د ماليې اجاره داري
د سدوزيو په دوره كې د رعيت د مځكو ماليه په دې ډول سره ټولېدله :
د رعيت او ولس د مځكو يوه برخه به د يو خان او مشر تر ادارې لاندې وه د اعلى دېوان يو مامور به د خالصې په نامه
د هغې غور كاوه د اعلى د يوان د دوتر دې څانګې به د خانانو د مځكو ماليه د دوى د هغه خدمت په مقابل كې ، چې د حكومت سره به يې په نظامي چارو كې ترسره كاوه، د تنخوا په نوم به يې ور معامله كوله قامي مشرانو به د اعلى دېوان څخه ددېوان بيګي په مهر دبرات ليك تر لاسه كاوه پردې برسېره قامي مشرانو د پادشاه د فرمان له مخې خپله ماليه د اعلى دېوان څخه يستلې وه (1) دا دې معنا ، چې دغو كامي مشرانو (خانانو) به د حكومت خزانې ته ماليه نه وركوله دا، ځكه ، چې خانانو د پادشاه او حكومت سره د جنګ او جګړې په وخت كې مرسته كوله او هم به يې د خپلې سيمې خلك د پادشاه په پلو ساتل د نور ولس ماليه ، چې د دوى له مځكو او مالونو څخه راټولېدله هغه به د پادشاه خزانې ته د اعلى دېوان له لارې تر سنجش وروسته سپارل كېده
د لرې ملكونو او ښارونو د مځكې د ماليې دريمه به په دې ډول ترسره كېدله ، چې د حكومت له خوا به يو اعتباري سړى د هغې د اجارې دپاره ټاكل كېده ، دې اجاره دار به
د مځكې د ماليې د كالني كرښت او زراعت اجاره د ماليې په نوم له كروند ګرو نه اخسته ، ده به وروسته له دې ، چې ماليه را ټوله كړاى شوه د يوزرګټې په مقابل كې د اعلى دېوان دوتر ته سپارله
د تېمور شاه په دور كې د هند له ښارونو نه كالنۍ ماليه او باج د احمد شاه بابا د وخت په څېر د هند له نيول شويو ښارونو نه د اجارې په بڼه ټوليده ، دا شان د اهل هنو د دكاندارانو نه د باج او جزيې په نوم ماليه را غونډېدله ، دا ماليه به وروسته له جمع كېدونه د پادشاه خزانې ته تحويلېدله
تاريخ پوهان او تاريخ ليكونكي په غوره دليل سره وايي ، چې د تېمورشاه د سلطنت په دوره كې اقتصادي بڼه پياوړې او د ډاډ وړ وه دا، ځكه ، چې ده د ضرورت وړ شيان د هند، مشهد او نننى افغانستان له پولو او سرحدونو نه پوره كول ، له دې كبله د اقتصاد له مخې دى (تېمورشاه) باندنيو هېوادو ته اړنه و، د ماليې د سمې لارې د لاس ته راوړلو له امله ، چې په هغه وخت كې باب وه د هغه خزانه ښه ډكه وه دا شيان د تيمورشاه د حكومت په وخت كې د هغه د زمانې اقتصادي بڼه وه ، چې د لاندې دريو ضروري شيانو پوره توب او بسنې له مخې د ډاډ وړ ګڼل كيده
1- كرنه (زراعت) او مالداري :
د تېمورشاه په زمانه كې د كليوالو لوى او دروند كار
د كرنې چارې وې (1) كروندګرو په عمومي ټوګه غنم ، اوربشې او نورې دانې لكه جوار ، ږدن او جودر كرل دارنګه كروندګرو خټكي ، هندواڼې ، بادرنګ او ضعتي نباتات كړل ، چې د هغه وخت پر مخ تللې كرنه وه او كليوال پرې بخت وو د كروندګرو
د درمند، كولبې او غوبل كولو څاروي او وسايل د نن ورځې غوايان وو
د تېمورشاه په وخت كې ټولو خلكو په تېره د درانيانو هرې كورنۍ درې او څلور جوړې غوايان درلودل، چې كولبه او يوې به يې پرې كولو دا شان دوى د غوښو ، شيدو وړيو او پوستكيو دپاره غواوې ، وزې ، پسونه او ميږې د نن غوندې روزل او ښه پاملرنه يې ورته كوله
