تيمور شاه او قامي مشران

څه وخت چې تيمور شاه د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو ، ده د قام مشري د حاجي جمال خان زوى سردار پاينده خان ته وسپارله ، نوموړي سردار د تيمور شاه په ګټه او لنګه ( خوا، طرفداري ) د درانيو بلوا، چې د شاولي خان په لمسون رامنځ ته شوې وه شنډه كړه په دې لنډ او حساس وخت كې د احمدشاه بابا تره عبدالخالق خان هم غوښته ، چې د افغانستان پادشاه شي، خو هغه ډېره زر ماتې وخوړه او د ماتې له خوړلو سره يې سمدلاسه ونيو او په دواړو سترګو ړوند كړاى شو ظفر كاكا خيل په دې هكله په خپل كتاب "پښتانه د تاريخ په رڼا كې" ليكي او وايي چې : د تيمور شاه د پادشاهۍ د بې نظمۍ يو علت د مشرانو مناسبات او بل هغه قيامونه او بغاوتونه وو ، چې د هېواد په منځ كې را پيدا شول ددغو پېښو په نتيجه كې دده د سلطنت شېرازې كمزورې او د اومړي تار په څېر سستې شولې
مونږ د مخه دې ټكې ته اشاره وكړه، چې د احمد شاه بابا له مرګ نه وروسته تيمور شاه د هېواد په كورنيو چارو كې له ډېرو خنډونو او ربړونو سره مخامخ شو د تاريخ له پاڼو نه داپه ډاګه جوتيږي ، چې په دغه وخت كې درانيان په اقتصادي او سياسي لحاظ د احمد شاه په پوره پاملرنه ډېر غښتلي او قوي شوى وو (1)
تيمور شاه د مشرانو د خوارولو او كمزوري كولو له پاره له ډول ډول چالونو او لارو نه كار واخيست همدا وجه وه ، چې د تيمور شاه د سلطنت په لومړيو وختو كې داسې پېښې را پيدا شوې ، چې دده او قام د مشرانو تر منځ اړيكې يې لنډې او پرې كړلې ددې له پاره ، چې دغې موضوع ته په ښه شان ورننوزو دابه ښه وي ، چې همدا پېښې تر پوره څېړنې لاندې ونيسو
تيمور شاه او وزير شاولي خان :
څه وخت ، چې د لوى احمدشاه بابا رنځورتيا او ناروغي سخته شوه او په دې پوه شو، چې دې اځل (مرګ) له غشي نه شي روغيداى ؛ نو خپل وزيران او لوى مخور يې ځانته راوغوښتل او هغوى ته يې وويل : چې زه خپل زوى شهزاده تيمور د سلطنت په تخت او تاج باندې كينوم او خپل وليعهد يې ګنم (1)
د احمد شاه بابا له دې نظر سره ډېرو وزيرانو او اميرانو خپله خوښه او رضا څرګنده كړه، خو ځينو ته په دې ټكي شك پيدا شو او پلمه (بهانه) يې جوړه كړه ، چې ولې اعليحضرت احمد شاه بابا له موږ نه په دې برخه كې مسلات او سلا ونه غوښتله ؟ بل ټكى دا، چې ولې احمد شاه بابا شهزاده سليمان وليعهد نه كړ ؟
لوى احمد شاه بابا، چې ډېر ناروغ و ددوى د قناعت دپاره يې داسې وويل :

" زما مطلب او هدف له دې كار نه يوازې او يوازې د ولس او خلكو خير دى دا، ځكه ، چې تيمور زما په ژوندانه كې ډېره پوهه ، لياقت او كفايت له ځانه څرګند كړى او د ښې ارادې خاوند دى شهزاده سليمان يو سست طبيعته او بې رحمه كراړ زړه لري ، چې د بلوا او پتنو د كرارولو په چل او تدبير باندې نه پوهيږي دده د ظلم او ستم نمونه د سردار ذال بيګ خان افغان مرګ دى ، چې دا زما د پاره ښه په زړه پورې مثال دى نو ځكه دى د وليعهدۍ وړ نه دى (1)
د احمد شاه بابا له وينا وروسته د قام مشران پرته له وزير شاوليخان او دده له ملګرو نه په دې اهم كار خوښ او راضي شول د وزير شاه ولي خان ملا تړ د سليمان له پاره د هغه
د خپلوۍ له كبله وه ځكه شاه ولي خان خپله لور شهزاده سليمان ته وركړې وه په دې وخت كې دده دا ډېر ټينګار د خپل زوم
