د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د پردېسۍ هجرې د تاوده مجلس ياران

انځورګر
14.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
14.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



مجيب انګار
14.05.2004

سلامونه خالدهادي ماما څنګه ياست ؟
هيله ده چې توبيت مبارک به دې لکه دهوتک اشناخوښ اوخوشحاله وي.
الله دې جنتي کړه چې يووارې بيادې داپاڼه پرانستله خودټولوګډونوالونه هيله کوم چې بيااوتې بوتې وه نه وايي اوکه څوک له دې موضوع سره مينه نه لري نوموږنالوستي دي ورته پريږدي چې داخپل لړمونونه پرې ښه ساړۀ کړو.
هوتکه وروره ! ياره که دلورينې له مخې يوه فلسفي ليکنه بياوليکې نودابه دې يواحسان وګڼم.
ګوره کنه ! که دې نن زماانځورلرې نه کړنوبيابه نوووووووو........ :lol: :lol: :lol: :lol:


ډيوه
14.05.2004

خېرشه خالد ورورکه بلادې لرې تل همداسې ځوان اوسې :lol: الله دې خيردرکړي چې دغه پاڼه دې بياپرانستله لاسترسړی شې :lol: خوداهوتک لالامې چيرته ورک دی؟ داسې ښکاري چې واسکټ به يې خيرن وي هغه به وينځي
فرېښتې بيبي ته چيرته ولاړې؟ ډوډۍ پخوې که ويده يې؟
ستاسې ماشومه خور ډيوه ګله



هيواد شېرزاد
16.05.2004

سلامونه ګرانو او قدرمنو دوستانو!
خدای پاک دې وکړي چې ټول روغ او جوړ ياست.
زه خو دا ډېرې ورځې ورک وم، هغه ځکه چې انټرنټ ګل مې مرور وه. :) خو نن چې مې انټرنټ ګل جوړ شو او خپل دمه ځاي ((ټول افغان)) ته راغلم نو مې وليد چې زمونږ او ستاسې ډېر [color=blue:aa32c87cd2]کشري پرديس مساپر ورور خالد جان [/color:aa32c87cd2] :lol: راته يو شخصي پيغام راستولی وو، او د هغې پېښې يادونه يې کړې وه کوم چې د دروند مشر پاڅونوال څخه په غلطۍ کې شوې وه.
نو،
زه هم دادې خپله لومړۍ ليکنه دلته پيل کوم.... ګورو به چې سر مې چېرې رسيږي.... :lol:
هغو ورونو او خوېندو ته دې خدای پاک اجرونه او د زړه صبر ورکړي چې په زړه ( ړنګه شوې ) ليکنه کې يې ډېرې خوږې ليکنې کړې وې. :cry: :(


hotak
17.05.2004

وروڼو او خوندو زماغوړسلامونه لکه دکوچيانو فتيري تاسي ټولو ته!
خوښ اوخوشاله اوسۍ.داچي زه مو دومره آسمان ته رسولی يم يو جهان مننه خو گورۍ په تشويق کي هم يوڅه پام کوۍ هسي نه زه هم فلسفه پيل کړم.بله داچي دا دشر گوډي هيوادجان ته مي ډيره غوسه راغلي.که وس مي پری بر وای نو والله چي دکمپيوټرټوله ډيټا مي ورته دربدره کړي وای.زموږڅومره ښکلي موضوع يی راخرابه کړه.
کرميه غم به نه وي غم به راوړی.په هرصورت له ډيري غوسی رانه سمي دمي خبري هيري دي.دغسي خو يی انشاءالله نه پريږدم ورابه په ټوکو کي تری اخلم.داوس لپاره همدومره خدای مو مل شه .
خو هو ريښتيا هغه دډاکټرشاخي کيسه مه هيروۍ.هغه ديره خوندوره کيسه ده.کيسه نه ده کيسی دي که خدای کول سره کوو به يی.



