تېمور شاه او د عبدالخالق خان را پورته كېدل

د تيمور شاه د پادشاه كېدو د بيان په وخت كې مو د مخه دا ټكى ياد شو، چې درانيو د عبدالخالق د ملاتړ او د هغه
د پادشاه كېدو دپاره ليچې پورته كړې ، خو دا پېښه زر تر زره
د حاجي جمال خان زوى سردار پاينده خان له خوا د تيمور شاه په ګټه شنډه شوه :
د 1774 او 1775 كالو ترمنځ يو كلك اړودوړ د تيمور شاه د پادشاهۍ د ړنګېدو د پاره پېښ شو، چې مشر يې عبدالخالق و (1) دې نامي سردار او مشر په دې لنډ وخت كې
د ښكار پور د مځكو د ماليې اجاره په شپږو لكو روپيو په غاړه اخيستې وه د ماليې د راټولولو د پاره تيمور شاه شيخ عبدالطيف خان د ماليې وزير هغه ته ور وليږه ، چې د مځكو ماليه ور څخه واخلي او د دولت خزانې ته يې واچوي كله، چې د ماليې وزير ور ورسېد له هغه يې د ماليې د ټولېدو غوښتنه وكړه، خو عبدالخالق خان د ماليې وزير ته په ځواب كې وويل : " خوارې مه كوه تر اوسه پورې زر نه دي راټول شوي " د ماليې وزير بيا بيا د ماليې د غوښتنې تاكيد او ټينګار وكړ او څو تنه يې هغه ته ورولېږل او ورته ويلي يې و ، چې عبدالخالق خان ته وواياست ، چې د ماليې وركړه ضرور ده ورلېږل شويو كسانو
د عبدالخالق خان په حضور كې د ماليې د وزېر خبرې هغه ته واورولې، خو عبدالخالق خان هغو ته وويل: " ماليه نشته ، زما ځواب په دې برخه كې منفې او نه دى "
عبدالخالق خان پوهېده ، چې د ماليې وزير به زما په دې كار زما له خوا څخه پادشاه ته شكايت وكړي؛ نو يې د ځان
د ساتنې د پاره د ښكارپور مځكه د پادشاه د ډار او وېرې له كبله پرېښود له او كندهار ته ، چې د درانيو مركزو راغى، تيمور شاه هم ددې ياغي او سركښ سړي د ټكولو له پاره څو تنه و ګومارل چې هغه پيدا كړي ، څنګه ، چې ده خپل ځان ډېر ساته؛ نو هغو پيدا نه كړاى شو، عبدالخالق خان په ډېره بيړه او تلوار سره پر لاره تېر شوى او د كندهار مركز ته رسېدلى و ؛ نو ځكه د تيمور شاه ګومارل شويو كسانو پيدا نه كړ (1)
عبدالخالق خان ، چې د احمدشاه بابا تره او مشر سړى و كله ، چې كندهار ته را ورسېد؛ نو په كندهار كې يې د درانيو په يوه لويه جرګه او غونډه كې مشرانو ته د تيمور شاه له خوا زيات شكايت وكړ او داسې يې وويل : " تيمور شاه درانيو په ښه او درانده نظر نه ګوري ، په دربار كې يې پښتانه لږدي ډېر او د هغوى پر ځاى يې دربار د نورو پستو (نرمو) ژبيو څخه ډك دى او هغه نازوي ، دا نازولي، چې په خټه پښتانه نه دي
په هغو باندې پښتانه په خپل منځ كې سره وهي" په دې شېبه كې هغه مشران ، چې د وزير شاولي خان په مرګ د تيمور شاه څخه زيات خواشيني او مرور وو، د عبدالخالق خان شكايت
او خبرو ته يې په ټينګه غوږ ونيو(1) او د هغه سره يې ګډه پرېكړه د تيمور شاه د غورځولو او ټكولو د پاره وكړه
