تيمور شاه او برخوردار خان
دا ميړنى افغان پښتون د هغو خانانو په ډله كې و كوم چې ، د تيمور شاه د سلطنت او په تخت باندې د كيناستونه د مخه د شهزاده سليمان په ملاتړ د وزير شاولي خان سره ولاړ وو برخوردار خان د لوى احمد شاه بابا په زمانه كې د لښكر په تنظيم او ترتيب ګومارل شوى و او دده له غوره ملګرو څخه ګڼل كېده، كله ، چې د احمد شاه بابا له مرګ نه څه موده وروسته تيمور شاه په تخت باندې كيناست ؛ نو د هغه مخالفين په تېره شاولي خان او دده ملاتړ ملګري ، چي په خپل هدف او مقصد كې بريالي نه شول ، ډېر خواشيني شول ، بر خوردار خان له هغه وخت څخه له تيمور شاه نه ډارېده او تل وېره ورسره مله وه دى پوهېده ، چې تيمور شاه په هر رنګ او وجه سره ، چې كيږي ماله منځه وړي او دى د تيمور شاه كړوته متوجه وو او غوښته يې ، چې په مناسب وخت كې هغه ته د ځان د عفوې په برخه كې څه عرض وړاندې كړي دا، ځكه دى په دې هم پوه و، چې تيمور شاه د نرم زړه څښتن دى كله يې ، چې چاته د زړه سوي او ترحم كولو مخ ور واوړي ؛ نو بې له درنګ څخه يې پخوانۍ رخې له زړه څخه ووزي او سړى بخښي برخوردار خان يوه ورځ د ځان د خلاصون د پاره داسې چاره او تدبير وسنجولو (1) ، چې تيمور شاه له حده زيات ورباندې مهربانه شو او د هغه تېر كړه يې هېر او خورا لورېينه يې پرې وكړه ، په دې كار او تدبير سره د تيمور شاه په نږدې ملاتړ ملګرو كې حساب شو.