ادبي بڼه او علوم

د تېمورشاه د سلطنت او حكومت په دوران كې ادبياتو او علم ښه وړاندې تګ كړى وْ ، له دې امله دده دوره د افغانستان د ادبياتو په برخه كې د غوره او ښو ادبي زمانو څخه شمېرل كېږي په دې وخت او دوره كې نه يوازې ادبيات پرمخ ولاړل بلكې نورو علومو هم ښه وړاندې تګ وكړ كه د تېمورشاه
د دورې د پوهې او علومو په هكله مطالعه شي ؛ نو به دا ور څخه جوته شي ، چې د ده په وخت كې د فقې علم ، تفسير ، حديث ، صرف و نحو ، رياضي ، عروض ، معاني او طب په پوره او بشپړ ډول په مدرسو كې لوستل كېدل البته په دې وخت كې مدرسو فردي بڼه درلودله په دې سر بېره د پادشاه دربار د عالمانو او پوهانو ستر مركز هم و تېمورشاه په خپله د علم او پوهې سره زياته مينه درلودله، دده د مينې نتيجه وه ، چې دده په دربار كې ډېر عالمان، پوهان او شاعران روزل كېدل عالمانو او پوهانو دهغې زمانې مروج علوم او فنون په استاذانه ډول سره خلكو ته ابلاغول اوپه خپلو علومو كې يې د استاذانو لقبونه ګټلي وو تېمورشاه په خپله شاعر او اديب و دده دغه مقام دومره اوچت دى ، چې وروسته ده ددې ادبي مقام په درلودلو سره د افغانستان په لويو اديبانو كې ځاى ونيو ددې ادعا د اثبات دپاره دده د غزلو ، قطعو ، څلوريځو، قصيدو (بوللو) او نورو شعرونو دېوان په پښتو او دري ژبه تر اوسه په ياد را پاتې دي د تېمورشاه د حكومت په زمانه كې كوم شي ته ، چې د علم په باره كې ده توجه نه وه كړې هغه د پښتو ژبې نه پالل او نه روزل وو ، كه سړى دده د دربار د عالمانو په هكله مطالعه وكړي دابه ورته معلومه شي ، چې دده دربار د فارسي شاعرانو او عالمانو نه ډك و دا كومه پټه خبره نه ده دده د وخت د عالمانو له كتابونو نه په ډاګه سره ښكاري، چې سر بيره پر دري ژبو شاعرانو پښتو ژبو عالمانو هم په دري ژبه شعرونه ويلي دي له دې معلومږي ، چې دده په وخت كې د دري ژبي
د ادب او د هغې د پاللو بازار ښه تود و اعليحضرت تېمورشاه د خپل پلار په شان يو اديب پادشاه و په دري ژبه د شعر ديوان لري ، چې په 1119هـ (د پادشاهۍ) په ديارلسم كال يې له نظمه فارغ شوى دى تيمورشاه په خپله مورنۍ ژبه پښتو ښه خوندور اشعار ويلي دى، مګر متاسفانه ، چې موږ ته ډېر لږ رارسېدلي او نور ورك دي د تېمورشاه پښتو شعرونه عشقي او بزمي رنګ لري په پښتو شعر كې يې د فارسى شعر په څير ژبه روانه او بې تكلفه ده د سبك له مخې د خپل پلار شاګرد دى او په معنا كې يوازې د بزم او عشق سندرې وايي د پلار په څېر د وطن مينه ، جنګ او اجتماعي ژوند په باب څه نه وايي دده د ادبي مقام د يادونې له پاره دده پښتو او دري غزلې دنمونې په ډول راوړو :
هۍ هۍ د يار صورت لكه ګلونه
چې وهلي يې پرمخ دي شنه خالونه
تېر شو عمر د وصال په انتظار كې
اوس په زړه مې د هجران لګي اورونه
په رخسار باندې يې زلفې تار په تار دي
د عاشقو اّوېزان په هر تار زړونه
د پتنګ په دود ديار په غمو وسوم
د باڼو ناوكي ايژدي په زړه زخمونه
توكل دې پر خپل خداى كړه تېمورشاهه
څه په كار دي د فاني دنيا كارونه (1)