فرښته
17.05.2004

واه واه واه
هادي وروره کامياب اوسې چي بيا دې دا دمشرانو او کشرانو موضوع ميدان ته کړه او وطنمل صيب به وبخښوځکه
چې تيروتنه خو هر چا څخه کيږي
ښه او ډيوې خورې نو د يادونې څخه دې مننه خو کله چې دبعضو خلکو دروغ دعمرونو په باره وګورم نو په ټوله نړۍ مي باور ورک شي بيا مې ليکنو ته زړه نه کيږي دخداي لپاره ته دانګار لالا په صنف کې وې نو هغه خو ځه پيژنم شکر د اولادو خاوند دې نو بيا ته ولې ځان ته ماشومه واېې او هر چا ته رسيږې ماشومه خو زه يم چې هيڅ چا باندې
غرض نه کوم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
هيواده وروره ښه شوه چي بياراښکاره شوي
ښه هوتک وروره مونږ د کيسې په طمعه يو
اميد کوم چي درواغ کم وويل شي ٠

ستاسو ماشووووووووووووووووووووووووووووومه خور

س



مجيب انګار
17.05.2004

الحمدلله........بنډارخودپيښورد[color=red:24de9365af]ګرمۍ[/color:24de9365af] په څيرمخ په توديدودی.
[color=black:24de9365af][/color:24de9365af]الله دې راوله هوتک وروره، فرښتې خورې پخيرراغلې ستړې مه شې اوای !!داماله کومې پيژنې چې دبچوپلاريم؟ ولې مې بازار خرابوې ؟ نن سباخوله بوډاګانوسره هسې هم څوک مجلس نه کوي بياچې زماپه څيرساده ګل بوډاهم وي نو راشه که توديږې !!!!!!! خالدوروره ! داسې ښکاري چې دې ماشومانوته دې سم بوډا معرفي کړی يم ؟ خوپه انځورمې مه تيرووځئ دومره بوډاهم نه يم خوڅه وکړم دژوندناخوالوډيرکړولی يم والله که مې دخپل ژوندپه اړه څوټکي درته وليکل نوپه خدای که موسترګې وچې پاته شي....
ښه ! نوهوتک وروره دډاکټرشاخي په قيسه وردانګه له خيره، اوهم تيرپه هيردهيوادسره روغه وکړه ولې چې هغه خودټولوهيواد دی کنه وی



هيواد شېرزاد
18.05.2004

تاوده سلامونه دوستانو،
تر نورو به يې در تېر شم خو،
وه هلکه هوتک ګله! څه دې خوړلي چې داسې مستۍ اخيستی يې؟ :) د خپل کمپيوټر نه خو دې د خان ګل خول جوړه کړه اوس دې زما غريب مات ګوډ کمپيوټر ته سترګې نه غړيږي!؟ 8)
ما درته خپل کمپيوټر پوی کړې، ځان ترېنه ساته !! هسې نه چې تور انځر دې ځای شي.
اوس درنه ځم لږ کار لرم که نه نو ...... :) :P
.


hotak
18.05.2004

اوس په دفتر کي يم٠يوخوخلاص نه يم بل مي دکمپيوټر له خيټي نه پښتو وتلي ده او او يي په ماوس ليکم٠ چي يو واري زه اوکور سره ورشوبيابه که خير وو سره ګورو٠


انځورګر
18.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


مولادې په نيکه پام کړه


مجيب انګار
18.05.2004

اها ! داخوسمه رګبي روانه ده ؛خوګورئ هوتک به بياهم راباندې ګوزار کوي چې هلکه انګاره ! په پيښورکې اوسيږې اودومره غټ غټ غږيږې ،ته په رګبي څه پوهيږې....... !!! :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
دکمپيوټردميکروب دې وويلې نويوه کيسه راياده شوه څوورځې دمخه چې کوم ميکروب راغلی وۀ زماديوه دوست کمپيوټرچې په هماغوورځوکې يې اخستی وۀ هم چيت پيت کړ،انډيوال مې راته راغی چې والله ٢٤٥٠٠کلدارو سر وخوړ !!لاړۀ کمپيوټروسوزيد! !!!! کله چې مې دهغه کمپيوټروليدنورخوپرې نه پوهيدم خودومره پوه شوم چې ويروس کاکا خپل کارکړی،انډيوال ته چې مې دويروس ګل وويل نويې راته ويلې چې والله دغه کورورانۍ ماپه خپلوسترګووليد،په ام- اس- ورډ کې مې کارکاوه نويوشی راته نيغ نيغ کيدۀ چې کله به مې پاڼه بنده کړه نوبيابه په بايسيکل سپورشواوپه خپله مخه به ولاړ. :lol: نوخالدخانه دخدای لپاره دغه کارمه کوه، امريکاته ولاړې او ايله دې دغه کمال زده کړ؟ ای مولا دې په خيرکړه.
اوس داسې وکړئ چې دهوتک اوهيوادترمنځ روغه وکړئ


