تېمور شاه او د فيض الله خان خليل بغاوت

په 1779 كال كې د خليلو مشر فيض الله خان ،د څكمنيو صاحب زاده او د برو مومندو مشر ارسلاخان د تيمور شاه د وژلو او د شهزاده سكندر شاه د پادشاه كېدو د پاره، چې د احمدشاه بابا شپږم زوى و ، په ګډه دا پرېكړه وكړه ، چې په هره وجه كيږي(1) دوى به دا عمل او خپل جوړ شوى پلان تر سره كوي ، ولو كه د دوى په وژلو هم تمام شي
په دغه وخت كې تيمورشاه د پېښور په بالاحصار كې په خپله شاهي كلا كې استوګنه درلودله او د پنجاب د حملې او بريد په باره كې يې د خپلو مشرانو او مخورو سره سلا مشوره او فكر كاوه (2)
فيض الله خان ، چې د پېښور د مځكوالو ، مشرانو او غټانو رئيس وْ، د تيمور شاه د وژلو پرېكړه او پلان يې بيا د تيمورشاه له يوه نږدې دوست خواجه سرى ياقوت خان سره نوى كړ(3) خواجه ياقوت ، چې د تيمورشاه د حرم او دده
د سراى د ساتلو مشر و او په دې پرېكړه يې خوله پټه كړه او چاته يې څه ونه ويل فيض الله خان د خپل پلان د عملي كولو د پاره له خپل ملاتړ ملګرو سره په اول كې د مكر او حيلې څخه كار واخيست او د دوستۍ په جامه كې يې له چل نه كار واخيست د تيمورشاه حضور ته راغى او كله ، چې دى هلته د خپلو ملاتړو كسانو سره ورسيد؛ نو داسې يې وويل : " مونږ د پادشاه حضور ته دا ډول عرض لرو، د پنجاب سېكانو د مسلمانانو په ضد او د هغوى د ماتولو د پاره بلوا او اړودوړ را پورته كړى دى اما ستاسو اميران او منصبداران ډېر ورڅخه تنګ شوي دي، كه د پادشاه اجازه او امر وي زه به د خليلو، مومندو او ځينو نورو خلكو په راټولولو د هغوى كرارولو او ځپلو ته ورودانګم تيمورشاه دده عرض منظور او هغه يې ومانه (1) "
فيض الله خان خليل ، چې مخكې له مخكې د تيمور شاه د وژلو اوله سلطنت نه د غورځولو نيت او قصد كړى و د خپل مرام او مطلب د ترسره كېدو نه وروسته د پنځه ويشت زره لښكر سره د فرصت او وخت په انتظار كېناست ، او دې ته سترګې په لار و چې كله به خپل هوډ ترسره كړي فيض الله خان يوه ورځ د غرمې د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته د غرمې د خوب په نيت چې ويده شي د پېښور بالاحصار ته ولاړ ، ددې په ځاى چې ويده شي د سلطاني تاريخ په قول (1) دا وخت يې له بل هر وخت نه ښه غنيمت وګاڼه او ملاتړ ملګري او خانان يې د خپل ټول را غونډ شوي لښكر سره ، چې شلو زرو تنو ته رسېده او د مخه يې مشوره او پرېكړه كړې وه د تيمورشاه د كتنې او ليدنې په پلمه د هغه پر حصار او ماڼۍ وردننه شول د كلا پيره دارانو او ساتونكو زيات مقاومت وكړ او ورته وى ويل :" بې له مشرانو بايد ټول ولاړ نه شئ " د پيره دارانو مقاومت او ټينګار په بهانه ، چې فيض الله خان خپل لښكر پوه كړى و ، په پوره بېرحمۍ او بې له زړه سوي څخه د هغوى په وژلو بريد او لاس پورې كړ، په دې شيبه كى يوشمېر پيره داران او ساتونكى ووژل شول څه وخت ، چې تيمورشاه د خپلو پيره دارانو سوې نارې ، چغې او بدحال وليد نو د حصار لوړ برځ (برج) ته و خوت او خپل خاص او مخصوص ګارډ ته ( دده د مخصوص ګارد يادونه د مخه راغلې ده ، هغه خپل ساتونكى ګارډ اسحق زيو نه جوړ وه، ده په هغو باور درلود ، چې په ډېر مشكل او سخت وخت كې به مې په كار شي ؛ نو يې د قام بې قاعدې لښكر، چې د درانيو او نورو پښتنو قومونو نه جوړ شوى و له منځه لرې كړ او پر ځاى يې تنخوا خواره عسكر ، د تاجكو او اسحق زيونه د عسكرو په بڼه سنبال كړ) اشاره وكړه او هغوى ته يې وويل ، چې ارګ ته د مقابلې او تورې د پاره ورننوزئ شاهي عسكرو، چې د مقابل لوري حيله ګر لښكر وليد د خپلې وسلې او ځان د ساتنې په غرض يې داسې سخت بريد پرې وكړ ، چې په يوه درنګ يې د خپلې درندې شاهي وسلې په قوت له كلا نه ورشنې (بېديا) ته وويستل، دوى هغوى ته موقع ورنه كړه او په خورا مېړانه، توره او وژلو سره يې دفيض الله خان اود هغه د ملاتړ ملګرو ولسې لښكر په ماتولو باندې يې له ډېره قهره خپله خوا يخه كړه، ددوى په پرلپسې وړاندې تګ سره په ولسي لښكر كې ماتې ګډه شوه په دې سخت اړودوړ او چپاوكې فيض الله خان او د هغه زوى ونيول شول دوى دواړه له ډېر كړاو او عذاب تېرولو نه وروسته ووژل شول ارسلاخان ، چې د فيض الله خان سره ملګرى و او په دې پېښه كې يې لوى لاس درلود له دغه ځاى څخه وتښتېد، د څكمنيو صاحب زاده ، چې يو روحاني او مذهبي سړى و د قام د نفوذ او په هغه باندې د زړه د بدېدو له امله د مرګ نه بچ كړاى شو په دې ډول سره د دغو دريو تنو پټه پرېكړه ، چې د تيمورشاه د مرګ او وژلو د پاره شوې وه ناكامه شوه دغه درنه پېښه دده د عسكرو په ميړانه او سر ښندنه ، چې دده په اشاره سره د دښمن په مقابل كې ودرېدل بيخي شنډه كړاى شو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more