د تيمور شاه په وخت كې پوځي پېښې (لښكر كښۍ)

اعليحضرت تيمور شاه د خپل سلطنت او حكومت په دوره كې په كورينو پېښو سر بېره پنځه واره هند لوري ته خپلې لښكرې د پلار د امپراتورۍ د سرحدونو د ساتلو د پاره ولېږلې او په ياغي شويو سيمو باندې يې كلك يرغلونه تر سره كړل دده دا حملې او يرغلونه په ترتيب او وار سره په 1774، 1779، 1780، 1785، او 1788 ميلادي كلونو كې پيښ او ترسره شول دى په دې كلونو او وخت كې د سېكهانو ځپلو او اېلولو ته متوجه وو، دا شان تيمورشاه د خپلې پادشاهۍ او حكومت په وخت كې درې واره د غرب په لور ، يو ځل د سند او شمال لورې ته خپلې لښكرې او فوځي بريدونه ترسره كړل(1) ددې د پاره ، چې دا اّهمه موضوع څه روښانه شوې وي ؛ نو په لنډه توګه داسې ورته ځير كېږو :
د لوى احمدشاه بابا د مرګ نه وروسته څه وخت ، چې سېكهان دتيمورشاه د سلطنت په لومړيو وختو كې دده له كورنيو ستونځو او د هغه د عيش او هوسا ژوند نه خبر شول ، له دې حال او وضعې نه يې دا هيله د ځان سره غوټه كړه ، چې
د تيمورشاه د كورنيو شخړو نه به موږ اوس د فرصت او وخت په غنيمت سره د ځان د اّزادۍ په ګټه استفاده وكړو؛ نو يې دا وخت د بل هر وخت نه ډېر زيات ښه وګاڼه او ددې موقع نه په استفاده كولو سره يې پر ملتان بريدونه وكړل څه وخت ، چې درانى تيمورشاه د دوى له دې سرغړونې نه خبر شو په پوره او بشپړ ډول يې د كورني او داخلي اړودوړله مخې ونه شواى كولاى ، چې د بېګانه دښمن د دغه حركت او تيري مخه ونيسي خو سره له دې يې هم د دوى ټكولو ته ملاوتړله او هغې خوا ته
دعسكري كلك فوځ سره ور روان شو د تيمورشاه فوځي پېښې، چې پورته مو ورته اشاره وكړه، دادى ، په لاندې توګه څيړل كيږي :
1 - د تېمور شاه لښكرې د ملتان لورته :
د لوى احمد شاه بابا د مړينې نه وروسته سېكان سره وښورېدل ، غوښتل يې ، چې خپل ځان اّزاد كړي؛ نو د ملتان
د ښار شاوخوا يې ونيوله څه وخت، چې تيمورشاه ددوى له دې نيت او دده په ضد خوځېدنې نه خبر شو د هغو د مخنيوي د پاره يې په ډيره ميړانه او توره ور و دانګل (1)
سېكان ، چې د تيمورشاه د كورنيو ستونځو، شخړو او اخته كېدونه خبر وو لا پسې زړور شول ؛ نو په پوره توګه سره راټول او شپېته (60) زره عسكر (1) يې برابر كړل له دې ترتيب او نظم نه وروسته د چناب او راوي دريابونو څخه را واوښتل اراده يې وكړه ، چې دېره اسماعيل خان ، ديره غازي خان او نورې ديرې يو په بل پسې ونيسې دوى په دې كې لاهو وو او هيله يې درلودله ، چې تر دغو ديرو وروسته به سيند هم ونيسې او په دغه خيال يې خپل نظم برابر وو
تېمورشاه ، چې ددوى له دې اړودوړ نه خبر شو؛ نو په دې لنډ وخت كې يې لومړى د خبرو او اګاهۍ د پاره سردار حاجي على خان دوى ته د سفير په توګه ورولېږه، څو ، چې دى سېكان د تېمورشاه له امرونو نه خبر كړي څه وخت ، چې علي خان هلته ور ورسېد؛ نو د سېكانو له خوا سمدلاسه ووژل شو (2)
تېمورشاه ، چې د سېكانو له دې شوم نيت او بد عمل او حال نه خبر شو، د حد نه زياته سخته پرې تمامه شوه سمدستي يې خپل عسكر او منصبداران راوغوښتل او د ملتان لوري ته يې د سېكانو د ځپلو او حملې د پاره د تيارۍ امر وركړ ده په خپله سرې جامې او كالي ، چې د ونيو تويولو مثال او نښه وه، واغوستل او سېكانو ته يې د جنګ اعلان وكړ او د ملتان لوري ته په پوره زړورتيا ور روان شو(1)
كله ، چې تيمورشاه پيښور ته ورسېد؛ نو سمدلاسه يې اتلس (18) زره تورزن او زړور عسكر د زانګي خان (جارجي باشي) تر مشرۍ لاندې دير غل او حملې د پاره د سېكانو جګړې ته ولېږل او دى په خپله د نور لښكر سره يو ځاى ور پسې وروسته ور روان شو
