شعرونه


ماڼو

  ماڼو             عبدالقدیم ویاړ سږکال ژمی تود راغی خلک لا له اوسه نیالګي ږدي زه په نیالګو پسې ننګرهارته ځم له جلا ل کوټ نه یوازې یو نیالګی  راوړم او هغه به  ستاسو دکور مخې ته ږدم خلک وايي چې ماڼو سوچه بوټی دی او نظر وچوي د1388لمریزکال دسلواغي 13مه کابل

03.02.2010 عبدالقديم وياړ

خور/وياړ

خور /  عبدالقديم وياړ   هره بې وروره خور وايي کاشکې چې ماهم د ورور واده ته دکوچياني کميس لمن ګنډلاي مايې ښادۍ کې  په زوره ،زوره ټيکۍ ويلاي کاشکي ماهم  د ورورواده  کې په خورلڼو پتاسې ويشلاي کاشکې زما هم دپلارپه مينه يو نارينه بچی وايي خيرکه   ړوند ،کوڼ  يا شل او شوټ وايي           خو کله هم يوه بې خوره 

30.12.2009 عبدالقديم وياړ

iاوu

وياړ   abc مې ليکله سرترپايه څوڅوځله له سره بيابيا هغې کله زما ګوتو کله دکمپيوټر صفحې ته کتل راته يې په خندا کې ويل ټول توري دې سم ليکلي خو يوتوری درنه هير دی د i توری نشته  ورته ومې ويل په Iپسې مه ګرځه ځکه چې i له U نه ځارشوی  د1388لمريزکال د تلې اتمه

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

پوښتنه

وياړ ريښتيا وايه کله دې په ځان مينه راغلې؟ کله دې هينداره کې داسې کتلي دي لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر هره ورځ ريښتيا وايه: کله دې په ځان مينه راغلې ده؟ که ځواب دې هو وي نو ما ملامتوې ولې؟ که ځواب دې نه وي نو دومره بې احساسه يې ولې؟ د 1388لمريزکال دلړم دولسمه کابل وزير محمد اکبرخان مينه  

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

باران

وياړ نن بيا باران وريږي نن بيا داسمان ټنډه تروه ده نن بيا دکابل لارو سړکونوکې خټي اوچيکړې دسړې پښې نيسي نن بيا باران وريږي نن بيا باران ستاسو دسيمې دسړک خواته ونې لمبولي پاکې نن بيا باران ستاسو دسيمې پوخ سړک له خاورو دوړو پاک وينځلی خو کله به هم داسې باران ونشي چې ستا يادونه زما له زړه ووينځي له مخې د 1388لمريز کال دلړم شپږمه وزير محمد اکبرخان

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

يوه مياشت مسلماني

وياړ روژه ده زمونږ ددفتر ترټولو ورانې جينې هم دحجاب ټيکری جوړکړی خندا مې زمونږ پريوه مياشت مسلمانۍ راغله د رحمان هغه وينا راياده شوله هغه ښه ويلې: د مکي په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته ولې خر به حاجي نشي په طواف د1388لمرېزکال د وږي 26مه وزيرمحمد اکبرخان مينه- کابل  

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

ژوند

وياړ ژوند لکه يوکتاب دی هره پاڼه يې يوځانګړی رنګ لري هررنګ يې يوه ځانګړې موضوع لري هره موضوع يې يوځانګړی خوند لري که دې کومه پاڼه نه وي خوښه خپلې ګوتې غښتلې کړه کوښښ وکړه چې هغه واړوې دهغې يوې پاڼې لپاره ټول کتاب اور ته مه اچوه د1388لمريزکال د وږي 23مه وزيرمحمداکبرخان مينه - کابل

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

بل ژوند

وياړ فال مې کوته په يوه هيندو فالي خبرې يې راته د اميد کولې ويل يې ته بری مومې ستا به ټول ارمانونه شي پوره زما سترګو کې ستا سترګې راوګرځېدې لکه نن لکه پرون ترې ومې پوښتل : هغه سترګې به بيا کله په سترګو وينم؟ ويل يې : هو کې هغه به ستا شي هغه سترګې به هرسبا او بيګا ستا دسترګو معبد وي هغ

