د فراه فتحه او د هرات برخليك

همدې مهال ذوالفقارخان خبر شو چې نادر مخكې له مخكې د فراه د نيولو لپاره پوځ تيار كړى، نو ډېر ژر يـې عليمردان خان له درېيو زرو كسانو سره فراه ته ولېږه او لارښوونه يـې وكړه چې :" د قزلباشو په دفع كولو او د كلا په ساتنه كې هڅه وكړي، فراه ښار وساتي او كله چې يـې اړتيا ډېره شوه نو له حسين شاه څخه دې مرسته وغواړي. په مېړانه دې ګامونه اوچت كړي او په ګړني ډول يـې د كلا ساتنې په اړه احتياط او پوځي توب وروښود او نيمه شپه يـې له هغې خوا چې شا و خوا يـې له قزلباشو پوځيانو تشه وه، خپل ورور عليمردان خان(؟) له درېيوزرو كسانو سره د لوټونې لپاره د فراه دارالرفاه ته ولېږه".(22) عليمردان ډېر ژر د امام ويردي بېګ او محمدبېګ مروي تر راتلو وړاندې ځان فراه ته ورساوه او د كلا د دېوالونو او برجونو په ټينـګولو او د ژورو كندو په كيندلو يـې پيل وكړ. د هغه ځاى لزګيه طايفې ته يـې ډېر انعامونه وركړل او د نادر پرضد يـې جګړې ته وهڅوله. ډېره موده نه وه اوښتې چې امام ويردي بېګ د اتو زرو پوځيانو، څو توپونو او نژدې پنځوسو زنبوركو اوښانو په ملتيا (تون) ته ورسېد، همدا راز د سيستان حاكم مصطفى خان او لطف عليخان كياني هم له خپلو څلورو زرو پوځيانو سره له نادر سره يو شول.(23) دواړه پوځونه له فراه څخه د كاه كلا ( يا لاش او جوين) له لارې روان شول.
دا ځواكونه د (1143) هـ كال د ذي الحجې مياشتې په 28 مه نېټه د ده نو په سيمه كې ( چې اوس په نو ده مشهوره ده) د فراه له مركزه د جنوب پر خوا څه له پاسه پنځه لس كيلومتره ليرې لاړل، له دې خوا د ذوالفقارخان ورور عليمردان خان ابدالي او احمدخان له خپلو ځواكونو سره چې (د محمد كاظم په وينا شلو زرو تنو ته رسېدل) په مقابله پيل وكړ. په كاهدانك كې د دواړو غاړو ترمنځ سخته جګړه ونښته، چې په نتيجه كې د كرمان د ټوپكوالو مشر او محمدبېګ مروي ووژل شول.(24)