د عبدالخالق خان د خبرو نه وروسته د هغه د ملاتړ ملګرو او مشرانو له خوا څخه دى د تيمور شاه پر ځاى د سلطنت او
د پادشاهۍ د مقام او تخت كيناستو د پاره په ګوته او وګومارل شو، چې موږ ټول به ددې ګډ هدف د لاس ته راوړو د پاره درسره يو ځاى ولاړوو تردې پريكړې وروسته مشرانو هغه ته پنځه ويشت زره (25000) عسكري لښكر، چې د قومي او ولسي خلكو نه جوړ شوى و په واك كې وركړ او د كابل د نيولو په نيت او د تيمور شاه د پادشاهۍ د ړنګولو په خيال په ډېر غورځنګ سره له كندهار څخه مخ په كابل را روان شو او د جنګ
د پاره يې لازم او منظم ترتيب ونيو دراني تيمورشاه ، چې د عبدالخالق خان او د هغه د ملاتړ مشرانو له دې كلك اقدام نه د كابل په لور خبر اواګاه شوى و، خوراخوا بدى، پرېشان او خپه و؛ نو ده د ځان د ساتنې او سلطنت د دوام او پايښت دكابل، جلااّباد او پېښور شاو خوا اميرانو او مشرانو ته دمرستې او كومك پيغامونه ور وليږل ، چې ددې بلوا د ختمېدو د پاره ورسره ملګري شي، خو د دوى له خوا كوم مثبت ځواب هغه ته ورنه كړ شو دى ، چې د خپلو پيغامونو د استول شويو سيمو نه نا اميد شو؛ نو يې بله چاره پرته له دې څخه ونه ليدله او سمدلاسه يې دلاورخان د بلخ له ولايت نه كابل ته راوغوښت او دا ددې له پاره ، چې په تنګ او لنډ وخت كې له هغه سره مرسته وكړي
په دې حساس، لنډاو تنګ وخت كې، چې عبدالخالق خان د كندهار له خوانه د كابل لوري ته د كابل د نيولو د پاره راروان و، د كابل د سيمې مشران او منصبداران هم د تيمورشاه د امر نه تقريباً په ډډه او واوښتل او په جلا جلا ډول يې د دفاع او مخ نيوي پيشنهادونه وړاندې كړل د تيمورشاه مور، چې په دې لنډ وخت كې دا بد حال وليد(1) اود هغه ماتې خامخا ورته ضرور اېسېدله؛ نو بې له درنګ نه عبدالله خان ديوان بيګي ته ورغله او په خپل لاس يې د تيمور شاه او دده لاسونه سره وركړل او ورته وى ويل : " ښاغليه ديوان بيګي صاحبه ! ما نن ورځ د شاه دراني زوى په تا سپارلى دى" په دې شېبه كې كه څه هم ديوان بيګي د هغې خبرې ته سم پام ونه كړ دا ځكه د هغه زوى د عبدالخالق په ډله كې شامل او د هغه د ملاتړ ملګرو څخه و، خو دغه دليل تر ډېرې پورې سم نه دى كوم علت ، چې موْرخين غوره ګڼي هغه دادى: له يوې خوا تيمورشاه د وزير شاولي خان د وژلو له امله هغه ته خپل اهميت بايللى و، دا ځكه ده داسې فكر نه كاوه، چې زما په ملاتړ سره ، چې وزير شاولي خان هغه ته وسپارل شو؛ نو به يې سمدلاسه مړ كړي، دې كوچني كار تيمورشاه ديوان بيګى ته ووړاو كوچنى كړى و، له بلې خوا د مركز (پايتخت) بدلولو او د پارس دود او دستور خوښولو بڼې او ځينو نورو نيمګړتياوو ديوان بيګى له تيمورشاه څخه اړولى و ؛ نو ځكه يې د هغه د مور خبرو ته څه توجه ونه كړه كله، چې تيمور شاه ټولې لارې پر مخ تړلې وليدلې؛ نو خو را نااميد او خپه شو دى د خپل تدبير