زنګي خان ، چې ددغه ماموريت د سر ته رسېدو د پاره وګومارل شو؛ نو د تيمورشاه له حضور نه په ډېرې خوشالۍ سره رخصت شو، ده په ډېره بيړه د ملتان لور ته حركت وكړ له څو شپو او ورځو نه وروسته ملتان ته ورسېد او له سيكانو نه يې دوه كروه لرې خپل عسكر د صف او كتار تيارۍ او نورو جنګي تدبيرونو او مقابلې د پاره ودرول تردې نظم او ترتيب وروسته يې امر وكړ ، چې هـڅوك د خپلې خوانه د مخامخ لښكرو په لور ورتللى نشي او هيڅوك هغه لور ته مه پريږدئ، دا ددې د پاره ، چې غليم او دښمن زموږ نه بې خبره پاتې شي، د همدې شپې په سهار يې ناببره پر سېكانو بريد او يرغل وكړ، جنګ پيل شو، په دې جنګ كې د زنګي خان عسكرو په ډېره ميړانه دښمن ته مټ وركړ او سېكان يې ورو ورو تېښتې ته مجبور كړل، پښتانه عسكر پر مخ ولاړل سېكان يې ګړۍ په ګړۍ يو په بل پسې په شا واخيستل او په شمار يې دېرش زړه تنه له تېغه تېر كړل
تيمورشاه هم په دې وخت كې هلته ور ورسېد او په پوره مېړانه او توريالۍ بڼه ملتان ته ننوت او په ډېره مېړنۍ حمله يې ښار د سېكانو نه ونيو، سېكانو ، چې ځانونه تنګ او وېره كې وليدل سولې او روغې ته راضي شول ، تيمورشاه د دوى روغه او سوله ومنله كله ، چې سېكان كرار او اّرام شول، تيمورشاه شجاع خان سدوزى ددغه ځاى حاكم مقرر كړ په په دې وخت كې ، چې تيمورشاه وضعه اّرامه وليدله؛ نو په پوره ډاډ سره بېرته ته پېښور ته ستون شو او په ډېره خوشحالۍ او خوښۍ سره پېښور ته راننوت (1)
د ملتان د پېښې او د هغې د قرارېدونه وروسته سينديان هم سره وښورېدل او د تېمورشاه په مقابل كې پورته شول تيمورشاه د سينديانو د ځپلو او كرارولو له پاره سردار مددخان هغوى ته ورولېږه كله ، چې سردار مددخان سند ته ورسېد په ډېره مېړانه سره يې د سينديانو اړودوړ او پاڅون كرار كړ، دده برياليتوب دا وو، چې په ډيره زياته بريالۍ بڼه يې د سنديانو مشران او ير غلګر اېل كړل (2)، مددخان د سيند سيمې د شكارپور حاكم ته وسپارلې او خپله بېرته پېښور ته ستون شو او د رسېدو سره سم د پادشاه حضور ته ورغى، تيمورشاه ، چې دلې وضعه بيخي اّرامه وليده؛ نو د پور ډاډ او اطمينان نه وروسته د پېښور له سيمې نه كابل ته ولاړ (3)
2 - د ملتان لور ته د تيمورشاه دوهم ځل پاملرنه :
تيمورشاه څړمونى (پسرلى) او وسه (اوړى) په كابل كې تېر كړل، خو په همدې موده كې خبر شو، چې د ملتان ، بهاولپور او د سيند سېكانو او خلكو بيا دده په خلاف اړودوړ پيل كړى او دده د حكومت ړنګېدو ته يې ملاوې تړلې دي ، ددې پېښې او حركت اصلي محركين بهاول خان عباسي د بهاولپور والي او رئيس او حافظ الملك دار د پوتره د قام مشر او سرداران وو دوى د سيند او ملتان ډېره مځكه په واك كې لرله دغو ياغيانو د تيمورشاه د باج وركولو نه ډده وكړه او د هغه په خلاف يې ، چې زړه غوښتته شخړه جوړه او ځانونه يې خپلواك حكمرانان وګڼل په دې ډول دوى دواړو د پادشاه د حكم او حكومت نه سرونه وغړول (1)
