ،چې نصير احمد جان هوتک زۀ خپل جيګري ملګری بولم ( که څۀ هم چې دلې پۀ ټول افغان کې مې پېژندلی ،او پخوا تردې مې نه پېژاند ) ځکه چې پۀليک کې يي ځانګړی اسلوب او سټايل ډېر خوند راکوي ، او پۀ پوره مينه يي لولم ،خو داچې دلته د ټوکو ټکالو پۀ فورم کې ولې ورسره شوخي کوم ؟ لامل يې پخپله همداپۀ پورتنيو کرښو کې پټ دی ،چې ما يي يادونه وکړه ،او بايد درپۀ ياد يې کړم ،چې زما دغه شوخي زما پۀ نظر دوستانه ،صميمانه ،عاشقانه ، دلبرانه ،جانانه او داسې نورې يو څو هاهانه او نانانه بڼه لري ، اماداهم کېدای سي ، زۀ خپل مطلب سرچپه بيانوم ، ځکه چې هسې هم ماتۀ ډېر خلک وايي ( ستا ملنډې نۀ دي زده ) او کله ،کله خو لا داهم راته وايي ،چې د خرۀ لغته ،ملنډه وي !!!

خو پۀ هر حال .....................

چې هوتک پۀ فورم کې نۀ وي ، کټ مټ لکه پۀ وړو کې چې مالګه نه وي ،يا پۀ بله ژبه ،هوتک خو د ټول افغان مالګه ده ،نو ولا چې موږ ټول يوې خوا ته او هوتک بلې خوا ته !!!

[quote:34168114e1]
[color=red:34168114e1] او بله دا خبره چې د[color=white] ايي اېس ايي [/color:34168114e1]د كارمندانو سره دي ناستي پاستي خبري دي زمونږ پر ژبه هم دا الفاظ راوستل [/color]:
[color=white:34168114e1]( دال مېن کچهه کالي بهي هې ) [/color:34168114e1]

[color=indigo:34168114e1]نو اشنا د رقيبانو سره اشنا يي څخه لاس په سر شه هيڅكله هم د دښمن په غوړه مالي او نرمه ژبه ونه غوليږي. [/color:34168114e1][/quote:34168114e1]

هاهاهاهاها ،څاروان لا لا تاسو خو رښتيا وګڼله ،خو ګورئ پام مو بايد وي ، چې پۀ دې خبرو مو له ټول افغان څخه ټغر نۀ کړئ راټول ، ځکه مشرلالا ( و طنمل صيب ) خو بيا ښۀ پېژنئ چې ډېر غو سه ناک دی !!!

د او س لپاره همدومره بس دي ،ځکه چې ملګري مې و بلې خواته کشوي

خو دا بايد ووايم ، خالد خو هسې هم کندهاری و نه خوت ، او پۀ تشه ګيله يي رنګ ژېړ شو ، دلته يوه لنډۍ را پۀ ياد سوه

[color=indigo:34168114e1] رنګ دې پۀ تشه ګيله ژېړ شو ،

هاله به څه کړې ؟ چې شرنګی د تورو وينه !!![/color:34168114e1]

خو دا غروال صيب ته دې خدای خير پېښ کړي ، لا و لې نه راځي ، ځکه اختر خو هم تېر شو ، خو کېدای شي، ګړۍ ( ساعت يې ) شاته سوی وي ، او ګمان کوي ، چې لا روژه ده ، پۀ دې روزه کې د چا له وسه کېږي !!! که څرنګه ؟



څاروان
15.11.2005

15-11-2005

د مجلس يارانو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

اقتباس:
[color=darkred:c652ebf915]د صميم د پردۍ خلې پردي سلامونه و منئ ![/color:c652ebf915]
صميم جانه دا سلامونه دي چې په ناګمان راتاوكړي څه چل پكې شته دي خو خير كه زما په تيره ليكنه كې په كومه خبره خوابدي سوي وي نو بښنه غواړم.

روره دا د هجري اشنايانو داسي ښكاري بل كوم ځاي ښه بنډار پيدا كړي نو كوښښ كوي چې څه پلمه كړي او ځان خوابدي وه ښي چې ترڅو نوي يارانو سره....
نو په تيره ليكنه كې چې ما درته د هوتك په اړوند څه ليكلي د همدي وجه چې داسي نه چې هوتك هم د خالد جان پر قدم قدم كيږدي. خير به هر حال زه درسره په دي خبره كې موافق يم [color=white:c652ebf915]((چې هوتک پۀ فورم کې نۀ وي ، کټ مټ لکه پۀ وړو کې چې مالګه نه وي ،يا پۀ بله ژبه ،هوتک خو د ټول افغان مالګه ده ،نو ولا چې موږ ټول يوې خوا ته او هوتک بلې خوا ته !!!)) [/color:c652ebf915]

صميم جانه هغه د هوتك اشنا د كوژدي خبره پر كوم پاټك ولاړه ده؟

او د وطنمل د خبري په اړوند بايد ووايم چې الله پاك دي هيڅكله هم د وطنمل روغي سترګې ته مه برابره وه كنه نو په ډيرو ليكنو كې به دي په ډيرو خبرو ګيلماله راكش كړي.