* * *
نن مې بيا له تورو سترګو سره جنګ دى
پر لبانو يې د زړه د ونيو رنګ دى
كه پرې كړى سر په لاس ورلره راشم
لا په دايې باور نشي زړه يې سنګ دى
ستا د حسن لښكر راغى ځان يې بايلو
د عاشق و زړه ميدان هر ګوره تنګ دى
عشق د مشك پټول نشي تېمورشاهه
چې په خپله ځان رسوا كا هغه رنګ دى
* * *
دا هم دري غزل :
اى همدمان زاّتش اّهم حذر كنيد
دلدار راز حال دلم خبر كنيد
اى مردمان زحسرت من ياد اّوريد
چون بر جمال سر مثالش نظر كنيد
وئيد حال زار مرا پيش يار من
ر يردش ملال سخن مختصر كيند
دانيد بردل مسكين چه رفته است
ر سينه تيغ جفا يش سپر كنيد
يا از سفر ستمر مارا كنيد منع
يا از من ستم زده قطع نظر كنيد
دانيد حال ديده شب زنده دار من
ر در فراق يار شبي را سهر كنيد
ياران ز زلف يار بيادم نياوريد
ديوانه را مبادا كه ديوانه تر كنيد
تيمورشاه شته زعشق يار جر خون
فكرې بحال عاشق خونين جر كنيد(1)
* * *
دده د دورې ځينې شاعران او ليكوال دادي :
عبدالله خان وكيل الدوله : دا پوه او عالم سړى د احمدشاه بابا د وخت نه تر تېمورشاه پورې د هېواد لوى او غټ شخصيت و او د حكومت په چارو كې يې ستر لاس درلود دى د هغه وخت د ډېرو پخو او ښو شاعرانو او ليكوالو په ډله كې شمېرل كېده عبدالله خان د پوره ديوان څښتن دى شعرونه يې ( د الف ) له رديف نه تر (ى) پورې دي او ټول درې سوه (300) غزلو ته رسېږي چې په دري او پښتو يې ويلى دي دده په شعر كې حمد و نعت ، مرثيه ، بولله ، د خلكو كيسې او تاريخې قطعې لېدل كيږي
عبدالله خان وكيل الدوله د څو تاليفونو خاوند هم دى
ده يو كتاب د فقې د علم په هكله او بل يې د احمد شاهي فتاوې په نامه په 688 مخونو كې، ليكي دي د وروستى كتاب سريزه د پښتو په اتيا بيتونو پيل شوې ده دده بل اثر احمد شاهى شهر (كندهار) په نامه دى ، چې په فارسي ژبه كښل شوى دى دده د احمد شاهي فتاوې د شعر نمونه دا ده :
ددې وخت پادشاه سني دى
په مذهب كې حنفي دى
محبت يې د كتاب دى
بې عددو بې حساب دى
دى په خپله مصنف دى
په دې كار كې ډېر منصف دى
هم عالم دى هم شاعر دى
په نكتو كې ډېر ماهر دى
چې دده ديوان هيرادى
په تحقيق سره هيرادى
حرص يې ډېر ددين په كار دى
ذوق يې ډېر ددې روزګار دى
دا يې و فرمايل ماته
چې يو امر كوم تاته
ماوې وايه اې پادشاهه
زما شاهه دين پناهه
وې يې ډېر مين په دين يم
د افغان په كار غمګين يم
دا كتاب ورته پښتو كړه
په تا حكم كوم وكړه !
ماوې هر څه ستا مامول دي
په ليمو زما قبول دى
مسمى په عبدالله يم
دعا ګوى د خپل پادشاه يم