hotak
19.05.2004

ورونو او خوندو سلامونه او مينه!
[quote:8d44864b57]وه هلکه هوتک ګله! څه دې خوړلي چې داسې مستۍ اخيستی يې؟ [/quote:8d44864b57]
خدای دي خوار مکړه پدی خبره؟ولي چرسي درته ښکارم که بنگي؟؟؟
ياره که ريښتيا درته ووايم والله که مي له ناتاره پرته هيڅ څه هم خوړلي وي.ناتار پيژنی؟؟؟
نه نو څه يی پيژنی.له کامی او سويډنه پرته دي نو نور څه ليدلي دي.ناتار زموږپه سيمه کي په تروو شلومبو کي ماتي شوي سړی ډوډۍ ته وايی چي دپاسه ورباندي دشمشوبي يا وچي پودينی سفوف ودوړوي.ياره مجيب جانه که دي دپيښور په گرمۍ کي يوه کاسه ناتار وواهه نو ته به هم لکه د مدآغی ۍچرگ(اوياهم لکه هوتک) په سره غرمه کي په سپيره ميدان پورته پورته غورزی :lol: :lol: :lol: داڅه دکامی سابه نه دي چي لکه کيشپ خوله ورباندي شنه کړه او ځه پخپله مخه :lol: :lol: :lol:

[quote:8d44864b57]ښه هوتک وروره مونږ د کيسې په طمعه يو
اميد کوم چي درواغ کم وويل شي ٠ [/quote:8d44864b57]
فرښتی هرچا ته هم دځان گومان مکوه. ته هم والله که داسي فرښته يی.والله چي ددرواغو گوډی يی خو څوک يی لکه نر په سپين ميدان وايی او څوک ځان گوښه کوي.خو که خبره له ټوکي ورهاخواشي نو په ايمان به درته ووايم چي داڅومره کيسی وغيره مي دلته ليکلي پخدای که يوه هم درواغ وي.ځينی خلک داسي وي چي په ژوند کي په هغه باندي ډيرڅه ورغلي وي خو هغه يی دتعبير توان اوياهم ژبه نلري خو ځينی نور يی بيا دتعبير اوبيان لپاره ژبه هم لري.باور وکړۍ داخو زما دژوند هغه سانسور شوي کيسی دی او هغه هم يوه برخه يی.که مي کيسه له سره پيل کړه نو پخدای چي له خندا پرته به مو کوم بل کار نه وي.
دلته ماته دمجيب جان هغه خبره راياديږي ږچي زه دومره بوډا نه يم خو دژوند ناخوالو بوډاکړی يم او داچي که دخپل ژوند کيسه مي درته وکړه نو اوښکي به موراتوی شي.
وروره يوازي ته داسي نه يی.هغه دری ميليونه افغانان چي پاکستان ته يی هجرت راکړی دهغه هريوه ژوند په حقيقت کي له يوی تراژيدۍ نه عبارت دی.هغه هريوه په زړه اوبدن زخمونه خوړلي.اول داله هيواده ورکه آيا له تراژيدۍ نه کمه ده؟؟؟ زه خووايم چي يوڅوک که چاته سزا ورکوي نو نور دي هيڅ نه ورسره کوي يوازي له هيواده دی وشړي.دادهغه لپاره ترټولو لويه سزاده.
خواصل خبره داده چي له ژوند سره بايد تعامل يا ډيلنگ وشي.مقابله او مسابقه بايدوشي.ماته مي وروڼه وايی چي که تادخپل ژوند په اړه کتاب وليکه نو دشپون صيب ترشين ټاغي به لمبر يوسي خو زه وايم چي دهرچا ژوند يو پرانستی کتاب دی.بل يی بايد ولولي او يو څه تری زده کړي.نوربيا اوس مي کمپيوتر خراب شو.