محترم غروال صيب به په څه كارونو مصروف وي ځكه دي خوا سر نه راښكاره كوي ، خير الله پاك دي هغه انګار لالا ته خير كړي او بيرته دي په خير او سلامتي سره د كابل نه راستون كړي ځكه كابل ته دد په روتګ سره ځانمرګې بريدونه هم شروع شوي.

د اوس لپاره مو په مخه ښه او نوري خبري به بيا سره كوو.

په مينه او مننه

يوسف څاروان


زابل
15.11.2005

وروڼو هسي نه انګار ورور استشهادي عمليات تر سره کړي وي په انځور کي خو هسی ترورست ترورست بريښي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠


کټوازی
15.11.2005

محترم څاروان لالا،

اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !

خدای مو تل همداسې دراندۀ لره !

داد بښنې پۀ غوښتلو مو شرمنده کړم ، ځکه چې تاسې خو د يوۀ مهربانه ورور پۀ څېر هرځای ماته پۀ مشفقانه کلماتو کې مخاطب شوي ياست ، نو بيا ...................... څرنګه ؟

او بيا ماچې ويلي ،
[quote:ef399ffb49]د صميم د پردۍ خلې پردي سلامونه و منئ ! [/quote:ef399ffb49]
نو ولا که مې کومه موخه ورځينې متصوره وه ، هو ! ما ويل راشه هسې هم هوتک درباندې بدګمانه سوی دی ،چې ګمان يې پۀ يقين بدل شي[color=white:ef399ffb49] ( له ټوکيز له پلوه ) [/color:ef399ffb49]اوبيا تاسو کومه داسې خبره کړې چې زما خوا به پرې بدېدله!! ؟؟

[quote:ef399ffb49] روره دا د هجري اشنايانو داسي ښكاري بل كوم ځاي ښه بنډار پيدا كړي نو كوښښ كوي چې څه پلمه كړي او ځان خوابدي وه ښي چې ترڅو نوي يارانو سره.... [/quote:ef399ffb49]

خدای به پرې عالم وي ،خو زۀ به ورته دومره ووايم
[color=cyan:ef399ffb49]
چې د يارۍ مطلب دې نۀ وو ،

............................ زما ويدۀ زړګی دې ولې ويښاوونه ؟ [/color:ef399ffb49]
[quote:ef399ffb49]
صميم جانه هغه د هوتك اشنا د كوژدي خبره پر كوم پاټك ولاړه ده؟ [/quote:ef399ffb49]
پتمنه وروره ،پردې تړاؤ که مې ونه پوښتې ښه به وي ،ځکه چې زما لاس خو تورې پشۍ (پيشو) څټلي دي ،که روغه خبر وکړم هم ،خلک مې نه پرېږدي ،يو دوه کرته مې تردې پخوا پۀ دې هکله څۀ ويلي وو ،ولا تر اوسه لا پرې پېښمانه يم ، پۀ دې پورې يوه کيسه راپۀ ياد سوه ، زموږ پۀ کلي کې د دوو کسانو تر منځ څۀ لانجه وه ، يوۀ خير خوا سړي و يوۀ بل ملګري ته ويلي وو ،چې راځه ددغو منځ ته ورشو ،هسې نه چې دا لانجه نوره هم سره بژه شي ، او بدو ته سره ورسېږې ، هغۀ ملګري چې دا دواړه کسان يې تر څۀ بريده پېژندل ،او د لانجې پۀ واقعيت او مقصديت يې خبر وو ،نو يي ورته وويل ،چې ولا که لا بدو ته سره ورسېږي ،او ولا که يي لا تر منځ کومه لانجه وي ، دا خلک چې خدای پيدا کړل ،د خلکو بې عزتي ته يي پيدا کړل ، غواړي چې که څوک مو د روغې جوړې پۀ نېت منځ ته راشي ، او له دې لارې يي بې عزته کړو ،چې د روغې پۀ نامۀ يي زموږ پۀ منځ کې منافقت کاوۀ !!!

