د ذوالفقار پاڅون

د ذوالفقار پاڅون او پر هرات د نادر دويمه لښكركښي

د هرات په دفاع كې د ذوالفقار ګډون د هرات د خلكو، په ځانګړې توګه د ابداليانو په نظر د هغه ملي اعتبار او حيثيت نور هم لوړ كړ، ان تر دې چې الله يارخان په ابدالي طايفه كې د ذوالفقار د زياتېدونكي اعتبار له كبله پر ځان هم ووېرېد او د 1143هـ 1730 م كال د دوبي يوه ورځ د ښكار په پلمه له هراته ووت، كله چې كافركلا ته نژدې شو، نو ذوالفقار ته يـې يو ليك وليكه چې: غواړم له تا څخه د خپل پلار د وينې بدله واخلم، دا دى زه مشهد ته ځم او نادر له دې خبرې خبروم چې ته يـې پرضد پاڅون كوې، زه به د يوه اردو په ملتيا پرتا بريد وكړم.(9)

 پر دې مهال نادر په اذرباييجان كې پر جګړه بوخت و، د نادر ورور او د حكومت مرستيال ابراهيم خان په مشهد كې د الله يارخان ښه هركلى وكړ. كله چې د الله يارخان له خولې د نادر پرضد د ذوالفقارخان له پاڅون څخه خبر شو، نو د مشهد په ټينګولو او ساتلو يـې پيل وكړ. ذوالفقارخان د 1143هـ كال د محرم مياشتې په لومړيو كې اته زره كسه پر مشهد ورخوشې كړل او د نادر ورور ابراهيم خان ته يـې تر مشهد دباندې په ټولو جګړو كې ماتې وركړه.(10)

 ابراهيم خان يوه ورځ له "كوه سنګينه" پر جګړه لاس پورې كړ. افغاني لښكرو د ذوالفقار خان په مشرۍ په توندو بريدونو سره د هغه پوځ دړې وړې كړ، چې د دښمن د وسلوال پوځ قومندان باقرخان ټپي شو. افغاني لښكرو د دښمن پوځ وځغلاوه او خپله ورپسې شوې. ډېرو ايراني پوځيانو د وېرې له كبله ځانونه څاه ګانو ته واچول او له منځه لاړل، يوازې ابراهيمخان وكړاى شول، ځان ښار ته ورسوي او د بريد كوونكو پرمخ دروازه وتړي(11) ذوالفقارخان ښار تر ټينګې محاصرې لاندې ونيو.

 محمدكاظم ليكي: د جګړې په وروستۍ ورځ د (1143هـگ كال) د محرم په (13) مه د مشهد مشرانو او د نادر زوى رضاقلي ميرزا نادر ته يو ليك وليكه او ژر يـې اّذرباييجان ته واستاوه او له نادر څخه يـې مرسته وغوښته. د ذوالفقار ځواكونه څو شپې په پر له پسې ډول د مشهد كلا پر شا و خوا راوګرځېدل، چې د ننوتو يا هم بريد لار پيدا كړي، خو هېڅ يـې ترلاسه نه كړل. يوه ورځ يـې د كلا په شا و خوا كې څو تنه ونيول او له هغوى څخه يـې د معلوماتو غوښتنه وكړه، اخر څرګنده شوه چې خلك د نادر راتلو ته سترګې پر لار دي او لس ورځې كېـږي چې دا موضوع نادر ته رسول شوې ده. ذوالفقار خان دا موضوع د لښكر له مشرانو سره شريكه كړه، اخر پرېكړه وشوه چې بايد ډېر ژر هرات ته ستانه شي. په پاى كې ابدالي ځواكونه روان شول او ډېر ژر هرات ته ورسېدل او د نادر د عكس العمل په انتظار يـې د هرات د برجونو پر ځواكمنولو لاس پورې كړ. كله چې نادر د ذوالفقار له سركښۍ او پر مشهد د ابدالي ځواكونو له بريد څخه خبر شو، نو له خپلو نظامي مشرانو سره يـې پر مشورو پيل وكړ. په پاى كې تصميم ونيول شو، چې بايد ډېر ژر مشهد ته ستانه شي، نادر له خپلو ځواكونو سره مشهد ته ستون شو او ويل كېږي دا اووه مزلونه يې په يوه منزل كې ووهل.(12)

