د تيمور شاه په وخت كې د افغانستان حال
اعليحضرت احمد شاه بابا(رح) د خپل سلطنت په (26) كلنه دوره كې نه يوازې ګران افغانستان خپلو طبيعي سرحدونو ته ورساوه ، بلكې د افغانستان كورنۍ او داخلي وضع يې هم تر ډېره سمه كړه ، قومي شخړې او تربګنۍ يې پاى ته ورسولې او خپلو فتوحاتو ته متوجه شو ده د مركزي حكومت قوت په ټول هيواد او خاوره كې ټينګ كړ او هيواد يې د كارونو او چارو د اسانتيا د پاره په ولايتونو او حكومتونو ووېشه . هر ولايت به د يووالي له خوا اداره كيده منظم عسكري تشكيلات يى جوړ او برابر كړل ټولو خلكو په تيره بزګرانو د ماليې وركولو ته كلكه غاړه كېښودله او دولتي خرڅونې (خزانې ) يې ترې ډكې كړې لنډه دا، چې د حكومت داخلي او خارجي وضع يې په ډېرې اّرامۍ او هوسايۍ سره دده پر ځاى خپلو راتلونكو كيناستونكو او اولادې ته برابره كړه ، خو دده د پادشاهۍ زمانه په جنګونو او عسكري سوقياتو كې تېره شوه مګر راتلونكوي وخت ته يې د خپلې اولادې د پاره اّرامه لار پرانستلې وه د تيمور شاه په زمانه كې دغه ارته لويه سيمه ، چې د افغانانو ګډ كور دى په هماغه بڼه پاتې شوه او كوم ارتوالى يې ونه كړ د دراني تيمور شاه تدبير او اراده دا وه ، چې دغه نيول شوي ملكونه او افغانستان طبيعى سرحدونه تر خپلې وسې پورې وساتي د تيمور شاه د ارادې علتونه چې ولې يې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا ) په شان څه پرمختګ ونه كړ په دې څيړنه كې به ، چې دده د زمانې او وخت د پاره په نظر كې نيول شوې ده ، جوت كړاى شي