نو اوس د هغۀ سړي خبره ،هوتک چې دا د کوزدې نغاره ډنګوي د خلکو د بې عزتي لپاره يي ډنګوي ،ولا که بله کومه ځانګړې موخه لري ، ځکه چې بې کوزدو او ودو خو موږ هم يو ،[color=indigo:ef399ffb49] ( سره له دې چې يوه جنوني ناروغۍ موهم ورسره ملګرې ده )[/color:ef399ffb49] خو بر سېره پردې ولا که دومره................. چې هر ځای دې خپله بېکرارۍ او تنهايي بيان کړو
[quote:ef399ffb49]
او د وطنمل د خبري په اړوند بايد ووايم چې الله پاك دي هيڅكله هم د وطنمل روغي سترګې ته مه برابره وه كنه نو په ډيرو ليكنو كې به دي په ډيرو خبرو ګيلماله راكش كړي. [/quote:ef399ffb49]
يوه بله راپۀ زړۀ شوه ، درې مياشتې وړاندې کټواز ته تللی وم ، هورې يو سړی چې پۀ صالح محمد مشهوردی، هره خبره پۀ ډېر هنر ،اړوي دساري پۀ توګه پۀ يوې خبرې پسې ما ورته وويل ، چې صالح زۀ چې کله کمکی وم او دلې راغلی وم [color=white:ef399ffb49](١٠ کاله پخوا ) [/color:ef399ffb49]نو هغه مهال هم تۀ پۀ همدې غاښ مالومېدې ،او اوس هم !!!

دۀ راته وويل :::چې ښه ! تۀ يو وارې کمکی هم وې ،ما خو ويل چې همدومره به پيداسوی يې !!!

نو پۀ خبرو ،خبرو کې يي ،وويل نن چې پر ګودر را تېرېدم ،له څلورو پنځو ښځو سره مې څنګ وواهۀ ،!!!

ما ورته وويل ،چې وه صالح دا څۀ وايې پۀ دغو ښځو کې خوبه زموږ د کلا ښځې هم وې ؟

دۀ وويل : يه يه ،دومره خو ما هم ورته کتل ،چې چېرې ، له خپلې سره څنګ ونه وهم !!!

نو اوس د صالح خبره ، دومره خو وطنمل هم ورته ګوري ، چې چېرې د خپلو پۀ ليکنو ګلماله نه کړم ،راکش ،ځکه چې خپلوي او دوستي خو هم پۀ رمازۀ پالله کېږي ،او بيا که کله ،کله له پاټلۍ (کرښې) لوېدلو ،نو پروا نه کوي که يو ډب پر ملا وخورو ،ځکه هغه خو به هم زموږ پۀ ګټه وي ، او بيا دا خو که نه منې هم راسره منې به يي چې موږ عام پښتا نۀ خو هغه ادب کورټ نه پېژنو چې منطق يې پۀ قلم کې دی ،ولې هغه ادب بيا ښۀ پېژنو چې منظق يې پۀ ډب کې دی ! ځکه خو وايو چې ، چېرې ډب وي ،هلته ادب وي !!
[quote:ef399ffb49]محترم غروال صيب به په څه كارونو مصروف وي ځكه دي خوا سر نه راښكاره كوي ، خير الله پاك دي هغه انګار لالا ته خير كړي او بيرته دي په خير او سلامتي سره د كابل نه راستون كړي ځكه كابل ته دد په روتګ سره ځانمرګې بريدونه هم شروع شوي[/quote:ef399ffb49].

څاروان لالا ،پۀ مطلب مو ونه رسېدم ، له ځانمرګي بريدونو څخه مو کوم بريدونه مراد دي ؟ هغه بريدونه چې ما يي يادونه کړې وه ، او له ځانه سره مې ورته د پام کولو توصيه کړې وه !! ځکه چې هغه بريدونه خو هم د سړي ځان يا جان (روح وژني ) که څنګه ؟

پاته سو غروال صيب ، ولا که پوهېږم ، چې دا له جرمني څخه يي هم پکتيا جوړه کړې که څۀ شی دی ،چې له لانجو او بېلچو نه خلاصېږي !!![color=indigo:ef399ffb49] ( ځکه چې پۀ افغانستا او پۀ ځانګړې توګه پۀ لويه پکتيا ياني پکتيا ،پکتيکا او خوست کې خو له لانجو او بېلچو پرته نور مصروفيات نسته )[/color:ef399ffb49]