 كله چې د اصفهان پولو ته ورسېدل، نو نادر ته د رضاقلي ميرزا بل زېرى هم ورسېد، چې د مشهد د محاصرې پرېښودل و، نادر يوڅه سوړ شو او څه موده يـې ارام وكړ او بيا بېرته خراسان ته روان شو. كله چې مشهد ته ورسېد، نو خپل ورور ابراهيم خان ته يـې ګواښ وكړ چې هركلي ته يـې رابهر نه شي، ګنې وبه وژل شي. ابراهيم خان هم ابيورد ته لاړ. نادر مشهد ته راغى، هغه كسان يـې وځپل چې له ابداليانو سره يـې په جګړه كې له ځانه كمزوري ښودلې وه او هغو كسانو ته يـې ډاډ وركړ چې خپل پلرونه يا اولادونه يـې له لاسه وركړي وو. نادر خپل يو شمېر پوځيان رخصت كړل، چې خپلو كورونو ته لاړ شي او هرڅومره چې كولاى شي خپل اسونه چاغ كړي، وروسته د ايرساري، تكه وو، تركمنو، يموتو او ساروقو قبيلو د پاڅون غلي كولو لپاره ابيورد او مرو ته روان شو.(13) نادر، د تركمنو قبيلو تر غلي كولو وروسته امر وكړ چې پر هرات دې د لښكركښۍ لپاره خواړه او نور اړتيا وړ مواد تيار شي، ددغو موادو تر برابرېدو وروسته له 36زره كسيز پوځ سره د هرات پر لوري روان شو.(14)

كله چې د نادر پوځ خوافو ته ورسېد، نو نادر خپل لږ پوځ د محمدبېګ مروي په مشرۍ قاين ته ولېږه او د يزد او كرمان د حاكم ويردي خان افشار لپاره يـې يو ليك هم وليكه او كرمان ته يـې ولېږه، چې هغه له خپل پوځ سره مل په قاينات كې له محمدبېګ مروي سره يو شي او له هغه ځايه بيا د فراه خوا ته حركت وكړي. كله چې ذوالفقارخان خبر شو نادر له خپل لوى پوځ سره هرات ته رانژدې كېـږي. نو د ښار په شا و خوا كې استوګن ابداليان يـې ښار ته ولېږدول او د ښار تر ځواكمنولو وروسته د نادر د مقابلې لپاره چمتو شو. دواړې لښكرې په كوهسان (كوسويه) نومې سيمه كې سره مخامخ شوې، په هغو جګړو كې چې كوهسان ته نژدې په جوى نقره نومې سيمه كې سره ونښتې، د ذوالفقار پوځ ډېر تلفات وركړل، ځكه د محمدكاظم په وينا د ذوالفقار پوځ (د طلاق پر صيغې قسم ياد كړى و چې د ژوند تر وروستي حده به پر شا نه شي). په دې توګه ابدالي لښكرو چې له پيله يـې بريد پيل كړى و، د مړينې له وېرې پرته ځانونه د نادر شل قدميو ته چې د خپل پوځ په منځ كې و، ورسول. پر دې مهال د نادر د توپخانې غږ اوچت شو او په نيم ساعت كې يـې اووه اته زره افغانان په خاورو او وينو ولړل. محمدكاظم وايي: ( افغانانو له مړينې څخه وېره نه كوله، بلكې په جګړه كې لا تودېدل).(15)

د محمدكاظم په وينا: اخر ذوالفقار د شلو زرو تنو ټپيانو او مړو تلفاتو تر وركولو وروسته شاتـګ ته اړ او ښار ته راستون شو او خپلو پوځيانو ته يـې لارښوونه وكړه چې د ژوند تر پايه د ښار ساتنه وكړي، نادر هم له خپلو پوځيانو سره له جوى نقره سيمې څخه وخوځېد او د پل مالان پر لوري روان شو. پل ماران ته لا نه و رسېدلى، چې د شاه حسين هوتك له اړخه ذوالفقار ته خبر ورسېد چې د كندهار دوولس زره كسيز پوځ د ابداليانو د مرستې لپاره هرات ته روان دى، تر دې زېري وروسته د عليمردان خان ابدالي له خوا چې د فراه حاكم و، بل خبر هم راغى چې له فراه څخه اته زره كسيز لښكر هم ښارته راننووزي. ابدالي پوځيانو او مشرانو په دې خوښۍ نغارې وډنګولې او يوې بلې خونړۍ جګړې ته چمتو شول.(16)