فرښته
19.05.2004

سلامونه دځمکې خلکو :lol: :lol: :lol:
انګار وروه وبخښه ما خو دومره هم بوډا نه يې معرفي کړې خو مقصد مې دادې چې ماشوم هم نه يې :lol: :lol: :lol:
هغسې خو د هيواد ورور هم يوه لورکۍ شته نو هغه هم نه ماشوم دې او نه بوډااو پام کوۍ چه غمګينې کيسې ونه
کړۍ ځه ګورې د زړه نه ډيره باريکه يم ژر ژړا راځي خو په هر صورت انګاره وروره الله پاک خپل بنده ته د هرې سختې اجر ورکوي ٠
او هوتکه وروه دا ماته دې د درواغ ګوډې څنګه ويلې ته خو سم تړلې جنګ يې جنګ په پيسه غواړې بيابه ګورو
اوس کار لرم
په درنښت



هيواد شېرزاد
21.05.2004

ګرانو دوستانو، تر ښکلو ګلانو ښکلي،او تر سپينو غرونو درانده سلامونه مې ومنئ. د ټولو د روغوالي په هيله.
...........................................................
[quote:fb3e3e631d]خدای دي خوار مکړه پدی خبره؟ولي چرسي درته ښکارم که بنگي؟؟؟
ياره که ريښتيا درته ووايم والله که مي له ناتاره پرته هيڅ څه هم خوړلي وي.ناتار پيژنی؟؟؟
نه نو څه يی پيژنی.له کامی او سويډنه پرته دي نو نور څه ليدلي دي.[/quote:fb3e3e631d]
هوتک خانه[color=brown:fb3e3e631d] تاته دې وويل شي د زړګي سره [/color:fb3e3e631d]چې دا د ناتار خبر خو دې بالکُل پخه کړې ده، په سويډن کې نو ناتار له کومه شو؟ مګر د کامې خبره درسره نه منم..... ستا نه به خدای مه کړه هېر وي ، خو ګوره ای ! زه به يې درپه ياد کړم، وايي چې: [color=brown:fb3e3e631d]ځار دې شم کامې، چې يو اچوې دوه خېږي [/color:fb3e3e631d]:)
[quote:fb3e3e631d]هغسې خو د هيواد ورور هم يوه لورکۍ شته نو هغه هم نه ماشوم دې او نه بوډا[/quote:fb3e3e631d]
فرښتې ګلې خورې، دا يې لا بله، ستاسو نه خو غټ ډار په کار دې :) د کومې مصنوعي سپوږمۍ کوډ دې زده کړی چې له ټولې دنيا خبره يې، که څنګه؟ :o
خير، اوس چې دې خبره په ډاګه کړې نو زه به يې ښه سپينه کړم.
رښتيا چې يوه ښکلې لورکۍ لرم چې څو ورځې دمخه د اتو مياشو شوه، [color=brown:fb3e3e631d]هيله [/color:fb3e3e631d] نوميږي.
اوس دې نو خدای پاک د ټول افغان زمريانو ته خير کوي چې له دوی به څنګه په امان کې پاته شو :lol:


ډيوه
23.05.2004

الله مولا......ګرمه شوه لوبيا :lol:
[color=green:509c7abe88][/color:509c7abe88] که خيروي هوتک اوهيوادلالاخوسره سرونه اړم کړي :lol: خواوس به دادوعاکووچې دغه ناندرۍ په خيرپای ته ورسيږي اوخدای مه کړه دچاسرپکې مات نه شي :lol:
ګورئ ځوانانو ! داسې وکړئ چې يوه ميلمستياجوړه کړئ اوموږټول دروغواړئ چې ستاسې روغه سره وکړ.و که څنګه؟ انګار ماما هم دخيټې سم ټاکودی والله داسې سترې سترې نوړۍ به وغړمبوي چې چې چې .....توبې به ورته وکاږئ ...... :lol:


hotak
23.05.2004

وروڼو او يا هم دهادي جان په خبره وړونو او مشرانو سپين سرو اتيا كلنو خوندو خداي مي دي راولي. او تاسي دي هم خداي راولي.داچيري ياست چي هيڅ درك خرك مو نشته؟دادفورم ټيكه دار خو يوازي هوتك نه دى چي تل به لكه دبري كلا چيلى كاكا له ځانه گډوي.
په اصل كي زه دادري ورځي زه له كاليفورنيا نه دباندي تللى وم او هيڅ مي نيټ ته لاره نه ده پيداكړي. دترور كره مي ورغلى وم.غوښتل مي چي دترور دلور سلمى جاني (خداي دى په در او دفتر بركت كړي) له كمپيوټر نه څه درته وليكم. خو هغى ته ما خپل ځان خورا بزرگ او شيخ چلي معرفي كړى ماويل هسي نه چي په دغو اوتو بوتو مي وويني.هسي به مي دادكلونو خواري او په وچ ميدان عسكري مانورى له خاورو سره خاوري شي.بله داچي هغه تل دمرچكيو په كوټه ناسته وي.دومره بزرگي كوي والله ته به وايي پلار يى له اسامه بن لادن سره په شركت كي كاركړى دى :lol: :lol: :lol:
.اوس ماته گوري چي خداي په څټ كي ووهلم.چټ پټ كلين شيو نصير وم چي له دغي سلماگۍ سره مي شناخت راغلى نو په دعوت او تبليغ يى پيل راته كړى.يوخو يى كرۍ ورځ بل كار نه وي داوي او لمونځونه.زه چي له ځايه په لمانځه كي سست وم دهمدغي سلماگۍ له بركته اوس په لمانځه كي لكه سپورټ مين داسي كلك شوى يم.
ياره خو چي دسلمادوي كره ورشم نو بيا خو مي له لمانځه اوداسه پرته كوم بل كار نه وي.سپينه خولۍ مي په سر وي.خداى دي ترگناه راتيرشي ږيره مي بلاتشبيه لكه دجارو بيخ داسي كړي وي.بريتونه مي لكه دپيريانو دامام داسي جوړ كړي دي.ادى مي راته وايي په ځان دي ملنډي وهلي دي.سم دم سړى وى خو اوس داسي ښكارى لكه سور پيرنگى :wink: :wink:
زه ورته وايم چي ادى دا امريكايي ډمان ماته ټول ارموني ښكاري. ته به يوڅه ورته وايى و دوى به په سراومخ بل ډول ملنډي درووهي.يوه ورځ نيويارك ته تللى وم.دبروكلين په سيمه كي ديوه وتلي ډم سالون ته ورغلم.په كتلاگ كي مي ورته سم دانسانانو په رقم ويښتان وښودل چي هلكه شوده دغه رقم يى راته جوړ كړه خو هغه حرامي له ويښتانو تيار دچرگ لكۍ رانه جوړ كړل. كور ته چي راغلم مور دجاروسوټى پسي را واخيست وايي حرامونى يو كاوبواى دي له ځانه نه وو جوړ كړى هاغه دى هغه دي هم جوړ كړ :lol: :lol: :lol: :lol: اوس نو دسقاو دزمانى دغه بوډۍ پوه كوه چي اخره زمانه ده موډ او فيشن هم دانسان مجبوريت دى.