د جهانكشاى نادري نومي كتاب په (155) مخ كې د محمدبېګ مروي پرځاى محمدسلطان مروي ليكل شوى، چې سموالي ته نژدې دى. ځكه نن د اسفل غره په جنوب كې د سلطان مير (سلطان مروي) په نامه يو زيارت شته چې د هغه ځاى خلك ډېر ورته ارادتمن دي.
د اسفل غره (اشپل كوه) تر شا د دواړو ځواكونو ترمنځ جګړه روانه وه، د محمدكاظم په وينا :" افغان ډلو په هغو ورځو كې داسې جګړه وكړه، چې چا تراوسه داسې زړورتيا نه وه ليدلې".(25) محمدكاظم ليكي چې امام ويردي بېګ تر دې جګړې وروسته امر وكړ چې نظامي مشران دې د ده د ملاقات لپاره په كشيك خونه كې سره راټول شي او د (كورنش) مراسمو له پرځاى كولو وروسته دې خپلو نظامي دندو ته دوام وركړي. نظامي مشران چې هريو د خپلې سيمې خان او فيوډال و، د امام ويردي په دې كار خوابدي شول، نادر ته يـې يو توطيه ييز ليك وليكه او هرات ته يـې ولېږه، چې ګواكې امام ويردي بېګ د پاڅون خيال لري، د هغه د بېغورۍ له كبله دوه نظامي مشران او نور ډېر سرتېري له فراهيانو سره په جګړه كې ووژل شول. نادر ددې ليك په لوستلو خپل ورور ابراهيم خان ته چې په مشهد كې و امر وكړ چې فراه ته لاړ شي او د هغه ځاى د لښكركښۍ او تسخير واګې په لاس كې واخلي. ابراهيم خان فراه ته لاړ او امام ويردي بېګ يـې بندي كړ، وروسته د نادر ځواكونو د ابراهيم خان په مشرۍ پر مدافعينو بريد وكړ چې خونړۍ او وېروونكې جګړه ونښته. يوشمېر فراهيان ووژل شول او د يو زرو پنځه سوه تنو په شا و خوا كې يا ټپيانْ يا هم اسيران شول، عليمردان خان اړ شو چې د ښار له دننه د نادر له پوځ سره جګړه روانه وساتي او مرستې ته په تمه پاتې شي.(26) د نادر لښكر هم وړاندې راغى او په "مزرعه ويس" سيمه كې چې له فراه سره يـې يو ميل واټن درلود : ( او د ميرزا مهدي خان په وينا په قمر(؟) كلي كې يې (چې په ظاهره به د "محمدكلا" په توري كې تېروتنه وي) هملته اردوځاى جوړ كړ، د دولت مرستيال ابراهيم خان سوچ كاوه چې جګړه او د فراه ښار فتحه به ډېر وخت ونيسي، نو د يوې كلا او برجونو په ودانولو يـې پيل وكړ. فراهيانو چې وليدل چې دښمن كلا او برجونه ودانوي، نو له پوځي وسايلو او ځواك پرته يـې په ډله ييز ډول ورباندې بريد وكړ. خو د (يو زرو څلور سوو) تنو مړو په وركولو سره، بې له ګټې ښار ته راستانه شول او دېوالي جګړې يـې روانې وساتلې.
همداراز د فراه ځينې مشران د مرستې لپاره كندهار ته شاه حسين هوتك ته لاړل، په كندهار كې مغرضو فيوډالانو زاړه قبيله يي مخالفتونه راژوندي كړل، شاه حسين يـې له ذوالفقارخان او عليمردان سره په مرسته كې دوه زړى كړ. خو بيا هم شاه حسين هوتك ( په ظاهره دوه زره) كسيز پوځ د لعل محمدخان په مشرۍ د هرات او فراه خوا ته ولېږه، د شاه حسين هوتك نظامي فيوډالانو پوځ ته لارښوونه وكړه ( چې د لارې په اوږدو كې هرځاى تم شي، چې په ارامۍ او ځنډ سره لاره ووهي).(27)

په دې توګه د كندهار مرستندوى پوځ د ذوالفقارخان تر ګړندۍ غوښتنې وروسته تر اووه مياشتني مزله وروسته فراه ته ورسېد او دا هغه مهال و چې كار له كاره تېر شوى و، ځكه ذوالفقارخان او د هرات خلكو د خوراكي او نورو اړتياوړ موادو پركمښت سربېره ديارلس مياشتې په مېړانه له خپله ښاره دفاع وكړه. اخر د اوږدمهالې محاصرې له كبله د ښار لوږې، نېستۍ او خواريو خلك ډېر وځورول او له بهره بله مرسته هم ورسره نه كېده، د ښار ځينو مشرانو د ذوالفقار له خبرتيا پرته نادر ته پيغام ولېږه، كه عبدالغني خان الكوزى بېرته ښار ته راشي او نادر د سولې شرايط ومني، نو ښار به د نادر پوځ ته پرانيستى وي، ذوالفقار خان هله له دې خبرې خبر شو چې عبدالغني خان او نور ملګري يـې ښار ته راننوتي وو او ټاكل شوې وه چې دواړه خواوې به لوظنامې ليكي او لاسليكوي به يـې هم.
او هغه هم له الله يار خان سره چې اووه مياشتې مخكې د نادر له پوځ څخه بېل شوى او ښار ته راغلى و او د نادر پرضد يـې جګړې كولې، نو د شپې له خپلې كورنۍ سره له ښاره ووت او كندهار ته لاړ. خپل ورور عليمردان ته يـې خبر وركړ چې بايد له فراه څخه كندهار ته راشي، عليمردان هم په يوه شپه له ښاره ووت او كندهار ته لاړ، خو له بده مرغه چې ذوالفقار له خپلو وروڼـو سره د دښمنانو د بدويلو له كبله د شاه حسين زندان ته ولوېد او الله يارخان د ملتان خوا ته لاړ.(28) سبا سهار چې كله ابراهيمخان د فراه د سردارانو او مشرانو له تېښتې خبر شو، نو د هغو پر څارنه يـې پيل وكړ، د ابراهيمخان پوځونو د تښگـتېدونكو خلكو زر كورنۍ چې له ښاره ډېرې ليرې هم نه وې، لوټ او بېرته ستنېدو ته اړې كړې. د ابراهيم خان پوځونو بيا هم غوښتل چې تښتېدونكي وڅاري، خو د كندهار له مرستندوى ځواك سره مخامخ شول، سخته جګړه ونښته، ابراهيم خان ښار ته پر شاتـګ اړ شو. وروسته فراه ښار ته ننوتل او بيا په هرات كې نادر ته د ښار د فتحې خبر ورسېد. نار فرمان وركړ چې فراه دې باقرخان لزګي فراهي ته وسپارل شي او ابراهيمخان دې له پوځ سره هرات ته راشي. ابراهيمخان هرات ته ورسېد، نادر د ملك محمود سيستاني د ځواك سپه سالار پيرمحمد ته هرات وسپاره، دې سړي له نادر سره د مشهد د دروازو په پرانيستنه كې مرسته كړې وه. نادر خپله مشهد ته ستون شو.(29)