 ارواښاد غبار ليكي چې دا وخت سيدال خان ناصر له كندهاره له درې زره كسيز سپاره او پياده پوځ سره د هرات مرستې ته راورسېد، دې مشهور سرتېري د شپې په تياره كې پر نادري لښكرو وېروونكى بريد وكړ، چې د هغه له كبله د ايران پوځ په وېره كې شو او ډېر تلفات يـې وركړل، نادر اړ شو چې د جګړې له ډګره د (تحت صفر) لوړې برخې ته پناه يوسي او هلته د وسلوالو كسانو يوه كړۍ جوړه كړي او پر دفاع پيل وكړي، د هرات او كندهار لښكرو دوه ورځې نور هم دښمن تر پر له پسې ګوزارونو لاندې ونيو، خو د سختې ژلۍ او باران اورېدو له كبله جګړه بنده شوه. ذوالفقارخان په ښار كې دننه يوه جرګه جوړه كړه او له مشرانو څخه يـې ژمنه واخيسته، چې د ژوند تر وروستي حده به جګړه روانه ساتي، وروسته يـې يوه تونده او عمومي حمله پيل كړه، نادر ډېره هڅه وكړه چې د توپ او ټوپكو د ډزو تر باران لاندې ددې بريد مخنيوى وكړي، خو ويې نه شول كړاى، دېته اړ شو چې يوځل بيا شاتـګ وكړي.

افغانانو ډېر ژر (ساق سلمان) كلا د خپل دويم مركز په توګه وټاكله او له هغه ځايه يـې پر دښمن ګوزارونه كول او بېرته ستنېدل. نادر هم اړ شو چې يو غوڅ او عمومي بريد پيل كړي. نو له توپخانې سره راوړاندې شو، چې يو كار ترسره كړي خو هيڅ هم ونه شول، د هرات لښكرو نوى بريد وكړ او له شمس اّباد كلي څخه جګړه پيل شوه، خو د دښمن توپخانې د افغانانو درې زره تنه بريد كوونكي سره وپاشل، چې په رښتيا هم دا تلفات ډېر درانه وو، ځكه د افغانانو ډېر جنګيالي كسان په كې له منځه لاړل.(17)

دويمه جګړه تر ښار دباندې په پوزه كفترخان نومې سيمه كې وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر كسان په كې ووژل شول، محمدكاظم ليكي: ( په دې ورځ هم سخته پوځي جګړه وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر كسان ووژل شول، خو مخالفين (ابداليان) تر وړاندې نور هم اورني شول او مېړانه يـې وښوده، ته وا د كلا له برجونو څخه د خپلو ماشومانو او كورنيو له نندارې پر غيرت راغلي او ځان ته ارزښت نه وركوي. لكه لمر چې په حجاب كې پټ شي، دواړې خواوې له ماتې سره ستنې شوې).(18)

 درېيمه جګړه هم د لومړنيو ورځو په شان په هماغه توندۍ سره پيل شوه، چې ذوالفقارخان د مجهزې توپخانې د نه لرلو له كبله د ښار پر لوري شاتـګ ته اړ شو، نادر خپلو پوځونو ته "مالان" پول د لښكرځاى په توګه وټاكه او لارښوونه يـې وكړه، چې د ښار شا وخوا سيمې دې تر "اوبه" او "شافلان" سيمو پورې وپلټي او لښكر ته دې خوراكي او نور اړتيا وړ مواد برابر كړي. په دې وضعه كې يو لوى خان له درې زره كسيز پوځ سره هرات ته راننووت او د دوست پرځاى له دښمن سره يوځاى شو، دا سړى هماغه دلاورخان تايمني و، چې وړاندې يـې د نادر له لښكرو سره جګړې كړې وې او بيا د كندهار دربار ته تللى و او هلته يـې عزتمن ژوند درلود. دغه سړى له شاه حسين هوتك څخه خوابدى او د هغه د دولت د ماتولو په هڅه كې شو، څـگرنـګگه چې په خپله يـې ددې كار ځواك او توان نه درلود، نو نادرافشار يـې وټاكه. ويل كېـږي چې د لاورخان يوه ښايسته لور درلوده او شاه حسين غوښتل چې ورسره واده وكړي، خو دلاورخان ونه منله او خپله لور يـې بل چا ته وركړه، وروسته د شاه حسين د غچ له وېرې هرات ته وتښتېد او له خپل ځواك سره چې له غور څخه يـې برابر كړى و، له نادر سره يوځاى شو. له دښمن سره د دلاورخان يوځاى كېدو نادر ته نور ځواك هم وباښه.(19)

 نادر، ښار محاصره كړ او د خپل پوځ ځينې برخې يـې د ښار د حاكمانو په توګه وټاكلې، چې يو كس هم له ښاره وتلو يا ننوتلو ته پرې نه ږدي. څـگرنـګگه چې يـې د ښار په لويديځ كې د "نقره" د مورچل ساتلو ته لس زره تنه او لس زره تنه نور يـې د ختيزو مورچلونو ساتنې ته وټاكل او په خپله يـې اردوخان نومي كلي كې سنـګر ونيو، د نادر پوځونو به د خلكو مالونه او رمې چې څړ ته به يـې بېولې، لوټولې.