انځورګر
23.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



مجيب انګار
23.05.2004

ښاغلو،اومشرانوتورسروته دګندنې دبولانيوپه څيرتاوده سلامونه
هوتک اشنا!دې سلمې خودرسره ډيرزياتی کړی دی چې دلمونځ يې درته ويلي دي!!!!!!! امريکاته څه لاړې چې اوس په لمونځ اودس هم نه ورځې ، :lol: اوخالد خانه اشنا ! هک پک دې حيران کړم چې په دغه موش ډونلډ دې څنګه ګوزاره کيږي :lol: زه خوچې په وخت دوه کورنۍ غټې غټې ډوډۍ وروانه چوم نو والله که مې خيټه بس ووايي :lol:
هوتک اشنا ! ډيوې خودرنه ميلمستيا غوښتې ده څنګه به شي؟
ګوره کنه ډيوې په ماډيره مه لږيږه کنه نوووووو :lol:


hotak
24.05.2004

سلامونه او مينه!
دنورو يى له نورو دموږك يى له بنۍ :lol: :lol: :lol:
گرده ورځ مو همدادخيټي غم په مخه را اخيستى وي.اوبيا ميلمستيا هم دهوتك په څيرپه شومپړق سړي كوۍ :wink: :wink: ميلمستيا تاسي وكړۍ او ماهم دروغواړۍ. هغه متل دى دسلو كلونو وږى په سل كاله نه مړيږي.خالد به څوك مړوي؟؟؟ دماكډونالډ كليشه يى برگرانو به يي كولمى داسي ورسولولي وي والله لكه دبولدك دبيكاره موټرانو دانجن گرارۍ چي دناتجربه كارو استاگانو په لاسونو سوليدلي وي :lol: :lol: خيربياهم په جگه ملادرته ولاړيم.دلو والى چمبازه نه يم چي دپوستوكو درانيولو پرمهال به درته باټي ولم او بياچي كندهارته راشي ځان درنه پټ كړم.تاسي له خيره سره كاليفورنياته راشۍ.هلته يوښارگوټى بيورلي هيلز نوميږي .بس چي همدا له موټرنه راكوز شۍ نو له هرللو پنجو نه چي دنصيرافگاني پوښتنه وكړۍ ماپيژني.ځكه نژدى له هريوه سره مي په سينما او تياتر كي يووار خامخا ليدلي دي او بيا زماله ليدلو دي خداي خلك ساتي :lol: :lol: :lol:
تياره غومبسه يم. چي يووار مي له چا سره سلام واچاو بيا يى نو والله كه دچاپلاررانه خلاص كړي.يو امريكايى مي ملگري كړى وو.هره شيبه به يى دكور په دروازه كي ولاړوم.بله ورځ يى مور رانه په تنگ شوه.هغه خداى وهلي روانشناسه وه.يوه ورځ يى زمامورته تلفون راوكړ او په خبرو خبرو كي يى دهغى رواني حالت ځانته معلوم كړ.او ريشتيا هم زما مور له ميلمنو سره سخته ورانه ده.داسامه بن لادن به له بوش سره دومره ورانه نه وي لكه زما دمور چي له ميلمنو سره ورانه ده. :lol: :lol: :lol:
هماغه وو چي مسز فيليپ زموږكور ته تگ راتگ پيل كړ.ساعت په ساعت به را روانه وه .بله ورځ مي مور جارو پسي راواخيست او راته ويل يى چي په خداى كه بيا دغه دجان فيليپ حرامي كره ورغلى وى په سر به دي جارو درمات كړم. :roll: :roll: :roll: هماغه وو چي ماهم خپله لكۍ رالنډه كړه.


