د دې ليكنې د ماخذونو پېژندنه

له كومو ماخذونو څخه ، چې په دغه رساله كې استفاده شوې ده د مطلب په بيان كې يو له بله سره توپير لري ، هر ماخذ موْلف د خپل وس په توان د افغانستان د تاريخي پيړۍ
د پېښو په لړ كې خپله ليكنه غوره بللې ده له دې سره سره د دوى تر منځ دموادو اقتباس او يو شان والى ډېر ځله ليدلى شو
سره له دې هم داسې اړيكې شته، چې هغه له يو بل څخه بيلولاى شي مونږ دلته د كتاب د چاپ ځاى ، كال د پېښو او مطلب لنډه څېړنه څرګند ول غواړو
الف : فارسي ماخذونه :
1- - سلطاني تاريخ
دا كتاب د سلطان محمد خان دراني پواسطه ليكل شوى او د افغانستان د تاريخ په تيره د درانيانو په باب يې ډېر خوندور معلومات په خوږه قلمى ژبه ټول كړي دي ، دا كتاب
د بمبي دمعموره بندر په محمدي نومي چاپخانه كې په كال 1298 طبع شوى دى ددې تاريخى كتاب متن ، چې سړى ګوري داسې غوره مطالب لر ي، چې لوستل يې سړي ته خوند وركوي
دا كتاب په دوه سوه يونوي مخونو كې ليكل شوى دى او ليكوال زيات زحمت پرى ګاللى دى د سلطاني تاريخ غوره او درانده مطالب د يوې سريزې په ګډون دادي :
د افغانستان وضع د اسلام د منځ ته راتلو سره ،
د افغانانو نسب، د لوديانو بيان، سوريان (شيرشاه سوري )،
د سورد افغانانو د حكومت پاى په هند كې ، د ابداليانو بيان
د غلزيو شرح او پاى، نادرشاه افشار، احمدشاه بابا ، تيمورشاه، شاه محمود، شاه زمان، شاشجاع الملك او شاهزاده كامران ، ختم
دغه اثر، چې په پخوانۍ انشاء ليكل شوى دى عبارات يې ډېر په عربى دي او د هغوى معنى كول ضروري كار دى ، سره له دې هم ددې كتاب د بيان لار ډېره خوږه ده او كټ مټ
د يوه داستان بڼه غوره كوي ، تشبيهات او ادبي رنګ په كې ډېر دى ، د متن په منځ كې يې په موضوع پورې تړلي شعرونه راوړي دي
ددې كتاب يو زيان دادى، چې پراګرافونه يې په يو بل كې ګډ دي او په موضوع باندې سړى ښه نه پوهېږي ، سر بيره پردې دغه قيمتى اثر د ډېرې استفادې وړ او د درانيو د سلطنت ياد يې په لومړي ټوك كې په ښه شان سره راوړى دى، داسې معلوميږي، چې له دې وروسته موْرخينو د خپلو تصنيفونو په ليكلو كې ور څخه ډېر مطالب اخيستى او اقتباس كړي دي
2- - سراج التوارخ :
دا كتاب د سراج الاخبار ليكوني ملا فيض محمد هزاره ليكلى او د كابل د دارالسلطنه په حروفي مطبعه كې په كال 1331ق طبع شوى
ددغه كتاب چاپ شوي ټوكونه دريو ته رسېږي او تر ډېرې پلټنې او تحقيق نه وروسته مې بيا موند د كتاب اصل په پنځو ټوكونو كې ليكل شوى ، چې د هغو له لړ نه درې لومړي ټوكونه يې چاپ او دوه نور يې ، چې قلمى دي د پوهنې وزارت په كتابخانه كې قيد (خوندى) دي
د سراج التواريخ د پاتى دوو ټوكونو نه چاپېدل يو تاريخي كيفيت لري، چې لاندې په لنډ ډول اشاره ورته كول غواړم
ملا فيض محمد خان څه وخت ، چې د سقاو ( حبيب الله خان ) له خوا د هزاره جات سيمې ته د هزاره ګانو د پلوي كېدو په غرض ولږه ، دغه وخت و، چې ملا فيض محمد د خپلې وظيفې په خلاف د هزاره جات د سيمې اوسيدونكي هزاره يې د غازي امان الله خان په پلوۍ او خوا را پاڅول دده له دې نيك حركت نه كله ، چې حبيب الله خان (سقاو) خبر شو، هغه يې ونيوو او ددې جرم په خاطر يې هغه وواژه او دده تصنيفونه يې وسوزول
له دې امله د سراج التواريخ ټولې كاپۍ په كابل كې له لسو او پنځلسو نه زياتيى نه پيدا كيږي ، نو ځكه دا كتاب ډېر لږ او نادر بلل كيږي
ددې كتاب دريم ټوك بيخى نه پيدا كيږي ، كه پيدا شي قيمت يې لوړ او تر 1500 پورې رسيږي ، حال دا، چې د لومړي او دوهم ټوك بيه يې تر 300 پورې ده
د كابل پوهنتون كتابتون په دې وروستيو وختو كې په دې بريالى شو، چې د دغه قيمتي كتاب دريم ټوك پيدا كړى فكر كوم ، چې ددې كتاب (اكسيشن) كتلاك او نورې مرحلى تر اوسه پورې د علاقه لرونكو د مطالعې له پاره اجرا شوې نه دي