تيمورشاه ، چې د دوى د ياغي كېدونه ښه خبر شو؛ نو د هغود ځپلو او ماتولو د پاره يې بيا له عسكري منصبدارانو او مشرانو سره وليدل سلا او مشوره يې ورسره وكړه او د پوره تدبير له نيولو نه وروسته له خپلو عسكرو سره ددغه اړودوړ د كرارولو په غرض ملتان ته په ډېره هسكه غاړه ور دننه شو تيمورشاه دغه وار ډېر په قار او غضب و، د افغانيت په مسته نېشه يې ددې پېښې د قرارولو له پاره سردار مددخان د عسكرو او پلتن سره مخكې د جګړې د پاره وليږه او دى هم پسې ترشاه په بېړه ورغى بهاول خان، چې د تيمورشاه د جنګ او مقابلې توان نه درلود سمدلاسه يې تېښتې ته ملا وتړله ، خپل كور او كهول سره د بهاولپور نه د باندې پنځه دېرش كروه لرې له ملتان نه ووت په هغه بې اوبو سولين او شګلين ميدان او ډګر كې ديره شو ، چې هلته يې د ځان د ساتنې د پاره كلا ودانه كړې وه ، په دې توګه سره ده هيله درلودله ، چې د تيمورشاه نه به ځان وساتم او د هغه له يرغل نه به دلې په امن كې پاتې شم او له ځان سره يې وويل : دې بې اوبو شګلين ډاګ ته به دده عسكر په ماپسې رانشي ؛ نو په ډېره بې غمۍ سره په دغه ځاى كې په خو شالۍ سره دېره شو
د تيمورشاه د بهاولپور د جګړې او سخت لوټ كولو نه وروسته سردار مددخان اسحق زى ځان ته را وغوښت او هغه ته يې په كلكه د بهاول خان د نيولو او ټكولو وظيفه وركړه سردار مددخان د شلو زرو عسكرو سره د بهاول خان د نيولو د پاره هغې خواته په ماموريت روان شو او امر يې وكړ ، چې مخكې له مخكې بايد غله ، اوبه او واښه د ځان سره واخلي ، سردار مددخان د ټولو اړتياوو د پوره كېدو نه وروسته د سولين او ريګين ميدان (دښتې، بېديا) په لور روان شو څه وخت ، چې هلته ورنږدې شو؛ نو په ډېره بيړه يې د اوبو د اړتيا د منځه وړلو له پاره لوى او ژور كويان وكيندل، خپل عسكر او څاروي يې په اوبو ماړه كړل تر دې احتياج وروسته يې د بهاول خان د نيولو د پاره په لازمو تدبيرونو لاس پورې كړ سردار مدد خان د بهاول خان كلا چارچاپېره محاصره اوونيوله په همدې وخت كې يې خپل لوى او درانده توپونه د هغه د كلا ولور ته مخ كړل او امر يې وكړ ، چې په كلا بريد خخ كړئ ، كه څه هم په لومړي سركې د توپونو مړدكيو په كلا باندې څه اثر ونه كړ ، خو په همدې شېبه كې بخت د مدد خان سره مرسته وكړه او د توپ يو مردكى د كلا سوري څخه ننوت او د داريو (باروتو) په خره او رېشه كې ولوېد ، د لګېدو او لوېدو سره سم و چاود ددې چاودنې په اثر د كلا دېوالونو كې درزونه پيدا او ځينې دېوالونه يې ولوېدل او هم د دوريو په خره كې د اور لمبې پورته شوې (1)
څه وخت ، چې د كلا دېوالونه راولوېدل او د دوريو د اور غوړانجې پورته شوې؛ نو سردار مدد خان په خورا زياته مېړانه كلاته ورننوت بهاول خان او د هغه زوى يې ونيول او د نيولو سره يې مټې پرې وتړلې او تېمورشاه حضور ته يې لاس تړلي راوستل ، څه وخت ، چې تيمورشاه پلار او زوى وليدل ددې ناوړه اقدام په باب يې ، چې دده د پاره يې كړى و خبرې ورسره وكړې ، پلار او زوى دده په مخكې په خپل ناوړه عمل اوكړو باندې اعتراف وكړ او ځانونه يې په ډېرې پښيمانۍ او ملامتيا سره پادشاه ته تسليم كړل تيمورشاه ، چې د نرم زړه څښتن و هغه يې وبخښل او د درناوي په مقابل كې يې د لاهور او بهاولپور حكومت ور وسپاره تيمورشاه د ملتان نه د بېرته را ګرزېدو په وخت كې علي محمد نامى خاګوانى ، چې څه موده پخوا يې د ملتان يوه سيمه نېولې وه او ددې صوبې صوبدار شجاع خان سدوزايي يې په ملتان كې بندي كړى و د ور رسېدو سره سم يې ونيو او بې له درنګه يې مړ كړ (1) ددې سيمې حاكمي او مشري يې بېرته نواب شجاع خان ته وسپارله تر دې وروسته تېمورشاه په بهاول خان باندې د ډاډ او اعتماد كولو نه وروسته په خورا دبدبه او بري سره د كابل په لور راوخوځېد او د ملتان اړودوړ يې په مېړانه سره پاى ته ورساوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more