تېمور شاه او د اّزاد خان بغاوت

اّزاد خان د حاجي كريمداد خان زوى و، دده پلار د عليحضرت احمد شاه بابا له خوا د كشمير حكمران مقرر شو ، او ددغې وظيفې نه د مخه يې د عرض بيګي وظيفه ترسره كوله كله ، چې حاجي كريمداد خان مړ شو ، دده زوى اّزادخان تيمور شاه له خوا خپل د پلار پر ځاى په كشمير كې حاكم وټاكل شو(2)
اّزادخان په خپل وخت او زمانه كې په سخاوت او مېړانه كې سارى نه درلود، د خپلې حكمرانۍ په وخت كې يې ډېر خلك د خپل نيك خوى او ښه سلوك په اثر د ځان ملګري او پلويان كړي وو دا شان په خپل مټ او توان لس زره كلك سواره په خپل ځان پسې هم ملاتړ درولي وو د وخت په تېريدو سره ده د دووكالونو حكمرانۍ كولو څخه وروسته د استقلال اعلان وكړ په دې شيبه كې دده وروڼه د تيمورشاه ملګري او ملاتړ وو دى يې د پادشاه د ياغي كېدو نه منع كاوه، خو ده د هغو خبره ونه منله سره له دې ، چې د هغوى سلا يې خوښه نه كړه په دې وجه ، چې د تيمورشاه پلويان وو ، له كشمير څخه يې هم وشړل (1)
څه وخت چې تيمور شاه د اّزادخان له ياغي كېدو نه خبر شو ډېر خوابدى، پرېشان او خپه شو، خو د هغه د بلواد شنډولو د پاره يې په اقدام لاس پورې كړ په لومړي سر كې يې هغه ته محمد علي خان ، چې په كفايت خان سره مشهور و ، دده د هدايت او نصيحت كولو دپاره وروليږه(2) تيمور شاه په دى وجه سره غوښته ، چې د ازړور او د ښه خوى پښتون بې له كوم زيان او تكليف د رسېدلو څخه دې ته اړ كړي ، چې په خپله خوښه له دې كار او عزم نه لاس واخلي څو ، چې خبره تورې او مرګ ته ونه رسيږي
كله، چې كفايت خان دپادشاه په امر كشميرته ورسېد، په ډېره خوږه ژبه اونرمه لهجه يې د تيمورشاه پيغام هغه ته ورساوه او په خندا يي ورته ولوست د كشمير د ماليې د غوښتنې په برخه كې، چې اّزادخان را ټولوله او مصرف كړې وه د هغې په عوض كې يې له ده څخه دوه درې لكه روپۍ د سفر خرڅ په پلمه وغوښتې دا شان يې د هغه د حال او استقلال غوښتنې په باره كې تيمورشاه ته يو ليك واستاوه ددې خط په رسېدو سره تيمورشاه د هغه په حال او كړو ، چې دده په مقابل كې پورته شوى و ښه خبر شو او د چارې په لټه كې يې شو(1)، په همدې وخت كې كفايت خان هم كابل ته را ګرزېدلى و، كله چې كابل ته را ورسېد تيمور شاه يې د اّزادخان له حال او كيفيت څخه خبر كړ له دې وروسته تيمور شاه مرتضى خان او زمان خان د اّزاد خان وروڼه د هغه د ټكولو له پاره د دېرش زرو (30000) لښكرو سره ورواستول څه وخت ، چې دوى كشمير ته ورسېدل اّزادخان هلته نه و او د خپل خسر په كور كې دېره و په دې وخت كې دى د وروڼو له راتګ نه ، چې دده په ضد د لښكر سره راغلى وو خبر شو؛ نو په ډېره ميړانه د هغو د جنګ او مقابلې دپاره مخې ته ور ووت په لومړۍ نښته كې اّزاد خان ماتې وموندله، خو دده د اكا زوى په دې نښته كې په پوره تورې سره د تيمورشاه د لښكر په مقابل كې كلك مقاومت وكړ دده د مېړانې او بريالۍ حملې له امله په پاى كې د تيمورشاه لښكر مات او تيښتې ته اړ شو، خو د ماتې له امله د اّزاد خان سره يو ځاى د كشمير لورته