همداسې يې د پښتو د شعر څه ګوښي بيتونه دا دي (1)
عبدالله د هيڅ منصب هوادار نه دى
دراستۍ د ښه كلام يم په اخلاص
* * *
خونه كه مې وسوه ديوانه مې پاخه شوه
مشهور عبدالله خان وم اوس رسوا په عاشقۍ شوم
* * *
محمد علم خان : محمد علم خان د عبدالله خان مشر زوى و ، دى د پلار د مرګ نه وروسته د وكيل الدوله په څوكۍ كېناست دا ډير هوښيار سړى و ټولو سدوزيو سردارانو هغه ته د پوهې او هوښيارۍ له مخې د احترام او درنښت په سترګه كتل دده شخصيت هر چاته منلى و ده د خلكو سره ډيره مينه او ښه ګوزاره درلوده
وكيل الدوله محمد علم خان د پلار په څېر په پښتو او دري ژبو په ښه شان سره شعر ويلى شو د پښتو شعر زياتى نمونې يې نشته او يوازې څو نمونې يې معلومې دي دا يو څو بيته يې د يو خطي جونګ نه رانقلوو :
ستا نوم شو محمد(ص)
ته نازولى د صمد

په قل هو په احد
عالم تېر كړه محمد(ص)

په نامه دې ډېر شيدا يم
ج
په دروغ نه په رښتيا يم

كلمه پر ژبه وايم
عالم تير كړه محمد(ص)

ميرزا لعل محمد خان عاجز : لعل محمد خان د تېمورشاه طبيب و سر بيره پر طبابت هغه شعر هم وايه او ښه ليكوال ګڼل كېده او په دري ژبه دېوان لري
الله يار خان راسخ : الله يارخان د مير هوتك خان سكنى كشر ورور دى دى د دري ژبې ښه شاعر ګڼل كيږي ، دېوان يې نه دى موندل شوى يوازې يو عشقي شعر د مير هوتك د لمسيو په واسطه پيدا شوى دى دا څو بيتونه يې د نمونې په ډول ليكو :
شب فراق نهان با خيال خود فتم
بروبه بستر خوابش كه غافل افتاده
بباغ عشق تو شاهانهال اميدم
ز خشك سالى هجران ز حاصل افتاده
شنيده ام كه تمناى كشتنم داري
عجب عجب كه ترا رحم بر دل افتاده
نميرسد به زمين پاى اّرزوى دلم
ز بس به كوى تو دل بر دل افتاده
سر دو ديده ابرويش ديد "راسخ" فت
دو ماه نو چه بيك رو مقابل افتاده

مير هوتك خان پوپلزى :
مير هوتك خان د زمان خان زوى او د تيمورشاه د دورې د لويو شاعرانو څخه ګڼل كېږي دى د تېمورشاه د دربار د شاعرانو استاذ دى ده د هغى دورې تاريخ په شعر سره رڼا كړى دى دده هغه دري شعر، چې د تېمورشاه په باب يې ويلي دي وګورئ :
نظام ملك اسالم جهات شمع يقين
نهال باغ شريعت چراغ ملت و دين
ز فيض لشن مدحش بهشت فرصت دل
ز وصف شكر نامش لب و زبان شرين
به هر كجا كه بخواهم بقاى دولت تو
كنند اهل سماوات يك قلم اّمين

غلام محمد شاه جي :
دا خوږ ژبى شاعر ، چې په پښتو كوم شعر نه لري د تېمورشاه د وخت نه د شاه شجاع تر سلطنت پورې ژوندى و او په خورا خوارۍ يې د كابل په سيمه كې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ژوند كاوه وايې ، چې ده ښه خوږ شعر درلود
دا شان د اعليحضرت تېمورشاه په دربار او زمانه كې مير محمد اولا "ذكا" عيدمحمد عيدى او ميرزا على عسكر خان وصفى تكړه شاعران او ليكوال تېرشوي دي ، د شاعرانو د شعرونو نه جوتيږي ، چې د تېمور په دربار كې راټول شوى شاعرانو په دري شعرونه ويل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more