پر تخت کیناستل
اعليحضرت احمدشاه بابا د خپلې مړينې نه د مخه د هغه لياقت او ځيركۍ له مخې ، چې په شهزاده تيمور كې يې ليدله؛ نو د نورو زامنو څخه يې هغه د سلطنت د چارو د اجرا د پاره وړګاڼه ، له دې كبله يې د هغه د وليعهد كېدو اشاره په خپل ژوند كې كړې وه كله ، چې لوى احمد شاه بابا مړ شو شهزاده تيمور په هرات كې و(2) وزير شاه ولي خان د وخت نه استفاده وكړه او خپل زوم شهزاده سليمان يې په كندهار كې پر تخت كيناوه د وخت ځينو غټو مشرانو ، چې د احمد شاه بابا وصيت يې د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره د هغه له خولې اورېدلي و؛ نو د وزير شاه ولى خان په دې كار خواشيني شول او د شهزاده سليمان پادشاه كېدو ته يې غاړه كښېنښودله دوى
د كندهار نه ووتل او د هرات لور ته د شهزاده تيمور ليدلو ته ورغلل ، تيمور، چې دپلار له مرګ نه خبر شو ډېر غمجن و
د وزير شاه ولي خان دې كار او شوم پلان ، چې د خپل زوم په برخه كې يې سرته رسولى و ، تيمور شاه را جګ كړ، د هرات خلك ، چې زيات يې هزاره او ايماق وو ، ځانته راوبلل هغوى ته يې وويل : زما پلار لوى احمدشاه بابا زه په خپل ژوند كې
د پادشاهۍ د پاره ټاكلى وم اوس ، چې هغه مړ دى ، وزيرشاه ولي خان زما ورور شهزاده سليمان ، چې دده زوم كيږي په تخت كينولى دى ، زما د پلار خزانې يې ټولې په خپل واك كې نيولي دي ، اّيا له دې غاصب نه زه د تخت او سلطنت د نيولو حق لرم كه نه ؟
د شهزاده تيمور له دې خبرو وروسته د هرات خلكو
د خپل والي د ښه چلند له مخې، چې تر اوسه يې د ولايت چارې په غاړه درلودلې په يوه خوله هغه ته وويل : ته حق لرې ، چې
د سلطنت چارې په خپل لاس كې ونيسې او پر تخت كښېنې، موږ ټول ستا مله او ملګري يوْ د خلكو له منځ نه شيخ يحيى، چې لوى عالم و را پور ته شو او د هغه وخت سلطنتي توره يې
د شهزاده په څنګ كې ځوړنده كړه او ټول افغاني قامونه د هغه په مرسته او ملاتړ ودرېدل له لږې مودې وروسته شهزاده تيمور په ډېره بيړه د خپل لښكر سره د كندهار لور ته حركت وكړ او
د بكوا د دښتې د لارې د كندهار احمدشاهي ښار ته له خپلو لښكرو سره ننوت (1)
وزير شاه ولي خان ، چې د خلكو زياته مينه د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره وليدله ؛ نو د هغه مخې ته د هر كلي د پاره ورغى، مګر څنګه ، چې شهزاده تيمور د قام
د لويانو تر زيات تاثير لاندې راغلى و، وزير شاه ولي خان يې مړ كړ او د هغه په ټولو خدمتونو يې سترګې پټې كړې ( د قام
د مشرانو تر منځ د سليمان د پادشاه كېدو په اثر زيات اختلاف پيدا شوى و ، چې د موضوع په ارتباط به جوت كړاى شي ) دى ددې لوى سړي د وژلو نه وروسته كندهار ته په ډاډه زړه ور دننه شو ، شهزاده سليمان ، چې پوه او هوښيارو او په دې پوهېده ، چې تيمور له ما څخه هوښيار دى ، لياقت لري او له بلې خوا يې هيله درلودله ، چې د وروڼو د وژلو دوره پيل كړي ؛
نو د سلطنت او تخت د چارو نه يې لاس په خپله واخيست او هغه و ، چې تيمور شاه د افغانستان پادشاه شو (2)
تيمور شاه د خپل ورور شهزاده سليمان په دې نيك او شريف حركت او كار ډېر خوشاله شو ، تر څو ، چې سليمان ژوندى و تيمور شاه د هغه عزت او احترام كاوه، په دې ډول سره تيمور شاه د افغانستان په تاريخ كې د خپل پلار نه وروسته په (1773ع ) كال كې د افغانستان د سلطنت پر تخت كيناست (1)
د شهزاده سليمان د پادشاه كېدو ، د وخت او مودې په برخه كې ، چې څومره وه ، د احمد شاه بابا د مړينې او له هرات نه كندهار ته د شهزاده تيمور تر راتلو پورې صحيح او سم معلومات نشته ، چې د ده د پادشاهۍ وخت ترې جوت شي ، خو ( د شهزاده سليمان استاذ ملا پيرمحمد كاكړ، چې د پښتو ژبې يو ګرامر يې د معرفت الافغاني په نوم د خپل شاګرد شهزاده سليمان په نوم اهدا كړى دي ) د ملا پير محمد كاكړ
د دغې اهدا د نظمونو له بيتونو څخه جوتيږي ، چې د سليمان د سلطنت او پادشاهۍ په وخت كې يې ليكلى دي (2)، چې
د سلطنت موده يې له درو مياشتو نه زياتيږي
د پير محمد كاكړ هغه اشعار چې د خپل شاګرد
د پادشاهۍ په باره كې يې كښلي دي دا دي :
پس له حمده له دروده
شاه سليمان دحكم نمر دى
د شاه تخت سليماني دى
زېب زينت دى شاه د علم
په ميدان د جنګ هم شېر دى
صاعقه د ده د قهر
پښتانه ور باندې شاد شوه
شاه زاده د علم كان دى
د دولت يې زه دعا كړم
څو امكان د بقا وينه
چې عالم باندې روشن دى
شوه د شاه مدحه مقصوده
كل عالم پرې منور دى
عجب لطف يزداني دى
سيال يې نشته څوك په حلم
د اعدا په حق شمشېر دى
ورانوي د دښمن شهر
له همه غمه اّزاده شوه
نن رونق د درست جهان دى
دبخت خواست يې تل له خدا كړم
دا اّفتاب دې رب لرينه
تمام ملك په ده ګلشن دى(1)