عسكري تنخا ( معاش )
د تېمورشاه د حكومت او سلطنت د دورې د عسكرو او منصبدارانو تنخوا او معاش په ښكاره او پوره ډول سره جوت نه دى ، مګر يوازې د شاه زمان د يوه فرمان نه ، چې په 1212 كال كې يې د محمد امير خان قوللر اقاسي په نامه لېږلى و د تنخوا په باب يې څه درلودل، هغه دا، چې پرته له دسترخوان نه د محمدامير خان تنخوا د زرونه تر دووزرو پورې ليكل شوې وه ، همداشان د سراج التواريخ د موْلف دڅرګندونې له مخې (56 مخ كې) د عسكري، افرادو اوغړيو كالنۍ تنخوا دسلو روپيو نه تر 150 پورې بلل شوې ده د تېمورشاه د سلطنت په دوره كې د جنګ او سفر په وخت كې د عسكرو او منصبدارنو كورنيو د اعاشې او اباتې دپاره افرادو ته د يوه كال تنخوا د پيشكي په توګه وركول كېده (1) دولتمندو او بډايو عسكرو او منصبدار ته به د هغو تنخوا د سفر او جنګ نه د بېرته راګرځېدو په وخت كې اجرا كېدله ، كه جنګ او سفر به نه و؛ نو د دوى تنخوا به د نن په څير هره مياشت حواله كېده او اخيسته به يې