ددغه كتاب د لومړي او دوهم ټوك غوره بيان د سدوزيو پېښې او د محمدزيو تاريخ تر امير عبدالرحمن خان پورې ګڼل كيږي، چې په 377 مخونو كې په لويه قطع او صحافت ليكل شوى دى
د سراج التواريخ د لومړى ټوك ډېر ځايونه د سلطاني تاريخ او ځينو نورو پخوانيو تاريخونو څخه اخيستل شوي
سره له دې هم ددې كتاب مطالب ، چې د نورو ژبو څخه
د افغانستان په باب ليكل شوى دي ، خورا غوره او نوي ګڼل كيږي
ددې كتاب دريم ټوك د امير عبدالرحمن خان سلطنت ، څلورم ټوك د امير حبيب الله خان دوره او پنځم يې د غازى امان الله خان پېښى څيړي، خو دا دوه وروستي ټوكونه يې تراوسه چاپ شوي نه دي
3- درانى تېمورشاه :
دا كتاب د عزيزالدين پوپلزي تاليف دى د تاريخ ټولنې د270 لمبر په لړ كې د كابل په عامه مطبعه كې چاپ شوى ،
د چاپ كال يې 1333 دى
دا كتاب په دويمه درجه كاغذ كې په يوه منځنۍ قطع او صحافت ليكل شوى او د تيمورشاه دوران په 254 مخونو كې څيړي او ددې دورې په باب يې ژوره څېړنه كړې ده ددې كتاب ماخذونه سراج التواريخ ، سلطاني تاريخ د پښنو تاريخ ، منشي احمد جان تاريخ او ځينې ځانګړي اسناد دي
دا كتاب زما له دې نوې ټولونې سره دا عمومي توپيرونه لري :
دا، چې زما ټولونه په پښتو ليكل شوې ده ، ددې ټولونې او درانى تيمورشاه كتاب ترمنځ مطالب له يو بل سره لږه اړه لري ددې ټولونې توپير ددې كتاب سره د بيان او مقاسيې په وخت ښه ښكاره كيږي ، چې لوستونكې په دواړو لږ درنګ وكړي
ددې كتاب غوره اهميت دادى ، چې د هغې زمانې ډېر مكتوبونه يې د متن سره د سند په توګه درج كړي دى
او لوستونكي د هغې زمانې فرمانونو او ليكنو ته اړ كولى شي
4 - عروج باركزايي ها :
دا كتاب ادوارد الاسنيس پيرس خارجي ليكى او ښاغلو عبدالرحمن پژواك او محمد عثمان صدقى ژباړلى دى
دا كتاب په كال 1333 هجري شمسي د كابل په عمومي مطبعه كې په 180 مخونو كې چاپ شوى دى ( دا كتاب د تاريخ ټولنې له خوا طبع شوى ) د تېمورشاه د زامنو اړودوړ او د احمدزيو د دورې سر او ابتدا يې په ډېر منظم او خواږه شان څيړلې ده
ددې كتاب غوره ښيګڼه داده، چې د هر مخ په پاى كې يې، دېرى تبصرې او پايليكونه ( فوټ نوټو) نه وركړي دي او سر بيره پردې يې ګڼ شمېر ماخذونه ښودلي دي
زما ددې ټولونې په برخه كې ددې كتاب نه اخستنه او مرسته لږه ده، خو تاريخ لوستونكو ته خورا د ګټې وړ دى دا كتاب ددې له پاره ډېر اهميت لري ، چې يوه تن خارجى په ډېر زيار سره د هغه ليكنې ته اقدام كړى او په ډېره بې طرفۍ يې د ماخذونو دښودلو سره سره دافغانستان ددغو مشكلو او جنجالمنو تيارو پېښو يې په تاريخي بڼه رڼا اچولې ده
5 - رجال ورويداد هاى تاريخي :
دا كتاب د ښاغلي احمد على خان كهزاد تاليف او د تاريخ ټولنې له خوا نشر شوى دى ، دا كتاب ، چې د 46 مقالو ټولونه ده په 146 مخونوكې په منځنۍ قطع او ښه صحافت خپور شوى دى
لكه ، چې د نوم نه يې څرګنډيږي ددې كتاب مطالب د افغانستان د غوره تاريخي شخصيتونو په هكله د احمدشاه بابا نه تر امير شيرعلى خان پورې ده، چې په كې شامل او راغلي دي لوستونكي كولاى شي، چې ددغو مقالو په لوستلو سره د افغانستان د اتلسمې او نولسمې پېړۍ دمهمو پېښو نه په ښه شان خبر شي څوك، چې تاريخ لولى د هغو له پاره ګتور دى
6 – احمدشاه :
دا كتاب، چې داّريانا دويمې جايزې ګټونكى دى، ښاغلي غلام محمد غبار ليكلى دى او په كال 1322هـ ش كې په 352 مخونو كې د كابل په عمومي مطبعه كې چاپ شوى
ددې كتاب غوره موضوع ګانى دادي :
د احمد شاه لقب نامه ، د احمد شاه درانى وجه تسميه ، تحصيلات ، صورت ، خوراك او څښاك، تفريح (سيل)، دربار، په تخت كيناستل ، افغانستان پخواله احمد شاه، اداري څپركى، تشكيلات ، پاى او جنګونه په كې راغلى دي

