د تېمورشاه د حكومت لور ته د بخارا د حكمران شامررادبيك لاس غزونه

د تېمورشاه د سلطنت په وروستيو كې په 1204 هـ ق كال كې د بخارا حكمران شاه مرادبيك تيمورشاه ته د هغې ستونزې اواخته كېدونه ، چې په ملتان او د سيند په جنګونو او اړودوړ كې ورته پېښه وه او ددغو پېښو د كرارولو د پاره تېمورشاه هغې خواته خپلې شپې او ورځې اوږدې كړې ، نو د تيمورشاه له دې ستونزې اواخته كېدونه د بخارا حكمران استفاده وكړه او دا وخت يې د ځان د پاره د بل هر وخت نه ډېر مناسب وګاڼه او له دې كبله يې د اّمو درياب پر جنوبي برخو باندې خپل تېري او بريدونه پيل كړل (1)
شاه مرادبيك په ډېر اّرام زړه پر مخ راغى او د مروې سيمه يې ونيوله ددې ځاى نه يې دېرش زره او سېدونكي د بخارا په لور په خورا ظلم او زور سره وكوچول د دوى د لېږد او كوچ پر ځاى يې يوه ډله بخارايان د دوى ځايونو ته را وستل او په اّباديو يې په خوښۍ سره بنا وكړه تېمورشاه د ملتان د سفر او راګرزېدو نه وروسته څه وخت ، چې د شاه مرادبيك له تېريو او تجاوز نه خبر شو ، هغه ته يې ډېر نرم او د مهربانۍ نه ډك مكتوب او ليك هغې خواته ورولېږه ، په دې توګه يې هغه وپوهولو ، چې دى بايد د افغانانو او درانيو پر ملكونو د تېري او نيولو نه واوړي او ځان ور څخه په كلكه وساتي كله ، چې د تېمورشاه مكتوب هغه ته ور ورسېد؛ نو د بخارا حكمران د ده د مكتوب نه سر وغړولو او څه اعتنايې ونه كړه او هغه يې ونه مانه د تيمورشاه د مكتوب په مقابل كې يې دنه ځواب وركړ كله ، چې دراني تيمورشاه د مرادبيك له خوانه منفي ځواب وليد؛ نو په 1204هـ ق كال كې د يو لك (1) فوځ سره د هغه د ټكولو او ماتولو د پاره په ډېر خرښم (قهر) ور روان شو تيمورشاه د باميانو له ليارې بلخ ته ننووت او د هغه ځاى نه ورپسې اقچې ته وخوځېد په همدې وخت كې د مخامخ له خوا شاه مرادبيك د پنځو سو زرو عسكرو سره د تېمورشاه د مقابلې د پاره راغى په ورځو ورځو د دواړو دښمنو تر منځ خونړي جنګونه پېښ شول او جګړې دوام درلود د جنګ په وخت كې شاه مرادبيك د خپل پلان له مخې ، چې ترتيب كړى يې و عمر خوشبيګي يې د دېرشو زرو عسكرو سره د ناڅاپي يرغل د پاره د تيمورشاه لښكر ته ولېږه په همدى وخت كې يې علي وير دي نامى بل افسر په دې مامور كړى و ، چې دى به د درانيو د اّزوغ او خرڅ د لارې شنډولو په خاطر كلك اقدام كوي او د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې به د درانيو اّزوغ په دې لار نه پرېږدي د شاه مرادبيك له دې پلان او جنګي ترتيب نه تيمورشاه خبر و او د شاه مرادبيك له شوم نيت نه ، چې تيمور شاه ته به ماتې وركړي او برى به يې په نصيب شي هم ښه اګاه شوى و؛ نو ده هم د افغانيت او پښتونوالۍ او خاورې د ستاتنې په مسته نيشه خپل جنګي ترتيبات له پخوا نه ښه كلك كړي وو
تېمور شاه ، چې دده د حركت لاره څارله ؛ نو خپلو توپچيانو ته يې د ټاكلي سنګر په مخ كې ځاى وركړى وو دوى يې ددې د پاره درولي وو ، چې څه وخت د شاه مرادبيك لښكر را ورسيږي په هغوى به كلك بريد كوي ، چې د بري نيشه يې له سره وباسي او كلكه ماتې وركړي دا كار لكه څنګه ، چې
د تيمورشاه هيله وه په ډېره بريالۍ بڼه ترسره شو : كله ، چې د شاه مرادبيك لښكر د تېمورشاه خوا ته راغى او ښه را وړاندې شو؛ نو د رارسېدو سره سم تېمورشاه خپلو توپچيانو ته د ويشتلو امر وكړ ، تورياليو او مېړانيو توپچيانو د تېمورشاه دامر سره سم سخت بريد پيل كړ، د دواړو خواو ترمنځ سخته نښته پيل شوه د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ډېر سخت شو ، خو د توريالو افغانانو لښكر جنګ پر مخ بوت او ورو ورو يې اوزبكو ته په بېرته تلو ماتې وركړه او تېښتې ته اړ شول شاه مرادبيك له دې ماتې نه ډېر خواشينى او خپه شو پوه شو ، چې كه جګړې ته دوام وركړي نو به بيخي ورك او خوار شي؛ نو سمدلاسه سولې او روغې ته راضي شو(1) او داسې پريكړه يې له خپل ځان سره وكړه : مرادبيك څو تنه عالمان د بخارا نه را وغوښتل ، د ننواتې او عذر كولو په هيله يې د قراّن مجيد په ور،كولو سره د تېمورشاه حضور ته ورولېږل او هم يې دوى ته دا پيغام وركړى و : " له دې وروسته به داسې كار له مانه ، چې د افغاني پادشاه د خواشينۍ سبب كيږي ونه وينئ(2)"
تېمورشاه ، چې ډېر نرم زړه خاوند سړى و دده ننواتې يې ومنله او د دواړو هېوادو ترمنځ يې سرحدي پوله او ټك د جيحون سيند وټاكه تيمورشاه تردې بري وروسته د كابل په لور راوخوځېد د راګرزېدو په وخت كې د تيمورشاه ډېر لښكر د سړو او يخ د لاسه په هندوكش كې مړ شو ، خو له دې سره سره تېمورشاه په ډېره دبدبه، بري او شان سره كابل ته په وياړ راغى

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more