د فتح خان يوسفزي ياغي لېدل

فتح خان يوسفزي د مظفراّباد د رياست د نيولو وروسته ، كله ، چې شاهي ماليه ټولوونكو د كشمير د سيمې ماليه راټولوله د هغې د نه وركولو مخه يې په كلكه سره ونيوله په دې ډول سره دغه خان هم تيمورشاه ته ياغي شو څه وخت ، چې تيمورشاه دده له ياغي كېدو او سر غړونې نه خبر شو، ډير په قار شو او د هغه د ټكولو دپاره يې يو تكړه لښكر وليږه كله ، چې د تيمورشاه لښكر د فتح خان سره د مقابلې په وخت كې مخامخ شو؛ نو د مخامخ كېدو او جنګ په وخت كې يې ته هغه كلكه ماتې وركړه ، دا ياغي خان يې بندي د اعلحضرت تيمورشاه حضور ته لاس تړلى راوست تيمورشاه ، چې وليد سمدستى يې د هغه د غرغرې حكم صادر كړ ، په دغه ډول سره تيمورشاه دده له پورته كېدو خلاص او هغه خواركى ووژل شو او دده د رياست او څوكۍ پر ځاى يې هغه زوى ، چې د تيمورشاه ملاتړ او طرفدارو په كورسۍ باندې كېناوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more