7 - بالاحصار و پيش اّمدهاى تاريخي :
دا كتاب د ښاغلي احمدعلي خان كهزاد تاليف او په دوو ټوكو كې ليكل شوى دى دا كتاب په خوږه ژبه او پخه انشاء تاليف شوى او د افغانستان د تاريخي اثارو په لړ كې يو ښه او غوره اثر ګڼل كيږي
8 - د ژوندون مجلى كلكسيون 1348 كال ، څخه يو څه استفاده هم شوې ده

پښتو ماخذونه :
د پښتنو تاريخ :
دا كتاب د ښاغلي قاضي عطاوالله خان دى د پښتنو په باب مطالب لري او په څلورو ټوكونو كې ليكل شوى دى ،
د لومړى ځل چاپ يې د پېښور په منظور عامه مطبعه كې په كال 1947ع كې تر سره شوې ددې كتاب لومړى ټوك، چې 308 مخونو كې دى د افغانستان تاريخ له 1422- 1838 پورې څيړي
دوهم ټوك يې له 1818 نه تر1842 ميلادى پورې د سدوزيو د سلطنت پاى تر امير دوست محمد خان پورې څرګندوي
د پښتنو تاريخ د سدوزيو د دورې په هكله پوره ليكل شوى او مطالب يې ډېر بنه دي ددې كتاب غوره صفت دادى ، چې پراګرافونه يې په ښه شان مراعات شوي دى او ځاى ځاى يې د پوره كره كتنې له پاره د انګريزي موْلفينو نظر يې كټ مټ په انګريزۍ د كتاب متن ته وردننه كړې دي دا كتاب خورا دروند د ښو معلومات نه ډك دى
2 - پښتانه د تاريخ په رڼا كې :
دا كتاب د سيد بهادر شاه ظفر كاكاخيل تاليف او 1399 مخونو كې په پنډ ټوك چاپ شوى دى ، دا اثر د پښتنو پېښې له 550 قبل الملاد څخه تر 1964ع پورې په لنډه توګه بيانوي
دا كتاب په پېښور كې چاپ شوى او د مطلب بيان په لنډ ډول سره كوي دا، چې د څو پيړيو د پېښو بيان په يوه كتاب كې راغلى دى؛ نو ځكه يې لنډ څيړلي دي

انګريزى ماخذونه :(1)
1 - د كابل د سلطنت او د هغو د توابعو شرح :
دا كتاب د انګريزي مشهور تاريخ ليكونكي الفنستن تاليف دى ، چې په دو ټوكونو كې يې ليكلى دى
دا كتاب د افغانستان د معاصر تاريخ په تيره د اتلسمى او نولسمى پېړۍ په هلكه له غوره كتابو څخه شمېرل كيږي ددى كتاب ارزښت د كورنيو تاليفونه ډېر دى، خو تراوسه نه دى ژباړل شوى
ددى كتاب په لومړى ټوك كې د يوې سريزې په لرلو سره د افغانستان جغرافيايي وضع، اجتماعى ، مذهبى او تاريخې خواوى څيړل شوي دي او د پښتنو د دو دونو او كږنو په هكله ګټور معلومات وړاندې كوي
دوهم ټوك كې د درانيو غلزيو د دغو دورو د تشكيلاتو په هكله ډېر معلومات ليكلي شوي دي او په پاى كې يې د سدوزيو د سلطنت شرح شوې ده
دا كتاب ډېر لږ پيدا كيږي ، ددې كتاب يوه كاپي د كابل پوهنتون په كتابتون كې شته ددې كتاب د ليكلو لار ډېره په زړه پورې ده او هر لوستونكى په يقيني ډول ځانته راكاږي
2 - افغانستان :
ددې كتاب موْلف اّرنولد فليچر دى او د متحده اضلاعو د كارنلر ديونيورسټۍ له خپرونو څخه دى
ددې كتاب موضوعات دادي :
مځكه او وګړي، پخوانى افغانستان له 1842- 1880 پورې ، عبدالرحمن خان د امپرياليزم اوج ، د نړۍ د دوو جګړو ترمنځ د افغانستان حال ، له 1945 نه تر 1953 پورې ، افغانستان او سوړ جنګ ، نوى او راتلونكى افغانستان
ددې كتاب غوره خصوصيت دادى، چې هر څپركى يې په يوه افغاني متل پيل شوى دى

پاى

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more