د ارسلاخان تېښته

ارسلاخان ، چې سلطاني تاريخ د اسدالله په نوم ياد كړى دى ، د لوى احمد شاه بابا په وخت كې د سرهند په صوبه دارۍ (1) مقرر او احمدشاه بابا ته ډېر ګران و له بده مرغه په دې وخت كې يې د خليل (فيض الله خان) سره د ډېرى ګټې په خاطر
د تيمورشاه مرګ ته ملا وتړله ، كله ، چې ده او فيض الله خان په خپل جوړ شوي پلان كې د تيمورشاه له خوا ماتې وخوړه ؛ نو فيض الله خان د مرګ په ليدلو سره دى وتښتېد او ځان يې اتمانخېلو ته ورساوه (2) كله، چې ارسلاخان د اتمانخېلو لومړي كلي ته نږدې ورسېد، د كلي مشران د خبرو د پاره د هغه سره د كلي نه بېديا ته ووتل او هغه ته يې وويل :" تا موږ په خپل كلى كې پرېښودلى اوساتلى نه شو دا، ځكه، چې موږ د پادشاه سره د مقابلې او جګړې توان نه لرو، هغه زمونږ پادشاه دى څه وخت، چې ته زمونږ كلي او سېمې ته ننوزې او شپه تېره كړې ؛ نو مونږ خامخا ستا د ساتنې په باب پښتني دود او پښتونواله تر سره كوو او په ننګه دې دريږو ارسلاخان د دوى سره د يو لړ خبرو كولو نه وروسته په يو چل خپله كډه د خپلو ملګرو په لاس كلي ته وردننه كړه او د هغه چل داو : ده په ډېر مهارت سره د كلي مشران په خبرو كړل او ملګرو ته يې لا پخوا ويلي وو چې زه به د دوى سره خبرې كوم او په دې وخت كې به سمدستي تاسې كلي ته زما د كډې سره ننوزئ كله ، چې
د كلي مشران د كډې په ننوتلو باندې كلي ته خبر شول ؛ نو يې ورته وويل اوس د خبرو ضرورت پاتې نه شو هرڅه سم شول، دى يې په تود هركلي سره خپل كلي او جومات ته بوتلو او داسې يې ورته وويل : "ته اوس زمونږ ميلمه يې او مونږ د تاپه ساتنه مجبور يو" (1) په دې ډول تيمورشاه د ارسلاخان د پيدا كېدو او نيولو نه نااميد شو؛ نو ديوه چل نه يې د هغه د لاس ته راوړلو دپاره كار واخيست ، دده چل داو ده په خپلو مجلسو كې ويل :" ما اوس ارسلاخان بښلى دى" دده داخبره ورو ورو په ولس او خلكو كې تيت او خوره شوه ، هغو يقين وكړ، چې په رښتيا سره تيمورشاه د نرم زړه څښتن دى ، مګر څه موده لا تيره نه وه ، چې قاضي فيض الله خان تيمورشاه پوه كړ او هغه ته يې وويل : په هره وجه سره ، چې كيږي ارسلاخان زه ستا حضور ته حاضروم قاضي فيض الله خان، چې پښتانه يې په كراره نه پرېښودل ارسلا خان ته يې په چل او ذمه وارۍ يو قراّن ور واستاوه ، د بښنى او خلاصون ليك يې د دې قراّن پر مخ ، چې د شاهي مهر په واسطه سره ليكل شوى وكېښود، په دې توګه سره قاضي فيض الله خان ارسلاخان پېښور ته را حاضر كړ، تيمورشاه په اول كې د قاضي فيض الله خان په شفاعت سره د ارسلاخان د وژلونه ډده وكړه،(1) مګر د خلكو او قاضي صاحب په چلونو سره د نږدې درباريانو د زيات اسرار او شكايت له امله د هغه خوراكي د وژلو امر صادر كړ، او په حق ورسېد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more