د كابل نيول

 كابل ته هم غمجنوونكى برخليك ورپېښ شو. نادر د كندهار تر نيولو دوه مياشتې وروسته د (1838)م كال د مې مياشتې په (21) مه نېټه له نادراّباد څخه د كابل پر لوري روان شو. د غزني قره باغ ته په ننوتو سره، د غزني قومي مشرانو، روحانيونو او قاضيانو هركلي ته ور ودانګل، خو د غزني حاكم كابل ته وتښتېد.(43)

ميرزا مهدي خان استراّبادي وايي:

نادر له غزني څخه كابل ته تر روانېدو مخكې د خپل پوځ يوه برخه د د ايكندي، جغتو، زنګي او د غزني د نورو هزاره مېشتو سيمو په لوټولو او نيولو ماموره كړه. خو د هزاره خلكو په مطيع كولو كې د نادر د ځواكونو هڅې بې ګټې پاتې شوې، يوازې يـې وكړاى شول د هغوى يوشمېر ماشومان او مېرمنې په اسارت ونيسي او په نادر پسې يـې كابل ته راولي.(44)
محمدكاظم په دې اند دى چې: نادر خپل زوى نصرالله خان د غزني له قره باغ څخه د باميان او ضحاك كلا پر نيولو مامور كړ، خو هغه د مېشتو خلكو له سخت مقاومت سره مخامخ شو، شازاده نصرالله په باميان كې د هزاره وو د ايماق قبيلو له سختو خونړيو جګړو وروسته وكړاى شول ضحاك كلا ونيسي او يو شمېر هزاره مشران او قومي ريسان په چاريكار كې خپل پلار ته راولي.(45)

نادر د غزني تر نيولو وروسته د كابل پر خوا پر مخ لاړ او څه كم خپل دوه زره تنه پوځيان يـې مامور كړل چې تر ده وړاندې كابل ته ودانګي.
نادر د كابل كوټوال يانې شرزه خان ته يو پيغام ولېږه، چې په كې ويل شوي وو: د محمدشاه له هېواد سره كوم كار نه لري، خو د هغه ځاى د مېشتو افغانانو د له منځه وړلو نيت لري. د كابل او پېښور صوبه دار ناصرخان له ډيلي څگـخه مرسته وغوښته، چې د نادر د مقابلې لپاره راودانګي، خو وړ ځواب يـې وانه ورېد، نو هغه هم په خيبر دره كې له خپل شل زره كسيز ځواك سره د نادر راتلو ته په تمه كښېناست. شرزه خان او خلكو څو ورځې ښه په ټينګه د ښار دفاع وكړه، خو كله چې د نادر پوځونو د ښار دېوالونه ونړول اوپه زوره ښار ته ننوتل، نو په ښار كې له نېستمنو خلكو پرته نور څوك نه وو پاتې، ځكه مېشتو كسانو خپلې شتمنۍ رااخيستې وې او په كلا كې پټ شوي وو: "نېستمن او كموسه خلك چې پاتې وو، هماغه شېبه د نادر د پوځونو له خوا ووژل شول. د نادر پوځونو وروسته د ښار ټول كورونه چې له مرمرو ډبرو جوړ شوي وو وران كړل… د ودانيو دروازې، چتونه او نور لرګين څيزونه يـې وسوځول، يوازې يـې برجونه ځكه پرېښودل چې خپل توپونه په كې ودروي او پر كلا ډزې وكړي".(47)

ديملسون د نادر په لاس د كابل نيولو نېټه د (1738) م كال د جون مياشت اتمه نېټه ليكي.(48) نادر له كابله د محمدشاه ګورګاني لپاره ډيلي ته د دوستۍ ټينګېدو لپاره يو پيغام ولېږه او خپله يـې د خوراكي او نورو اړتيا وړ موادو د برابرولو په موخه پر هندوستان يرغل وكړ، ځكه چې كابل نه شول كولاى د نادر د پوځ ټولې اړتياوې ورپوره كړي، نو نادر د خپل پوځ يوه برخه د كابل ودانو سيمو لكه تـګاو او نجراو سيمو ته ولېږله، چې پوځ او نورو حيواناتو ته په لنډه موده كې خوراكي توكي او واښه برابر كړي او خپله له خپلو ځينو پوځيانو سره د ګندمك له لارې د جلال اباد پر لوري روان شو. كله چې نادر واورېدل، په جلال اباد كې يـې د مړينې خبرې كېـږي، نو د هغه ځاى له خلكو سره يـې له توند چلند څخه كار واخيست او د يوه كس پرځاى يـې د سلو كسانو سرونه پرې كړل او له هغه ځايه بيا د خيبر درې خوا ته روان شو.(49)