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

چينه

وياړ يوه چينه له بره دځلانده شګو له چمه دکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيا اوبه يې بهانده مستې اوخوشاله ګامونه يې سرګردانه ځان رسول غواړي دشنه ځنګله دشنو ونو شنه سيوري لاندې دمه کيدو ته دځنګله زړه يخيدوته د دنګو ونو دشنی ځوانۍ قدموته دمرغانو دسندريزکلي ټپوته لا يې ځان ته پام شوی نه وي لاپه خپل ځان خبرې نه وي

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

ټوکې

وياړ زماپوښتنې ټولې ټوکې ستا ځوابونه هم ټوکې ټوکې مروريدل هم ټوکې ټوکې پخلاکول هم ټوکې ټوکې خو ټوکه څه ده؟ دزړه خبري ته اسانه لار که ته ورته بل څه وايي؟ د1387کال دکب مياشتې 5مه وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

وخت

وياړ نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي ددې ورځې په ارزښت پوه شه دسبا په تمه ډيره مه اوسه زمونږژوند همدانن دی له سبا نه خداي خبر داځکه درته وايم چې نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده زه او ته سره يوځاي يو يو بل ته مخامخ يو خو يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو يوه ورځ به داسې راشي چې يوازې به زما کتاب ستا په لاس کې وي مابه دريا دوي

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

يوڅوخبرې

وياړ يوچا يوچاته يوڅو د رازخبرې وکړې په پټه يوڅوکسان يې له يوڅوخبروخبر شول يو څوکسانو يې يوڅو خبرې وساتلې يو څوو نورو يې يوڅو خبرې يوڅو نوروته وکړې هغه يوڅوشيبې غلی خپه کيناست يوڅو غمونو يې په زړه چړې تيرې کړې هغې يوڅو اسويلي وکښل يوڅو اوښکې يې تويې کړلې يو څو شيبې چوپه وه په يوڅو سلګيو کې يې وويل: اوس ښه شو

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

اجل

وياړ   له مرګه نه ويريږم شهادت مې خوښ دی که مې اجل ستا له سترګو وي بيا خو نورعلی نور ويره مې داده چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي که دا کاروشو نو سره او شنه دسمالونه به پرې څوک تړي توخوښارۍ يې زمونږکلی ډير لرې دی د1388لمريزکال دغوايي 18مه کابل

14.12.2009 عبدالقديم وياړ

ستازړه

عبدالقديم وياړ ته به هڅه وکړې چې له کلک زړه نه دې زمامينه وباسې خو اوريدلي مې دي چې دکاڼي کرښې په اسانه نه ورانيږي د1388کال دغوايي 16مه وزيرمحمداکبرخان مينه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

دعا

عبدالقديم وياړ مورراته دعاوکړه ويلې زويه خداي دې ترمخې رڼاکړه چې له کوره رابهرشوم مخې ته مې ته راغلې دمور دعا مې په غوږوکې انګازې شوې زړه کې مې وويل خدايه د مور دعا قبليږي څومره ژر خوحيران ځکه يم چې مورخو راته دعا کې دا نه وو ويلي چې خداي دې رڼا درته په غوسه کړي د 1388لمريزکال د وري31مهدوشنبه وزيرمحمد اکبرخان مينه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

سيند

عبدالقديم وياړ زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ سيند ګامونه وهي داسې لکه له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی سيند ته چادزړه خبرکړې ده سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي سيند څوک نه ملامتوي سيند ته څوک ليونی نه وايي سيند دزړه ټول بړاس په سندرو باسي زما دسيند همدا رندي خوښه ده زه دسيند پر غاړه له لمانځه وروسته

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

کوچۍ

عبدالقديم وياړ درخو دعا وکړه چې باران وشي ښه په زوره زورور باران دومره زورور چې د ډاګ له لمنې ستا سو کيږدۍ يوسي ټولې چي پلاردې مجبورشي زمونږپه کلا کې يوه کوټه وغواړي جمعه د1387لمريزکال وروستۍ ورځ لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