د پاره د قام په مشرانو ، لويانو او سردارانو باندې بد ولګېد او له ده څخه يې طبيعت او مخ وګرزېد د دغو مشرانو له ډلې نه مدد اسحق زى له ده څخه بېل او شهزاده تيمور ته ورغى او له دې سترګو ليدلى حال او پېښې نه يې زور په زور پوره خبر كړ

د مدد اسحق زي له خولې څخه څه وخت ، چې تيمور شاه د وزير شاولي خان او خپل ورور شهزاده سليمان په دغه كار او عمل باندې خبر شو، نو بې له درنګ نه يې په هرات كې د عالمانو ، شيخانو، رئيسانو او نورو لويانو يوه درنده جرګه را غونډه كړه او هغو ته يې وويل چې : " زه خپل پلار په خپل ژوند كې وليعهد وټاكلم، اوس ، چې هغه جنت پناه مړ شوى او دا بد له پاره يې سترګې له موږ پټې كړي دي وزير شاه ولي خان زه له سلطنت نه وشړلم او زما پر ځاى يې شهزاده سليمان ، چې له مانه كشر او وړوكى دى د سلطنت په څوكۍ او شاهي تخت باندې كېنولى دى همدا اوس يې په كندهار كې زما د پلار په خزانو (خورځونو) خېټه اچولې او په خو شال زړه يې ډډه پرې وهلې ده؛ نو اې زما وطنوالو ! تاسې سلا راكړئ ، چې زه ددې غاصب څخه د سلطنت د نيولو حق لرم كه نه ؟ " (1)
د تيمور ددغې ونيا نه وروسته د هرات خلك له ده سره ودرېدل او د كندهار په لور را روان شول د تيمور له راتګ نه، چې د قام مشران خبر شول د هغه د ملاتړ د پاره ودرېدل ، چې دغه حال به پرلپسې په وروسته كرښو كې څرګند كړاى شي

له تيمور سره د عبدالله خان دېوان بيګي مرسته :
د شهزاده سليمان او شهزاده تيمور شاه د تخت كيناستو په خبرو كې شاه ولي خان د قام د نورو مشرانو د خوښې ، رضا او موافقې نه پرته د خپل قدرت او قوت په لاس سليمان پر تخت كيناوه ، دده تر ټولو تر بګنو او مخالفو كسانو نه مخكې د پوپلزيو مشر او رئيس عبدالله خان دېوان بيګي په ډېره ميړانه ددغه اقدام د شنډولو د مخنيوي د پاره ودرېد څه وخت ، چې سليمان د تيمور له راتګ نه خبر شو نو يې له وزير شاه ولي خان ( خپل خسر ) سره سلا او مشوره وكړه دواړو په ګډه سره دا غوره وګڼله ، چې څو يا بوګان په اشرپيو (پيسو) بار د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې كلات ، ته، چې د غلزيو استوګنځى و، وليږل څو ، چې په دغه ډول له هغه ځاى څخه د پيسو په زور ورسره مرسته وشي د دوست محمد خان بل ورور ، چې شېر محمد خان نومېده هغه يې د بلوچستان و خواته وليږه ، چې
د هغه ځاى نه هم كومك وغواړي
كله، چې سردار عبدالله خان دېوان بيګى د وزير شاه ولي خان په فكر او شوم نيت پوه شو ؛ نو ورو ورو يې خپل ملاتړي (ملګري) له كندهار څخه وايستل او خپلو كورونو ته يې وليږل ديوان بيګي د شهزاده تيمور په ملاتړ او لنګه كولو په ډېره ټينګه سره د وزير شاولي خان نه مرور شو او ددې كار د شنډولو په فكر كې شو
د وزير شاه ولي خان زوى دوست محمد خان كله ، چې
د تيمور شاه له راتګ نه كندهار ته خبر شو سمدلاسه د عبدالله خان ديوان بيګى كور ته دننواتې او عذركولو په نيت ورغى ديوان بيګي په ظاهره له هغه سره ډېر ښه وضعيت وكړ، خو په پټه او باطن كې يې څوتنه په دې وګومارل ، چې هغه د خپل قام نه د باندې پرې نږدي او نظر بند يې وساتي ، د دوست محمد خان مور، چې د خپل زوى له نظربند كېدو څخه خبره شوله سمدستي او بې له درنګ نه يې خپل ميړه ( شاولي خان) په دې مجبور كړ چې دى له خپلو دوو نورو زامنو شكورالله خان او اّزاد خان سره د عبدالله خان ديوان بيګي كور ته دروغې او سلا دپاره ورشي