د مالونو د درلودلو او ساتلو په لړكې د پسونو رزونه
د درانيو غوره وظيفه وه دوى د پسونو ډېرې ښې ښې رمې درلودلدې او ښه روزنه به يې كوله دوى د خپل مال د پوولو او څرولو د پاره د وخت او موسم په تغيير سره د يو ځاى نه بل ځاى ته كوچېدل د دوى په زمانه كې د نن په څېر اوښان او خره
د بارونو د وړلو له پاره ډېر پيدا كېدل، په اوښانو باندې يې سر بېره پردې چې لوى او درانده بارونه وړل د خرڅلا و د پاره هم ساتل كېدل ، لكه ، چې جوته ده ويل كيږي ، چې په استحق زيو كې د اسانو او يابوګانو روزنه ښه پرمخ تللې وه (1) مځكه د لويو خانانو په واك كې وه ، چې په بزګرانو به يې كرله او هغو ته به يې د هغه وخت د معمول رواج سره سم برخه وركوله ، چې څه ګوزاره به يې نه پرې كېدله
2- صنعت (هنر) :
كه څه هم د تېمورشاه په وخت كې كورنيو شخړو او عسكري فعاليتونو د صنعت د انكشاف او پرمختګ زمينه له منځه وړې وه ، مګر سره له دې هم نفيسه ضايع او مامولي صنعت تر ډېره حده پورې د ډاډ وړ و
نفيسه صنايع : د تېمور شاه په زمانه كې نفيسه صنعت د پادشاه په شخصي مينه او د اميرانو په پاملرنه ښه وړاندې تګ كړى و، مګردا ، چې د هغه وخت تاريخي ماڼۍ او عمرانات له منځه تللى دي؛ نو ځكه په دې برخه كې زموږ معلومات لږ دي(2) لكه څنګه ، چې ښايې هغه شان په دې باره كې لازم مواد په لاس كې نشته ، چې وړاندې يې كړو البته دا جوته ده ، چې په هره تاريخي دروه كې صنايع د هغه وخت په شرايطو پورې اړه لري ، كه سړى د احمدشاه بابا او تېمورشاه د دورې لاسي صنايع او صنعتي چارې وويني دا به ترې جوته شي ، چې دا هنر په هغه زمانه كې ډېر پر مخ تللى و
معمولى هنر: د تېمور شاه د پادشاهۍ دوران كې معمولي هنر او صنعت لكه خطاطي ، نقاشي، مهندسي ، خټګري ، تركاڼي، حجاري، پښګري او ځينې نور كارونه كېدل په دې هكله د هغو هنرونو لنډه څېړنه كوو، كوم ، چې نن ورځ هم د خلكو سترګو ته درېږي :
خطاطي او نقاشي : د دې هنر او صنعت ښې نمونې او نښې
د زيارتونو او ماڼيو پرمخ ، چې په هغه زمانه كې يې ورباندې كار كړى و، لاس ته راځي كه ، چېرې د هغه وخت نقاشۍ او خطاطۍ ته وكتل شي دا ترې په ډاګه جوتيږي ، چې دا هنرونه په هغه وخت كې ډېر زړه وړونكى او پرمختللي وو هغه خلك ، چې په دې غوره صنعت او هنر باندې لګيا وو د خپلې زمانې او وخت د ټولنيز ژوند لوړ مقام يې نيولى و
مهندسي او خټګري : كه د هغه وخت قبرونو ، ګونبزو (ګنبدو) او نورو تاريخي اثارو ته وكتل شي؛ نو له هغې نه دا ښكاري ، چې په هغه زمانه كې د مهندسۍ او خټګرۍ هنر او صنعت ښه وړاندې او مخكې و كه ددې هنر پوخوالي ته ښه په غور وليدل شي دا ترې جوتېږي ، چې د مهندسۍ هيڅ ډول عيب او زيان په هغو كې نه ليدل كيږي ، په دې برخه كې به يوازې او يوازې دا ووايو، چې د هرې زمانې او دورې د خټګرۍ (معمارۍ) سيستم له بلې نه توپير لري ، چې دا د خټګرو او مهندسينو نقص نه ګڼل كيږي (1) بلكى د خپل وخت او زمانې د خلكو د غوښتنې او پوهې په پرمختيا پورې اړه پيدا كوي او څنګه ، چې زمانه او خلك يې غواړي هغه شان ده پرمخ درومي