څاروان
18.11.2005

محترم صميم جانه وعليكم السلام و زما لخوا هم د حلوا په څير غوړ، نرم او ګرم سلامونه سره دي نيكو هيلو قبول كړه.
وروره خوښ شوم چې راڅخه خوابده شوي نه يي او پاتي شوه د هوتك اشنا خبره خير هغه خو په دي ورځو كې هسي هم ډير مصروف دي چې د خيره سره كارونه يې يو څه په څنډه شې بيا به د هجري مجلس ته ښه فارغه وي نو انشاء الله چې د ډاكټر شاخي كيسۍ به درته ډيري وه كړي.
او پاتي شوه ستاسي او د هوتك اشنا هغه بله لانجه نو ياره زه به دي هم د يوي خبري څخه خبر كړم خو ګوره چې هوتك اشنا پري خبر نه كړي هغه دا چې كله ما په ټول افغان كې خپل نوم ثبت كړو او د مختلفو ليكوالانو ليكني مې وه لوستي نو په اسلام اند ليكوالانو كې د عادل وطنمل صيب ليكنو ډير خوند راكړو له همدې امله مې اراده وكړه چې په اړوند يې څه معلومات ترلاسه كړم . د هغه ليكوالانو څخه چې ما پوښتني كړي وي يو هوتك اشنا هم وه خداي شته چې د هوتك اشنا جوابي پيغام مې لا تر اوسه له ځان سره ساتلي چې [color=white:f0435aa513]دومره ستوري يې راته په اوږو لګولي چې حساب يي نه دي معلوم[/color:f0435aa513] خو خير هغه هسي هم اوس زړه خبره ده نو تر ډيره وخته مې د هوتك اشنا پرليكنو خپل نظر خو پريده لوستي مې هم ډيري په احطياط سره. بس ياره صميم جانه ما خو دا پريكړه كړي چې په فورم كې به د هوتك اشنا سره خبره نه تاووم ځكه زړه مې ډير زر خپه كيږي. هسي نه چې هوتك اشنا به ټوكه كوي او مونږ به له هجري څخه څادر څنډوهلي وي.
او پاتي شوه د كوژدي خبره نوشكر الحمدلله زه الله پاك له دي سوچونو او فكرونوڅخه خلاص كړي يم او په ۱۹۹۸ كال كې مې واده كړي او تاسي ته دي الله پاك اجر اوصبر دركړي او رامانونه مو خداي زر پوره كړه خو صميم جانه دلته يوه خبره ياده لره چې په تياره كې هرسړي ويريږي خو [color=brown:f0435aa513]څوك به حال وايې او څوك به ئې نه وايې. [/color:f0435aa513]

ياره د اوس لپاره همدومره بس دي كور ته ځم او ناوخته كيږي بيا به نوري خبري كه خداي كول بله ورځ سره وكړو .
دا يوه خبره اوس راپياد سوه زما مقصد له ځان مرګې بريدونو څخه هغه دري ځان مرګې بريدونه وه چې تيرورځ په كابل كې تر سره شوه.

په مينه او مننه

يوسف څاروان


کټوازی
19.11.2005

د پردېسۍ د هجرې د ساړۀ او زاړۀ مجلس يارانو،
ساړۀ ،ساړۀ سلامونه مې ومنئ !
دروند څاروان لالا،البته تاسې مې لږ غوندې تاودۀ سلامونه او پستې او خوږې هيلې ومنئ !
له خواشينۍ يې ليکم ، چې د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ مجلس ديارانوپر هجره د جمود پېريانو کډې اړولې ، ولا يو خو دې خالد جان له موږ سره ډېره سخته جفا وکړه ، چې پۀ نيمه لار کې يي پرېښوولو،
[color=cyan:6a02de718b] ما پرې اعتبار کړ ځان مې خوار کړ ،
........................................... بې ننګه يار پۀ نيمه لار کې پرېښوومه ![/color:6a02de718b]
ما خو يي تردې حاله خاطر کاوۀ ، چې پۀ دې لنډۍ ،
[color=darkblue:6a02de718b] د طالبانو درک نسته ،
......................... پر حجره باندې يي پرېوتل ګړزونه ![/color:6a02de718b]
مې د ټولګړو بحثونو د فورم پوهنيز،او ټولنيز درانۀ او خواږۀ بحثونه ټول قربان کړل ،او حجرې ته مې يي مخ راواړوۀ ،، مګر دۀ راسره وفا ونه کړه ، د اردود يو شعرۀ مضمون راياد سو ، خو شعري بڼه يي خدايزده ،دا وړ ده ،او که څرنګه !؟
جانا تو تها، ويسي بهي مګر ،
..................................... پلکېن اټها کرپيار سې دېکها کېون ؟
[color=indigo:6a02de718b][/color:6a02de718b]
پاته سو نور ياران ، انګار خدای مکړه ،چې پر نورو معاملونه وي اوښتی ،ځکه هسې هم د کابل جان فضا اوس څۀ پېغله ،پېغله ده ،له خدایه يي پۀ روغ اودخيرپۀ ساعت کې د ديدن غوښتونکي يو ، دامې تردې پورې وويل ،چې د کابل جان فضا ماپخپله يو نظر له نږدې ليدلې ، پۀ دې يوۀ نظريې زۀ دومره مسحور او مسرور کړم ،چې وروسته يي تمنايي او سودايي سوم !!!
د اوس لپاره ،به همدومره بس وي ، ځکه چې درس ته روان يم !



