د تيمور پادشاهى

لكه چې د مخه اشاره وشوه اعليحضرت تيمور شاه
د خپل پلار غازي اعليحضرت احمد شاه بابا په وصيت او
د سردار عبدالله خان پوپلزي ديوان بيګي او نورو مشرانو په ملاتړ او پلوي په كال (1186ق او 1773ع ) كې د درانيو د قام د دوهم پادشاه په حيث پر تخت باندې كيناست او د افغانستان خپلواك پادشاه شو
د پايتخت نكلول:
اعليحضرت تيمور شاه دسلطنت د كيناستو نه څو مياشتې وروسته خپل پايتخت له كندهار نه كابل ته ځكه نقل كړ چې :

 كابل ډېره ښه او معتدله هوا درلودله
 د تجارت له كبله يې ډېر زيات اهميت درلود
 د سياست له مخې يې هند ته د نږديوالي له امله زيات اهميت درلود
 له ټولو څخه ډېره غوره دا وه ، چې اعليحضرت تيمورشاه په دې كار سره غوښتل ، چې د كندهار د خانانو ته به په هوسا او اّرامه سره حكومت وكړي او د هغو له حملو او يرغلونو څخه به بچ او په څنګ وي (1)

تيمور شاه پوهېده ، چې په كندهار كې په اّرامه سره حكومت كولاى نه شي ، دا ځكه د احمد شاه بابا د سلطنت او لويې امپراتورۍ په ځلانده دوره كې درانيان په اقتصادي ، سياسى او نظامي لحاظ د نورو قومونو نه ډېر غښتلي او ممتاز شول، ددې علت دا و، چې له يوې خوا دوى ته تر نورو قومونو زياته تنخوا ( معاش ) مقرره و او له بلې خوا د عسكري خدمت په مقابل كې د ډېرو ملكونو او كروندو مځكو خاوندان وو
او هم يې د فتوحاتو په لړ كې ډېرې ولجې تر ګوتو كړې وې (1)
د دغو ټكيو له مخې درانيان دومره غښتلي او قوي شوي وو ، چې خپله حكومت ته د وېرى او خطر لوى خنډ او سرچينه وو ، تيمور شاه ، چې د دوى له راتلونكيو احتمالي يرغل او حملې نه ډاريده ، كندهار يې پرېښود او مركز (پايتخت) يې كابل وټاكه چې په دې ډول يې ځان لږ څه اّرام او ډاډه حس كړ
پر تخت له كيناستو وروسته د تيمور شاه لومړنۍ غلتي دا وه ، چې هغه خپله دارالخلافه د كندهار نه كابل ته نقل كړه ، ددې پېښې علت دا و ، چې د كندهار د خلكو نه د سليمان ميرزا په ملګرتيا خپه شوى و له همدې كبله يې كندهار پرېښود چې كندهار د درانيو مركز و د دراني تيمور شاه په زړه كې دا شك و ، چې دراني زړور ، زورور او په شمېر كې ډېر دي ، كله چې دوى يوه پادشاه ته اتفاق وكړي هغه د تخت نه كوز ولى او ايسته كولاى شي (2)
تيمور شاه د خپل پلار په خلاف د حكومت ډېرې غټې څوكۍ پرته له پښتنو نورو مشرانو ته په واك كې وركړې ، دا هغه خلك وو چې ډېر لږ يې پښتانه وو، په دې ډول سره تيمور شاه هغه تر خپل احسان لاندې را وستل په دغو مشرانو كې لومړنى سړى قاضي فيض الله خان و، چې د شاهي فرقې مشري يې په غاړه واخيسته (1)
د ظفر كاكا خيل په قول اعليحضرت تيمور شاه عبدالطيف خان د محصول د ټولولو افسر او د قاضى عطاوالله په قول د وزير په حيث وټاكه ، تيمور شاه خپل ساتندوى او محافظ فوځ د اسحاق زيو څخه جوړ كړ ، چې دا د درانيو يوه خواره او كمزورې قبيله وه تيمور شاه له دوى سره د قزلبا شو (12000) دولس زره كسيز فوځ هم ملګره كړ تيمور شاه
د خپل سلطنت په لومړيو وختو كې د پښتنو ولسي او بې قاعدې لښكر ، چې اعتماد يې ورباندې نه كاوه ړنګ او لرې كړ ددې پر ځاى يې يو منظم تنخوا خور لښكر جوړ كړ په دې توګه سره تيمور شاه د پرديو په ملګرتيا د قام له سردارانو او مشرانو سره خپلې اړيكې ورو ورو پرې كړې (2) دغو كارونو په سرته رسولو سره تيمور شاه د پښتنو په فكر يو پردى او بېګانه پادشاه وګڼل شو او پښتانه بې له شكه د هغه نه ډېر زيات خواشيني او ناراضه شول

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more