په ګډه دننه شول د تيمورشاه په لښكرو كې يوازې يو تن ، چې د سيدانو څخه و تر اّخره پورې كلك په ميړانه ودرېد ، تردې اندازې پورې ميړانه يې وكړه ، چې دده توره او قوت په خپله د اّزاد خان هم خوښ شو او د ماتې نه وروسته يې هغه ته د ميړانې له امله ډېر عزت وركړ اّزاد خان د تيمورشاه د لښكرو نه درې زره تنه بنديان ونيول او هغوى ته يې وويل : " تاسې ته خپله په دې ټكي واك او اختيار دى ، چې كشمير كې زما ملازمت كوئ او يا بېرته كابل ته ځئ " د دوى له ډلې نه يونيم زر تنه په دې راضي شول چې بېرته كابل ته ولاړ شي، اّزداخان د دوى له دې نظر يې او رايې نه ناراضه او خوابدى شو او په پټه يې د مظفراّباد بېړۍ چلونكو ته د هغوى د ډوبولو امر صادر كړ څه وخت ، چې ددې ماتې خبر تيمورشاه ته ورسيد سمدستى له كابل نه د پېښور په لور وخوځېد او پېښور ته د رسېدو سره سم يې سردار مددخان اسحق زى او ځينې نور سرداران د كشمير خواته ولېږل ، څو ، چې اّزداخان له پښو وغورځوي او له دې سختې پيښې نه په امن شي څه وخت ، چې د تيمورشاه په امر سردار مدد خان د اّزادخان د ماتولو دپاره كشمير ته ورسېد، د رسېدلو سره يې سم او بې له درنګ نه په جنګ لاس پورې كړ ، د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو ترمنځ څو ورځې پرله پسې سخته نښته وشوه ډير ځوانان په كې خاورې شول ، خو يوې خوا ته هم فتحه او برى په نصيب نه شو سردار مددخان ، چې د تيمور شاه يو پوه نظامي سردار و په ډېره هوښيارۍ او ځيركتيا سره يې(1) د اّزاد خان ځينې سرداران او د لښكر مشران په ځان پسې واړول ، كله ، چې اّزادخان له دې كار نه خبر شو او په دې هم پوه شو ، چې قوت او قدرت يې په خپل منځ كې كمزورى او ټوټې ټوټې شي ؛ نو بله لار يې ونه ليدله ، د وېرى او ډار له كبله يې په تېښته او فرار لاس پورې كړ، د جنګ په حال كې يې د راجه رستم كور ته ، چې دده خسر و ځان ور ورساوه ، دده د خسر كور او ځاى ، چې په وچ بيابان ، سولين او شګلين ډاګ كې اّباد شوى و د تيمورشاه د لښكرو په مقابل كې يې د دېوال او سد مثال درلود ، دې وچ او سولين ډاګ ته ، چې اوبه يې نه درلودلې د ورتلو امكان ډېر كم او يا هيڅ نه و سردار مددخان ، چې د هغه د تيښتى لار و ليدله او پوه شو ، چې جنګ نه ورسره كيږي ؛ نو د اّزادخان خسر ته يې په كلكه وليكل : كه ته ، چيرې خپل زوم يعنې اّزادخان موږ ته ونه سپارې او په لاس كې يې را نه كړې ، دده په ګناه به تا له تيغه تير كړو ، دا ستا د خبرېدو د پاره پيغام و ، خوښه او رضا ستا هره لاره ، چې ته غوره ګڼې هغه به د ځان د پاره خوښه كړې راجه رسم د مددخان له وېرې او د ځان او كورنۍ د ساتنې د پاره اّزاد خان د خوب په حال كې ، چې ويده و ، د مددخان سختو او خونخوارو پنجو ته وسپاره دې نامي او توريالي سردار (اّزاد خان ) ، چې د خپل خسر حال وليد د مددخان د ور رسېدو سره سم يې په خپله ځان مړ كړ(1) په دې توګه تيمورشاه د كشمير له دې كلك قيام نه په امن كې پاتې شو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more