څاروان
21.11.2005

21-11-2005

صميم جانه اشنا وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته

ياره د پښتنو په هجره بايد چپتيا حاكمه نه شې خو خير فكر كوم ياران په څه مصروف دى او ټول افغان ته د ليكلو په نيت سر نه راښكاره كوي ځكه په دى لنډو ورځو كې د محترم [color=darkred:5e7a7801f2]غروال صيب [/color:5e7a7801f2]كومه ليكنه مې نه ده تر سترګو شوي خو پرون مې د نادركه [color=white:5e7a7801f2]هوتك اشنا [/color:5e7a7801f2]ليكنه د عامو بحثونو په فورم كې د ډاكټر شملزي صيب لخوا د وركړي شوي مضمون په ليكه كې وه لوسته او ډير زيات ئې وه خندولم نو كه بانوري ورو ئې ولولي نو بايد تر هغه بيا ليكنه ونه كړي چې ترڅو د پښتو ليكل ياد كړي خو د هوتك اشنا څخه مې دا ګيله وه شوه چې په نورو بانډار خونو كې په مختلفو موضوعاتو باندي خبري اتري كوي او دلته زمونږ پوښتنه هم نه كوي.
او [color=darkred:5e7a7801f2]انګار لالا [/color:5e7a7801f2]به په خير سره راستون شې خو كه د هجري د يارانو همدا حال وې فكر نه كوم چې انګار لالا دى د كابل كومه كيسه راته وكړي ځكه ګف شپ او كيسۍ كول د خپلو همغاښو سره مزه كوي او زما په فكر چې انګار لالا ، غروال صيب او هوتك اشنا به تقريباَ سره همزولې وې.
او د [color=indigo:5e7a7801f2]خالد جان [/color:5e7a7801f2]په اړه چې دى كومې ټپي ليكلي نو كه زما منې د بي صبرې په كشتي كې مه كينه او كه صبر وه كړي نو يوه ورځ به مرور ياران ټول له ځان سره په يو پوزي ناست وه ګوري او په دى خو انګار لالا خبر دى چې خالد جان ولي مرور دى بس مونږ خو فقط داسۍ وايو:

سترګي په هيچا پسي مه شه
..................... چه چا په سي شي په ژوندن ستومانه شينه
د بدو سترګو په امان شي
..................... جانانه دا دعا به ټول عمر كومه
-----------
[color=darkred:5e7a7801f2]------------------------- زړه به مي هله په قرار شي
------------------------- چه يار هوښيار شي د رقيب نه په څنګ شينه[/color:5e7a7801f2]

[color=white:5e7a7801f2]به هر حال خالد جان هم ډير نه دى ملامت ځكه د فورمونو حالت هم برابر نه دى:[/color:5e7a7801f2]
[color=darkblue:5e7a7801f2]------------------------- چه دا نظام دغه حالات وي
------------------------- هرڅوك به خوري د زړه په سر باندي داغونه[/color:5e7a7801f2]
چرته چه دوه زړونه شكمن شي
حالات ازغن شي مخكښي تګ كله كوينه

صميم جان اشنا اوس درڅخه رخصتيږم كه ژوند باقي وه بيا سره خبري كوو.

يوسف څاروان


کټوازی
21.11.2005

ښاغلی څاروان صيب ،
يو وارې مې بيا له مينې او درناوي ډک سلامونه ومنئ !
هو ! امين د پښتنو پر هجرو دې خدای د خاموښۍ او چپتيا پېريان نه حاکموي ، خو داچې زموږ پر حجرې له څۀ مودې راهيسې د جمود او رکود پېريانو اړولي ،دا به که خدای کول يوه ورځ رښتيا هم خامخا پاڅېږي ،
غروال صيب ته دې خدای پاک (ج) له ټولو ياران سره خير پېښ کړي ، خدای دې يي پخير او روغ ساعت راستون کړي ، ولا زما يي هم د اختر د مبارکۍ له پېغامه پرته دا ډېره موده ليکنې نۀ دي ترسترګو سوې ، نه سم ويلای چې څه ته ؟، خدای مکړه ،چې نور يي خداې پۀ اماني نه وي راته ويلې !!!
هو! رښتيا هم هغه د ورک هوتک ليکنه ما هم ولوستله ، خدای سته چې ورته ومې خندل ،خو لږ مې خوا هم ځنې بده سوه ، ځکه چې پۀ يوې خبرې پسې يي ټول سلېمانخېل (موږوال) ياد کړي وو ، خدای دې يي راولي ،ګورم به ورسره ، ځکه چې له کټوازه يي سلېمانخېل ورکشول ،پۀ خوا کې پراته اندړ او کندهاريان يي هېر وو ؟
خو خير ، راځه له نوې دې خبر کړم ، وطنمل صيب ، د ټول افغان ليکونکي او ليکنې پۀ دريو برخو کې ووېشلې ، يوه برخه يي د ښو ليکونکو او ليکنو ، بله يي د متوسطو او وروستۍ يې د بې خونده ليکونکو او ليکنو ، اوس نو راځئ چې ځانونه تيار کړو ، چې څوک يې ګټي ؟
خو خدای مکړه ،هسې نه چې موږ يې د بېخونده ليکونکو پۀ ډله کې ګڼلي يو ،ځکه چې د هغوئ پۀ باب يې داهم ويلي دي ،چې له ښو ليکنو يي هم بښنه غواړم ، ښايي پردې تړاو يې داشعر نۀ وي ورپۀ يادسوی ،وايي::
[color=cyan:f2f9330c26]ستا له خيره مې توبه ده ،
,,,,,,,,,,,,,,,خو دا سپی دې رانه کوري کړه ![/color:f2f9330c26]
نور نو اجازه راکړئ ،چې ولاړ شم ،ځکه دلې يو بل ځاي هم سر ورښکاره کوم ، او بيا به که خدای کول سبا راځم !