وزير شاولي خان څه وخت ، چې د خپلو دوو زامنو او دوو خوريونو سره د ديوان بيګي كره ورسېد ، سمدلاسه د ديوان بيګي له خوانه ، بې له دې ، چې خبرې ورسره وكړي ، بنديان شول د بندي كېدلو نه يې وروسته ټول شهزاده تيمور ته په ډېره مينه او خوشالۍ ور واستول تيمور، چې د وزير شاولي خان نه ډېر كلك خپه ، خواشينى او اندېښمن و؛ نو انګو خان نامى يې په پټه سره چې د وزير شاولي خان ډېر سخت او سر تيرى تربور و دده او د هغه د زامنو د وژولو د پاره وګوماره انګو خان ، چې په خپل ژوند كې دا ورځ له خدايه غوښته د اختر د ورځې په شان ورته خوشاله شو او دا كار يې په ډېر مينه او خوښۍ سره تر سره كړ؛ نو يې د وزير شاولي خان او د هغه په زامنو خپله خوا يخه او درې واړه يې يو ځاى ووژل (1) انګو خان بې له شكه د دوى وژلو ته دومره تږى و، چې د هغو خوارو په سرو وينو يې خپل لاسونه په ډېرې خوښۍ سره د نكريزو په څېر رنګ او سره كړل د وزير شاه ولي خان د وژلو سره سم د هغه دوه خوريونه د اسلام خان په لاس په هماغه ګړۍ كې يو ځاى ووژل شول (2) كه لږ ځير شو وينو ، چې د خپلوۍ د پيوند له امله وچ او لامده دواړه يو ځاى سره وښول او له بلې خوا د وزير شاه ولي خان وژلو د قام د مشرانو تر منځ د خپګان او مخالفت اور لا پسې تازه كړ

تيمور شاه او حافظ شېر محمد خان (د وزير شاولي خان زوى):
د تيمور او سليمان د تخت كېناستو په موضوع باندې كله ، چې وزير شاولي خان د نورو مشرانو څخه خوا بدى شو؛ نو د تيمور د نه پادشاه كېدو د پاره يې خپل كوښښونه پيل كړل، لكه ، چې د مخه مو وويل شېر محمد خان د خپل پلار له خوا څخه د مرستې او كومك د پاره نصير خان بلوڅ ته ولېږل شو دى د څه مودې د پاره هلته پاتې و او هڅه يې كوله ، چې
د پلار د ملاتړ د پاره خلك پيدا كړي ، مګر لكه ، چې ولېدل شول تيمور شاه د رارسېدو سره د ديوان بيګى په مرسته دده پلار ، وروڼه او د پلار خوريونه مړه كړل ؛ نو هغه له وېرې هلته پاتې شو تيمور شاه ، چې د شېر محمد خان له وېرې او اړودوړ د پېښېدو نه بېغمه نه و؛ نو ددې بلوا د پاى ته رسولو په غرض يې نصير خان بلوڅ ته يو پيغام ور واستاوه او له هغه څخه يې
د شېر محمد خان د بېرته ستنېدو غوښتنه كړې وه نصير خان بلوڅ، چې غيرتمن سړى و د شيرمحمد خان د لېږلو او استولو نه بيخي ډډه وكړه ، دده دا كار ددې د پاره و او پوهېده ، چې كه چېرې سمدلاسه شېر محمد خان د تيمور شاه لاس ته ورشي ؛ نو دا به هم خامخا د هغه پلار او وروڼو په څېر مړ كړي (1)
د وخت په تېرېدو سره كله ، چې شېر محمد خان ته دا جوته شوه ، چې تيمور شاه په كابل كې دى ؛ نو يې دا وخت
د ځان د پاره غنيمت وګاڼه د خپلو ملګرو او لښكر سره له بلو چستان څخه راووت او كندهار ته راستون شو، شېرمحمد خان، چې هوښيار او ځيرك سړى و په كندهار كې يې د تيمور شاه په ګټه د عبدالخالق خان ورور ته ، چې د تيمور شاه پر ضد درېدلى و كلكه ماتې وركړه حافظ شېر محمد خان يوه عريضه د خپلو جرمونو د عفوې او بښنې په غرض جوړه او ترتيب كړه، د شهزاده همايون په شاهدۍ او كلك ملاتړ يې تيمور شاه ته ور واستوله (1)
