د تيمور شاه لنډه پيژندګلوي

الف : د پادشاهۍ د ټاكل كيدونه دمخه (د وړوكوالي- ځوانۍ) وخت :
شهزاده تيمور شاه د اعليحضرت احمد شاه بابا دويم زوى او په (1100هـ ) كال كې پيدا شوى دى (1) دده د پيدا كيدو او زېږيدو ځاى د ايران ما زنداران په اتفاق ښودل شوى دى
څه وخت چې احمد خان ( لوى احمد شاه بابا(رح) ) د نادر شاه افشار له خوا څخه د مازنداران په ماموريت وګومارل شو د خپلې كډې او خېلخانې نه پرته د ابداليو د قام څلور زره تكړه سواره هم له ده سره مله او ملګري وو په دې ځاى كې د احمد خان ماموريت اوږد شو اوپه (1100 هـ ق - 1742) كال كې يې همدلته شهزاده تيمور پيدا شو(1) احمد خان چې د مازندران د ماموريت له پاره د نادرشاه افشار له خوا ټاكل شوى و؛ نو دده دغه ماموريت په دې ځاى كې تر 1160 كال پورې دوام وموند ددې پورته يادونې او نظر په خلاف ظفر كاكا خيل په خپل كتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا ) كې ليكي ، چې شهزاده تيمور شاه په (1746ع ) كال كې په مشهد كې پيدا شوى دى په دې ترتيب دده د زېږېدو په باب د موْرخينو تر منځ د نظر اختلاف ليدل كيږي
د احمد خان ددغه ماموريت په وخت كې كله ، چې د مشهد په فتح اّباد كې د ايران د سردارانو په سلا او مشوره نادر شاه افشار د جمادي اّلاخر د مياشتې په يوولسمه د يكشنبې د شپې په نيمه نيمايي ( پخه شپه ) كې ووژل شو احمد خان تر لنډې جګړې وروسته چې د ايران له مشرانو سره يې وكړه د مشهد له فتح اّباد نه كندهار ته د خپلې كډې ، ماشومانو او ملګرو سره را روان شو احمد خان په دې پېښه كې د نادر شاه افشار د حرم ساتنه د پښتني پت له مخې په ډيره كلكه مېړانه سره وكړه د نادر شاه ميرمنې د احمد خان ددې لوى خدمت په بدل كې هغه ته د كوه نور قيمتي الماس ، چې د محمد شاه ګورګاني له خوا ددې ميړه ( نادر شاه افشار) ته وركړ شوى و، وروبخښلو(1) شهزاده تيمور په اووه كلنۍ كې
د خپل مېړني پلار او ګرانې مور سره كندهار ته راغى كله چې، د تيمور پلار (احمدخان ) او نور افغاني مشران كندهار ته راوګرزېدل سمد لاسه يې د مشر په ټاكلو لاس پورې كړ، نهه (9) جرګې د مشر او مشرۍ د ټاكلو د پاره وشوې ، له نهمې جرګې وروسته د ټولو مشرانو په خوښه او په تېره د حاجي جمال خان په پوره پاملرنه احمد خان د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو او د بخت ستورى يې وځليد، صابر شاه ملنګ د غنمو وږى د احمد خان په سر كې و ټومبه ، د تيږې يو تخت يې جوړ كړ احمد شاه يې پر هغه كيناوه او ورته ويې ويل : دا تخت ستا سلطنت دى او ته پادشاه يې(2) احمد شاه بابا د تيمور د عمر په اووه كلنۍ كې د ګران افغانسان د سلطنت واګې په لاس كې واخيست شهزاده تيمور په پنځلس كلنۍ كې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا) سره د هند د نيولو او يرغلونو په وخت كې ملګرى و، او احمد شاه بابا په 1170ق كال كې د خپلو فتوحاتو په لړ كې د جمادي الاول د مياشتې په اوومه نيټه ډهلي ته ورسيد، دلته يې ديوې مياشتې له تېرېدو وروسته ګوهر نسا بيګم د عزيزالدين مغلي لور خپل ځوان زوى شهزاده تيمور ته نكاح كړه دا د شهزاده تيمور دوهم واده و ، چې تر پنځلس كلنۍ پورې يې په نصيب شو، احمدشاه د خپلې نږور دواده د مراسمو د تېرېدو نه وروسته ډهلى عزيزالدين محمد ته پرېښود (1)
څه وخت چې احمدشاه بابا له هند نه بېرته افغانستان ته د راستنېدو خيال وكړ او د راتګ په وخت كې كله ، چې لاهور ته راورسېد؛ نو خپل ځوان زوى شهزاده تيمور يې چې ډېر حليم، نرم او د ښه سلوك څښتن و او د خپل پلار اعتماد يې حاصل كړى و؛ نو د لاهور، ملتان ، كشمير، تتې ، پنجاپ او نورو ډېرو سيمو د والى په حيث يې مقرر كړ، سردار جان خان ايوب زى پوپلزى يې د هغه د مرستيال په توګه وټاكه ، چې له زوى سره يې په كارونو كې مرسته وكړي د خورشيد جهان د كتاب ليكوال د تيمور شاه د ښوكړو وړو او نيكو خويونو په برخه كې ډېره ستاينه كړې ده او زياته وي چې : " ده د خپل ماموريت په وخت كې له خلكو سره ډيره نرمه وضعه او ښه چال چلند درلود" شهزاده تيمور شاه هند ته د دوهم ځل تګ نه وروسته ( د خپل پلار سره د پاني پت د جګړې د تماميدونه وروسته ) د لوى شاهنشاه (احمد شاه ) سره كندهار ته راستون شو او د رسېدو سره سم د هرات د والى په حيث وټاكل شو(1) دى تر هغه وخته پورې د هرات والي و، څو، چې د پلار د مړينې نه وروسته د افغانستان د پادشاهۍ پر تخت د خپل پلار په مخكنۍ اشارې سره كيناست

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more