عمومي نظر او نتيجه

د تېمورشاه ددورې په پاى كې غواړو ، چې څوټكي د تبصرې په ډول جوت كړو البته دا څوټكي زموږ د شخصي نظر په ډول وړاندې كيږي د نظر خاوندانو څخه هيله كيږي، چې د نيمګړتيا او عدم صحت په حالت كې به هر ډول انتقاد وكړي
د اعليحضرت تېمورشاه سلطنت د افغانستان په تاريخ كې يو غوره فصل ګڼل كېږي، چې مطالعه او څيړنه يې هرومرود تاريخ كتونكي او مطالعه كوونكي په فكر زيات اثرات اچولاى شي ، تردې څيړنې د مخه د تېمورشاه د سلطنت په باب له موږ سره يوازې ډېر محدود معلومات په ذهن كې موجود و ، خو كله مې، چې دده د دورې حقايق وسپړل د هغو شيانو عكس مې وليد كوم، چې فكر كيدو د تېمورشاه عصر د افغانستان د اتلسمې پيړۍ يوه ځلانده او مدنى دوره شمېرل شوى ده ، چې د مدنيت تاثيرات يې تر اوسه په ثابت ډول زموږ د ټولنې پر ټولنيز ، اداري او نورو ساحو كې ليدلى شو
د تيمورشاه د نرم خوى او ښه سلوك په وسيله د هغه دوران ادبي وضع زموږ د مدعا د اثبات په خاطر كافي ده دا ځكه، چې د هر عصر د اّرامۍ او صلحې په نتيجه كې علوم او ادبيات انكشاف او پرمختګ مومي او خلكو ته د ادبي روزنې زمينه خامخا برابريږي برعكس كه چېرې خونړۍ شخړې او د پرېشانۍ وختونه د تاريخ په پاڼو كې وګورو نو به په ډاګه راته ښكاره شي، چې په داسې وختو كې فكري او ذهنې روزنه او وړاندې تګ يې د يوى ساري بېمارۍ بڼه غوره كړې ده
ځينو تاريخ پوهانو او موْلفينو، چې يادونه يې ددې لنډې ليكنې په زياتو ځايو كې راغلې ده د تيمورشاه په هكله يې سختې تبصرې كړې دي، چې هغه د ډېر تامل او احتياط وړ دي ځينو دى يو ايرانى مشر به او شراب خور معرفي كړى، چې په دې هكله يې كوم ماخذ هم نه دى ښوولى
په هر صورت كه هر څومره تيمورشاه يو اّرام او حليم سړى و ، ددې وضعې سره سم يې داسې كركتر هم درلود، چې د هغې په وجه ده وكولاى شول د ټول افغانستان د اتباعو ترمنځ
د پرديتوب او بيګانګۍ خنډ ورك كړي او د دې پر ځاى د يووالى، همنوعۍ او بشريت فكرونه په كې پيدا كړي د دغې مدعا ښه مثال موږ دا ګنو : ، چې ده ددولت چارې د هېواد بېلو بېلو اتباعوته پرته د قبيلوي، اجتماعى او يا ژبنيو تبعيضونو څخه نورو ته هم ور وسپارلې، ده د هېواد سوكالي ، د وطن د اّبادۍ، وړاندې تګ او د مملكت د چارو د حل و فصل كار يو مشترك مسوْوليت وګاڼه ددې فكر په واسطه سره تېمورشاه د خپلو اساسي تشكيلاتو بنسټ په ښه توګه كېښود او د قبايلو زياتې مداخلې يې د دولت په چارو كې و تر ډيره حده لږې كړې دده په وخت كې د سلطنت ټينګوالى او استحكام تامين و، كه څه هم ځينو موْلفينو لكه قاضي عطاوله خان او نورو دده سلطنت متزلزل ګڼلى زموږ په نظر مدلل نه دى دا ځكه ، چې دده په وخت كې ددولت مركزيت په يقني ډول تامين او ټينګ و هغه بې اتفاقۍ او د يووالي نشتوالى، چې وروسته له ده په هېواد كې دده د زامنو تر منځ را پيدا شوې ځانته علت لري هغه دا، چې كه د تاريخ پاڼې په ډېر دقيق ډول له پخوا څخه تر اوسه وليدل شي، وينو ، چې زياتې كورنۍ شخړې د پادشاهانو زياتو زامنو او اخلافو تر منځ پيښې شوې دي دا كار خامخا د ملت په بربادۍ تمامېده اود دولت بېړۍ يې د خطرناك ساحل و خواته بيوله د افغانستان ډېرو شاهانو علاقه درلوده ، چې ډېرې ښځې وكړي البته د دغو زياتو ښځو څخه زيات اولادونه پيدا او پاتې كېدل ، ضرور به د دوى ترمنځ د دولت په چارو باندې اختلاف سره راته او يو له بله يې د تخت كېناستو په كرسۍ باندې سره ټكول لكه، چې د تېمورشاه د 23 زامنو ترمنځ ددې هيواد په غرورغو كې ډېرې وينې تويې شوې دي د تيمورشاه د مړينې نه وروسته حالات ډېر ژر بدل شول د سدوزيو د سلطنت ولې او رېښې چنجيو وخوړې او په ډېره كمه موده كې ددې سلطنت ونه و چه او دايبرې (حاصل) نه د مخه د خزان باد يې پاڼې ورېژولې تېمورشاه پوه وه ، چې دده اولاد د خپل پلار اطاعت نه مني او هم د بېلو بېلو اقليمونو د ميندو زامن دي؛ نو د سلطنت د ختمېدو ګومان يې د زامنو تر منځ په يقين سره ګڼلى و

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more