دروغ

عبدالقديم وياړ زما له سياست سره نه لګيږي ډيرترې ستړی يمه خو څه وکړم کارمې سياسي دی بياهم ورسره ګوزاره کومه پرون راته ديو وزارت وياند ويل: ((مونږ دروغ وايواوتاسو هم دروغ خپروئ)) بيامې هم مخې ته يو سياسي خبر پروت دی هلته په مخامخ ټلويزون کې يو سندرغاړی په سوز اوساز يوه سندره د زړه له اخلاصه وايي پکې خوشال ښکاري لکه چې دروغ يې هيڅ نه وي زده لکه چې په سياست نه پوهيږي جمعه د138

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

مرورې

عبدالقديم وياړ   مرورې ته چې ځې دومره خو وګوره چې يوڅوک به ستا له اوښکو ډکو خوږو سترګو ته کاته غواړي مرورې تاډير اسانه دتلو خبره وکړه خو ګوره مرورې ستا داوښکو دهر څاڅکي غوندې زما زړه به زرې زرې وي درپسې مرورې حالات له مونږه همداغواړي چې هرڅ

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

فال

عبدالقديم وياړ  فاليان ټول دروغ واييزه په فال باور نه لرمځکه چې فاليان په ډيروښوو خبروکېيوه نيمه کږه کوي خوزما خوارنصيب  ټول کوږ دی يکشنبه1387کال دکب مياشتې يوولسمه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

استخاره

عبدالقديم وياړ ياهو کړه پيرهنن دې ټولې دعاګانې راپيرزوکړهنن دې دمړو ارواګانې ټولې را وننګوههوکړه پيرهچې نن مې بخت ناځوان ملتيا وکړيپيرهنن مې استخاره ښه ختلېنن شپه مې خوب کې ځان بختورليدلی ځان مې د لويو ملکونوباچا  ترځان مې ټيټ شاجهان اوسکندرليدلی پيرهنن مې اراده ده چې هرڅه ورته په سپنه ووايمپيره

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

رجړومه

عبدالقديم وياړ   اوس هغه زړه نه دی راپاتې ګلېهغه چې ستا دمينې تاج محل وزما،ستا او رقيب په جنګ کېډيرلګيدلی دیپاک سوځيدلی دیتکتور ايره شوی دی ګوګل زما لکه رجړومه راشه خيالي سترګوته دې ورنه رانجه يوسهد1387کال دسلواغې 26مهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

ځواب

عبدالقديم وياړ  ترې ومې پوښتل يو مين ته به د نه ځواب څنګه ورکوې؟څنګه به يې زړه ورصبروې؟ څنګه به ځان له پامه وربدوې؟زما ورکړی ګل يې ترپښو لاندې کړويل يې داسې داسېدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

کتاب

عبدالقديم وياړ  غواړم ستا په خنداستا پر ناز او اداستاپرخپګان ستا پرموسکاستاپرمينه ستاپرغوسېستاپرقارستاپرتلوسېيو،يوکتاب وليکمخوڅه وکړمپه کمپيوټري لينکه عادت يمکورکې برق نه وي دفترکې وختدوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمهکابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټلويزون

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

نڅاګره

عبدالقديم وياړ   نڅاګره چې شونډې مسکې کړي نڅاګره چې سپينې ليچې تاو را تاوکړي په هرڅرخ کې ملا کږه وږه کړي سترګې خمارې څيره خوږه کړي نڅاګره څه غواړي؟ نڅاګره کوډګري ښيی نڅاګره په هر حرکت اوخوځښت په خندا ناز او ادا کې يو پيغام لري غواړي له ليدونکي زړه يوسي دغمونو هيرول وروښيی نڅاګره غواړي په څرخونو اوحرکتونو ليدونکي ته دا ووايي چې: ژوند په انديښن

13.12.2009 عبدالقديم وياړ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more