انځورګر
29.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


hotak
29.05.2004

:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :oops: :oops: :cry: :cry:
دلونگين په ځواب كي زما يوه لونگينه ليكنه كوم دشر گوډي ړنگه كړيده.هوتك اوس خورا په جديت سره دفورم دپريښودلو تابيا نيسي.پوهيږم چي زما نه دراتگ له امله دچاپه شا اوبه توي شوى او نه به هم زما دتگ له امله دچا په شا اوبه توى شي خو خبره داده چي يودرديدلى ،دربدره او ورك افغان به دخپلو بى ذوقه او فلسفي وطندارانو دجبر،بى ذوقۍ او بيځايه ځان غوښتني له امله دټول افغان په څيرله ښكلي فورم نه وتلو ته اړايستل شي. هغه فورم دى چي زما په څيرټول ساده پټانان دبرخي اخستلو او څه ويلو حق پكي لري.خير دى كه خداى فلسفي نه يم پيداكړى.كم تركمه دغه اوتي بوتي خو مي والله چي ښى زده دي.ياران چي ستړي ستومانه له كاره اودفتره دكورونو لار ونيسي او هلته دميرمني وچ او گونځي گونځي وچولى وويني نو دساعت تيري اومشغولتيا لپاره سم له لاسه په نيټ منډه ورواخلي.خودلته چي همدغه دهوتك گډي وډي ولولي نو يوه شيبه يى دمه راسته شي.اوخندا ته يى زړه ورشي.
خو نصيره ياره پري يى ږده!!! دغه جدي ياران مي هم لكه چي له دغو خوشكو ،كرختو او كبرجنو فلسفيانو سره خوښ دي.مه يى كوه چي پخپله فلسفه شخوند سره ووهي.خوداسي هم نده چي زما فلسفه نه ده زده.والله كه يو واري په فلسفه راغلم نو بيا به دمور زوى نه وي چي راته ټينگ شي.....................



مجيب انګار
31.05.2004

سلامونه هوتک وروراوددې فورم ټولوګډونوالوته
هوتک وروره ! دابيادې چاليکنه ړنګه کړې ؟ خوپام کوه داسې بياوه نه وايې چې درنه ولاړم.....که ته لاړې نويقين وکړه چې بيابه ماهم په دې پاڼه کې وه نه وينې


ډيوه
02.06.2004

دابنډارولې سوړدی ؟ څه شوئ ؟ زه خودپاکستان ګرميوليونۍ کړې يمه ډيروخت نيټ ته هم نه شم کيناستلای خوتاسې خوغورې کوئ کنه اوهوتک بابادابيادې ولې انجن ګرم شوی پام کوه چې ونه تښتې


hotak
02.06.2004

[quote:3a3b6c8f7c]اوهوتک بابادابيادې ولې انجن ګرم شوی پام کوه چې ونه تښتې[/quote:3a3b6c8f7c]
سلام او نيكي هيلي مي بيا ومني.
هغه نه دي دي اوريدلي چي وايي [color=red:3a3b6c8f7c]انجن هغه سوزي چي اور ورباندي بل وي[/color:3a3b6c8f7c]
دغو ظالمانو راباندي داسي كانی وكړى چي اوس كور ګور اوبيښور راته يوښكاري. زما په دريځ دلاسم پوهيدلو لپاره لاندي غزل ولوله.البته دافقط يومزاحيه غزل دى.شعري اړخ ته يى مه ګورۍ هسي نه چي فلسفيان ورباندي بيا خپل عمليات پيل كري:
[color=red:3a3b6c8f7c]چي نه مي وچ نه مي لامده پاتي دي
زمانوپه فورم كي نورڅه پاتي دي
دلته دواك په ګدۍ ناست فلسفيان
ځكه له روغو نه راتله پاتي دي
زما په تخرګ كي دنفرت كڅوړي نه ځړيږي
شوم نظرونه خو ته ګوره چي کاږه پاتي دي
زه خودميني سوداګريم كركه نه خرڅوم
دكركي ګوډي نو بياڅله شنه اوسره پاتي دي؟؟؟
دلته دنقد اونيوكي سودا,ګرمه وي تل
زموږ دذوقيانو دوكانونه تل ساړه پاتي دي
چيرته چي د(نقد) (غر) په (ځواك) ولاړوي
هلته دعدل ورميږونه يوڅه مړه پاتي دي
دادګرګين شاګردان ګورۍ تاسي؟؟؟
هوتكيان خو ددوي له لاسه مړه پاتي دي
خيردى نصيره ګيله مكوه ته
(ټول افغانان) له غمه شنه پاتي دي.
شكردى خدايه چي ليډر نه يمه
كابل كي خو ته وګوره (شنه خره) پاتي دي.[/color:3a3b6c8f7c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more