hotak
21.11.2005

يارانو مينه اوسلام!
اسده وېغام الي ته خو په نه خبره مرور يی!!! ماچي سليمانخيل راننگولي وو نو خداي شته چي مورد يی هم والله که دومره بد وو. :wink:
په هرصورت ماغوښتل چي دحسن خانخيلو نوم واخلم خو غلط شوم اوقلم مي دسليمانخيل نوم وليکه. تکليف معاف هو يارو................
پاتي شوه داندړو خبره نو وام دغو کاکا دي شيلگر څلويښت نفره اندړ خواري غريبي ته پاکستان ته دخربين په لاره روان وو.
په لاره کي دي تا دوو قوميانو لاره ورته نيولي وه اوڅلويښت سره يی داسي لوټلي وو چي آن جوبان يی ورچه پريک کړي وو. هغوي چي کله بيرته شيلگرته له نيمي لاري راستانه شول نونوپه جومات کي يی ددغي پيښي کيسه کوله. يوچاورنه وپوښتل چي داڅنگه کاروشو چي يوازي دوو کسانو څلويشت تنه لوټ کړاست.
دمسافرو مشرورته وويل چي کاکا سره شل شل يی کړو :lol: :lol: :D

وايي يوبل شلگری اندړ(هغه دهميم جلالزي اونورو اندړو مخ ته دي چم وي)
له نورو ملگروسره يوځای مسافري ته روان وو. په خربين کي سليمانخيلو لار ورته نيولي ده او تړلي يی دي. دلوټلو سربيره يی بدرد اوښکنځلي هم ورته کړي. دوي چي کله بيرته کلي ته راغلي دي نو په جومات کي يی دغه پيښه بيانوله.
دمسافرو يوه ملگري جومات والو ورته ويلي چي ياره دجمعه خان دي دمورشيدې شي. ډير زړه ور وو. له غلو سره يی داسي خوله وهله لکه بياتي. يوه سپين ږيري ورنه وپوښتل چي ښه هغه څنگه؟؟؟
ده ورته وويل چي غلو موږته دلوټلو پرمهال ښکنځلي کولی اوجمعه خان ورته وويل چي غل کاکا کنځانو ولي کوې؟؟؟
دجمعه خان پلار چي خورا په مينه يی دزوي دزړورتياکيسې اوريدی ددغي خبري په اوريدوسره راپورته شو اوجومات والو ته يی په خورا وياړسره ويل چي ولي زما زوی ندی که څنگه؟؟؟ :lol: :D :lol:

زما يوه ورور چي دزابل دمجاهدينو کومندان وو کيسه کوله چي دجهادپرمهال دواغظ داندړو يوه قومندان دوسلو نه ډکي لارۍ له پاکستانه مخ په غزني بارکړي.
دکټواز شاوخوا ورته دصميم کليوالو لاره نيولي. له قومندان سره دغه مهال ټي ټي توپانچه اويو کله کوف هم په غاړه او .غلوپه پوره ډاډسره دهغه دلاس ساعت ترې خلاص کړاوپه خپله مخه روان شول. وايی قومندان صيب وروسته پسي غږکړچي صاحبانو گورۍ چي له دغه ساعت سره اودس ونکړۍ اوبه ورځي........ :lol: :D
اودکندهاريانو خو خورا ډيري غوري دي. يو ځل دکندهارپه یوه هديره کي آن زه پخپله ديوه سپين ږيري له "منگولو" خلاص شوی يم. خوڅنگه چي واک نن سبا دکندهاريانوپه لاس کي دی ځکه نوزه ورنه تيريږم اوگوزاره پدغو خپلو اندړو اوسليمانخيلو کوم...
هوالبته که کرزی صيب شخصاًراته اجازه وکړي نوبيا خورا ډيرخام موادلرم........
مينه اومننه.................ستاسي ورور نصيراحمد هوتک......


