مذهبي بڼه

د افغانستان وګړي ، چې ډېر يې د اسلام د مبارك دين پيروان دي (1) سره له دې يې هم په دوو مذهبي فرقو باندې وېشلى شو : لومړۍ فرقه سني مذهبه ده ، چې ددې هېواد اكثريت نفوس يې جوړ كړى دى ، دوهمه فرقه اهل تشيع ده ، چې په كم اقليت سره دلته ژوند كوي
مسلمانان د اسلام مبارك دين د خپرولو دپاره دا ښه بولي، چې د نړۍ په هر ګوټ كې دا سپېڅلى او پاك دين خپور كړي ، په دې لار كې كه له شدت نه كار واخستل شي ثواب يې ګڼي (2)
د دغو ټكيو پر بنا د افغانستان لويو فاتحينو او جګړنو تر تېمورشاه او له هغه نه وروسته د اسلام د دين د خپرولو او په دې نوم ددې مذهب د پيروانو د پيدا كولو په غرض تر هند پورې خپل يرغلونه پر مخ بيولي دي دوى د خپلو يرغلونو په لړكې د نيول شويو ملكو خلكو ته ددې دين ګټې او ښګڼې په زور او سلا څرګندې كړې دي كله به ، چې د نيول شويو سيمو خلكو او وګړو د اسلام د مبين دين منلو ته غاړه نه اېښودله؛ نو به هرومرو د دوى څخه باج غوښتل كېده ډېرو وګړو د اسلام د دين د منلو په صورت كې د باج وركول په ځان منلي و(1)
كه چېرې به د نيول شويو ملكونو خلكو پر ځان دا دوه شيان يا د اسلام د دين منل او يا باج وركولو نه يو شى پر ځان نه منل؛ نو به د دوى وژل او تباه كول ضروري وو
الفنستن په خپل كتاب كې د يوه هندي موْرخ په قول وايي، چې د پاني پت په جنګ كې كله ، چې به مسلمانانو پر اهل هنودو برى وموند اوكومه ډله به، چې دمال سره ددوى لاس ته ورغلله؛ نو سمدلاسه به يې د اسلام د دين منلو ته راوبلل (2)
دا حال او بڼه د تېمورشاه په دوره او وخت كې د پوره پاملرنې وړ وه نن دا بڼه د اهل هنودو په باب د مسلمانانو سره نشته لكه ، چې وينو نن ورځ يو زيات شمېر هندوان په افغانستان كې ژوند كوي او د مسلمانانو له خوا هغوى ته ډېر حقوق په برخه او اجتماعى متقابل احترام يې پر ځاى كيږي ددين او مذهب په لار كې هغوى ته پوره اّزادي وركړل شوې ده نن د مذهبي تعصب په نامه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ هېڅ خنډ او اړه نه ليدل كيږي
د افغانستان وګړي د اسلام د دين پيروان دي او د هغه او امر او اركان په خوښۍ سره لمانځي په دې هيواد كې ملايان
د ټولنيزو طبقو په لړكې ډېره زوره وره او د قدرت خاونده ډله ده، چې د هېواد د سياست او مذهب په لار كې يې ښه اثر كړى او قدرت يې ډېر زيات دى(1)
دوى په خپل منځ كې په څو ګروپونو وېشل كېږي ، د كلي له ملا څخه نيولې تر هرې درجې پورې ، چې وي يو له بله سره اړيكې لري د تېمورشاه په وخت كې د دوى دغه اړيكې ډېرې زياتې او ټينګې وې

د تېمورشاه شاخصيت :
تېمورشاه په طبيعي توګه يو سوله غوښتونكى او د جنګ نه ويزار انسان و (2) دا وجه وه ، چې د حكومت د ښه انتظام سره سره د هغه نه د سلطنت او خاورې د سرحدونو او صوبو
د اّزادۍ كوښښونه شروع شول د تېمورشاه په پوهه كې څه شك نشته، خو سره له دې ده شراب څښل (1) او د ولس د خوى او عادت په خلاف يې عيش خوښولو
فرېر وايي ، چې د تېمورشاه حكومت په افغانستان كې په عدل او انصاف مشهور دى، مګر له دې سره دى د پښتنو د ژوند په خلاف د نورو د فكر او معاشرت خوښووكى و
نور موْرخين وايي، چې تيمورشاه د پښتني كلچر په پرېښودو سره دومره افراط وكړ، چې ده او دده درباريانو پښتو ژبه هم هېره كړه او پر ځاى يې فارسي ژبه او كلچر د كابل په دربار كې لوړ ځاى ته ورسوله دا وجه وه ، چې د تيمورشاه له دورې څخه د پښتو ژبې زوال پيل شو (2) په دې وخت كې د دوتر ژبه فارسي وه له دې عيبونو پرته تيمورشاه ډېر پوه او لايق پادشاه و

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more