شهزاده همايون د حافظ شېرمحمدخان صداقت ، مېړانه، مرسته او ملاتړ د عبدالخالق د ورور په پېښه كې خپل پلار ته په يو په پوره ډاډ څرګند كړ كله ، چې شېر محمد خان ته موقع په لاس ورغله او د تيمور شاه سره يې په كابل كې ليدنه او كتنه وكړه ، د هغه عريضه يې په ډېر غور سره وكتله ، تيمور شاه ، چې د نرم زړه څښتن و ، سمدستي يې هغه وبښلو او ټول هغه مال او جايداد، چې د خپل پلار (وزير شاولى خان) د مخالفت په اثر ورځنې ضبط شوى وو بېر ته ده ته په واك كې وركړل په دې ډول سره شېر محمد خان د تيمور شاه د ډېرو كلكو ملاتړو (ملګرو) څخه وګڼل شو (2)
تېمور شاه او سردار پاينده خان باركزى :
اعليحضرت تيمور شاه د تخت له كيناستنې وروسته سردار رحيم داد خان د حاجى جمال خان مشر زوى باركزيو په سردارۍ او مشرۍ وټاكه ، دغه نوي مشر ته يې د خپل پلار مقام، عزت او منزلت ور وسپاره څرنګه ، چې دى يو خودخواه، خود غرضه او بې واكه سړى و؛ نو د خپلې بې كفايتى او بدې رويې له امله ديوې لنډې مودې د تېرېدو نه وروسته د خپل مقام (سردارۍ او مشرۍ) څخه لرې كړاى شو او پر ځاى يې
د هغه ورور سردار پانيده خان په مشرۍ وټاكل شو ، دا ډېر پوه او هوښياره سړى و او د تيمور شاه سره يې ښې مرستې وكړې او كولى يې ، دا چې دده ورور سردار رحيم داد خان يې ولې لرې كړ ؟ د هغه د بې اعتمادۍ او بې اعتبارۍ علتونه ډېر دي، چې موږ د مثال د پاره دې لاندې پېښې ته اشاره كوو
" سردار رحيم داد خان په خپله د پادشاه په مخ كې له شوخۍ او سپكوالي څخه كار اخيست ، بل دا، چې د دې داسې يو بې كفايته شوخ او سپين سترګي سړي په رتبه او منصب باندې د نورو درباريانو سره رخه او كينه پيدا شوه ، كه څه هم دارنګه خبرې د هغه وخت د درباريانو تر منځ يوه كوچنۍ خبره وه دا، ځكه ، چې د يوه لوړوالى د بل د پاره تكليف و، هر يوه غوښته چې خپل ځان ، ځاى او ثروت د مقام د نفوذ او زور په وجه لوړ كړي ، په هر صورت دا سردار د خپلې بې كفايتۍ له امله ګوښه كړى شو (1) "
د پورته ټكي د اثبات د پاره د قاضي فيض الله خان پټ تحريك او بلوا د سردار رحيم داد خان په مقابل كې زمونږ له پاره پوره باوري دليل دى قاضي غوښتل ، چې
د بېلو بيلو قامونو مشران په خپل منځ كې سره واچوي
ده په دې پټ تحريك سره دا هيله درلودله ، چې د درانيو سردارانو په لرې كېدو سره به زما مقام لوړ او اوچت شي(2) قاضي ، چې په خټه او اصل پښتون نه و غوښته يې ، چې پښتانه په خپلو منځو كې سره بې اتفاقه واچوي ، څو، چې په دې ډول سره كمزوري او خوارشي ، د قاضي دغه پټ تحريك و ، چې د سردار رحيم داد خان غوندې هوښيار سړى هم تيمور شاه له مشرۍ نه لري كړى او پر ځاى يې
د هغه ورور سردار پاينده خان په مشرۍ وګوماره ، ددغې دورې تاريخ ليكونكي او تاريخ پوهان وايي ، چې د سردار پاينده خان منځ ته راتګ هم يوازې او يوازې دده په شخصې لياقت، پوهه اوكړو وړو پورې تړلى و دى نه يوازې دا، چې تيمور شاه ته ګران و بلكې په قام او خپله ټولنه كې يې ډېر ملګري او پلويان پيدا كړي وو ، له ټولو نه يې غوره دا، چې ده د عبدالخالق خان په پېښه كې
د خپل ځان څخه ډېر پوخ تدبير د هغه د شنډولو د پاره څرګند كړى و (1) دا دده تدبير او پوخ كار و، چې
د عبدالخالق بلوا ( وروسته به په خپل ځاى كې راوړل شي ) ختمه شوه ، په دې ډول ددې نامي سردار سره د تيمور شاه ډيره مينه پيدا شوې وه ؛ نو تيمور شاه هم لوړ مقام هغه ته وركړى و

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more