حكاكي او زرګري : د تېمورشاه د سلطنت په دوره كې ددغه هنر او صنعت جوتې نښې او نمونې د هغه وخت د سكو ، مسكوكاتو او مهرونو د ليدلو نه په ښه شان سره معلوميږي او سړى ويلى شي ، چې په حقيقت كې د هغې ورځې د حكاكۍ صنعت د نن ورځې له زانګو ګرافۍ سره هيڅ توپير نه لري
دا ځكه ، چې د يوه مهر كيندل او د مهر په نيمايي قطر باندې د نستعليق د خط چپه ليكل خورا ګران او سخت كار و ، چې په هغه زمانه كې ترسره كېده كه سړى ددې هنر او صنعت ښكلي والي ته ځير شي؛ نو به ووايي ، چې دا دروند كار په هغه وخت كې په ښه شان سره پرمخ تللى و ددې صنعت او هنر كمال په دې كې و ، چې د مهر د كيندلو سره سره د مهر پرمخ د ټكيو
د اړخونو سره د پاڼو او ګلانو رسم او انځور هم ترسره كېده او خورا ښكلي او ښايسته بڼه يې درلودله
د تيمورشاه د حكومت په زمانه كې د زرګرۍ صنعت ډېر په زړه پورې كار و زرګرانو هر ډول ښكلي شيان په ډېر ښه شان سره جوړول، له دې پرته د تيمورشاه په دوران كې پښګرۍ، وسله جوړول ، كالي ګنډل ، د دباغۍ او مسګرۍ صنعت
د وخت د اړتياوو د پوره كېدو په غرض منځ ته راغلى وو او ډېر ښه وړاندې تګ يې موندلى و ، كه ، چېرې د خپل وخت اړتياوو ته ځير شو؛ نو به دا راته معلومه شي ، چې نن ورځ هم
د هغو نمونې موږ ته را پاتې دي د تيمورشاه د وخت د مشهورو څو تنو نقاشانو نومونه دادي :
د تيمورشاه د دورې نامتو او غوره نقاش محمدهاشم نوميده دى په اصل كې د لاهور اوسيدونكى و دې پياوړي او تكړه نقاش سربيره پر خپلو ډېرو ښو ښو نقاشيو او هنرونو ، چې زيات شهرت او نوم يې درلود، د تېمورشاه د ماندينې ګوهرشاد بيګم يو په زړه پورې انځور كښلى و ، چې د ډېر ښايست له مخې د ډېر قدر وړ و
د تيمورشاه په وخت كې نامتو ډبر كيندونكى اقا باباى اصفهاني و ، چې د ډبرو او تيږو كيندنو په كار كې يې لوى لاس درلود، او د خپل لياقت په اثر يې د استاذۍ لقب ګټلى و ده په هغه زمانه كې د ډېرو لويو او لوړو كسانو د مړتونونو (قبرونو) شناختې (تبۍ) او كتيبې په ښكلي او ښايسته بڼه سره جوړولې له دې دا څرګنډيږي ، چې اعليحضرت احمدشاه بابا او تېمورشاه دواړو د نيول شويو ملكونو له هنرمندانو او نامتو كسانو نه ، چې په هنر كې يې لاس درلود د خپل هېواد دپاره په دې كار كې ښه ګټه اخيستې وه (1)
3- تجارت :
كه د تېمورشاه د دورې د تجارت او سوداګرۍ ته كتنه وشي؛ نو به دا راڅرګنده شي ، چې تجارت دده په زمانه كې ښه وړاندې تګ كړى وْ وايي، چې خپله پادشاه تجارت ته د خلكو پاملرنه اړولې وه ده د لويو لارو د ساتنې دپاره تاڼه داران درولي وو ، په دې لارو د قافلو د تلو او راتولو له دركه ډېره ګټه تر لاسه كېده ددې محصول د لاس ته را وړلو نه وروسته به دا پيسې
د دولت خزانې ته تحويليدلې د تېمورشاه په زمانه كې د هيواد ډېر وګړي په راز راز سوداګرۍ او تجارت باندې بوخت وو
د تجارت د وړو او راوړو په نتيجه كې خلك اّباد او تجارت په زړه پورې وړاندې تګ كړى و د هند او ايران مالونه د افغانستان په لويو ښارونو كې ددې هېواد د مالونو سره معاوضه او بد لېدل دې حال او بڼې د تجارانو كارونه پياوړي كړي و تجارانو به ښه ګټه كوله او تجارت د ښارونو په دننه او باندې كې ښه پرمختګ كړى و(1)