سر يزه

د لوى خداى په نامه

د افغانستان د تاريخ يوه په زړه پورې غوره او سپېڅلې برخه پر احمد شاه بابا او د هغه پر اولادې پورې اړه لري، د افغانستان د تاريخ دغه دوره د خپل ارزښت له مخې ډېره ځانګړې بڼه او خاص څانګونه لري
په دغه تاريخي دوره كې د افغانستان او د هغه د ګاونډيو هيوادونو تر منځ اړيكه او ځينې نور خاص موضوعات د دغې دورې ارزښتناكه خزانه ده، چې د افغانستان د تاريخ په پاڼو كې ځاى شوې ده او د پوهانو د توجه وړده
د احمد شاه بابا او د هغه د اولادې د پادشاهۍ او ددوى د واكمنيو په باره كې بهرنيو او داخلي پوهانو ډېرې زياتې غوره په زړه پورې او ارزښتناكې څېړنې كړې دي ، چې هره تاريخي څيړنه په خپله برخه كې ډېره باوري او ددوى د ژوند او پاچاهۍ د حال په برخه كې بې سارې بيلګي دي او زمونږ د هيواد د ملي تاريخ په څېړنه كې يو ځانګړى باب او څپركى دى، چې د تاريخ پوهانو د څېړنو له امله په ښه شان سره جوت شوي او د خاص تاريخي ارزښت درلودونكى دى
زه د خپلې دغې تاريخي څيړنې په باب ددغه ټكي يا دونه كوم چې :
دغه تاريخي څيړنه يوازې او يوازې د تيمور شاه او د هغه د پادشاهۍ په باره كې ده پوهيږم ، چې د تاريخ پوهانو له پاره به په سين (سيند) كې د څاڅكي په شان وي ، دا ځكه ، چې زه د تاريخ سره دومره اّشنايي او بلديت نه لرم ، خو كوم هدف ، چې په د غې كوچنۍ او مټكۍ تاريخي څېړنې په برخه كې تر نظر لاندې نيول شوى هغه د تيمور شاه د پاچاهۍ او دده د پاچاهۍ په اداري ، نظامې او ادبي تشكيل او د قام د مشرانو سره دده كړنه راجوتوي ، چې تر اوسه پورې په پښتو ژبه كې دغه شان يوه ځانګړې څيړنه ، چې تحقيقي بڼه ولري په دې باب تر سترګو شوې نه ده په دغه تحقيقي څېړنه كې له ډېرو معتبرو او لوړو ماخذونو لكه ( سلطاني تاريخ ، سراج التواريخ ، درانى تيمورشاه ، عروج باركزايى ها ، رجال ورويدادهاى تاريخي احمدشاه ، بالاحصار وپيش اّمدهاى تاريخي، د پښتنو تاريخ ، پښتانه د تاريخ په رڼا كې،د كابل د سلطنت بيان او افغانستان)
څخه استفاده شوې ده ، چې د دغو ماخذونو بشپړه پېژندنه د مجموعې په اّخر كې پوريخه څرګنده شوې ده

دا بيخي جوته ده ، چې هر افغان په خپل كلي او د خپل ماحول په شرايطو او هم د خپل لوى چاپيريال په هسكو ټيټو كې رالوئيږي؛ نو ديته اړ دى ، چې د خپل ژوند، كلي او د هيواد د تير، او سني او راتلونكي تاريخ په باره كې خامخا يو څه اوري، زده كوى يې او خاصه اّشنايي ورسره پيدا كوي ، دا دژوند غوښتنه ده او د هر چا سره مله او ملګرې ده
ددې خبرې غوره او پوريخ مفهوم او مانا داده ، چې هر څوك له خپل ژوند او تاريخ سره مينه او علاقه لري دا هم بيخي جوته او منلې خبره ده ، چې هر چا ته خپل وطن ، كور ، كلى او خپل تېر او اوسنى تاريخ خوږ او ډېر په زړه پورې بريښي او خاصه مينه ورسره لري ، چې د خپل تېر او اوسني تاريخ سره څه نا څه اّشنا شي او د خپل وطن او د پلرونو او نيكونو له ژوند او سرښندنې نه خبر شي، چې زموږ د خاورې او پلرو تاريخ څه شان و ؟ او څه ټيټې او جګې د پېړيو په اوړيدو را اوړيدو سره په كې راغلي دي
د سريزې په پاى كې په ډاګه سره وايم : كوم څه ، چې په دغه مجموعه كې د دراني تيمور شاه د ژوند او د هغه د پاچاهۍ د وخت په برخه كې را غونډ كړل شوي دي ، د غور چاڼ بڼه لري او دده د زمانې د راڅرګنديدو كوچنۍ هنداره ګڼل كېداى شي ، چې په پښتو ژبه د يوې څېږنې او تحقيق په توګه له دغې كوچنۍ تاريخي موضوع څخه د علم او تاريخ پوهان ، چې ما د وس او توان په اندازه كښلي څه تته غوندې رڼا وويني ، باور لرم، چې د تاريخ د څانګې نور پوهان به د تيمورشاه د دورې هر اړخيز انځور په راتلونكې كې وكاږي او دا تاريخي لړۍ به په پښتو ژبه بشپړه كېږي
زه د خپلې دغې تاريخي څېړنې په چاپ او خپراوي كې د پښتو ژبې د زړور مينه وال ، فرهڼګي او د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركزد موئسيس ښاغلي امام الدين ساپي څخه ډيره مننه كوم ، چې د كمپوز د لګښت ترڅنګ يې دا كتاب په وړيا توګه چاپ او خپور كړ
لوى خداىج دې ستر اجرونه ورپه برخه كړي

په درنښت
سر محقق علي محمد منګل
علومو اكاډمى - كابل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more