تيمور شاه او سردار جان خان پوپلزى
تيمور شاه د خپل سلطنت په وخت او زمانه كې د كورني سياست د ټينګولو له پاره د سليمان په څېر د غټو او لويو قامي سردارانو څخه په وېره او ډاركې و له همدى كبله يې هغه يويو له كندهار څخه د خپل حكومت مركز ته راوبلل ، څو، چې وكولاى شي د هغوى له وېرې پرته د سلطنت واګې ټينګې كړي د قام له منځ نه د مشرانو رابلل او ويستل ددې مقصد د پاره وو، چې په مشرانو قام راټول نه شي ، په دې ډول ده غټ مشران له ځان سره نږدې په مركز او پايتخت كې ساتل اوله خپل كور ، كلي او قام نه يې ګوښې او څنګ ته كړل، ده مشرانو ته د خپل پلار په شان ډېره تنخوا وركوله ددې سره سره له بله پلوه تيمور شاه د خپل وخت ډېر لوى او غټ مشران او سرداران د فيض الله خان په تحريك ، چې د تيمور شاه په دربار كې د غټ اعتبار او منصب څښتن و په ډول ډول پلمو خوار او كمزوري كړل ، د ساري په ډول د دوى له جملې او ډلې نه يو سردار جانخان پوپلزى د حليم خان زوى و، چې د مشهد
د معاملو د ختمولو او د احمد شاه بابا مرګ نه وروسته له سكندر خان سره پېښور ته لېږل شوى و كله ، چې تيمور شاه د تخت كيناستو نه لږه موده وروسته څه اّرام او ځاى په ځاى شو سردار جان خان سپه سالار او دده زوى سكندر خان يې د دوو بېلو بيلو فرمانونو په واسطه مركز ته را وغوښتل ، دوى دواړه د فرمانونو د رسېدلو نه وروسته په ډېره بيړه سره كابل ته راغلل د دوى د راتګ علت د وزير شاولي خان د مرګ له امله خپګان او ملاتړ ګڼل شوى دى كله ، چې را ورسېدل، له دې ځاى نه زر تر زره كندهار ته ولېږل شول په لومړي سر كې دواړه ښه و نازول شول ، خو د څو ورځوله تم كېدو او تېرېدو نه وروسته سردار جانخان او د هغه ورور زمانخان د قاضي فيض الله خان په سلطنت ، چې يو غير پښتون درباري و دواړه د تيمور شاه له خوا څخه بنديان شول ، قاضي فيض الله خان په ډېره ځيركتيا سره تيمور شاه په دې پوه كړى و چې دوى په قام كې غټ نوم لري او بل دا، چې د وزير شاولي خان په مرګ هم خپه او خواشيني دى ؛ نو يې بندي كول ضروري كار دى د فيض الله خان خبره تيمور شاه په ډاګ نه غورځوله څه به يې ، چې ورته ويل ، هغه منل كېدل د دوى دواړو د بندي كيدلو علت همدا وو خو په تيره د قاضي فيض الله خان او دده د ملګرو تحريك ، چې په دربار كې يې د مشرانو د ځپلو د پاره پيل كړى و مړه اور ته يې ببوزى واهه ددوى په دې كار سره يې دا ځل بېر ته هغه پخوانۍ بلوا، چې د وزير شاولى خان د مرګ له امله د قام د مشرانو تر منځ پيدا شوې وه ، د تيمور شاه غوږو ته ورسوله ، كه څه هم سردار جان خان هيڅ ګناه نه درلودله او د تيمور شاه سره يې زيات اخلاص او مينه درلودله (1)
فيض الله خان نه غوښتل ، چې پښتانه دې اّرام وي ؛ نو دده په تحريك سره په 1191 قمري كال كې سردار جانخان
د پښتنو ميړنى اتل په دل اّرام كې د مخالفينو له خوا مسموم شو او ددې مسموميت په اثر يې د فاني نړۍ نه د ابد د پاره سترګې پټې كړې ، دا په ډاګه جوته شوه ، چې د فيض الله خان په پټو تحريكونو سره تيمور شاه ډېر زړور او توريالي پښتانه مشران له لاسه وركړل او هم يې دده د تحريك له مخې په خپل منځ كې سره واچول ، چې په دوى كې يې لوى درز او بېلتون را پيدا كړ