خاټول
21.11.2005

هوتکه !ورکشي والله چي ایله نن دي وخندولم الله تعالی دي وخندوه، وروره ! يووي خبري ،ته دي پام را اړوم او هغه داچي دا فورم مونږ ښځمني هم ګورو نو په خپلو ليکنوکي دي لږ زمونږ خیال هم ساته سمه ده .
ترور دي وارۍ شه اودبلا مخ ته دي ودريږم.
خاله دي خاټول


کټوازی
22.11.2005

هاهاهاهاها،
هو تکه! تر اوږدې غير حاضرۍ او ناسوبتيا وروسته ، پخير راغلې ، هر کله راسې ، ښۀ راغلاست ، خوش امديد ،مانده نباش ، وېلکم ، هرکدې اؤ، هر وېلې اؤ ،اهلا و سهلا يا حبيبي حيا ،حيا !!!
زړګيه ! زما پۀ زړۀ پورې غورې دې راخيستې ، ولا را کې سخوندرې سوې ،ما ويل راځه له تاسره خو هم يو څو داسې غورې سته ،چې د يو څو شېبو لپاره سره په وخاندو ،خو وايي چې زما وار راغی له پاسه يي پلا راغی[color=white:d08d81ea10] ( د پتمنو خويندو او مشرانو مخې ته دې د اندړو خرۀ تېرېږي )[/color:d08d81ea10] ،چې ما ځانه سره راټولوۀ ، پتمنې ترورۍ غاټول پر مځکه،کرښه راوکښله وايي پام ،تردې کرښې تجاوز ونه کړئ !
ګنئ خدای سته ،چې د شيلګر د زمريانو او کندهاريانو پۀ باب راسره کافي مواد پراتۀ دي ،
خو ګرانې ترورۍ غاټول تاسې هم بايد دې ته متوجه کړم ، چې زموږ بنډار او خوند خو مو راخراب کړ ، اوس به راسره خامخا پۀ بنډار کې ګډون کوئ ،او ګنئ پۀ قران لابه د کاکړو دومره غاړې درپسې ووايم ،چې دبيا لپاره د چرسيانو پۀ نېشه کې تېشه ور ونه و هئ !


خاټول
24.11.2005

زما باتورو او شمله ورو وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ورورڼو ځوانۍ ته مو سپيلنی شم باور وکړي ستا په شتون او لیکنو ویاړم،په ځانګړي ډول ستاسو طنزونه غمجن او ویرجن افغانان يوه ګړۍ دغمونو له سمندر نه د خوښيو ساحل ته راکاږي ، او هیلمنه یم چي الله تعالی به درته اجر هم درکړي ، اسدجانه وروره دسر صدقه دي شم ګوره چي زما شتون دي اړ نه باسي چي خپلي ادبي او ظنزي ليکني پريږدي ، وروره زه خو یوهسي ميړه مخي ميرمن يم اوبل داچي خور اوترور مو هم يم نو ځکه به ستاسي لیکني له خپلي ترور سره دزړه خواله يي او دترندو او خويندو سره دزړه په خوالوکي که حجاب وي خو افراطي نه.


کټوازی
24.11.2005

د پردېسۍ د هجرې د تاودۀ ، خواږۀ او پښتانۀ مجلس ،ټولو ګډون کوونکو ،
د زړۀ له کومې مې سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!
او پۀ تېره بيا ګرانې ترورۍ ( توړۍ) خاټول ، سلامونو ته مو وعليکم سلام ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ وايم او پۀ څنګ کې يي پۀ ځانګړي ډول قلبي احترامات او تسليمات در ډالۍ کوم !
خدای دې وکړي ،چې له موږ سره د ټول افغان پۀ ټولو ،اسلامي علمي ،منطقي ادبي ،اجتماعي او پۀ تېره بيا پۀ خواږۀ مزاحيه او طنزيه بنډار کې تر پايه شريک و اوسئ ، ا مين
خدای مو هر ارمان پوره کړه، چې زموږ بنډار مو ښۀ و بالۀ ، زۀ خو ګاهي ،ګاهي ( تاسې والو پۀ ژبه) دا سې انګېرم ،چې زموږ پۀ بنډار کې خو د ځان له درنې او دبل له سپکې ،پرته نور څۀ شی نسته !،
خو داچې اوس ستاسې له خوا مو ډاډګېرنه کېږي ، خدای سته چې له خوشالۍ څخه پۀ جامو کې پۀ مټ کې ځاېيږم ، نو بيا څرنګه شونې ده چې ستاسې شتون به زموږ پر ليکنيز رکود او جمود منتيج شي !؟
يه يه ، هيڅکله به هم داسې ونۀ شي ، که خدای کول ستاسې شتون به زموږ ليکنو ته هنري او علمي بڼه وربښي ، ځکه ،د پېښوريانو خبره له بکواس څخه به مو خلې وتړل شي !
نور نو دلې يو بل ځای د ډمانو مجلس ته هم سر ورښکاره کوم ، يوڅو ګوډې ماتې به موږ هم پکې ووايو ، که د ژوند ترخرۀ و نه لوېدم ،که خدای کول تل به راځم !