نادر له جلال اباد څخه د وتو پر وخت د خپل پوځ څه له پاسه دوولس زره كسان وړاندې ولېگږل او امر يـې وكړ چې له عمده ځواك څخه دوه منزله فاصله واخلي. پر هماغه مهال د كابل مشر ناصرخان، د پېښور او خيبر تر شلو زرو زيات افغانان په خيبر ګردنه كې ځاى پرځاى كړي وو، چې د ايراني پوځيانو د پرمختـګ مخنيوى وكړي. څـگرنـګگه چې د نادر (قراولانو) د خيبر درې په ختيزه غاړه كې د دښمن د شتوالي ګزارش وركړ، نو نادر تصميم ونيو چې خپل دوديز جګړه ييز چل وكاروي، په دې توګه له يوې ستونزمنې لارې مخكې راغلل او له بله پلوه يـې ناڅاپه پر دښمن بريد وكړ. نادر د يو ښه لارښود په موندلو سره د خپل ځواك لويه برخه په ديكاب نومې سيمه كې پرېښوده او خپله يې د دېرشو زرو سپرو په مشرۍ د (سه چوبه) له لارې چې ډېر اوچت غر دى، پر دښمن راودانګل، بله ورځ يـې دېرش فرسخه لار ووهله او د ناصرخان پر ځواكونو يـې بريد وكړ او دوى يـې په لنډه موده كې د پېښور او جمرود پرلوري تر شا كړل، ناصرخان او د مقابل لوري ځينې نور مشران يـې ونيول او تر درېيو ورځو وروسته د پاتې ځواكونو په راتلو سره د پېښور پر لوري روان شول.(51)
نادر د پېښور تر نيولو وروسته پر لاهور بريد وكړ او لاهور يـې له جګړې پرته ونيو. تر هغه وروسته د هند د ګورګاني دولت پلازمېنې (پايتخت) شاه جهان اّباد ته متوجه شو، چې د نار ځواكونو تر لږو جګړو وروسته د هند وروستي ګورګاني واكمن محمدشاه تسليمېدو ته اړويست او نادر د 1151هـگ كال د ذي الحجې په اتمه د جمعې په ورځ شاه جهان اّباد (ډيلي) ته ننووت.(51)

د كندوز او بلخ نيول:

هغه مهال چې نادر د كندهار پر محاصره بوخت و، نو شل زره كسيز پوځ يـې د زوى رضا قلي ميرزا په مشرۍ له خراسانه د بلخ د نيولو په موخه روان شو او په ماروچاق سيمه كې د هرات مرستندوى پوځ هم ورسره ملګرى شو او وروسته د اندخوى پر لوري وخوځېدل. كله چې دا پوځ د اندخوى په يو منزلۍ قراتپې ته ورسېد، نو رضا قلي ميرزا د اندخوى حاكم عليمردانخان ته يو ليك ولېږه، دا اشاره يـې هم ورته كړې وه چې تسليم شي او ښار د عزيزقليخان دادخواه ورور نياز قلي ته ( چې مخكې يـې له عليمردانخان ازبك سره د هغه ځاى پر حكومت اختلاف پيدا شوى و او اصفهان ته رضا قلي ميرزا ته تللى و). وسپاري، عليمردانخان له ځان سره سوچ وكړ كه له مقاومت پرته ورتسليم شي، نو حتماً به د كينه ګرو: نياز قلي دادخواه او عزيز قلي له خوا ووژل شي، نو تصميم يـې ونيو چې د ځان او د ښاري خلكو د دفاع لپاره اوچت شي. نو رضا قلي ميرزا ته يـې ځواب وركړ چې د ښار پرېښودو ته چمتو نه دى. د رضا قلي ميرزا پوځونو ډېر ژر ښار محاصره كړ، هلته عليمردانخان هم دېوالي (حصاري) جګړې پيل كړې، چې دا جګړې څلوېښت ورځې وغزېدې، اخر د سيمې ځينو فيوډالانو له عليمردانخان سره مخالفت پيل كړ او له دښمن سره يـې له مقاومت څخه لاسونه واخيستل، رضا قلي ميرزا د ښاريانو ترمنځ د اختلافونو په پوهېدو سره محاصره نوره هم تونده كړه، عليمردان چې وليدل د ښار خلك زړه نازړه شوي، نو له جګړې څخه يـې لاس واخيست او ښار يـې رضا قلي ميرزا ته وسپاره، رضا قلي ميرزا د اندخوى حكومت نيازقلي دادخواه ازبك ته وسپاره، عليمردان خان او د اندخوى ښار دوه نور مشران يـې چې له هغه سره يو لاس شوي وو، هرات ته واستول او هملته ووژل شول.(52) د نادر پوځونو وروسته شبرغان او اّقچه هم ونيول او د بلخ پر لوري وخوځېدل. د بلخ حاكم ابوالحسن د چنـګېزخان د كورنۍ له پاتوشونو، يو كمزورى او سست ارادې سړى و. د هغه ناظر قبچان د نادر له پوځ سره جګړې ته چمتو شو، له بلخ ښار څخه دوولس زره تنه د جګړې په موخه ووتل، چې بلخ ته نژدې يوه كوچنۍ خو خونړۍ جګړه ونښته، چې په پاى كې سيدخان قبچان له خپلو څو تنو پوځيانو سره د (شاديانو) خوا ته شاتـګ وكړ، ځينې پوځيان شاه مردان ته وتښتېدل او ځينې هم ښار ته راستانه شول او د نادر د پوځيانو پرمخ يـې دروازې وتړلې، رضاقلي ميرزا تر ښار دباندې چمن ته نژدې اردوځاى جوړ كړ. د نادر پوځونه به ډلې ډلې د ښار شا وخوا راتلل خلك به يـې لوټل او هغه شتمنۍ او مالونه به يـې خپلو اردوځايونو ته وړل. اخر د ښار ځينې سپين ږيري او روحانيون رضا قلي ميرزا ته ورغلل او د تسليمېدو چمتووالى يې وښود.
رضاقلي ميرزا هم ددې وضعې هركلى وكړ او خپل ځينې مشران يـې د لوټونو او غلاوو د مخنيوي لپاره ښار ته ولېږدول او ځاى پر ځاى كړل. ابوالحسن چې د ښار په بالاحصار كې پټ و، كله چې خبر شو د نادر ځواكونو د ښار ځينې برخې نيولي، قراّن په لاس او توره په غاړه له ارګ څخه ووت او رضاقلي ميرزا ته تسليم شو. رضاقلي همدغه سړى خپل پلار ته چې د كندهار پر محاصره بوخت و، ولېږه. نادر هغه ته اجازه وركړه چې د خداى  د كور زيارت ته لاړ شي او هلته ومري. رضاقلي ميرزا د بلخ تر فتحې وروسته، خپل ځينې پوځيان د شاه قلي مروي په مشرۍ د سيدخان قبچان د څارنې او نيونې لپاره سانچارك ته ولېږل. له بل لوري سيدخان ازبك خپل ځينې نور كسان د سنچارك شا و خوا ته واستول، هغوى يـې د نادر د پوځونو له لوټونو او د تباهۍ له ګواښ څخه خبر كړل او هيله يـې ورڅخه وكړه چې د نادر د پوځونو په له منځه وړلو كې ورسره مرسته وكړي. د سنچارك سيمې ازبكان د سيدخان ازبك په پلوي اوچت شول، په يوه جګړه كې چې په يوه دره كې د شاه قلي بېګ له ځواكونو سره وشوه، د دښمن پوځ ته يـې وژونكى ګوزار وركړ، چې ان په پيل كې د دښمن د اختلال سبب شو.

محمد كاظم ددې جګړې يو انځور داسې كاږي: "هغه دوې ډلې د دوو رودونو او يا دوو غرونو په شان يو پر بل راپرېوتلې، داسې جګړه ونښته چې وينې څښونكى بهرام ورته ګوته پر غاښ پاتې شو:

ژباړه:

دوو لښكرو زړونه مرګ ته كښېښگودل
د ږليو په شان غشي اورېدل
يو پر بل باندې بريدونه پيل شول
غرونو، دښتو په سرو وينو ولامبل
هوا ډكه شوه له تورو او له غشيو
واړه تږې شګې شوې پرې خړوبې
سره ويې وژل هره خوا ښه ډېر
چې له مړو ټولې لارې ډكې شوې.(53)

چې د يوه ازبك قومندان په وژل كېدوسره د سيدخان خلك وارخطا شول، چې په پايله كې له ماتې سره مخامخ شول. ځينې ټپيان، ځينې مړه شول او ځينې وتښتېدل، د نادر پوځونو د هغه ځاى مېشت ټول مالدار او څاروي لرونكي ازبكان له ځان سره په زوره بلخ ته بوتلل او دوى بېرته خپلو لومړنيو ځايونو ته راغلل، هغه بل پوځ چې د رضاقلي ميرزا له خوا د سيدخان قبچان په څارنې پسې روان شوى و، د سيدخان د ډلې د ځپلو لپاره د سانچارك پر لوري روان شو. سيدخان ازبك څه موده د هغې سيمې په غرونو كې پټ و، كله چې خبر شو د نادر خلك يـې له څارنې لاس نه اخلي، نو اړ شو چې كندوز ته د يو سفخان ازبك ورور هزاره خان ته لاړ شي او پناه ځنې واخلي.
د نادر پوځونه د سانچارك سيمې د خلكو تر تابع كولو او له هغو څخه د مالياتو او ډېرو نورو شتو تر اخيستو وروسته بېرته بلخ ته ستانه شول. رضاقلي ميرزا د بلخ حكومت يوڅه نور هم ښه كړ او خپله له خپل پوځ سره د قارشي او اّمو سواحلو خوا ته روان شو.(54)
وروسته تر دې چې رضاقلي ميرزا د اّمو په سواحلو كې بېلابېل ښارونه او ښارګوټي ونيول، نو خبر وركړل شو چې د كندوز د حاكم يو سفخان ازبك ورور هزاره بېګ د سيدخان قبچاق په مرسته د نادر له پوځونو سره جګړې ته چمتو كېږي، رضاقلي د طهماسب خان جلاير په لارښوونه خپل پوځ د كندوز پر لوري روان كړ. د نادر د پوځونو وژنو او لوټونو د سيدخان او د كندوز د حاكم يوسفخان په زړونو كې داسې وېره رامنځته كړې وه، چې كندوز ته د نادر د پوځونو تر راتـګ دمخه سيدخان بدخشان ته د هغه ځاى والي نباتخان ته وتښتېد، يو سفخان چې يو وېرندوكى سړى و، د نادر له پوځ سره تر مخامخېدو مخكې سكته وكړه.