نادر د خپل زړه د ډاډه كولو لپاره تصميم ونيو، چې له هرات او فراه څخه دې ټول ابدالي مشران ليرې كړل شي، نادر د عبدالغني خان الكوزي (د احمدشاه دراني ماما) او نورمحمد خان غلزي په ګډون خراسان، مشهد او دامغان ته شپږزره كسان تبعيد كړل، خو په دې ترڅ كې يـې د ابدالي قبيلې ځينې مشران لكه عبدالغني خان خپل پوځ ته جلب كړل.(30)

د كندهار د نيولو لپاره د نادر لښكركښي:

نادر تر تاجپوښۍ وروسته په 1736 م كال د ايران د بختياري قبيلې د ځپلو لپاره اوچت شو او هغه وخت چې د دې قبيلې د پاڅون كوونكو په ځپلو بوخت و، نو د اصفهان حاكم ته يـې امر وكړ، چې پر كندهار د لښكركښۍ لپاره له خلكو پيسې او نور اړتيا وړ مواد راټول كړي. كاركوونكي نه يوازې په اصفهان، بلكې په بگېلابېلو ښارونو كې د پيسو او نورو جګړه ييزو ځواكونو او توكو پر راټولونه بوخت شول، له همدې كبله د ايران خلك يوځل بيا له اقتصادي كمزورۍ سره مخامخ شول. نادر تصميم ونيو چې د كرمان او سيستان له لارې د كندهار پر لوري لښكركښي وكړي، څـگرنـګگه چې د لارې ډېره برخه يـې دښته وه، نو امر يـې وكړ چې: لومړى دې د "لوت" دښتې بېلابېلو منزلځايونو ته خوراكي مواد او نور توكي ولېږدول شي او د لښكر د بارونو لېږدونې ته دې د كرمان له خلكو څاروي بېګار شي، د شاه كاركوونكو به په ښار كې كاروانونه هم پياده كول او د هغوى حيوانات به يـې په بېګار ورڅخه بېول. د خوارو كليوالو څاروي خو پر ځاى پرېږده.
د نادر كاركوونكو په كرمان كې د خوراكي او نورو موادو په راټولونه كې دومره زياتى وكړ، چې دا ايالت تر اتو كلونو له قحطۍ او لوږې سره لاس و ګرېگوان و.(31) نادر د (1149) هـگ كال د رجب مياشتې په (17) مه (د 1736م كال د نومبر په 21 مه) له اتيازرو تنو پوځيانو سره چې ډېر يـې سپاره 0وو، له اصفهان څخه د كندهار پرلوري حركت وكړ. سربېره پر دې د هرات بېګلربېګ پيرمحمد ته هم دنده وركړل شوې وه، چې له خپل څو زره كسيز پوځ سره د مكران او بلوچستان د مشرانو محبتخان او الياس خان تر ځپلو وروسته په كندهار كې د نادر له ځواكونو سره مل شي. نادر كرمان ته تر رسېدو وروسته د ملك محمود سيستاني زوى فتح عليخان كياني ته يو ګواښوونكى پيغام ولېږه چې د سيستان پوځ دې د هغه ځاى په پولو كې د نادر له پوځ سره يو شي، بيا د (بم) له لارې د سيستان پر لوري روان شو.