hotak
25.11.2005

يارانو سلام اومينه!
ياره خاټول خورې که له موږ اوځان سره ښه کوې نوفورم بس لوله څه ليکه مه.
ځکه دلته دټوکوټکالو په بنډارکي تاته معلومه ده چي څوک په هراتي خره سپاره گرزي اوڅوک څنگه........................مينه مننه


کټوازی
26.11.2005

ښاغلو او اغلو (لېډيز اينډ جينټلمېن)
اسلام عليکم ور حمتۀ الله و برکاتۀ !
هو تکه ! څه کړې ، ځان دې دغاړې دی ، او که د زرمتيانو پۀ ژبه پۀ څټ مخ راپورته شوی يې ؟ :lol: :lol: :lol: :lol:
ګوره ، چې بيا دې له خلې سپوڼ وانه ورم ، چې څوک له ليکلو منعي کړې ، ګنئ ولا که دې بيا پۀ شاجوی کې هم پرېږد م ، :P :P
ښه دی چې د فورم چلوونکی نه يې ، ګنئ خدايزده څومره خوارکيان به دې تر ګونډو لاندې کړي وو،
خو خير راځئ چې د يوۀ شيلګري غوره درته وکړم ،
زموږ يو خورلڼه ،د شيلګر پۀ اندړو کې وادۀ وه ، يوه ورځ يې خپل مېړۀ ته ويلي وو ، دا ډېره موده کېږي ، د پلرګنۍ له خوا مې هيڅ حال نه دی راغلی ، خدای دې هسې خير پېښوي ، راځې چې سبا دورې ولاړ شو ، مېړۀ يي ورسره ښه کړې وه ، خو څرنګه چې پۀ هغه وخت کې به خلکو تګ راتګ پۀ پښو -پياده کاوۀ ، نو دوئ هم سلا سره وکړه ،چې د ماخوستن مړۍ به لږ پۀ وخت وخورو ، زياتي به سوکه ،سوکه پۀ طبع رهي سو ، که خدای کول د سهار چای به پر دوئ واړوۀ ،
د سلا سره سم يې د ماخوستن مړۍ لږ د وخته خوړلې ، او را رهي سوي ، جکه ،جکه ، د سهار لمونځ يې د خسرګنۍ کلي ته څېرمه يوۀ بل کلي ته رارسولی ، مېړۀ يي ورته وويل ،چې وام ماندينې پۀ دين دې ............... تۀ لږ يوې خوا ته ودرېږه ،زۀ به پۀ دې جومات کې زر ،زر لمونځ وکړم ، زياتي به بيا پسې ځو ، خير سړی ورګرځېدلی ، خو داچې د وخت د زياتوالي له امله د سهار پۀ لمانځۀ کې قرات د نورو لمنځونو پرتله خورا اوږد ويل کېږي ، سړی چې ښځه يي د باندې درولې ، او ډېر پۀ تلوار کې دی، و يي نه سوای کولای ، چې پۀ ملا پسې لمونځ وکړي ،ځکه ملا صيب هم قسم کړی وو چې سوره بقره به ټول پکې وايي ، زر زر يې سلام وګرځاوۀ ، او ځانته يي لمونځ وکړ ، پۀ منډه دباندې راووت ، ښځې يي ورته وويل ، چې نا وخته سوې ولې ؟، دۀ ورته وويل ، دا د زوی مړي زمن خدايزده تر څو ولاړ وي ، ورځ يې دلې وي او که څۀ شی ؟ پۀ پښو پسې وچ کلک شوم ، خو لا ولاړ وو ، ياتي مې زر زر سلام وګرځاوۀ ،او ځانته مې لمونځ وکړ ،
خير له دې ځايه خو سره روان شول ، ښځه يي د پلرګنۍ کره ور وستله ، نن ،ځم ، سبا ځم ، جکه ،جکه ، دۀ هم پوره مياشت ورسره تېره کړه ، چې مياشت پوره سوه ،نو د غرمې مړۍ ته يي ښې ګونډې ووهلې ، زياتي سره رهي سول ، د ماسپښين لمونځ يې بيا هغه جومات ته ورورساوۀ ، چې له هغې خوايي د سهار لمونځ ورته رارسولی وو ، ښځې ته يي وويل ، زۀ به دلته ژر ،ژر اودس او لمونځ وکړم ، پر لارې يي بيا نه سم کولای ، خو چې سر يې ورايسته کړ ، جمع ولاړه وه ، پر شا يي رامنډه کړه ، وايي دا دؤسان خو لا ولاړ دي ، ښۀ دی ،چې ورسره درېدلی نه يم ، ګنئ مياشت خو به را باندې دلې تېره سوې وه ! :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more