محمد كاظم ليكي: "كله چې به افغانانو خپلې رمې څړ ته اېستلې، نو وسلوال به د باز په شان له يمين او يسار څخه راتلل، اسونه، اوښان او پسونه به يـې لوټل، له بله پلوه به يـې ډېر (قزلباش) افغاني غازيان په ګوليو وژل او هره ورځ به د اخ و ډب بازار تود و".(20)

د 1731م كال يوه ورځ ذوالفقارخان تصميم ونيو چې يو غوڅ بريد وكړي، نو له خپلو لږو لښكرو سره له ښاره ووت او د نادر پر مورچل يـې بريد وكړ، نادر په سختۍ سره دفاع وكړه، پر دې مهال د ښار په شرقي برخه كې ټاكل شوې ډله د نادر مرستې ته راورسېده او دواړې خواوې سره ونښتې. څـگرنـګگه چې د ماتې خطر پيدا شو، نو افغانان راستانه شول او د تورو په واسطه يـې په دښمنانو كې ځان ته لاره خلاصه كړه، په دې توګه افغانان يوځل بيا په ښار كې محاصره شول او نادر د محاصرې كړۍ لا تنـګه او تونده كړه، خو افغانان بيا هم اړ وو چې هره ورځ له ښاره ووځي او د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه كولو لپاره د تورې په واسطه د دښمنانو له منځه تېر او راستانه شي.

په همداسې يوه بريد كې افغاني ډلې "كرخ" ته د راستنېدو په لار كې د دښمن له پوځ سره مخامخې شوې او سخته جګړه ونښته، چې افغانانو ډېر درانه تلفات وركړل. په دې توګه د دواړو نامساوي ځواكونو ترمنځ څلور مياشتې جګړه روانه وه او د هرات خلك د غلې له قحطۍ سره مخامخ شول. په داسې حال كې چې دښمن تر ايرانه پورې د ارزاقو غزېدلې مواصلاتي لار په لاس كې درلوده او بېغمه جنـګېدل.

پر دې مهال سيدالخان ناصر له خپل پاتې پوځ سره د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه كولو لپاره له ښاره ووت، خو بېرته يـې ونه كړاى شول ښار ته راستون شي. له دې كبله يـې د اسفزار، فراه او كندهار لاره ونيوله.

ذوالفقارخان چې پردې پېښو سربېره يـې د ابداليانو نه يووالى او د دښمن ګوزارونه ليدل، نو يوه جرګه يـې جوړه كړه او ويې ويل: د نادر په شان له يوه ځواكمن او واكمن دښمن سره سره زموږ نفاق د هرات د ماتې او سقوط سببېږي، نو تاسې چې ددې پېښې د مخنيوي لپاره څه اټكلوئ، زه به ستاسو پر پرېكړې قناعت وكړم. د الله يارخان پلويانو چې د جرګې اكثريت وو، وويل: موږ غوره دا ګڼو چې ته الله يارخان ته چې د نادر په پوځ كې دى، خپل حكومت وسپارې.

 ذوالفقارخان ځواب وركړ: زه د مشرانو له مشورې سرغړونه نه كوم او د هېواد خير ته د ځان تر خير ترجېح وركوم. وروسته د نادر پوځ ته يو پلاوى لاړ او د ښار د خلكو له خوا يـې پيغام وركړ چې ددې وينې تويېدنې نتيجه څه ده؟ كه تاسو هرات غواړئ، خپل دوست (الله يارخان) موږ ته راواستوئ چې د ښار واك وركړو.

نادر دا شرط په بيړه ومانه او الله يارخان يـې په دې شرط هرات ته ولېږه، چې دده اطاعت به كوي.
خو الله يارخان چې كله هرات ته ورسېد، د ذوالفقارخان او د ښار د خلكو هركلى يـې وليد، نو د ذوالفقار خوا يـې ټينګه كړه او د نادر له اطاعت څخه يـې سرغړونه وكړه او جګړې يـې روانې وساتلې.(21)

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more