نادر د (1149) هـگ كال د شوال مياشتې په دويمه (1737م كال د فبرورۍ په درېيمه) له خپل پوځ سره سيستان ته راغى، د لارې د توښې او د پوځ د نورو بارونو د لېږدونې لپاره يـې د اوښانو تر برابرولو وروسته، تر شپاړلس ورځني مزله او له دلارام څخه تر تېرېدو وروسته د هماغې مياشتې په اتلسمه نېټه د هلمند راسته ساحل (ګرشك) ته ورسېد او تر لږې جګړې وروسته يـې دا ځاى له غلزي ځواكونو څخه ونيو.(32) دلته نادر د خپل پوځ يوه برخه ددې سيمې د ځگمكوالو لوټونې ته او يوه برخه يـې د خلكو د مالونو پر راټولولو ماموره كړه او خپله له خپلو پاتې ځواكونو سره د كندهار د ارغنداو پر لوري روان شو او په كوه شاه مقصود ( د كندهار په خاكرېز سيمه كې چې د ښار د شمال- لويديځ په دېرش ميلۍ كې پرته ده) تم شو. همدلته وو چې سيدالخان ناصر او يونس خان هر يو له اتو زرو پوځيانو سره د شپې له خوا له ښاره ووتل او د نادر پر ځواكونو يـې ورودانګل. خو څـگرنـګگه چې د نادر د ځواك د ابدالۍ برخې مشر عبدالغني خان له دې بريد څخه خبر و، نو د كندهار د جنګياليو بريد يـې شنډ كړ او هغوى يـې له ډېرو تلفاتو سره شاتـګ ته اړ كړل.

سبا ته د نادر ځواكونه له ارغنداو څخه تېر شول او څو ورځې وروسته يـې په شېرسرخ (سره زمري بابا) كې: "د ښار د شمال - ختيځ په دوه - درې ميلۍ كې" اردوځاى جوړ كړ.(33) د ښار خلكو د شاه حسين هوتك په امر د ښار دروازې د نادر پر مخ وتړلې او لس مياشتې يـې په كلكه دفاع وكړه، كله –كله به خلك د شپې له خوا د يرغلګرو د بريدونو له كبله ځورول كېدل، نادر چې وليدل له يوې خوا ځواكمن برجونه او غر د ښار ساتنه كوي، نو پوه شو چې نيول يـې دومره ژر نه شي كېدى. نو د ښار په شاو خوا كې يـې د خپلو اردوځايونو په پراختيا او ودانولو پيل وكړ او د ښار سيمه ييز خلك يـې بېګارۍ ته اړ كړل او د لويو دېوالونو، ځواكمنو برجونو، سرپوښلو بازارونو، جوماتونو، حمامونو او په هغه سيمه كې يې د بېلابېلو ادارو پر جوړولو پيل وكړ، چې د (نادر اّباد) په نوم يې يو ښارګوټى جوړ كړ.(34)
نادراّباد د يوه ځواكمن دېوال بڼه درلوده، چې د كندهار پر شا و خوا راتاو شوى و او د دېوال تر هرو سلو ګامونو وروسته لوى – لوى برجونه جوړ شوي وو، چې د ښار پر خوا ډزې ترې وشي، نو ښار يـې په سخته اقتصادي محاصره، په ځانګړې توګه د خوراكي موادو په نشت كې ساتلى و او دا هغه چلند و چې نادر د بغداد د محاصرې پروخت ترسره كړى و.(35)

په پاى كې د شاه حسين د اړوندو كسانو د يوه تن (داد خان يا دادوخان) د خيانت له كبله د نادر ځواكونو ته ښار ته د ننوتو لار وښودل شوه، نادر هم د (1151) هـگ كال د ذي الحجې مياشتې په دويمه (1738 م كال د مارچ، 23 مه) د جمعې په ورځ خپل يوه برخه ځواك( بختياري دا) پر ښار حملې ته ولېږه او د حملې وخت د جمعې لمانځه د ادا كولو مهال وټاكل شو.