په سنجولو كې و او ناببره ، چې ډېرې غصې او قهر نيولى ، و په تر يو تندي يې سمدلاسه خپل زر تنه تنخوا خواره سپاهيان ، چې ده په خپل وخت كې نيولي وو د جعفر خان چندولي تر مشرۍ لاندې د غزني په لور د عبدالخالق د ماتې د پاره ولېږل، ددغو عسكرو له لېږلو وروسته دى د شپږو زرو تنو سره روان شو او د شش ګاو په برخه كې يې د عبدالخالق د مخ نيوي او مقابلې لارو نيوله كله ، چې د دواړو دښمنو او مخالفو ډلو د مخامخ كېدو په وخت كې د عبدالخالق خان د لښكر نه دوه تنه مشران محراب خان او دلاور خان له هغه نه جلا او بې له كومې ګټې او د دوستۍ په خاطر د تيمور شاه سره ودرېدل او هغو له ځان سره يوه ډله ملګري هم بېل كړل (1) په دې كار سره د تيمو شاه مټ كلك او د عبدالخالق مټ كمزورى شو، تيمورشاه ، چې عبدالخالق او د هغه نورو نږدې مشرانو ته ډير قهر نيولى و د عبدالخالق د لارې د بندولو په غرض يې، چې د كابل په لور مخ په وړاندې رانه شي، څلور سوه قلماقي غلامان په لار كې ګومارلى وو او هغوى ته يې د دښمنې ډلې د ځپلو لازم هدايتونه وركړي و، د دښمنو ډلو ترمنځ په شش ګاو كې د مخامخ كېدوله امله جنګ په ډېر قوت سره پيل شو څنګه ، چې د تيمور شاه لښكر په درنده او قوي شاهي باجې خانې او درندو توپونو باندې سنبال و(1) د جنګ او نښتې په وخت كې برى او فتحه په برخه شوه د كندهار لښكر ، چې ډېره وسله نه درلودله او په منظم ډول سره يې جنګ نه شو كولاى د جنګ په وخت كې دوه زره تنه مړه او عبدالخالق هم د تيمور شاه د لښكر لاس ته ورغى (2) په دې جنګ كې مدد خان او سردار پاينده خان د تيمور شاه په ګټه او ملاتړ ډېره كلكه ميړانه وكړه دا د دوى ميړانه وه ، چې تيمور شاه برى وموند او پاينده خان په خپله ځيركتيا سره د عبدالخالق خان ډېر زيات پاخه ملګري د جنګ په وخت كې د تيمور شاه په خوا راواړول همدارنګه مدد خان ، چې يو پوه او زړور جګړن و په جنګ كې يې كلكه توره وكړه د تيمورشاه په وخت كې دا بې سارى اړودوړ ، چې د عبدالخالق په مشرۍ پيل شوى و، دده په نيولو او ماتې سره ختم شو څنګه ، چې عبدالخالق خان مشر او سپين ږيرى سړى و؛ نو د نيولو په وخت كې يې د مرګ نه د خلاصون له پاره فكر كړى و، ده د هوښيارۍ نه كار واخيست كله ، چې تيمورشاه ته راوستل شو؛ نو بې له درنګ نه يې د هغه د وژلو امر صادر كړ ، خو هغه داسې ورته وويل :" اّيا ته شرم نه لرې، چې ما ستا پلار سره په يوه ګډ لوښي كې هميشه ډوډۍ خوړله او هغه به زما احترام كاوه دا ځكه زه د هغه تره وم (1) تيمورشاه، چې د نرم خوى او تنكي زړه څښتن و د هغه وژلو نه تېر شو او د ځان سره يې وساته، خو ددې سره سره يې هغه په سترګو ړوندكړ، په دې ډول د عبدالخالق دا سخته بلوا د تيمورشاه په مقابل كې ختمه شوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more