د تيمورشاه د دورې مالي بڼه

اعليحضرت تېمورشاه د خپل سلطنت او حكومت په دوره كې ماليې ته پوره پاملرنه او توجه كړې وه ، دده په وخت كې د اقتصاد اصول او قوانين په ښه لار ا ونظم بنا وو، ده د خپلې پادشاهۍ پر وخت شاهي لګښت او مصروف يو څه راټيټ كړ او د هغې پر ځاى يې د پوځونو او لښكرو تنخوا زياته كړه (1) دده د حكومت په زمانه كې ماليه په ښه شان سره ټولېدله ، د خرڅ او لګښت حساب او كتاب په اصولي لارو او بڼه ترسره كېده ددغه ښه ترتيب او نظم په رڼا كې د دولت خورځو نه (خزانه) په لږه موده كې ډكه شوه (2)
د تېمورشاه د زمانې حكومتي شته او عايدات پرته له هغو لارو او مدركونونه ، چې د " لعل بها" په نامه د نيول شويو ملكو څخه په لاس راتلل ، نور شته او عايد په لاندې ډول و :
1- - د هغه وخت د حكومت زيات شته او عايدات په عمومي توګه ماليه وه ، دا ماليه به د اجارې په توګه د پادشاه خزانې ته تحويلېدله ، اجاره دارو به ( په هندي اصطلاح تومن دارانو) خپل حق په زروكې د ماليې له ديوان او دوتر نه په قناعت سره ترلاسه كاوه ، هر څومره به ، چې و هغه ورته پوره وركول كېده (1)
2- - د حكومتي املاكو محصول و ، چې د امين الملك په واسطه به د ښارونو اود كليو دكروندو څخه او پورې د حكومت ګدامونو ته سپارل كېدو
3- - د باجګيرۍ محصول و ، چې د كوچيانو او تجارانو څخه به لاس ته راوړل كېده نن ورځ د باجګېرۍ يا باج اخستنې محصول د ګمرك په نامه سره ياويږي
4- - هغه نغد شته او مال و ، چې د كابل او كندهار د ځينو سيمو له خلكو (2) نه را ټوليده ، دا محصول په هغو خلكو باندې دحكومت له خوا اېښودل شوى و، چې دوى
د حكومت سره په عسكري چارو كې مرسته نه كوله ددې د پاره، چې حكومت د نورو خلكو په څېر دوى هم د مملكت خدمت ته متوجه كړي وي؛ نو به يې نغدې پيسې ورباندې حواله كولې، دغه ځانګړى او فردي محصول (سړي په سر)
د حكومت د كالنيو شتو او عايداتو يوه ښه برخه جوړوله(3)
د دولت لګښت :
د تېمورشاه د حكومت او زمانې لګښت دادى :
1- - د تېمورشاه په دوران كې د دولت غوره لګښت د حكومت د عسكرو تنخوا او معاش و ، دا تنخواخور لښكر دده په پاملرنه او خوښه سره جوړ او منځ ته راغلى وْ او هغه پخوانى قامي لښكر يې ، چې د پښتنو څخه جوړ وه ده له وېرې نه لرې كړ ، دده په تنخواخور لښكر كې پښتانه ډېر لږ وو ، عسكرو به خپله تنخوا هر يوه د فرمان له مخې د معاش
د دوتر نه تر لاسه كوله ، د جنګ او سفر په وخت كې لكه ، چې د مخه په دې باره كې ويل شوي دي د يوه كال تنخوا
د پيشكۍ په ډول اخستل كېده
2- - د دولت دوهم لګښت اعزازي تنخوا وه ، چې د قام مشرانو په كال كې په ترتيب او وار سره د شلوزرو نه تر شپږو زرو پورې او يا له دې نه كمه د پادشاه له خزانې نه اخسته ، دا تنخوا هغو ته د حكومت له خوا د خدمت په مقابل كې مقرره وه سر بېره پردې دوى به څه نورې پيسې لږې او ډېرې د دسترخوان په نامه د دولت له خزانې نه تر لاسه كولې
3- - د سفر په وخت كې مصرف او لګښت په دې كې به د څارويو او حيواناتو خواركي شيان او د لښكرو ډوډۍ شامله وه دغه خرڅ او لګښت كه څه هم د لارې په سر له خلكو څخه په زور او يا د كالنۍ ماليې په نوم پوره كېده ، خو سره له دې دا د دولت بودجې ته يو دروند او ستر تاوان و (1)
4- - د تېمورشاه په زمانه كې بل غوره او دورند خرڅ د دربار دسترخوان او د درانيو اميرانو مجلسونه وو ، قبايلو مشرانو پرته له نغدې تنخوا د حكومت له پخلنځي يعنې كار خانې نه ډوډوۍ هم خوړله پادشاه او غټو رئيسانو به د اخترونو او نورو ښو شپو ورځو او وختونو كې قام او ولس ته ډوډۍ هم وركوله ، دا، ځكه په هغه زمانه كې بې ډوډۍ سړى (خان بې دسترخوان) ته چا د احترام او درنښت په سترګه نه كتل حكومت هم په داسې وختو كې د ځان په ګټه د خانانو او مشرانو د سياست او حثيت د ساتنې په غرض له دوى سره له هيڅ ډول مرستې او بسپنې ډډه نه كوله ، ، چې په ولس كې سر لوړي وي او اعتبار يې لا زيات شي حكومت به په ډېرې خوښۍ سره د خانانو د ضرورت وړ شيان د خلكو د رضا او خوښې په خاطر هغوى ته ورليږل
5- - د لويو لارو د ساتنې په غرض حكومت او دولت دې ته اړو، چې عمومي سړكونو (لويو لارو) ساتنې ته يو قامي غټ مشر وټاكي او دا دروند كار هغه ته وسپاري ، دې لوى خان او مشر به په خپل قام او خلكو د پوليسو په څير تاڼه كوله ددغې درندې او لويې وظيفې په مقابل كې به حكومت دې سړي ته په كال كې يو موټى پيسې د دولت له خزانې نه وركولې
6- - د پادشاه او د هغه دكورنۍ ځاني لګښت، چې د ضرورت په وخت كې به يې د شاهي خزانې نه اخست او په خپله به يې مصرف كاوه
7- - د هغو خانانو او مشرانو لګښت ، چې د جنګ او جګړې په وخت كې به يې ولسي افراد (ولسي خلك) د پادشاه له فوځ سره دكومك او مرستې په ډول پادشاه ته په واك كې وركول، څو ، چې دده په ګټه په هر ځاى كې ، چې وغواړي د هغه له فوځ سره اوږه په اوږه د مقابل دښمن د ماتې له پاره وجيګېږي (1) په دې ډول سره ځينې نور لګښتونه هم د دولت په غاړه وو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more