په دې توګه په يوه خوځند بريد كې د ښار پر برجونو د خمپارو او توپ په ډزو سره تر لږې، خو خونړۍ جګړې وروسته د ښار دروازې د نادر د ځگـواكونو پرمخ پرانيستل شوې، كله چې شاه حسين له موضوع څخه خبر شو چې كار له كاره تېر شوى، نو وروستۍ هڅې يـې هم بې ګټې پاتې شوې له دې كبله نادر ته تسليم شو.(36) د كندهار تر نيول كېدو وروسته خلك چې لس مياشتې يـې د نادر پرضد په ټينګه مقاومت كړى و، لوټ كړاى شول او د نېزو په زور نادر اباد ته وكوچول شول. وروسته نادر فرمان وركړ، چې ښار دې په بشپړ ډول وران كړل شي.(37) د جهانكشاى نادري نومي كتاب د ليكوال په وينا: "نادر: ښار او د هغه استحكامات داسې وران كړل، چې تيږه پر تيږه پاتې نه شوه".(38) خو (لكهارت) په دې اند دى: "څـگرنـګگه چې ښار ډېر ټينـګ دېوال درلود او د اوولسمې پېړۍ په نيمايي كې اورنګزېب وروسته يـې ورور داراشكوه د خپلې خزانې ډېره پانګه ددې دېوال په ټينګولو كې لګولې وه، خو د نادر دا فرمان ( يانې ټول ښار بايد له خاورو سره يو شوى واى) عملي نه شو او د ښار يوه برخه روغه پاتې شوه".(39) د "دولت نادرشاه افشار" ليكوالان كاږي: د نادر له خوا د كندهار تر نيول كېدو وروسته هلته "دومره شته او پيسې ترلاسه شوې، چې په ډېرو ستونزو يـې وكړاى شول د يوې مياشتې په بهير كې يې تر ښار دباندې يوسي".(40) نادر د كندهار تر نيولو وروسته، شاه حسين هوتك او د غلزي قبيلې ټول مشران خراسان ته تبعيد كړل او د هغوى پرځاى يـې په نيشاپور او د خراسان په نورو برخو كې مېشت ټول ابداليان كندهار ته ولېږدول اود هوتكو د شاهي كورنۍ د چارو واګې يـې هغوى ته وسپارلې. عبدالغني خان الكوزى يې، چې د بغداد او تركيې په فتحه او د هرات او كندهار په نيولو كې يـې د ابدالي ځواكونو په مشرۍ د نادر پر ګټه توره وهلې وه، د كندهار حكومت ته وټاكه او نور ابدالي، الكوزي او عليزي مشران د بُست، ګرشك او زمينداور په حكومت او مشرۍ وټاكل شول.(41)

د ګنداسنـګ او محمدكاظم په وينا ذوالفقار خان چې له خپل ورور احمدخان (وروسته احمدشاه) سره د كندهار تر فتحې د شاه حسين هوتك په بند كې بندي و، د نادر په امر په ظاهره د مشر په توګه مازندران ته ولېږل شو او هلته د نادر په اشاره له شاه حسين سره مل زهر وركړل شول. خو د ذوالفقار خان ورور احمدخان د نادر په پوځ كې ګډ شو او ډېر ژر د د نادر د ځواك د ابدالۍ برخې د چهارهزار د نظامي افسر په توګه ومنل شو. سيدالخان ناصر د نادر په امر په سترګو ړوند كړاى شو، حاجي اسمعيل غلزى بېرته هرات حكومت ته راستون شو او څـگرنـګگه چې د ذوالفقار او احمدخان خور يـې مېرمن وه، نو د هرات لويديز لوري ته د نادر په اجازه له ايرانه راستنو شويو ابداليانو ته وسپارل شو.(42)

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more