كله چې رضاقلي ميرزا د كندوز څو فرسخۍ ته ورسېد. مشران، فيوډالان او روحانيون له ډاليو سره ورغلل او له هغه سره يـې خپل ملاتړ څرګند كړ، رضاقلي ميرزا له مقاومت پرته كندوز ته ننووت او د يو سفخان كلا يـې د خپل استوګنځي په توګه وټاكله.
محمدكاظم د رښتينو روايت كوونكو له خولې وايي چې يوسفخان ازبك يو عياش، بډاى او ښځې خوښوونكى سړى و، چې له هغې سيمې څخه يـې شپږ سوه ښځې او نجونې په زور خپلې كلا ته راوستلې وې او ساتلې يـې، هغه ښځو ته اېلول، سندرې غږول، نڅاوې، موسيقۍ، شعبده بازۍ او رسۍ بازۍ ورزده كړې وې، سربېره پر دې يـې ځينو خلكو ته زرګري، ميناتوري، انځورګري، نقاشي، بقالي، بزازي، سيمساري او نورې حرفې (كسبونه) چې د ټولو شمېر (33) كېده ورښودلې وې، چې ټولو به دده په ګټه كار كاوه. په كلا كې يـې دننه نورې بېلابېلې او پراخې ودانۍ  جوړې كړې وې. داسې بازار يـې هم ودان كړى و چې د بېلابېلو دكانونو كتارونه په كې وو او ځينو ښځو به په كې سودا او نورې سوداګريزې معاملې كولې… دى به په خپله د تنباكو پلورونكي په توګه بازار ته راته او په كليواله لهجه به يـې ويل: "اى تر سر مو وګرځم، تر نوم مو ځار شم، اى زما ترورې! زما تنباكو هم كله - كله څكوئ، پيسې هم راكړئ او ژر – ژر اهونه وكاږئ".
هغه به له ښځو سره همداسې خبرې كولې او خپل ډېر وخت به يـې د ښكلو څيزونو په رانيولو تېراوه، له ښځو سره به يـې ټوكې، شوخي او شخړې كولې او كله به يـې د سندرغاړو او سازنده وو پر خبرو ځان بوختاوه او په خوښۍ سره يـې ژوند كاوه.(55)
د يوسفخان تر مړينې وروسته رضاقلي ميرزا د كندوز حكومت هزاره بېګ ازبك ته وسپاره، هغه مېرمنې يـې چې يوسفخان خپلې كلا ته راوستلې وې ځينې د خپل پوځ مشرانو او مخكښانو ته وروبښلې او ځينې يـې رخصت كړې، چې خپلو اصلي استوګنځيو ته لاړې شي. وروسته رضاقلي ميرزا له خپلو پوځونو سره بدخشان ته روان شو، خو پر همدې مهال ورته د نادر فرمان ورسېد، چې بېرته بلخ ته ستون شي او د هغه ولايت مشرتابه ټينـګ كړي او د هغه دربار ته ورشي.

رضاقلي ميرزا هم د پلار په امر بلخ ته لاړ او بلخ حكومت يـې د عزيزقلي داد خواه ورور نياز خان ته وسپاره او خپله له طهماسب خان جلاير سره كابل ته روان شو او وروسته جلال اباد ته لاړ او له خپل پلار سره يـې وكتل او د نادر د وليعهد په توګه وټاكل شو، تر هغه وروسته ايران ته روان شو.(56) تر (1740) م كال وروسته د نادر د استبدادي دولت پرضد د افغانانو پرله پسې پاڅونونه ترسره كېږي، چې دا دى د نېټو او اوډون له مخې به يـې ولولو:

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more